22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
١٩- د خارجي سیاست بنسټونه
په سیاست کې خارجه پالیسي د حالاتو او ظروفو له تغییر سره تغییر خوري، دائمي اصول او قواعد ورته وضع کول ګران کار دی، خو بیا هم قرآن د دې لپاره څه اصول او قواعد وضع کړي دي چې يو اسلامي ریاست بايد د دغه اصولو او قواعدو په رڼا کې خپله خارجه پالیسي جوړه کړي، ترڅو یو اسلامي ریاست د خدای د احکامو پابند پاتې شي او نړۍ کې هم خپل وقار او عزت هم له لاسه ورنکړي او نه کوم قوم ته بې ځایه ضرر و رسوي او یا ځينې کارونه په غیر متوازنه توګه ترسره کړي.
د خارجه پالیسي اصول او قواعد:
الف- د عهد او ژمنې احترام.که ټرون ختمول ضرور وي، نو مخالفه ډله به هم خبروي.دا موضوع په لاندني آیتونو کې روښانه شوېده:
{وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا} [الإسراء: 34] (په خپلو ژمنو وفا وکړئ یقینا د ژمنو په اړه به پوښتنه کېږي.)
{وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (91) وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ} [النحل: 91، 92] (له خدای سره خپل عهد پوره کړئ کله چې تاسو ژمنه وکړئ او د ژمنو د کلکولو نه وروسته هغه مه ماتوئ ...او د هغې ښځې په شان مه کېږئ چې خپلې وریشلې وړۍ یې په خپل لاس توکړه توکړه کړې، تاسو خپلې ژمنې په خپلو منځونو کې د چل او فریب وسیله جوړوئ ترڅو یو قوم له بل قوم نه ډېره ګټه پورته کړي؛ یقینا الله د دې په ذریعه تاسو ازمیښت کې اچوي او هغه به ضرور د قیامت په ورځ تاسو ته ستاسو د اختلافاتو حقیقت څرګند کړي)
{فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ} [التوبة: 7] (ترڅو مخالفه ډله تاسو سره په کړي تړون ولاړه وي، تاسو هم پرې ولاړ اوسئ. یقینا الله پر هیزګارانو سره مینه کوي) { إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ } [التوبة: 4]
(مګر هغه مشرکان چې تاسو ورسره تړونونه کړي او بیا یې په تړون پوره کولو کې کمې نه دی کړی او ستاسو په خلاف یې چاسره مرسته هم نه ده کړې، نو دغو خلکو سره تړون تر خپل ټاکلي وخت پورې سرته ورسوئ.)
{وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ} [الأنفال: 72]
ژباړه: (که (د دښمن په منطقه کې اوسېدونکي مسلمانان) له تاسو نه مرسته وغواړي نو مرسته کول په تاسو لازم دي، مګر د داسې قوم خلاف مرسته کول درست نه دي چې ستاسو او د هغو تر منځ تړون موجود وي)
{وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ } [الأنفال: 58]
(که ته له کوم قوم نه د خیانت (تړون ماتونې) وېره لرې، نو تړون یې ورته وغورځوه، د دې لپاره چې برابري په نظر کې ونيول شي، یقینا الله تعالی خائنان نه خوښوي) يعنې که دا وېره موجوده وي چې يو معاهد قوم د معاهدې سره سره د اسلامي ریاست په ضد په پټه تخریب کاري کوي، نو تاسو ورته عمل مه تر سره کوئ، ځکه چې دا خیانت کې شمېرل کېږي، بلکې دغه ډول ظروفو کې به مسلمان په ښکاره د معاهدې د ماتولو اعلان وکړي، ترڅو مقابل اړخ خبر شي چې معاهده ماته شوه، ځکه چې الله خیانت کونکي نه خوښوي.
ب- په معاملاتو کې د یانت او رښتينولي:
قرآن دې خبرې ته هم اشاره کوي چې اسلامي ریاست باید رښتیونی او ديانت داره وي، خپلو خلکو او نړۍ سره یې ټول معاملات بايد په رښتینولۍ ولاړ وي.
{وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ} [النحل: 94] ژباړه: (خپل قسمونه او تعهدات په خپلو منځونو کې د چل او فریب ذریعه مه جوړوئ.)
ج- بين المللي عدل:
اسلام مسلمان ته د مطلق عدالت درس ورکوي که هغه د دښمن په اړه وي یا د دوست؛ قرآن دښمن سره هم بې انصافي نه خوښوي.
{وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [المائدة: 8] (او د کومې ډلې دښمني دې تاسو دېته اماده نه کړي چې تاسو ورسره بې انصافي وکړئ، عدل وکړئ د عدالت رویه تقوی ته ډېره نژدې ده.)
د- په جنګ کې د بې طرفه ممالکو د حدودو احترام:
قرآن کریم فرمايي: {...فَإِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا (89) إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ ....} [النساء: 89، 90] ژباړه: که (دښمنانو سره یو ځای شوي منافقان) يې و نه مني، نو هغوې ونیسئ مړه یې کړئ چې چېرته مو وموندل، پرته له هغو کسانو نه چې کوم داسې قوم سره یو ځای شي چې له هغو سره ستاسو تړون وي.)
هـ- ریاست به د خپلې عمومي پالسي له مخې سوله پلو ریاست وي.
{ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ} [الأنفال: 61] ژباړه: (که هغوی د سولې لوري ته میلان ښکاره کوي ته هم ورته میلان وکړه.)
و- د فساد او ځمکه کې د خپل عظمت قائمولو لپاره به کوښښ نه کوي.
{تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ} [القصص: 83]
ژباړه: (هغه د آخرت کور موږ د هغه خلکو لپاره ځانګړی کوو، چې ځمکه کې فساد نه کوي او خپل عظمت نه غواړي او پایله به د پرهیزکارانو په حق کې ښه وي)
ز- له بې طرفه قومونو سره دوستانه تعامل:
{لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ} [الممتحنة: 8] ژباړه: (الله تاسو له دې څخه نه منع کوي چې کومو خلکو له تاسو سره د دین په معامله کې جنګ نه دی کړی او تاسو یې له خپلو کورونو ځنې نه يئ ویستلي چې نېک تعامل او انصاف ورسره وکړئ؛ یقینا الله انصاف کوونکي خوښوي)
ح- د احسان په مقابل کې إحسان کول:
{هَلْ جَزَاءُ الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ } [الرحمن: 60]
ژباړه: (ولې د احسان عوض له احسان نه پرته بل څه کیدای شي.)
ط- غچ کې عدالت:
د زیاتي په اندازه عکس العمل درست دی، خو له هغې تېری کول ناروا دی.
{فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ } [البقرة: 194] (که چا تاسو سره زیاتی وکړ تاسو د همغې په اندازه عکس العمل ښودلی شئ ( تېری درست نه دي) له الله و وېرېږئ، پوه شئ چې الله له پرهیزګارانو سره مل دی.) { وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ} [النحل: 126] ژباړه: که تاسو غچ اخلۍ هغومره واخلئ څومره چې درسره زیاتی شوی دی او که صبر وکړئ، نو هغه د صبر کوونکو لپاره غوره دی
}وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ (40) وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ (41) إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ } [الشورى: 40 - 42]
(د بدې غچ هغومره دی چې څومره شوی ده، نو چاچې عفوه وکړه او اصلاح یې وکړه اجر یې په الله باندې دی او بېشکه هغه ظالمان نه خوښوي او څوک چې له ظلم نه وروسته غچ واخلي ملامت نه دی ملامت خو هغه خلک دي چې په خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې ناحقه سرکشي کوي د دغه رنګ خلکو لپاره درد ناکه سزا ده. ۲۱- د
اسلامي ریاست د مواصفاتو خلاصه
په شل عنوانونو کې د قرآن له مخې د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې زموږ مخې ته راغلې اوس په دې ۲۱ مضمون کې د هغو مضامینو خلاصه بیانیږي.
۱- د یو آزاد قوم له خوا یو شعوري تعهد دغه ریاست منځ ته راوړي چې هغه د بشپړ حریت، خپلواکي او مالکیت سره په خپله خوښه د الله رب العلمین اطاعت ته سر ټیټوي او د خدای د اطاعت او بندګي لاندې د حاکمیت پر ځای د خلافت حیثیت قبلوی او د الله تعالی د هدایاتو او لارښوونوو په رڼا کې د مطلق العنان انسان په شان نه، بلکې د الله د مطیع خلیفه په حیثیت کار کولو ته آماده کېږي.
