22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
۲- د خلکو ترمنځ عدل
عدل دوهمه قاعده وه چې د دې ریاست اساس یې تشکل کړی ؤ هغه دا چې ټول خلک به د قانون په مخ کې یو برابر وي، قانون به له یو ادنی کس نه نیولې د مملکت تر رئیس پورې په ټولو یو شان تطبیق کېږي، چا سره به امتیازي رویه نه کېږي، ځکه څوک حق نه لري چې امتیازي رویه ورسره وشي.
الله رب العلمین خپل پيغمبر په عدل مکلف کړی دی.
{وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ} [الشورى: 15] (و وايه ! ماته امر شوی چې ستاسو ترمنځ عدل وکړم) يعنې ما ته دا روا نه دي چې په ظلم کې د چا ملګرتیا وکړم او يا تعصب وکړم زما له ټولو انسانانو سره د عدل رابطه او تعلق دی، زه د حق ملګری یم او حق چې د چا مخالف وي زه يې مخالف یم، زما دین کې د چا لپاره څه امتیاز نشته دی، خپل، پردي، غټ، واړه، شتمن او نیستمن لپاره جلا جلا قوانین نشته کوم شی چې د چا وي څوک يې ترې اخيستلی نه شي، کوم کار چې ګناه ده هغه د ټولو لپاره ګناه ده، کوم شی چې حرام دی د ټولو لپاره حرام دی او کوم شي چې حلال دی د ټولو لپاره حلال دی چې کوم شی فرض دی پر ټولو فرض دی.
زما خپل ژوند هم د خدای د دی هر اړخیز قانون نه استثناء نه لري، نبي -علیه السلام- دا قاعده داسې تشریح کوي.
«إِنَّمَا هَلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، أَنَّهُمْ كَانُوا يُقِيمُونَ الحَدَّ عَلَى الوَضِيعِ وَيَتْرُكُونَ الشَّرِيفَ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ فَعَلَتْ ذَلِكَ لَقَطَعْتُ يَدَهَا» صحيح البخاري [8 /160] ( تاسو نه وړاندې چې کوم امتونه تېر شوي دي هغوی له دې امله هلاک شوي دي چې په کمزوري به یې حد قائمولو او د لوړ خاندان په خلکو به یې حدود نه قائمول، قسم په هغه ذات چې زما روح یې په اخیتار کې دی که فاطمه د محمد لور غلا کړې وی، لاس به مې ترې پرېکړی وی.) عمر فاروق --رضي الله عنه-- وایي : رایت رسول الله -صلی الله علیه وسلم- یقید من نفسه.
ما نبي -علیه وسلم- لیدلی دی چې ځان یې بدلې (قصاص) ورکولو ته وړاندې کړی دی.