د قرآن سياسي لارښوونې ۱۷- بنسټیز حقوق

22-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د قرآن سياسي لارښوونې

۱۷- بنسټیز حقوق 


ملل متحد په سپټمبر ۱۹۴۸ ميلادي کال کې د انساني حقوقو یو چارټر منظور او دنیا ته وړاندې کړ؛ هغه چارټر په دېرش اساسي مواردو او یو څو ضمني موادو مشتمل دی، د چارټر ډېر مواد ښه او ګټور دي او ځینو کې یې د اسلام له نقطه نظره خبره کېدای شي او ځینې یې بیا مبهم پرېښي دي چې بین المللي محاکم په کې د خپلې خوښې د تشريح چانس له لاس ورنکړي. اسلام هم د انساني حقونو یو منشور وړاندې کړی دی چې د هغې لویه برخه قرآن کې بیان شوې ده په ځانګړې توګه کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له معراج نه بېرته راستنېده دا لارښوونې ورته شوې وې د هغو يوه برخه په سورة بني اسرائیل کې ذکر شوې ده. 


له معراج نه وروسته رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او مسلمانانو مدینې منورې ته هجرت وکړ او هلته یې د یو جدید ریاست بنسټ کېښوده چې طبعا او طبیعتا هغه یو اسلامي ریاست ؤ، نو د هغه ریاست د منشور او اساساتو په اړه الله تعالی د معراج په موقع خپل حبیب ته تعليم ورکړ او قرآن کې د الهي لارښوونې په بڼه هغه تعليمات ثبت شول، تر څو نړۍ پر دې وپوهېږي چې جدیدالتشکیل اسلامي ریاست به په کومو بنسټونو ولاړ وي؟ د کومو اهدافو لپاره به په کوم نهج او ترتیب کار کوي؟ په دې هکله ډېر ښکلي توضیحات ورکول شوي دي، تر څو د نوي ریاست په اړه نړۍ او بالخصوص عربان په ابهام کې پاتې نه شي، له دې سره سره د قرآن نورو برخو کې هم د ریاست د اهدافو او بنسټیزو امورو په اړه لارښوونې شته او ځینې برخې یې بیا د نبي --علیه السلام-- احادیثو کې بیان شوي دي. 


د قرآن د بیان په رڼا کې د انسان بنسټیز یا اساسي حقونه: 


لومړی: د انسان د ژوند تحفظ دی چې اسلامي ریاست ورته ژمن دی، د قرآن له مخې دا حق د اسلامی ریاست د ټولو اتباعو لپاره حاصل دی که هغه مسلمان وي او که غیر مسلم.  

{وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ } [الإسراء: 33] (او هغه نفس مه وژنئ چې الله یې وژل حرام کړي دي؛ مګر په حق سره.)  

سورة النساء کې د ذمي او معاهد د قتل په اړه احکام موجود دي چې زموږ د مدعی ثبوت وړاندې کوي. 


دوهم: د ملکيت حق. 

هر وګړی حق لري چې ملکیت ولري که دغه تبع مسلم وي که غیر مسلم اعم له دې نه که هغه منقوله جایداد وي او که غیر منقوله جایداد. {وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ} [البقرة: 188]  


درېيم: د عزت د خوندی توب. 

هر وګړی دا حق لري چې عزت يې باید وساتل شي. 

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ } [الحجرات: 11]  

(یو قوم دې په بل قوم باندې مسخرې نه کوي.... او تاسو یو پر بل عیب مه لګوئ او نه یو بل په ناکاره لقبونو یاد کړئ.) 

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ } [الحجرات: 12] (ای مؤمنانو له ډېرو ګومانونو ځان وساتئ، يقينا ځينې ګومانونه ګناه ده، يو د بل تجسس او غیبت مه کوئ.) 


څلورم: د شخصي ژوند تحفظ (Privacy). 

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ} [النور: 27] (له خپلو کورونو پرته د بل چا کورونو ته له اجازې پرته مه داخلیږئ. همداراز فرمایي: وَلَا تَجَسَّسُوا. (د خلکو د پټو رازونو په اړه تجسس مه کوئ.) 

د اسلامي حکومت پولیس په هغه مواردو کې لاس اچولی شي چې د قانون خلاف چلن ښکاره او ظاهر وي، د چا د شخصي پټو امورو د معلومولو کوښښ کول ورته ممنوع دي.لکه د چا تلیفون ثبتول، د چا نقل او حرکت تعقیبول؛ مګر دا چې د کوم شخص د مشکوک کېدو په اړه قرائن موجود وي. 


پنځم: د ظلم په ضد غږ پورته کول. 

{لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا} [النساء: 148] ( الله بده خبره په جار (جهر) ویل نه خوښوي؛ مګر دا چې په چا ظلم وشي.) د ظلم په مقابل کې ودریدل او هغې ته ځواب ورکول، د هغې په اړه موقف نیول، د انسان د هغه بنسټیزو انساني حقوقو له جملې څخه دي چې شریعت ورته ورکړي دي. 


شپږم: امر بالمعروف او نهي عن المنکر (نيوکه او انتقاد 

{لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ} [المائدة: 78، 79] ( په بني اسرائیلو کې چې کومو خلکو د کفر لاره غوره کړې وه پر هغو د داود او عیسی بن مریم په ژبه لعنت کړی شوی وو؛ دا ځکه چې دوی نافرماني کړې وه او تېری او تجاوز به ئي کولو هغو به یو بل د ناوړه کارونو له کولو څخه نه منع کول. د دوی دا کار ډېر ناوړه وو.) 

{كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ } [آل عمران: 110] (تاسو هغه غوره امت یاست چې د دې لپاره خلکو ته را ویستل شوي یاست چې تاسو به د نېکي حکم کوئ او له بدۍ نه به منع کول کوئ او الله باندې به ایمان ساتئ.) له پورتنیو آیتونو نه څرګنده شوه چې د اسلامي ریاست اتباع دا مسؤولیت لري چې ناکاره کار و ویني منع کوي به یې، حدیث کې د منع کولو درې مراتب بیان شوي دي چې یو یې په خوله وینا ده، جدیده اصطلاح کې ورته د نیوکې یا د بیان آزادي وایي، خو د قرآن د نهې عن المنکر اصطلاح ډېره جامع او مانع ده، خو افسوس چې مسلسل استبدادي حکومتونو د مسلمانانو ضمیر مړ کړی دی جرئت، شهامت، غیرت او شرعي حقوق یې له پیړیو، پیړیو تر پښو لاندې کېږي، کنه د خلافت راشده دوره کې به انتقاد کوونکي تشویق کېدل او نيوکه دا د امت له اجتماعي ښېګڼو ځنې ګڼل کیدله.  


اووم: د اجتماع او آزادۍ حق. 

د اسلامي ریاست اتباع د شریعت له مخې د خیر ښېګڼې لپاره د اجتماع او غونډیدو حق لري، خو په دې شرط چې د اجتماع او حریت یې د نېکۍ او ښېګڼې لپاره استعمال شي او ټولنه کې د تفريق او اساسي اختلاف باعث ونه ګرځي. 

{وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ } [آل عمران: 104، 105]  

(په تاسو کې دې یوه داسې ډله ضرور موجوده وي چې د نېکۍ لوري ته خلک راوبلي او د نېکي حکم ورکړي او له بدي نه خلک منع کړي او یوازې دغه ډول خلک کامیابیدونکي دي.او د هغو خلکو غوندې مه جوړیږئ چې تفرقه کې اخته شول او اختلاف يې وکړ سره له دېنه چې واضح لارښوونې ورته راغلې وې، دغه ډول خلکو ته ستر عذاب شته دی). 

۷- د ضمیر او اعتقاد د آزادۍ حق. 

د اسلامي ریاست تر سیوري لاندې هر انسان د خپلې عقیدي په رڼا کې ژوند کولی شي، نصاری، یهود، مجوس او هندوان او له هرې عقېدې سره تړلي ذمیان د خپلې عقیدې په رڼا کې د ژوند کولو حق لري، هېڅ څوک حق نه لري چې په جبري توګه څوک اسلام طرف ته را دعوت کړي، دا د ریاست د اتباعو بنسټیز حق دی چې د خپلې عقيدې په رڼا کې ژوند وکړي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایې: 

{لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ} [البقرة: 256] (په دین منلو کې په چا جبر نشته دی). {وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ } [يونس: 99] (که ستا د رب خوښه شوې وی، د ځمکې ټولو وګړو به ایمان راوړی وو، ولې ته خلک په دې مجبوروې چې ایمان راوړي.) 

{وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ} [البقرة: 191] (فتنه له قتل نه ډېره سخته او شدیده ده). قرآن وایي چې اسلامي ریاست به د جبر په اساس په چا دین نه مني، دین منل د رضاء او رغبت معامله ده، جهاد د دې لپاره نه دی چې موږ په چا په زوره دین ومنو، جهاد د ظلم، تجاوز، جبر، فتنې او د مظلومو مسلمانانو د دفاع او د اسلامي نظام د قیام لپاره تر سره کېږي، تر څو خلک د جبر، ظلم او تجاوز نه نجات ومومي، په دې آیت کې له فتنې نه مراد په جبر د چا د عقېدې د تبدیلۍ کوښښ دی. 


