22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
دوهم څپرکی
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
په مخکنيو بحثونو کې د قرآن سیاسي تعلیمات په اجمالي توګه بیان شول، په یادو مواردو کې دا کوښښ شوی چې د سیاست او حکومتولۍ په اړه د قرآن سیاسي لارښوونې په اصولي توګه مخې ته راشي.
د نبي -عليه السلام- کار د قرآن هغه لارښوونو ته عملي بڼه ورکول وو، د هغه په قيادت کې د اسلام د ظهور سره چې کومه مسلمانه ټولنه تشکيل شوه او له هجرت نه وروسته يې سياسي قوت ترلاسه کړ او د يو رياست شکل يې غوره کړ، په دغه تعليماتو يې اساس اېښودل شوی وو، د دغه حکومتي نظام امتيازي ځانګړتياوې چې له نورو حکومتي نظامونو نه يې ممتاز ګرځوي په لاندې ډول دي.
دلته به دا خبره توضيح کېږي چې رسول الله -صلی لله علیه وسلم- د قرآن د سیاسي تعلیماتو په رڼا کې څه ډول حکومت قائم کړ؟ او بنسټونه یې څه ول؟ دې برخه کې به د ځینو قرآني آیتونو سره سره د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هدایات هم زموږ مخې ته په مفصل توګه راشي.
د نبی -علیه السلام- په منصبي فرائضو کې دا شامل ول چې یاد شوو تعلیماتو ته عملي بڼه ورکړي د اسلام له پیل کیدو سره سم چې د رسول اکرم -صلی الله وسلم- په مشرۍ کومه اسلامي ټولنه په مکه مکرمه کې جوړه شوه بیا یې له هجرت نه وروسته مدینه منوره کې سیاسي قوت هم ترلاسه کړ او په نتیجه کې هغه ټولنه په یو اسلامې ریاست منتج شوه، یاد ریاست د قرآن د سیاسي تعلیماتو او اسلام کې د حکومتولۍ د اصولو او قاعدو په رڼا کې په کار لګیا وه، د رسول الله د حکومتولۍ بنسټونه په لاندې ډول دي.