22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
۳- د مسلمانانو تر منځ مساوات
د مخکنۍ قاعدې په ضمن کې دا درېیمه قاعده ده چې د دې دولت له مسلماتو څخه وه چې د رنګ، نژاد، ژبې او قومیت پرته د ټولو مسلمانانو حقونه په بشپړ ډول برابر دي، هېڅ فرد، ډله، طبقه یا نژاد او قوم، په نورو څه امتیاز نه لري، د دې دولت په حدودو کې افرادو، اقوامو او طبقاتو ته د تبعیض په اساس حقونه نه ورکول کېږي او د هېچا حیثیت له بل څخه ټیټ نه ګڼل کېږي.
{إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ} [الحجرات: 10] (مؤمنان خو سره وروڼه وروڼه دي).
{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ} [الحجرات: 13] (اى خلکو! مونږ تاسو له یو نارینه او ښځې څخه پیدا كړي ياست او بیا مو قومونه، قبېلې درنه جوړ کړل تر څو یو بل و پېژنئ، په حقیقت كې د الله په نزد په تاسو كې عزتمند هغه څوك دى چې په تاسو كې ډېر متقي وي.) همدا راز د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- لاندې اقوال دا موضوع روښانه کوي:
«إنّ اللَّهَ لاينظَرُ إلي صُوَرِکم و أَموالِکم و لکن ينظرُ إلي قلوبکم و أَعمالکم» (مسلم) (الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري.)
«المسلِمونَ إخوةٌ، لا فضلَ لأحدٍ علَى أحدٍ إلَّا بالتَّقوَى» (مسلمانان سره وروڼه دي، له تقوا پرته د یو چا لپاره هېڅ فضیلت نشته دی)
«يا أَيها الناسُ أَلَا إِنَّ رَبَّکم واحدٌ وَ إنّ أباکُمْ واحد، أَلَا لافضلَ لعربي عن أَعجمي، و لا لعجمي علی عربي و لا لأحمرَ علی أَسود، و لاأَسودَ علی أَحمرَ إِلّا بالتقوی» (البیهقي.واحمد في مسندالانصار).
(واورئ! ستاسو رب یو دی له پرهېزګارۍ پرته د عربي پر عجمي او د عجمي پر عربي، او د تور پر سپین او د سپین په تور څه فضیلت نشته)
«مَنْ شَهِدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا وَصَلَّى صَلَاتَنَا وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا فَهُوَ الْمُسْلِمُ لَهُ مَا لِلْمُسْلِمِ وَعَلَيْهِ مَا عَلَى الْمُسْلِمِ» (عمدة القاري ). (څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله پرته بل معبود نشته او زمونږ قبلې ته مخ کړي، زمونږ غوندې لمونځ وکړي او زمونږ په لاس ذبح شوی څاروی وخوري نو هغه مسلمان دی، د هغه حقوق د یو مسلمان د حقوقو په شان دي او د هغه مکلفیتونه د یو مسلمان د مکلفیتونو په شان دي).
«الْمُؤْمِنُونَ تَكَافَأُ دِمَاؤُهُمْ وَهُمْ يَدٌ عَلَى مَنْ سِوَاهُمْ وَيَسْعَى بِذِمَّتِهِمْ أَدْنَاهُمْ» (ابوداود ،والنسائي واحمد).
(د مؤمنانو وینه یو له بل سره مساوي ده، دوی د نورو په په مقابل کې یو دي او تر دې چې په دوی کې يو کمزوری مسؤولیت په غاړه اخیستی شي.) « لَيْسَ عَلَى الْمُسْلِمِ جِزْيَةٌ » سنن أبى داود-ن [3 /136]
(په مسلمان جزیه ایښودل نشته)