22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
۱۰- اجتماعي خلافت
الله جل جلاله انسان د ځمکې خلیفه ګرځولی دی د خلافت په دې استحقاق کې ټول هغه انسانان شریک دي کومو چې مخکې یاد شوي اساسات منلي او خپل رياست يې قائم کړی وي، د سورت نور د ۵۵ آيت الفاظ(لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ) دې مطلب ته په صراحت اشاره کوي د دې جملی له مخې د ځمکې خلافت د آدم -علیه السلام- د صالح نسل استحقاق دی، کوم شخص يا طبقې ته دا حق حاصل نه دی چې د عامو مؤمنانو د خلافت اختيارات سلب کړي او په ځان کې يې تمرکز کړي او نه کوم شخص يا طبقه د ځان په اړه د خدای د خصوصي خلافت دعوا کولی شي، دغه شی اسلامي خلافت له ملوکيت، طبقاتي حکومت او د مذهبي مشرانو له حکومت نه جلا کوي او د جمهوريت لور ته یې را ګرځوي، خو په دې کې او د جمهوريت مغربي تصور کې دا تفاوت دی چې د مغربي تصور والا جمهوريت د عوامي حاکميت(Popular sovereignty) په اصولو ولاړ دی، په معکوسه توګه د اسلام په جمهوري خلافت کې په خپله عوام د خدای حاکميت تسليموي او خپل اختيارات په خپله خوښه د خدای د قانون په چوکاټ کې محدود کوي.
فردي او شخصي ژوند کې هم انسان بشپړ واکمن نه، بلکې خلیفه دی، ځکه چې له خپل ځان نه یې نیولې د نړۍ تر ټولو وسایلو پورې چې انسان ترې استفاده کوي انسان نه دي تخلیق کړي.
اوبه، هوا، غلې دانې، میوې، څاروي، تیږې، خاورې، ونې، بوټي دا ټول د خدای تخلیق او ملکیت دی، نه انسان تخلیق کړي نه یې انسان حقیقي مالک کېدای شي.
(در حقیقت مالک هر شی خدا است - این امانت چند روز در نزد ما است)
دا شیان الله تعالی انسان ته مسخر کړي چې استفاده ترې کوي، که د هغه چوکاټ په حدودو کې یې ترې استفاده وکړه چې حقيقي مالک ورته تعیین کړي دي د رښتیوني خلافت حق یې ادا کړ او که هغه پولې ماتې کړې چې خالق ورته ټاکلي دي بیا له خدای نه باغي شمېرل کېږي.
کله چې د خلکو یوه مجموعه اجتماعي نظام قايموي، نو د مجموعې هر- هر فرد لپاره خو ممکن نه ده چې د دې سیسټم مشر شي ځکه چې مشر خو به يو کس وي، په طبیعي توګه به خلک د یو قرارداد له مخې له خپلو ځینو اختیاراتو نه تېرېږي او د اجتماعيت مشري به یو کس ته سپاري تر څو هغه سیسټم وچلوی، امنیت برقرار کړي، د خلکو تر منځ عدل وکړي، د ظلم او ظالم مخه ونیسي او د مملکت تعمیر او جوړونه د هغه په سرپرستي کې تر سره شي، دېته ويل کېږي خلافت، لکه څنګه چې انسان شخصي ژوند کې د نړۍ د وسایلو حقیقي مالک او څښتن نه دی، بلکې خلیفه او امين دی د ده حيثيت دا دی چې د اصلي مالک ملکیت کې به د هغه د خوښې مطابق تصرف کوي.
همدا راز د اجتماعي خلافت په صورت کې د مسلمانانو له خوا ټاکل شوی حاکم، مطلق واکمن نه، بلکې خليفه دی، دغه شی اسلامي خلافت د مذهبي طبقې د مشرانو له حکومت، ملوکيت او طبقاتي حکومت څخه جلا کوي تر يو بریده یې د جمهوريت خواته اړوي.