۲- اسلامې ریاست خو تر دې بریده له تهیاکرسۍ (د دیني طبقې حکومتولۍ) سره موافق دی چې حاکمیت یوازې د الله حق ګڼي او مني، خو پدې عقېده او فکر د عمل تګ لاره یې له تهیاکریسي نه جلا ده، څنګه چې تهیاکریسي کې د مذهبي طبقې څه ځانګړي اشخاص د خدای د ځانګړي خلافت او نیابت حقدار منل کېږي او د حل او عقد ټول اخیتارات همدې طبقې ته سپارل کېږي او د نورو وګړو رأیه، مشوره او تفکیر بابیزه ګڼل کېږي، یوازې دغه ځانګړې دیني طبقه د مملکت د تورو او سپینو مالک او د کائناتو د مالک نمایندګان بلل کېږي، د دوی له حکم نه مخالفت د خدای له حکم سره د مخالفت مترادف ګڼل کېږي او د دوی نافرماني د خدای نافرماني منل کېږي، خو د اسلامي ریاست په سیاسي تصور کې کومه ځانګړې طبقه د خدای د استازیتوب مستحق نه ده منل شوې، بلکې د ریاست ټول مسلمان وګړي چې خدای ته یې په شعوري توګه د اطاعت سر ټیټ کړی د خدای د خلافت حاملین ګڼل کېږي او د حل او عقد اخري اختیارات په عمومي توګه د دوی حق ګڼل کېږي، چې په دوی کې هر څوک د کار او وظیفې وړ وو هغه ته به کار سپارل کېږي، دوی کې چې څوک د کوم کار لیاقت لري او په ښه توګه یې پر مخ بیولی شي هغه کار به ورته سپارل کېږي، د اسلام سیاسي تصور کې د یوې خاصې طبقې د حاکمیت او سیادت تصور نشته دی، اصل شی وړتیا، کفایت او اهلیت دی.
۳- اسلامي ریاست د جمهوریت له دې برخې سره اتفاق کوي چې د حکومت جوړیدل، تبدیلیدل به د عامو مسلمانانو په رأیه ترسره کېږي خو رعیت یا ولس په دې کې دومره خپلواک نه دي چې د ریاست قانون په ریاست کې د ژوند اساسي امور، د ریاست داخلي او خارجه سیاست او د ریاست ټول وسایل د دوی د خواهشاتو تابع وګرځي چې ولس کوم خواته مائل کېږي ریاست هم هغه لور ته مائل شي، بلکې دې امورو کې د خدای او رسول قانون د خپلو اصولو، حدودو، احکامو او اخلاقي لارښوونو په وسیله د عوامو غوښتنې کنټرول کوي او اسلامي ریاست په داسی معلومه او متعینه لاره روانوي چې هغه تګ لاره کې د تبدیلۍ واک د ریاست اجرائیه، عدلیه او مقننه هم نه لري او نه ټول قوم دا حق لري، چې حدود الله مات کړي او د شریعت له خوا ترسیم شوې تګلاره دې تبدیل کړي .
یعنې ولس د دې واک نه لري چې د خدای او رسول له خوا ریاست ته متعین شوې کړنلاره تبدیل کړي، دا هغه نقطه ده چې د اسلام او جمهوریت لارې سره له دې ځای نه جلا کېږي، ځکه چې په غربی جمهوریتونو کې ولس په قانون او دولتي کړنلاره کې د هر ډول تغییر او تبدیلۍ واک لري.
۴- اسلامي ریاست یو نظریاتي او عقیدوي ریاست بلل کېږي له دې امله د دې ریاست د امورو د چلولو واک یوازې هغه خلک یا وګړي لري چې د ریاست په اساسي نظریه او عقیده ایمان لري او ریا ست چې په کومو اساساتو ولاړ دی هغه یې تسلیم کړي وي.
۵- د ذمیانو حقوق.
ذمیان زموږ فقه کې هغه خلکو ته ویل کېږي چې مسلمانان نه وي خو د اسلامي ریاست اتباع وي، ذمیان اسلامي ریاست کې په کلیدي منصبونو نه شي مقرر کیدای خو د هغو نور ټول مدني حقوق (حقوق شهروندي) به له عامو اتباعو (مسلمان اتباعو) سره مساوي وي، له ټولو هغو سهولتونو نه به مستفید کېدای شي چې عام اتباع ترې استفاده کوي، سر، مال، عزت او ابرو به یې هغه رنګ خوندي وي لکه څنګه چې د یو مسلمان خوندي وي، که چا مړ کړ مقابل کې به پرې قاتل قصاص کېږي.
