د قرآن سياسي لارښوونې ۱۲- د ریاست د اطاعت حدود

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۱۲- د ریاست د اطاعت حدود


د خلافت د سیسټم چلولو لپاره چې کوم ریاست قائمیږي، ولس یوازې په معروف کې د دې ریاست د اطاعت کولو پابند دی، په نورو الفاظو کې ملت یا د ریاست اتباع د ریاست مقابل کې د اطاعت في المعروف پابند دي. د معصیت او د قانون د مخالفت په صورت کې هېڅ څوک د اطاعت او تعاون پابند نه دی، یعنې که ریاست د قانون او شریعت خلاف کوم حکم صادر کړي په اتباعو یې اطاعت او تعاون لازم نه دی، بلکې د ریاست د اصلاح کولو کوښښ به کوي، لکه لمانځه کې چې امام فرض پرېږدي مقتدي به یې اتباع نه کوي، بلکې د غلطۍ اصلاح به یې کوي فتح به ورکوي، لمانځه کې د دننه به پرې غږ کوي همدا راز که د امامت کبریٰ په چارو کې امام خطاء کېږي، نو د مملکت وګړي به یې اتباع نه، بلکې اصلاح کوي. 


 د اتباعو مسؤولیت په معروف کې اطاعت او تعاون کول دي، کله چې مدینې منورې ته له مکې مکرمې نه ځینو ښځو هجرت وکړ، نو الله تعالی پاک نبی --علیه السلام-- ته وفرمایل: که دغه ښځې په لاندنیو شرائطو درسره بیعت کوي بیعت ورسره وکړه. 


د بیعت د شرطونو یادونه قرآن کریم داسې کړې ده: 

{يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} [الممتحنة: 12] 


ژباړه: (ای نبی! که ایمان والا ښځې تاسره په دې خبرو د بیعت لپاره تشریف راوړي 


لومړی: چې له الله سره به شرک نه کوي. دویم : غلا به نه کوي . درېیم: زنا به نه کوي. څلورم: خپل اولادونه به نه وژني . پنځم: بهتان به نه لګوي . شپږم: په معروف ( مشروع حکم) کې به ستاسو نا فرمانې نه کوي. نو بیعت ورسره وکړه اوله الله نه ورته د مغفرت غوښتنه وکړه، په تحقیق سره الله بخښونکی او مهربانه دی.) دا څرګنده ده چې د الله یو پیغمبر کله هم په معصیت باندې چاته حکم نه کوي، خو د یو اصولي خبرې یا عقیدې په توګه الله تعالی دا وفرمایل: چې معروف کې به ستا نا فرماني نه کوي چې کله د الله یو معصوم پیغمبر ته دا ویل کېږي، نو بل څوک باید د سره دا توقع ونکړي چې په معصیت کې د څوک زما اطاعت وکړي. 


قرآن کریم فرمایي : 
{وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ} [المائدة: 2]  

(د نېکۍ او تقوي کارونو کې یو له بل سره مرسته وکړئ، د ګناه او تېري په کار کې یو له بل سره مرسته مه کوئ، له الله نه و ویرېږئ.) 

له دې آیت نه څرګنده شوه چې د قانون له دائرې نه خارج هېڅ چا سره تعاون روا نه دی، که هغه حاکم وي او که محکوم، راعي وي او که رعیت. قرآن فرمایي : {فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا } [الإنسان: 24] ژباړه: (د الله حکم ته صبر وکړه، په دوی کې د کوم ګناه کار او ناشکر اطاعت مه کوه. 


حدیث شریف کې راغلي دي: ژباړه: (د خالق د نافرماني په صورت کې د مخلوق اطاعت نشته دی.) 


ورته مطالب
+