د قرآن سياسي لارښوونې ۱٤- د دولت د چلونکو مواصفات

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۱٤- د دولت د چلونکو مواصفات


د چارواکو ټاکنې بايد د قومي، قبيلوی، کورني او تنظيمي اړيکو په حساب نه، بلکې د مواصفاتو او وړتيا په اساس وي، د کومو چار سمبالو ټاکنه چې کېږي هغه دا لاندې څلور ځانګړتياوې حتما بايد ولري. 


الف- هغه اصول یې بايد منلي وي د کومو مطابق چې د خلافت د نظام د چلولو مسؤوليت ده ته سپارل کېږي ځکه چې د نظام د‌ چلولو مسؤوليت د هغه په أصولي مخالفينو اچول درست نه دي. 


- {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا} [النساء: 59] 

(ای خلکو! چې ایمان مو راوړی دی، د الله اطاعت وکړئ او د الله د رسول اطاعت وکړئ او د او د خپلو د امر د خاوندانو اطاعت وکړئ.........) 

دلته د (مِنْکُمْ) توری د توجه وړ دی، یعنې د هغو چارسمبالو اطاعت وکړئ چې ستاسو له جملې څخه وي (لږ تر لږه چې مسلمان خو وي) 


- {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ} [آل عمران: 118] 

ژباړه: (ای هغه خلکو! چې ایمان مو راوړی له ځان نه پرته نور خلک راز کې مه شریکوئ، هغوی په تاسو کې د فساد په اچولو کې سستي نه کوي، ستاسو په تکلیف خوښېږي، کله یې د کينې خبرې له خولې ځنې وځي او هغه څه یې چې زړونو کې پټ دي هغه ډېر ستر دي، موږ درته آیتونه واضح بیان کړل د دې لپاره چې تاسو له عقل نه کار واخلئ. 


- {أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَا رَسُولِهِ وَلَا الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ} [التوبة: 16] 

(تاسو دا ګومان کړی دی؟ چې به پرېښودل شئ او تر اوسه لا الله هغه خلک نه دي لیدلي (د عمل میدان کې) چې جهاد یې کړى او له الله او رسول او مؤمنانو نه پرته یې نور خلک په خپلو معاملاتو کې نه دي دخیل کړي.) دې آیت کې د نورو آیتونو په څیر دا منع شوي دي چې موږ له کفارو نه رازدار دوست جوړ کړو او خپلو ملي رازونو کې يې شريک کړو. له دې امله اسلامي ریاست کې کلیدي پوسټونه د ریاست د عقیدې مخالف خلکو ته سپارل درست نه دي. 

 

 

د بِطَانَةً او وَلِيجَةً معنا: 

د قرآن پورتنیو آیتونو کې موږ منع شوي یو چې له نورو قومونو (کفارو) نه بطانة او ولیجة جوړ کړو، بطانة او ولیجة هغه چاته وایي چې څوک د چا ځانګړی او خصوصي دوست او ملګری وي داسې ملګری چې د اعتماد وړ وي، مهمو امورو کې پرې اعتماد او رجوع ورته کوي او مشوره ورسره کېږي.  

امام راغب الاصفهاني وایي: 

چې ولیجة هر هغه شخص دی چې انسان یې خپل معتمد علیه و ګرځوي خو دا (ولیجه) د ده له خپلو خلکو څخه نه وي، عرب وایې: فلان ولیجة فی القوم- یعنې فلانی کس په دې قوم کې ننوتی دی په داسې حال کې چې له دې قوم څخه نه دی. 

(مفردات فې غریب القرآن ) 

یهود، نصارا، آتش پرستان، او هر قسم ملحدین د اسلامي ریاست معتمد علیه اشخاص جوړول شرعا نادرست دي، په دې اړه د قرآن آیتونه پوره تفصیل سره ستاسو مخې ته راغلل. 


