د قرآن سياسي لارښوونې ۱٦- د اسلامي ریاست هدف

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۱٦- د اسلامي ریاست هدف 


اسلامي ریاست چې د کومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره منځ ته راځي ځینې اهداف یې قرآن بیان 

کړي دي، ځینې یې احادیثو کې بیان شوي دي او ځینې یې د خلفاء راشدینو له مواقفو، پرېکړو او کړنلارې نه موږ ته په لاس راځي او ځینې بیا داسې دي چې د عصر، زمانې،حالاتو او ظروفو غوښتنې دي. قرآن کې د اسلامي ریاست اهداف په دې توګه بيان شوي دي. 


الف: {لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ} [الحديد: 25]ژباړه: (موږ خپل پیغمبران له څرګندو لارښوونو سره ولیږل او له هغو سره مو کتاب او میزان نازل کړ، ترڅو خلک په انصاف او عدل ودریږي او موږ اوسپنه نازل کړې ده چې په کې ډېر زیات قوت او د خلکو لپاره ګټې دي....) ( 


ب: {الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ} [الحج: 41] (دا هغه خلک دي که ځمکه کې ورته واک ورکړو د لمونځ سیسټم قائموي او د زکات نظام جاري کوي او د نېکیو حکم کوي او له منکَراتو نه خلک منع کوي، د ټولو کارونو انجام د الله لوري ته دی ) 

له دې آیتونو نه معلومه شوه چې دا ریاست به د دوه سترو اهدافو لپاره کارکوي. 


لومړی: دا چې د انسان ژوند کې عدل قائم شي، ظلم زیاتی او تېری ختم شي. 


دویم: دا چې د حکومت په قوت او وسایلو د لمونځ او زکات نظام قائم شي کوم چې د اسلامي ژوند بنسټېزې ستنې دي. 

نېکي او ښېګڼې ته وده ورکړل شي کوم چې دنیا ته د اسلام د راتلو اساسي هدف تشکیلوی او بدي تر فشار لاندې راشي مخه یې ونيول شي ځکه چې بدي الله ته ډېره مبغوض ده، خلاصه د عدل قیام د ظلم مخنیوی د لمونځ اقامه د زکات اجراء د نېکي خپرول د منکر، معصیت او ګناه مخه نیول د اسلامي ریاست له اساسي اهدافو ځنې دي. 

په دې آیتونو کې له لنډیز نه کار اخیستل شوی خو ټول اساسي امور په کې احتواء شوي دي. 


لومړی: 

د عدل قیام ډېر غټ عنوان دی له عقائدو نه نیولی تر اقتصاد او معیشت پورې د ژوند ټول اړخونه در بر نیسی، د مثال په ټوګه اقتصاد کې عدل دادی چې د مملکت اقتصاد باید د یو فرد یا کورنۍ لاس کې محاصره نه وي، د مملکت ټولو وګړو ته باید د تجارت او کار کولو یو برابر حق ورکول شي. 

د معادنو او نورو دولتي پروژو قراردادونه باید د وړتیا او حقدارۍ په اساس وړ او حقدار کسانو ته ورکول شي. کوم فرد، کورنۍ او یا دکوم تنظیم خلکو ته داسې آسانتیاوې برابر نه شي چې هغه اختصاصي بڼه ولري، یعنې کوم کارونه چې دولت پورې اړه لري هغې کې باید د ټول ملت استحقاق یو برابروي. ټولو ته باید د تجارت، کاروبار، استخراج او قراردادنو یو برابر چانس ورکول شي د خپلوۍ، انډیوالۍ وطن دارۍ او تنظیمي ملګرتیا په اساس باید کوم فرد او کورنۍ یا ډله په اختصاصي توګه ونه نازول شي او داسې نو ر ډېر موارد .... 


دوهم: د ظلم دفع کول دا هم پراخ مفهوم لري باید ریاست د هر ډول ظلم مخ ونیسي که هر څوک یې کوي؛ ملوکیت او استبدادي نظامونو کې بادشاده، وزیران، او شاهي کورنۍ په ملت هر رنګه ظلم کوي حق یې خوري جایداد یې غصب کوي قضاءګانې او عدالتونه د شاهي کورنۍ او د هغو د ملګرو په باره کې په انصاف او عدل فیصله نه شي کولی. 


همدا راز تش په نامه جمهوريتونه په ځانګړې ټوګه د درېیمې نړۍ جمهوریتونو او استبدادي نظامونو کې څه تفاوت نه محسوسېږي، حاکم ګوند هر جبر او تېری کوي، د خلکو له ناموس نه نیولی مال او جایداد پورې ترې خوندي نه وي، اسلام د یو داسې حکومت قیام ته ژمن دی چې هلته له امیر نه تر مستخدم پورې ټول د قانون مخ کې یو برابر وي، د زکات د نظام اجراء د خلکو اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره له نورو وسایلو سره سره یوه مهمه وسیله دا هم ده. 

له زکات پرته قرآن دا هم وایي:{وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ} [الذاريات: 19]  

د ضرورت په صورت کې حکومت له زکات نه پرته په شتمنو خلکو د غریبانو او د ټولنې د مشکلاتو د حل لپاره اضافي ټکس هم عاید کولی شي چې حکومت يې حقيقي ضرورت احساس کوي، خو په دې شرط چې حکومت هم په دې مکلف دی چې د خپلو بد مصرفيو لپاره نه، بلکې د ټولنې د حقیقي ضرورتونو د پوره کولو په خاطر به اضافي ټکس لګوي، د عياشي او د حکومتي چارواکو د فضول خرڅيو لپاره د ټکس عائد کولو إجازه نشته ده. 


ليکن عصري سروې ګانې دا را په ګوټه کوي چې د زکات او عشر نظام که په درسته ټوګه عملي کړی شي په اسلامې نړۍ کې به د دوه کلونو په موده کې فقر او غربت ختم شي، زموږ د خبرې دا معنا نه ده چې حکومت به نور هېڅ نه کوي فقط زکات ته به ناست وي، بلکې حکومت به د اقتصاد دسمون لپاره نورې پروژې هم په لار اچوي تر څو مشکلات په آساني سره تدارک شي. د منکر مخنیوی او معروف ته وده ورکول خو داسې مهم امور دي چې ټولنه کې ورسره سکون، آرام، اطمینان او خوشحالي رامنځ ته کېږي. 


ورته مطالب
+