22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
۱- د الهي قانون برلاسي
دې ریاست کې لومړنۍ قاعده دا وه چې د حاکمیت حق یوازې الله تعالی لره دی او د مؤمنانو حکومت اصل کې د خلافت بڼه لري، نه د مطلق حاکمیت، د مؤمنانو حکومت د دکتاتور حکومتونو په شان په مطلق العنانۍ سره د کار کولو اجازه نه لري، بلکې دا حکومت به لازما د الهي قانون (قرآن او سنت) تر سیوري لاندې کار کوي، قرآن کریم کې چې دا قاعده کومو آیتونو کې بیان شوې ده هغه آیتونه مخکنیو برخو کې تفصیل سره لیکل شوي دي په دې اړه په ځانګړې توګه د قرآن شریف لاندې آیتونه باید ولوستل شي . د النساء سورت: ۵۹، ۶۴، ۶۵، ۸۰، ۱۰۵ آیتونه د المائدة، سورت ۴۴، ۴۷ د الاعراف سورت ۳: د یوسف سورت: ۴۰ د النور سورت: ۵۴، ۵۵ د الاحزاب سورت: ۳۶ د الحشر سورت: ۷ آیت.
نبي صلی الله علیه وسلم هم په خپلو ویناوو کې د دې بنسټونو بشپړه څرګندونه کړې ده.
ويلي يې دي: «فَعَلَيْكُمْ بِكِتَابِ اللَّهِ أَحِلُّوا حَلَالَهُ وَحَرِّمُوا حَرَامَهُ».(کنز العمال، طبراني، مسند احمد حدیث شماره-۹۰۷)
(تاسو د الله کتاب کلک کړئ، حلال یې حلال او حرام یې حرام وګڼئ)
عَنْ أَبِي ثَعْلَبَةَ الْخُشَنِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ فَرَضَ فَرَائِضَ فَلَا تُضَيِّعُوهَا، وَحَرَّمَ حُرُمَاتٍ فَلَا تَنْتَهِكُوهَا، وَحَّدَ حُدُودًا فَلَا تَعْتَدُوهَا، وَسَكَتَ عَنْ أَشْيَاءَ مِنْ غَيْرِ نِسْيَانٍ فَلَا تَبْحَثُوا عَنْهَا»
(مشکوة د دارقطني په حواله کنزالعمال حدیث شماره- ۹۸۱)
(الله تعالی ځینې شیان فرض کړي دي ضائع يې نه کړئ، څه حرمتونه یې قائم کړي هغه مه ماتوئ او څه حدود یې ټاکلي له هغو نه تجاوز مه کوئ، له هېرې پرته په ځینو شیانو باندې غلی شوی دی، د هغې پلټنه مه کوئ.)
«مَنْ اقتدى بكتاب الله، لا يَضِلُّ في الدنيا ولا يَشقى في الآخرة» (مشکوه د رزین په حواله)
(چا چې د الله کتاب پسې اقتدا وکړه په دنیا کې نه ګمراه کېږي او په آخرت کې به نه بد بخته کېږي)
« تركتُ فيكم أَمْرَيْنِ لن تَضِلُّوا ما تَمَسَّكْتُمْ بهما: كتابَ اللهِ وسُنَّةَ رسوله »
(ما په تاسو کې دو شیان پریښې دي که هغه دواړه کلک کړئ کله به هم ګمراه نه شئ؛ هغه د الله کتاب او د هغه د رسول سنت دي.) (مشکوة د مؤطا امام مالک په حواله، کنز العمال، حدیث ۸۷۷)
«مَا أَمْرتُكم بهِ فخُذوه، و ما نَهيتُكم فانتَهُوا »
ژباړه: (د کوم شي حکم چې تاسو ته درکړم هغه اختیار کړئ او له کوم شي نه مو چې منع کړم ترې منع شئ) (کنز العمال، ج۱، حدیث- ۸۸٦)