24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
٤ - د حکومت مسؤولیت او حساب ورکونې
څلورمه مهمه قاعده چې پر بنسټ یې دا دولت جوړ شوی ؤ، دا وه چې دولت او د هغه واک او شتمني د خدای او مسلمان ملت امانت دی، چې باید له خدای نه وېرېدونکو، صادقو او عادلانو خلکو ته وسپارل شي او دې امانت کې چاته د خپلې خوښې یا د شخصي موخو لپاره د تصرف کولو حق نشته دی او هغه کس ته چې دا امانت سپارل کېږي په اړه يې مسؤوليت لري، په قرآن کریم کې الله تعالی فرمایي :
{إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا} [النساء: 58] (مسلمانانو! الله تعالی تاسو ته امر کوي چې امانتونه اهل ته وسپارئ او کله چې د خلکو په منځ کې فیصله کوئ، نو په انصاف سره یې وکړئ.)
رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي : «الا کلکم راع وکلکم مسئول عن رعیته فالامام الاعظم الذی علی الناس راع و هو مسئول عن رعیته» (متفق علیه)
(خبردار په تاسو کې هر یو راعي دی او هر یو د خپل رعیت مسؤول دی او د مسلمانانو تر ټولو لوی مشر چې پر ټولو حاکم دی هم یو راعي دی او د خپل رعیت مسؤول دی.)
«مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنْ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلَّا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ»
(که کوم حاکم چې د یوې مسلمانې ټولنې د چارو مشر وي، په داسې حال کې مړ شي چې له دوی سره یې خیانت او فریب کړی وي، نو الله تعالی به پرې جنت حرام کړي).
«مامن امیر يلي امر المسلمین ثم لا یجهد لهم و لا ینصح الا لم یدخل معهم فی الجنة.» (مسلم)
(کوم حکمران چې د مسلمانانو په حکومت کې څه مسؤولیت ولري او بیا د خپل مسؤولیت د ترسره کولو لپاره ښه کوښښ و نه کړي او په اخلاص کار ونه کړي له مسلمانانو سره به جنت ته داخل نشي.)
«يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ وَإِنَّهَا أَمَانَةٌ وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْىٌ وَنَدَامَةٌ إِلاَّ مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَأَدَّى الَّذِى عَلَيْهِ فِيهَا»
(کنزالعمال، ج٦).
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ابوذر -رضي الله عنه- ته وفرمایل: (اې ابوذره! ته ضعیف یې او د دولت منصب امانت دى، د قیامت په ورځ به د شرم او ندامت سبب ګرځي؛ مګر هغه څوک چې خپل مسؤوليت په بشپړه توګه درک کړي او په سمه توګه يې ادا کړي.)
«مِنْ أَخْوَنِ الْخِيَانَةِ تِجَارَةُ الْوَالِي فِي رَعِيَّتِهِ » (کنزالعمال ج ٦،حدیث -۷۸)
(چې یو حاکم په خپل رعیت کې تجارت کوي دا تر ټولو غټ خیانت دی.)
«مَن وَليَ لنا عَمَلا ولیس له مَنزِلٌ فلیَتَّخِذْ مَنزِلا، أوَ لیست له زَوجةٌ فلیَتَزوَّجْ، أوَ لیس له خادِمٌ فلیَتَّخِذْ خادِما، أوَ او لیس له دابَّةٌ فلیَتَّخِذْ دابَّة ومَن أصابَ شَیئا سِوى ذلك فهو غالٌّ او سارق.» (کنزالعمال، ج ٦، ۳٤٦)
(څوک چې زموږ په حکومت کې په څه منصب مقرر وي، که کور نه لري نو کور دې واخلي، که ښځه نه لري واده دې وکړي، که خدمتګار نه لري نو خدمت ګار دې ونسي، که سپرلي نه لري سپرلي دې ترلاسه کړي، څوک چې له دېنه د ډېر څه حاصلولو کوښښ کوي نو داکس غل ياخائن دی)
حضرت ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- فرمایي :
«من یکن امیرا فانه من اطول الناس حسابا واغلظه عذابا ومن لا یکون امیرا فانه من ایسر الناس حسابا وأهونه عذابا لان الامراء اقرب الناس من ظلم المؤمنین ومن یظلم المؤمنین فانما یخفر الله.»
(کنز العمال، ج ٥ ، حدیث ۲٥۰٥)
(هغه څوک چې حاکم وي د هغه حساب به تر ټولو اوږد حساب وي او د ډېر سخت عذاب په خطر کې به وي او هغه څوک چې حاکم نه وي د هغه حساب به تر ټولو آسان او خفيف وي؛ ځکه واکمنانو سره په مؤمنانو د ظلم کولو چانس ډېر وي او څوک چې په مسلمانانو ظلم وکړي له الله سره خیانت کوي.)
حضرت عمر -رضي الله عنه- وایي: «لو هلک حمل من ولد الضان ضیاعا بشاطئی الفرات خشیت ان یساءلنی الله.» (کنزالعمال، ج ٥ ، حدیث ۲٥۱۲)
(زه ویره لرم چې خدای به زما څخه پوښتنه وکړي)