22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
۸- ناجائز خلافت
لیکن د انسان خلافت به ترهغه وخته درست او جائز ګڼل کېږي چې د حقیقې مالک د حکم تابع او د فرمان لاندې وي، کله چې هم د خدای له حکم نه مخ واړول شي او له خدای نه آزاد او خپلواک ریاست یا نظام حکومت قائم کړای شي، چې د الله د حکم پروا په کې نه کېږي او د ریاست چارواکي په خپله خوښه ټولې پرېکړې کوي، ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د شریعت او الهي لارښوونو پروا نه کوي، دغه رنګ حکومت بیا خلافت یا اسلامي نظام نه شمېرل کېږي، بلکې دغه ډول حکومت به له الله نه باغي حکومت ګڼل کېږي.
- {هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا} [فاطر: 39]
(الله هغه ذات دى چې تاسو یې ځمکه کې د خلیفه په حیث وټاکلئ، بیا چې څوک د کفر لار غوره کوي د هغې وبال پر هغه دی او نه زیاتوي د کافرانو کفر هغوی ته د هغوی د رب په وړاندې مګر عضه او کافرانو ته د هغوی کفر نه ډېر وي مګر تاوان.)
- {أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ (6) إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ (7) الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ (8) وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ (9) وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ (10) الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ (11) فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ (12) فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ (13) إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ} [الفجر: 6 - 14]
(ولې تا ونه لیدل چې ستا رب له عادیانو سره څه وکړل؟ او له هغه ثمودیانو سره چې وادي کې یې تیږي تراشلې او له میخو والا فرعون سره؛ کومو چې ملک کې سرغړونه وکړه، فساد یې په کې ډېر وکړ نو ستا رب پرې د عذاب قمچینه را کوزه کړه، ستا رب خپلو دښمنانو ته آماده ناست دی.)
- {اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (17) فَقُلْ هَلْ لَكَ إِلَى أَنْ تَزَكَّى (18) وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى (19) فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَى (20) فَكَذَّبَ وَعَصَى (21) ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَى (22) فَحَشَرَ فَنَادَى (23) فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى (24) فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَى} [النازعات: 17 - 25]
(ای موسی! لاړ شه فرعون ته هغه نافرماني کړې ده، ورته و وايه: په پاکېدو کې څه دلچسپي لرې؟ او زه تا ته ستا د رب لاره په ګوته کوم چې ته د الله د ډار لار ونيسې، نو هغه ته یې غټې نښې وښودې بيا فرعون تکذيب او نافرماني وکړه، بيا یې شا کړه او په کوښښ کې اخته شو، نو ساحران یې را غونډ کړل او غږ یې وکړ چې زه ستاسو تر ټولو ستر رب يم. نو الله د دنيا او آخرت په عذاب ګرفتار کړ.)
دا هغه اشخاص او قومونه وو چې الله حکومتونه سردارۍ، مشرۍ او ریاستونه ورکړي ول، خو دوی له خپلو جائزو حدودو نه تجاوز وکړ، نتیجه کې د خدای په عذابونو ګرفتار شول، ځکه کوم انساني حکومت چې د خلافت په مرتبه کې پاتې نه شی، بلکې ځمکه کې د استبدادي حاکمیت، ملوكیت او له الله نه د بغاوت لار انتخاب کړي او یا حاکمیت د الله پر ځای د کوم ځانګړي شخصیت، کومې کورنۍ یا طبقې سره مخصوص وګڼي او یا د مطلق حاکمیت دعوه وکړي او دا هېر کړي چې زه حاکم نه، بلکې د اصلي حاکم خلیفه ېم او د خدای د حقیقي واکمنۍ خبره ترې هېره شي یا یې هېره کړي دغه ډول اشخاص، ډلې، طبقې او حکومتونه اصلا کې له خدای نه باغیان وي، ځکه د مسلمان عقیده دا ده چې د کائناتو حقیقی حاکم او بادشاه یوازې الله دی.