د قرآن سياسي لارښوونې ۹- د صالحینو خلافت

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۹- د صالحینو خلافت


الله قرآن کې د صالحینو او مؤمنانو منصب او حيثيت هم په ګوته کړی چې هغه د خلافت منصب دی او د ملوکیت او استبداد سره یې هېڅ رابطه نشته ده. 


- { وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} [النور: 55] 

(په تاسو کې چې چا ایمان راوړی او نیک اعمال یې ترسره کړي، الله له هغو سره وعده کړې ده چې الله به یې ځمکه کې د ځای ناستي (خلیفه) په حیث مقرروي لکه مخکني صالحینو ته یې چې خلافت ورکړی وو؛ دوی به زما بندګي کوي او ما سره څوک شریک نه جوړوي. له دېنه وروسته چې څوک د کفر (ناشکرۍ) کړنلاره غوره کړي هغه فاسقان دي.) 


د صالحینو د خلافت نښه دا ده چې د اللّٰه په بندګي، عبادت، حقوقو، اختیاراتو او حکم کې ځان، نور قوتونه، ادارې او اشخاص له الله سره نه شريکوي. 

که څوک حاکميت ځان ته يا کومې کورنۍ، ډلې، تنظيم یا طبقې ته ځانګړی کوي او په اړه یې دعوا کوي چې همدوی د حاکمیت حقدار دي، دا دعوا غلطه ده؛ ځکه چې حاکمیت يواځې د اللّٰه تعالی مُسٙلّم حق دی، انسان د اللّٰه خلیفه دی او د اجتماعي چارو د‌ پر مخ بيولو لپاره مشر ټاکل د مسلمانانو په مشورې پورې اړه لري، دا د چا شخصي يا د کومې کورنۍ، طبقې، قوم او ډلې ذاتي استحقاق نه دی.


ورته مطالب
+