ب- دوهمه ځانګړنه د قرآن له مخې دا ده چې چارسمبالي به ظالم، فاسق، فاجر او له خدای نه غافل او له حد نه تېریدونکي خلک نه وي، بلکې ایمان داره، له خدایه ویریدونکي او نېکه عمله شخصیتونه به وي. 

که کوم ظالم، فاسق او فاجر د امامت یا امارات په منصب قبضه وکړي نو د ده امارات د اسلام له مخې باطل دی. 


- {وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ } [البقرة: 124] 

(یاد کړه هغه وخت چې موږ ابراهیم په یو څو خبرو باندې وازمایلو، ابراهیم هغه خبرې سرته ورسولې (آزموینه کې بریالی شو)، نو الله و رته وویل : زه تا د خلکو لپاره امام جوړوم، ابراهیم وویل: زما اولاد کې هم امامان جوړ کړه؟ نو الله ورته وفرمایل: زما عهد ظالمانو ته شامل نه دی. د دې آیت تشریح کې مشهور حنفې فقیه علامه ابوبکر الجصاص (المتوفی: ۳۷۰) فرمایې: عربي ژبه کې امام هر هغه شخص ته ویل کېږي چې خلک یې پیروي کوي، که پیروي یې په حق کې وي او که په باطل کې، لیکن دې آیت کې له امام نه مراد یوازې هغه شخص دی چې شرعا د اتباع او پیروۍ حقدار او مستحق وي او پیروي کول یې په خلکو لازمه وي. 

له دې امله د امامت په اعتبار تر ټولو لوړه مرتبه کې انبیاءعلیهم السلام- راغلي دي، بیا هغه خُلفاء چې په سمه لاره روان ول او د انبیاوو -علیهم السلام- د لارې رښتیوني لارویان ول، له دې وروسته بیا صالح علماء، قاضیان، مفتیان او بیا عام صالح مشران دي. 


بیا الجصاص وایي: فَلَا یَجُوزُ أَنْ یَكُونَ الظَّالِمُ نَبِیًّا وَلَا خَلِیفَةا لِنَبي وَلَا قَاضِیا وَلَا مَنْ یَلْزَمُ النَّاسَ قَبُولُ قَوْلِهِ فِي أُمُورِ الدِینِ مِنْ مُفْتٍ أَوْ شَاهِدٍ أَوْ مُخْبِرٍ عَنْ النَّبِيِ صَلَّى الل عَلَیْهِ وَسَلَّمَ خَبَرا فَقَدْ أَفَادَتْ الْأیَةُ أَنَّ شَرْطَ جَمِیعِ مَنْ كَانَ فِي مَحَلِ الِائْتِمَامِ بِهِ فِي أَمْرِ الدِ ینِ الْعَدَالَةُ وَالصَّلَاحُ وهذا یدل أیضا على أَئِمَّةَ الصَّلَاةِ یَنْبَغِي أَنْ یَكُونُوا صَالِحِینَ غَیْرَ فُسَّاقٍ وَلَا ظَالِمِینَ لِدَلَالَةِ الْأیَةِ عَلَى شَرْطِ الْعَدَالَةِ لِمَنْ نُصِبَ مَنْصِبَ الِائْتِمَامِ بِهِ فِي أُمُورِ الدِ ینِ لِأنَّ عَهْدَ الله هُوَ أَوَامِرُهُ فَلَمْ یُجْعَلْ قَبُولُهُ عَنْ الظَّالِمِینَ مِنْهُمْ فثبت بِدَلَالَةِ هَذِهِ الْایَةِ بُطْلَانُ إمَامَةِ الْفَاسِقِ وَأَنَّهُ لَا یَكُونُ خَلِیفَة، وَأَنَّ مَنْ نَصَّبَ نَفْسَهُ فِي هَذَا الْمَنْصِبِ وَهُوَ فَاسِقٌ لَمْ یَلْزَمْ النَّاسَ اتبَاعُهُ وَلَا طَاعَتُهُ. وَكَذَلِكَ قَالَ النَّبِيُّ -علیه السلام- (لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِیَةِ الْخَا لقِ ( (احکام القرآن الجصاص البقرة-۱۲٤) 


