22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
۱۳- د شوریٰ اصل
اسلامی ریاست یو داسې ریاست ته ویل کېږي چې له تشکیل او تأسیس نه را واخله د ریئس مملکت او اولی الأمر تر ټاکنو او د ریاست ټول تشريعي، تقنینی او اجرایي معاملات به د مؤمنانو په مشوره سرته رسیږي، که دغه مشوره بلا واسطه له مؤمنانو نه اخیستل کېږي یا د منتخبو نمایندګانو په واسطه ترسره کېږي دواړه طريقې درستې دي. اسلام د سیسټم د چلولو او جوړولو ټول جزئیات نه دي فیصله کړي، هغه یې هم د مسلمانانو مشورې ته پریښي چې د خپلو اړتياوو په حساب يې ترتيب کړي، اسلام د ریاست د قیام او چلولو په اړه اصولي لارښوونې کړي دي، همدا راز د ټاکنو په اړه یې مشخص پروسیجر نه دی وړاندې کړی، بلکې د ټاکنو ترتیب او پروسیجر جوړولو کار یې د امت مشورې ته پرېښی چې د خپلو حالاتو او وضیعت په نظر کې نیولو سره ورته یو ترتیب جوړ کړي، له همدې امله د څلور واړه خلیفه ګانو د انتخاب نوعیت یو له بل سره تفاوت لري، کوم ریاست چې د دغه اصولو په ړنا کې تشکیل شي هغه به مثالي او نمونه اي اسلامی ریاست ګڼل کېږي چې یو له هغو اصولو نه شوری هم ده، اسلام دا لازمه ګڼي چې ریاست باید د مسلمانانو په مشوره قائم شي او هم د مسلمانانو په مشوره و چلول شي.
{وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ} [الشورى: 38]