اتم: د اتباعو د عقېدې او آند احترام 

د انسانانو غالب اکثریت له مختلفو مذاهبو سره تړلي دي قرآن دا وایي چې د چا د عقېدې، مذهب او مذهبي مشرانو توهین به نه کوئ؛ ځکه بالمقابل هغو ستا د پروردګار او پیغمبر توهین کوي او دې سره په ټولنه کې تاو تریخوالی رامنځ ته کېږي او په ټولنه کې امن، سکون او اطمینان له منځه ځي. ممکن د اسلامي ریاست ځینې اتباع مسلمان نه وي لیکن ریاست مکلف دی چې د هغو د عقېدې او مذهب احترام خوندي وساتي دا د هغو بنسټیز حق دی؛ ریاست او اتباع يې دا حق نه لري چې د چا د عقیدې او مذهبي مقدساتو توهین وکړي. 

{وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ مَرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ } [الأنعام: 108]  

(له خدایه پرته دوی چې د کومو معبودانو پرستش کوي هغو ته ښکنځل مه کوئ، ځکه دوی به هم په جاهلانه او ظالمانه توګه الله ته کنځلې وکړي.) د قرآن دا قانون دی چې مذهبي اختلاف کې علمي بحث منع نه دی په دې شرط چې په ښه بڼه ترسره شي.  

لکه چې الله تعالی فرمایې: {وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ } [العنكبوت: 46] (له اهل کتابو سره بحث مه کوئ؛ مګر په ښه اسلوب سره) 


نهم: د جرم په اړه قرآن وایي: چې هر څوک د خپل جرم په خپله مسؤول دی د هغه د جرم سزا بل ته باید ورنکړای شي لکه څرنګه چې په قبائلي ټولنو کې تر سره کېږي. 

{وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى} [الأنعام: 164] 

(د هر نفس د‌ کړنې وبال پر همغه نفس دی او څوک به د بل چا پیټي نه پورته کوي.) 


لسم: د اسلامي ریاست وګړي حق لري چې د هغو په خلاف به تر هغې اقدام نه کېږي، تر څو د انصاف معروفې غوښتنې نه وي تکميل شوي او ثبوت مخې ته نه وي راغلی. 

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ} [الحجرات: 6] (که کوم فاسق تاسو ته خبر ورسوي نو تحقیق او پلټنه یې وکړئ، داسې ونه شي چې کوم قوم ته په ناپوهۍ کې تکلیف و رسوئ او بیا په خپل کار پښیمانه شئ.)  

{ وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ } [الإسراء: 36] (کومې داسې خبرې پسې مه کېږه چې د هغې په اړه معلومات ونه لرې.) 


يوولسم: عدل د وګړو اساسي حق دی. 

{وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا} [النساء: 58] ( کله چې د خلکو د معاملاتو په اړه فیصله کوئ په عدل فیصله وکړئ....). له دې درې آیتونو نه دوه خبرې ثابتې شوې، لومړۍ دا چې له ثبوته پرته به د چا په خلاف اقدام نه کېږي او دوهم دا چې د متهم شخص په اړه به د انصاف او عدل غوښتنې پوره کېږي، د مثال په توګه د سپيناوي چانس به ورکول کېږي، بی ثبوته به ورته سزا نه ورکول کېږي، سزا به د معروف موافق وي. 


دولسم: محتاج او محروم وګړي په رياست حق لري چې د ژوند اړتیاوې يې پوره کړي. 

{وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ} [الذاريات: 19] (د مؤمنانو په مالونو کې د محروم او سوالګر حق شته دی.) دا حق له زکات نه پرته حق دی چې له وسایلو نه محروم خلک یې لري، په دې اړه صحیح احادیث او د خلافت راشده تعامل هم زموږ مخې ته پروت دی. 


ديارلسم: د ریاست د وګړو دا هم حق دی چې ریاست به د دوی ترمنځ تفریق نه کوي ټولو سره به یو رنګ سلوک او رویه کوي. {إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ} [القصص: 4] (فرعون ځمکه کې سر کشي وکړه او د ځمکې خلک یې په ډلو و ویشل چې په هغو کې یې یوه ډله کمزورې کوله...یقینا هغه له مفسدینو ځینې وو) د ژبې، رنګ، نسل، ګوند او تنظیم په اساس، یوه ډله ضعیفه ګرځول، هغه له خپلو ثابتو حقوقو نه محرومول او بلې ډلې، قوم یا جماعت ته په ناحقه ترجیح ورکول او هغوی ته د هغو د جائزو حقوقو نه ډېر ورکول شرعا درست نه دي. 

ځینې خلک په مختلفو پلمو شاته غورزول هغو ته په معیشت، سیاست او تجارت کې له نورو سره يو برابر چانس نه ورکول یا د خپل حق نه لږ ورکول د اسلام له حکمونو سره مخالف عمل دی. 


ورته مطالب
+