د قرآن سياسي لارښوونې ۱۱- مغربي جمهوریت

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۱۱- مغربي جمهوریت


د خلافت او مغربي جمهوریت تفاوت دا دی چې مغربي جمهوریت د عوامو د خلافت او نیابت په اساس نه دی ولاړ، بلکې مغربي جمهوریت د عوامو د مطلق حاکمیت په تصور ولاړ دی، مغربي جمهوریت کې عوام او د عوامو منتخب نمایندګان د هر رنګ قانون جوړونې واک لري، د خدای د حاکمیت څه تصور په کې نشته دی. 

خلافت کې به خلیفه د امت له اړخه انتخابېږي یا به یې لومړی أهل العقد والحل نامزد کوي بیا به له عوامو نه عام بیعت اخلي. 


خو خلیفه او ټاکونکي به یې د خدای شریعت د قانون لوړه مرجع ګڼي، نه خلیفه ته دشریعت مخالفت روا دی او نه یې ټاکونکو ته. خلافت له جمهوریت نه په دې کې جلا کېږي، چې دلته حاکمیت د الله سره دی او هلته د عوامو سره او له ملوکیت او طبقاتي حکومتونو سره په دې کې جلا کېږي چې کومه ځانګړې طبقه د خپل ذاتي استحقاق په اساس د خلافت حقداره نه ګنل کېږي، بلکې دا د امت حق ګڼل شوی دی چې څوک خپل مشر ټاکي اختيار لري.


ورته مطالب
+