22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
۱٨- په رعيت د رياست حقوق
مخکنيو مضامینو کې په ریاست باندې د اتباعو د حقوقو یوه برخه د بنسټیز حقونو په نوم بیان شوه طبیعي ده چې ریاست هم په خپلو اتباعو يو شمېرحقونه لري.
۱- رعيت به په معروف کې د ریاست اطاعت کوي.
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ} [النساء: 59] (د الله اطاعت وکړئ او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او د خپلو چار واکو.)
۲- اتباع به د قانون پابندي کوي او په نظم کې به خلل نه اچوي.
}وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا} [الأعراف: 56] (په ځمکه کې د هغې له اصلاح نه وروسته فساد مه برپا کوئ) قرآن هغه خلکو ته سزا تعیینوي چې ریاست کې په مختلفو شکلونو فساد برپا کوي .
{إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا } [المائدة: 33]
(کوم خلک چې د الله او رسول سره جنګ کوي او ځمکه کې فساد خپروي، د هغو سزاء دا ده چې و وژل شي یا غرغره کړای شي....)
قاضي ابوبکر جصاص ویلي:
پردې د فقهاوو تر منځ اتفاق دی چې له دې نه مراد هغه خلک دي چې لارې شوکوي ډاکې اچوي او یا په مسلح توګه امنیت اخلالوي.(احکام القرآن)
۳- په نېکو کارونو کې به له حکومت سره مرسته کوي.
{وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ} [المائدة: 2] (د نېکۍ کارونو کې یو له بل سره مرسته وکړئ او د ګناه او تېري په کار کې چا سره مرسته مه کوئ
۴- په سر او مال به د ریاست نه دفاع کوي.
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ (38) إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ} [التوبة: 38، 39] (ای مؤمنانو! په تاسو څه شوي؟ چې کله تاسو ته وویل شي: د خدای په لاره کې ووځئ، په ځمکه کلک کېنئ، ولې د آخرت مقابل کې مو دا لږ ژوند خوښ کړی دی؟ د دنیا د ژوند سامانونه د آخرت په مقابل کې نه دي مګر لږ، که تاسو ونه وځئ، الله به تاسوته درد ناکه سزا درکړي او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي تاسو به هغه ته هېڅ ضرر ونه شۍ رسولی او الله په هر کار باندې قادر دی.)
{إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ} [التوبة: 40] (که تاسو يې مرسته نه کوئ نو یقینا الله یې مرسته کړې.......)
{انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ} [التوبة: 41] (ووځي د الله په لاره کې که خوښ یاست یا نا خوښ او جهاد وکړئ د الله په لاره کې په خپلو مالونو او ځانونو دا درته غوره ده که تاسو پوهېږئ)
د دې آیتونو په رڼا کې د اسلامي ریاست دفاع په هر رنګ حالاتو کې په ټولو اتباعو فرض ده او دا په اتباعو د ریاست اصولي حق دی.