د قرآن سياسي لارښوونې ۵- ترټولو لوړ قانون

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۵- ترټولو لوړ قانون


د قرآن له مخې د خدای او رسول حکم هغه لو ړ قانون (Suprem Law) دی چې مسلمان یې مقابل کې له اطاعت نه پرته بله چاره نه لري. 

کومو معاملاتو کې چې الله او رسول فیصله کړې ده په هغو کې د یو مسلمان لپاره د آزادې پرېکړې کولو اختیار نشته دی او له دې فیصلې نه انحراف له ایمان سره منافی عمل دی. 


- {وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا} [الأحزاب: 36] 

(یو مؤمن سړي او ښځې ته دا حق نشته دی چې الله او رسول په کومو معاملاتو کې پرېکړه وکړي او بیا دوی ته پکې څه اختیار باقي پاته شي، څوک چې د الله او رسول نافرماني وکړي هغه په څرګنده ګمراهۍ کې اخته شوی دی.) 


- {وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُولَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ} [النور: 47] 

(هغوی { منافقین } وایي موږ ایمان راوړی په الله او رسول باندې او موږ اطاعت قبول کړی، بیا له دې وروسته په دوی کې یو ډله د الله له حکم نه مخ اړوي، دا خلک د سره مؤمنان نه دي.) 


د مؤمن رويه داسې وي: 

- {إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ } [النور: 51] 

(په رښتيا سره د‌ مؤمنانو وينا خو دا وي چې کله الله او رسول لور ته د دې لپاره و بلل شي چې ترمنځ يې فیصله وکړي، چې موږ اورېدلې ده او اطاعت مو کړی دی، دغه رنګ خلک کامیابیدونکي دي.) 


ورته مطالب
+