 (ظالم نبی نه شي جوړیدی او نه دا جائز دي چې هغه دې نبي، خلیفه وګرځي او نه هغه د قاضي، مفتي، شاهد او راوي په حیث منل کېدای شي، لنډه داچې د داسې منصب لرونکي نه شي جوړېدای چې خبره منل یې دیني امور کې لازم وي، لکه خلیفة، قاضي مفتي ،شاهد، د لمونځ امام او د حدیث راوي؛ د دې ټولو مناصبو لپاره عدالت او صالحیت شرط دی(العدل والصلاح) د دې آیت نه څرګندیږي چې د فاسق امامت باطل دی هغه خلیفه نه شي ګرځیدلی، که هغه ځان پر دغه منصب تحميل کړي په خلکو یې اتباع او اطاعت لازم نه دی.) 


قرآن وایي: {أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ} [ص: 28] 

(آیا موږ هغه خلک چې ایمان یې راوړی د هغه خلکو په شان وګرځو چې ځمکه کې فساد کونکي دي، آیا متقیان د فاجرانو غوندې وګرځو.) 

دا آیت دا راپه ګوته کوي چې فاسق، فاجر او مفسد له صالحینو سره برابر نه دی، له دې امله دغه رنګ ناوړه خلک اسلامي ټولنه کې د هېڅ قسم عزت او اکرام وړ نه دي دا لا پرېږده چې د امت مسلمه واکداران شي.(الجصاص ۲۸) 

{ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا} [الكهف: 28]  

(د هغه چا پسې مه ځه چې د هغه زړه مو له خپل ذکر نه غافل کړی دی او هر کار یې له جائزو بریدونو څخه متجاوز وي.) دا آیت هم دا وایي چې د خدای د یاد نه غافلان او تېري کونکي خلک د دې وړ نه دي چې امت د هغو پیروي وکړي.) 


{وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ (151) الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ} [الشعراء: 151، 152]  

(د هغو متجاوزینو تېري کوونکو د امر اطاعت مه کوه کوم چې ځمکه کې فساد کوي او اصلاح نه کوي.) 


{إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] (په تاسو کې عزت مند خلک هغه دي چې له الله ډېر ویرېدونکي دي، الله علم والا او خبر دار دی.) له دې دواړه آیتونو نه څرګنده شوه چې مفسدین، متجاوزین اسلامي ټولنه کې د دې وړ نه دي چې د امت وګړي یې اطاعت او پیروي وکړي.او داچې عزت مند خلک د خدای په نزد تقوا داران دي فاسقان تېري کوونکي مفسدین او ظالمان اسلامي ټولنه کې د مشرۍ او د عزت وړ نه دي. 


ج- چاته چې کار سپارل کېږي هغه باید ناپوه یا جاهل نه وي باید له علم سره دانا او معامله فهم هم وي او د ریاست د مناصبو د چلولو لپاره بشپړ جسمي او ذهني وړتیاوې ولري. 


په قرآنکریم کې الله تعالی فرمايي: 

{وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا} [النساء: 5] (خپل مالونه کوم چې الله تاسې ته د ژوند د قیام ذریعه ګرځولي ناپوهه خلکو ته مه سپارئ)، نو حکومتي چارې خو ډېرې مهمې دي ځکه د ملت مال، ځان، عزت او ابرو ور سره تړلې ده، نو د شریعت له مخې به دا څنګه ناپوهانو ته حواله کول روا وي؟ 

کله چې د یو فرد باره کې دا حکم وي چې د ناپوهۍ په صورت کې د هغه خپل مال هغه ته مه ور 
سپارئ، نو د ټول امت اموال، امانتونه، رازونه او جایداد سپارل به نا أهل کس ته څنګه روا وګرځي؟ 


همدا راز کله چې طالوت -علیه السلام- د الله له طرفه بادشاه مقرر کړل شو، نو بنی اسرائیلو اعتراض وکړ چې: طالوت ته پرموږ د حکمراني حق له کومه ځايه حاصل شو؟ په داسې حال کې چې موږ له ده نه ډېر د باد شاهۍ حقدار یو او دی ډېر شتمن هم نه دی. 