۶- اسلامي ریاست یو داسې ریاست دی چې په رنګ، نسل، ژبه او جعرافیوي عصبیتونو باور نه لري، بلکې دا ریاست په اصولو ولاړ ریاست دی، د ځمکې په هر کونج کې اوسیدنکي انسانان کولی شي دغه اصول قبول کړي، دغه ډول خلک د څه امتیاز، تبعیض او تعصب پرته له مساوي حقوقو سره د اسلامي ریاست د نظام او سیسټم برخه جوړیدای شي، د نړۍ په هره برخه کې چې د دغه اصولو په اساس کوم حکومت جوړ شي هغه به اسلامي حکومت ګڼل کېږي هغه که د نړۍ په هره لویه وچه کې وي او چلوونکي یې که تور وي يا سپین او که سره؛ دغه ډول اصولي ریاست ډېر ژر د یو نړیوال ریاست بڼه غوره کولی شي، که په ځمکه کې د دغه اصولو په اساس ولاړ ریاستونه ډېر هم وي دغه ډول ریاستونه به اسلامي ریاستونه بلل کېږي، د هر ډول قوم پرستانه کمشکش نه پرته د دې ریاستونو ترمنځ د عدل، انصاف او ورورۍ په اساس اړیکه جوړیدای شي، دغه ډول ریاستونه یو وخت کې سره متحد کېدای هم شي ترڅو یو نړیوال اتحاد تشکیل کړي.
۷- د اسلامي ریاست یو خصوصیت، بلکې روح دا دی چې سیاست به په کې د اغراضو او مفاداتو پرځای د اخلاقو تابع وي، په تقوا او پرهیزګارۍ سره به یې چلوي، په دې کې به د فضیلت اساس فقط اخلاق وي.
د ریاست د چلوونکو او منصب لرونکو او اهل عقد او حل په انتخاب کې به جسماني، ذهني او تخصصي صلاحیت او استعداد سره اخلاقي سپېڅلتيا ته هم ډېر اهمیت ورکول کېږي، د دې د داخلي نظام هره څانګه هم باید په امانت، دیانت او بې لحاظه عدل او انصاف وچلیږي. د دې نظام خارجه سیاست هم باید په بشپړه رښتينولۍ، په ژمنو وفا، امن خوښونه، او بین المللي عدل او په حسنه سلوک قائم وي .
۷- د دې ریاست اهداف به یوازې د پولیسو په څیر نظم او ضبط قایمول نه ، بلکې دا ریاست به یو با هدفه ریاست وي چې په ایجابی توګه به د اجتماعی عدل قیام، د نېکویو د خپرواي او منکراتو له منځه وړلو لپاره به په علمي، تخصصې او سیسټماتیک ډول هم کار کوي.
۹- دا ریاست به وګړو ته په حقوقي مرتبو او مواقعو کې مساوات نظر کې نیسي د قانون حاکمیت، په نېکۍ کې مرسته او د بدۍ مخالفت، د خدای مخکې د ځواب ورکولو احساس د فرایضو او مسؤولیتونو په اړه شعور به د دې ریاست امتیازي اوصاف وي. د افرادو، ټولنې او ریاست په یو هدف او مقصد باندې سره متحد کیدل هم د ریاست له مهمو اهدافو نه ګڼل کېږي ځکه له دې همآهنګۍ پرته ریاست په کامیابۍ سره د خپلو اهدافو په لور په کامیابۍ سره مخکې نشي تللی. همدا راز په دې ریاست کې باید وګړي د ژوند د مهمو ضرورتونو نه محروم پاتې نشي نوموړي موارد د ریاست اساسي ارزښتونه بلل کېږي.
۱۰- د فرد او ریاست ترمنځ دې سیسټم کې داسې توازن قائم کړای شوی چې نه ریاست ټولواک او مختارِ مطلق جوړ شي چې له فرد نه بې واکه او بې اختیاره غلام جوړ
کړي او نه افرادو ته دومره واک او آزادي ورکول شوې ده چې دومره پر خپل سر شي چې د اجتماعي مفاد او ګټې په ضد کې واقع شي، له یو لوري یې افرادو ته اساسي حقوق ورکړي او له بل لوري يې حکومت د شرعي قانون او مشورې پابند کړی دی، په دې ترتیب یې افرادو ته د ترقۍ او مخکې تګ مواقع منځ ته راوستي او د اقتدار د بې ځایه مداخلت نه یې محفوظ کړي دي، خو له بل اړخه یې فرد هم یوه قانوني او اخلاقي ضابطه او دائره کې ګیر کړی دی او په فرد یې دا فرض کړي دي چې د زړه له کومې به د داسې حکومت اطاعت او فرنبرادري کوي چې د الله او رسول د قانون موافق چلېږي او له دغه ډول حکومت سره به مکمل مرسته کوي، نظم به یې نه اخلالوي او د ریاست د حفاظت لپاره به د سره او مال قرباني نه سپموي.