22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
۳- د الله قانوني حاکميت
د دې معنا دا ده لکه څنګه چې الله د ټولو کائناتو بادشاه، پروردګار، خالق او مالک دی همدا راز الله په قانوني توګه هم حاکم دی، بل څوک د الله د قانون په خلاف د قانون جوړونې واک نه لري، هغه چې د انسان د ژوند د تنظيم لپاره کوم قوانين جوړ کړي دي پيروي يې په ټولو انسانانو لازم ده.
- {ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ} [الجاثية: 18]
(ته مو د دين په يوه ځانګړې طريقه قائم کړی یې، د هغې پیروي کوه، د هغو خلکو د خواهشاتو پیروي مه کوه چې نه پوهېږي)
- {تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ} [البقرة: 229]
(دا د خدای ټاکلي شوي بریدونه دي تجاوز ترې مه کوئ، څوک چې د الله له حدودو نه تجاوز کوي هغه ظالمان دي.)
- {وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ } [الطلاق: 1]
(دا د خدای له اړخه ټاکلي بریدونه دي څوک چې له دې حدودو تجاوز وکړي یقینا پرځان یې ظلم کړی.) المائدة سورة کې وایې:
- {وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ} [المائدة: 44]
(څوک چې د الله په لېږل شوي قانون فیصله نه کوي،ع هغه کافران دي.)
- {وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} [المائدة: 47]
(څوک چې د الله په نازل شوي قانون فیصله نه کوي هغه فاسقان د ي.)
- {وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ } [المائدة: 45]
(څوک چې د الله په قانون فیصله نه کوي هغه ظالمان دي)
- {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ } [المائدة: 50]
(ولې دوی د جاهلیت قانون غواړي؟ د الله نه به د چا قانون ښائسته وي؟ د هغه قوم لپاره چې ایمان پرې لري)
- {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا} [النساء: 60]
(ايمان راوړی دی چې تاته نازل کړی شوی دی او په هغه کتابونو چې ستا نه مخکې نازل کړی شوي ول او بيا غواړي چې خپلې شخړې د پرېکړې لپاره طاغوت ته يوسي، سره له دېنه چې دوی ته له هغه نه د انکار حکم ورکول شوی وو، شیطان غواړي چې دوی په ګمراهي کې ښه لرې بوځي.)
او داسې نور بېشمېره آیاتونه شته دي چې دا مطلب واضحه کوي چې یوازې د الله د قانون پيروي او اطاعت لازم ده او واجب الاتباع قانون یوازې د الله قانون دی دا خبره هم واضحه شوه چې د کائناتو او انسان خالق، مالک او حاکم یوازې الله تعالی دی.