د هغه وخت نبي ورته وویل: { قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ} [البقرة: 247] (الله ستاسې په مقابل کې طالوت غوره ګرځولی او هغه ته یې علمي او جسمي قوتونه ورکړي.) 


نو شرعا دا خبره جوته شوه چې حاکم باید عالم، دانا، پوه او له جسمي لحاظه پیاوړی او سلیم شخص وي. همداراز د داؤد --علیه السلام-- اړوند الله ج فرمایي: {وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ} [ص: 20] ( او موږ د داؤد بادشاهي پیاوړې کړه او هغه ته مو حکمت او د غوڅې خبرې کولو صلاحیت ورکړی وو. همدارنګه یوسف -علیه السلام- چې کله حکومت غواړي نو فرمایي: {قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ } [يوسف: 55] (ما د ځمکو په خزانو مقرر کړه زه حفاظت کوونکی او خبردار یم.نو دلته ګورو چې د خدای یو پیغمبر د خپلې وړتیا اساس حفاظت (امانت داري) او علم ګرځوي او دا هرګز نه وایي چې ډېر ښه ښایسته ځوان یم، یا دا چې د بادشاه به ترمرګه وفادار یم، بلکې وایي: زه حفیظ او علیم یم . 


مدینه منوره کې یو زمانه داسې وه چې ویره او خوف ډېر شوی وو، منافقینو به افواهات خپرول، د هغې په ځواب کې قرآن وایي : {وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا } [النساء: 83] او چې دوی ته کله د امن یا خوف کومه خبره مخې ته راشي خپروي یې او که دا خلک د افواهاتو خپرولو پرځای دا خبره رسول او هغه خلکو ته ورسوي چې په دوی کې اولو الأمر دي، نو دا خبره به د داسې خلکو په علم کې راغلې وه چې د دوی په منځ کې د خبرې تل (عمق) ته رسېږي. (بیا به دغو پوهانو پرېکړه کړې وی چې داخبر د خپرولو دی که د پټولو)، نو دلته جوته شوه چې د اولو الأمر لپاره د عام علم سره سره معامله فهمي هم مهمه ده. بل ځای کې الله ج فرمایی :


{
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ} [الزمر: 9] (ووایه هغه خلک چې علم لري او هغه چې يې نه لري سره برابر کیدای شي؟) نو د قرآن له مخې څوک چې پوهان دي هغه د حکومتي منصبونو لپاره ډېر حقدار دي. 


د- چاته چې اسلامي ریاست کې چارې سپارل کېږي هغه باید داسې امانتدار وي چې د مسؤولیت پېټی د بشپړ اعتماد سره پرې کېښودل مناسب وي او مشر دا ګڼي چې دا کس دا مسؤوليت پورته کولی شي، که د ګومارونکي دغه راز قوي باور نه وي او بیاهم ورته وظیفه ورکوي ګومارونکی ګناه ګار او امت سره د خیانت مرتکب ګرځي. واسطه، سفارش، خپلوي، کلیوالي، تنظیم بازي او د انډیوالۍ په اساس چې څوک نا اهل کس ته د مسلمانانو چارې سپاري دا د ستر خیانت مرتکب کېږي. 

{إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا } [النساء: 58] (الله تاسې ته حکم کوي چې امانتونه وړ او اهل کسانو ته وسپارئ او کله چې د خلکو تر منځ پرېکړه کوئ په عدل سره یې کوئ، یقیناً الله درته ښه نصیحت کوي، یقینا الله اورېدونکی او لیدونکی دی. 


ورته مطالب
+