د قرآن سياسي لارښوونې ٦ - خلافت

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

٦ - خلافت


د انساني حکومت درسته بڼه کومه چې قرآن موږ ته په ګوته کړې ده هغه دا ده چې رياست د خدای او رسول قانوني بر لاسي تسليم کړي او د هغو په حق کې له حاکميت نه لاس واخلي او د حقیقي حاکم د حاکميت د لاندې د خلافت او نيابت حيثيت ومني په دې حيثيت کې د ده ټول اختيارات که هغه تشريعي وي يا قضایي او اداري په هغو حدودو کې محدودېږي چې مخکې په ۳،۴ او ۵ پراګراف کې بيان شول. 


موږ قرآن نه دا فکر اخلو، چې د انسان په واک کې د ځمکې څومره قوتونه او وسایل دي هغه ټول د الله تخلیق او ملکيت دی او ده ته د اللّٰه له خوا نه ورکړ شوي دي.  

له دې امله قرآن وايي: 

چې انسان دلته خپلواک مالک نه، بلکې د کائناتو د اصلي مالک خلیفه او نائب دی. 


- {وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ} [المائدة: 48] 

(او موږ دا کتاب تاته له حق سره نازل کړی دی چې د مخکنيو کتابونو تصديق کوي او په هغو ساتونکی دی، نو څه چې الله نازل کړي دي ته د هغې موافق د خلکو تر منځ فیصلې کوه او د خلکو د خواهشاتو د منلو له امله له دې حق نه مخ مه ګرځوه.) 


- {يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ } [ص: 26] 

(ای داووده! ته مو ځمکه کې خليفه مقرر کړی يې، نو فيصلې کوه د خلکو تر منځ په حق او د نفس غوښتنو پسې مه ځه هغه به دې د خدای له لارې نه واړوي.) 

د قرآن له مخې آدم -عليه السلام- د ځمکې په سر لومړنی انسان دی چې د الله له خوا ورته د خلافت منصب ورکول شویدی. 


ورته مطالب
+