اسلام کې د حکومتولۍ اصول ۵ - شوریٰ

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


اسلام کې د حکومتولۍ اصول

۵- شوریٰ


د دې دولت پنځمه بنسټيزه قاعده دا ده چې د دولت مشر باید د مسلمانانو په مشوره وټاکل شي او د حکومت نظام هم باید په مشوره وچلول شي، په قرآنکریم کې راغلي :{وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ} [الشورى: 38] (دوی خپلې چارې له یو بل سره په مشوره ترسره کوي ) {وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ} [آل عمران: 159] (او د مهمو کارونو په اړه ورسره مشوره وکړه)-


حضرت علي -رضي الله عنه- وایي چې ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه پوښتنه وکړه چې که پر موږ داسې کومه پېښه رامنځ ته شي چې په قرآن کې یې حکم نه وي راغلی؟ او موږ ستاسو څخه هم څه نه وي اوریدلي نو باید څه وکړو؟ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: «شَاوِرُوا [فِيهِ] الْفُقَهَاءَ وَالْعَابِدِينَ، وَلَا تَمْضُوا فِيهِ رَأْيَ خَاصَّةٍ» (الطبراني فی الأوسط ) (په دې کار کې له هغو کسانو سره مشوره وکړئ چې په دین پوه او عابِدبن وي او د کوم ځانګړي کس په نظر پرېکړه مه کوئ.) د عابدین لفظ نه هدف دا دی چې کوم خلک تاسو مشوره کې شریکوئ هغه باید د خدای بندګي ته سر ټیټوونکي خلک وي، سر کش او په خپله رأیه د معاملاتو چلوونکي نه وي، له دې نه دا هدف نه دی چې د شورا د اهلیت لپاره فقط د عبادت شرط کفایت کوي، بلکې نورې ځانګړتیاوې ورسره مراد دي چې د (الفقهاء) توري کې

ورته اشاره شوې ده، د علمي کفايت سره باید دوی د خدای بندګي کوونکي هم وي.  


حضرت عمر -رضي الله عنه- فرمایي: «مَنْ دَعَا إِلَى إِمَارَةِ نَفْسِهِ، أَوْ غَيْرِهِ مِنْ غَيْرِ مَشُورَةٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَلَا يَحِلُّ لَكُمْ إِلَّا أَنْ تَقْتُلُوهُ» (کنزالعمال-حدیث- ۲٥۷۷)  


(څوک چې د مسلمانانو له مشورې پرته د ځان او یا بل چا د امارت لپاره دعوت وکړي، تاسو ته روا نه ده؛ مګر دا چې هغه و وژنئ .) د دې حدیث مقصد دا دی چې د مسلمانانو په مشرۍ په زوره ځان مسلط کول سخت جرم دی، باید څوک يې کوښښ ونه کړي او امت هم باید دا تحمل نه کړي. په بل روایت کې د حضرت عمر -رضي الله عنه- دا قول راغلی دی: «لَا خِلَافَةَ إِلَّا عَنْ مَشُورَةٍ» (کنزالعمال،دحدیث شمېره: ۲۳٥٤ 


(له مشورې پرته خلافت نه قائمېږي) يعنې که چا قائم کړ هغه په جائزه طريقه نه دی قائم کړی.


ورته مطالب
+