22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
٤- د رسول حیثیت
د خدای هغه قانون چې په پورتنيو آیتونو کې يې د پيروي حکم ورکول شوی، انسان ته د هغې د رسېدو ذريعه يواځې د خدای پيغمبران دي چې د هغه له خوا د هغه احکام او لارښوونې انسانانو ته رسوي او د خپل قول او عمل په وسيله د هغه احکامو او هداياتو تشريح کوي، نو رسول په انساني ژوند کې د خدای د قانوني حاکميت نماينده(legal sovereignty) دی په دغه آساس د ده اطاعت عينې د خدای اطاعت دی، په خپله د خدای أمر دی چې د رسول امر او نهې او د هغه فيصلې پرته له کوم چون و چرا ومنئ تر دې چې په زړه کې هم پرې ناخوښي احساس نه کړئ، کنه بيا مو د ايمان خير نشته دی.
د حاکمیت حق یوازې د الله تعالی ذات کې مرتکز دى؛ بل څوک له هغه سره په دې حق کې شریک نشته دی، دا خبره قرآن څرګنده کړېده چې پیروي به یوازې د الله تعالی د قانون کېږي، له دې کوټلې او محکمې خبرې نه په طبیعي توګه دا پوښتنه را پيدا کېږي چې د اسلامي قانون له مخې ریاست کې د خدای د رسول -صلی الله علیه وسلم- د سنتو او لار ښوونو څه حيثيت، مقام او مرتبه ده؟
قرآن پدې اړه فرمایي: چې د خدای د اطاعت په څېر د رسول اطاعت هم فرض دی.
- {وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ} [النساء: 64]
(موږ کوم پيغمبر نه دی لېږلی؛ مګر د دې لپاره چې د الله د حکم موافق د هغه پيروي وشي.)
- {مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ} [النساء: 80]
(څوک چې د رسول اطاعت کوي هغه په حقیقت کې د الله اطاعت کوي)
- {فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا} [النساء: 65]
(داسې نه ده، قسم ستا په رب! دوی تر هغې مؤمنان کېدای نه شي تر څو په خپلو شخړو کې تا حاکم ونه مني او بیا ستا له پرېکړې نه په خپلو نفسونو کې تنګي هم محسوس نه کړي او د تسلیم سر ورته ټیټ نکړي)
- {وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا } [النساء: 115]
(څوک چې د رسول مخالفت ته ملا وتړي وروسته له هغې نه چې د هدایت لاره ورته روښانه شوې ده او د مؤمنانو له روش پرته بل روش غوره کړي، موږ به یې همغې لارې/ لوري ته وګرځو، کوم لوري ته چې دا په خپله وګرځېده او جهنم کې به یې د ننه کړو، هغه د تلو لپاره ناکاره ځای دی)
- {وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا} [الحشر: 7]
(پیغمبر چې څه درکوي هغه واخلئ او له څه نه مو چې منع کوي ترې منع شئ).
د قرآن شریف په دغه برخو کې د رسول قانوني حیثیت تعیین کړای شویدی چې د اصلي حاکم يعنې د الله تعالی خبرې، فرامین او حکمونه موږ ته د خدای د رسول -صلی الله علیه وسلم- په ذریعه را رسېدلي دي او هغه د الله تعالی د احکامو له رسولو سره د هغې د تشریح او تبیین هم مسؤوليت هم په غاړه لري.
کله به د قرآن تشریح او تبیین عملا سرته رسوي او کله قولا، رسول د خدای د دین رسمي نماینده دی د هغه اطاعت د الله تعالیٰ د اطاعت غوندې ګڼل شوی دی.
قرآن کې ځای پر ځای الله تعالیٰ پر دې ټینګار کړیدی چې رسول -صلی الله علیه وسلم- کوم حکم درکوي هغه باید د الله تعالى د حکم غوندې وګڼل شي.
او دا چې د الله بندګان به د الله د رسول اطاعت بې له کوم لیت و لعل نه کوي؛ په زړه کې به د رسول د فیصلو په اړه د تنګۍ احساس هم نه کوي او که کله یې زړه تنګي احساس کړه او یا یې د هغه فیصلو ته د زړه له کومې سرکېنښوده نو نژدې ده چې دا شخص خپل ایمان له لاسه ورکړي.