ځکه چې په ملوکيت کې بادشاهان حکومت خپل شخصي او کورنی حق ګڼي، ځینې طبقې په نړۍ کې تېرې شوې دي چې حکومت د یوې ځانګړې طبقې حق ګڼي، لکه کمونیزم چې حکومت يې د کارګرانو د طبقې حق ګڼلو.
همدا راز داسې هم شوي چې ځينو خلکو مذهبي طبقات د خدای نمایندګان ګڼل د بادشاهت حق یې د دوی جائز حق ګاڼه، له دې امله د نړۍ ډېرو بادشاهانو به ځان د عبادت مستحق هم ګڼلو، په يو وخت کې به معبود، حاکم او عابد وو، د فرعون په اړه ه هم راغلي چې « یَعْبُدُ و یُعْبَدُ» (ده هم عبادت کوه او هم د ده عبادت کېده). د فرعون معنا هم په هندي کې سورج دیوتا، کېږي، دا کار به یې ځکه کولو چې د بادشاهت د جواز لپاره د مذهبي تقدس سند هم تر لاسه کول ضروري ول.
اسلام کې د خلافت حقدار عام مسلمانان دي، خليفه په اساسي توګه له نورو مسلمانانو سره د خلافت په اصلي استحقاق کې یو برابر دی، اسلام کې عام وګړي د بیعت په اساس د خليفه د ټاکلو حق لري چې هغه به د خدای د قانون مطابق حکومت کوي، د قرآن او سنت په رڼا کې به مشورې سره چارې مخ ته بیايي، يعنې د ده خلافت او مشري ته عام مسلمانان قانونيت ورکوي او د بيعت په اساس يې واکمن کوي خپل حقوق او اختیارات ده ته سپاري.
يعنې د خلافت حقوقو کې ټول مسلمانان برابر شریک دي هېڅ یو فرد، شخص، کورنۍ او طبقه د نورو په نسبت امتياز نه لري او نه ډېر مستحق دي.
میا، ملا، سید، صاحبزاده، خان، سرمایه دار، جاګیردار او فیوډال هېڅوک له عام مسلمان نه د اجتماعي خلافت لپاره ډېر مستحق نه دی.
د خلیفه مواصفات وروسته راځي چې د مواصفاتو په حساب څوک وړ وي خلک بايد هغه مخکې کړي، دلته د طبقې، مال او دولت په حساب مخکې کېدل نشته. په لومړي سر کې د خلافت دا پګړۍ الله تعالی د آدم --علیه السلام-- په سر کېښوده:
(إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً) تر هغه وروسته د هغه ټول اولادونه په کې برابر شریک دي؛ مګر هغه چې خداى تعالى د (لَاینالُ عهدالظَّالِمینَ) سره استثناء کړي دي یا هغه چې اهلیت یې نه لري.
د سورة النور ٥٥ آیت دغه مفهوم ښه واضح کوي :
{وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} [النور: 55] (الله وعده کړې ده په تاسو کې له هغو خلکو سره چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه یې تر سره کړي دي چې د ځمکې خلیفه ګان به ترې جوړ کړي، لکه مخکې یې چې دا کار کړی دی او د دوی لپاره به د دوی هغه دین ته تمکین ورکړي چې دوی ته یې غوره کړی دی او د دوی د خوف حالت به په امن تبدیل کړي، نو دوی به زما عبادت کوي، ما سره به شریک نه نیسي، څوک چې له دې نه وروسته هم د نعمت کفران کوي هغه فاسقان دي)
د (لَیَستَخلِفَنَّهُمْ) کلمه په دې دلالت کوي چې مؤمنان ټول د خلافت حق کې سره برابر شریک دي.
دا هغه اساسي تصور دی چې اسلامي خلافت د ملوکیت، طبقاتي حکومت او د مذهبي طبقې له حکومت نه سره جلا کوي.