24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
٦- په معروف کې اطاعت
شپږم اصل چې دا دولت پرې ولاړ ؤ هغه دا چې یوازې په معروف کې د دولت اطاعت فرض دی هېڅوک حق نه لري چې په ناحقه توګه له چانه خپل اطاعت وغواړي، په بل عبارت دا قاعده د چارواکو او حکومت حکم منل د قانون په دائره کې محدودوي، چې اتباع به د قانون په چوکاټ کې د چارواکو احکام مني او چارواکي حق نه لري چې د قانون خلاف حکم ورکړي او که حکم وکړي په چا یې منل لازم نه دي. په قرآنکریم کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره د بیعت په معامله کې هم اطاعت د معروف په شرط راغلی دی په داسې حال کې چې د هغه له خوا د معروف خلاف د حکم صادرولو کومه وېره هم نشته ده، الله تعالیٰ فرمايي: {وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ} [الممتحنة: 12] (او دوی به په معروف خبره کې ستاسو نافرماني نه کوي)
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمان دی: «اَلسمَعُ وَالطَّاعَةُ عُلَي المَرأِ المُسلِمِ فِيمَا اَحَبَّ اَو کَرِهَ، مَا لَم يَأمُر بِمَعصِيَةٍ، فَإذَا اَمَرَ بِمَعصِيَةٍ فَلاَ سَمعَ وَلاَ طَاعَةَ» (بخاري کتاب الاحکام، مسلم کتاب الامارة، ابو داود کتاب الجهاد، نسائي ابواب البیعة، ابن ماجه)
(په مسلمان باندې واجب ده چې د خپل امیر واوري او اطاعت وکړي که د هغه امر یې خوښ وي او که ناخوښه تر هغه چې د ګناه امر ورته وشي او کله چې د ګناه امر وشي نو اطاعت نشته).
«لا طَاعَةَ في مَعْصِيَةٍ الله، إنَّما الطَّاعَةُ في المَعروفِ»
(مسلم کتاب الامارة،ابوداود کتاب الجهاد نسائي کتاب البیعة)
(د الله تعالی په نافرمانۍ کې هېڅ اطاعت نشته، اطاعت یوازې په معروف) یعنې د شریعت موافق کار کې دی. دا وینا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په اقوالو کې په بېلابېلو ډولونو نقل شوې ده؛ په ځینو ځایونو کې فرمایي : «لاطاعة لمن عصی الله » (كنز العمال)
(څوک چې د الله نافرماني وکړي، د هغه لپاره هېڅ اطاعت نشته).
یو ځای کې فرمایي : «لاطاعة لمن لم یطع الله.» (كنزالعمال) (د هغه چا اطاعت نشته چې هغه د الله تعالی اطاعت نه کوي).
«لا طاعةَ لِمخلُوقٍ في معصيةِ الخالِقِ» (د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته).«من امرکم من الولاة بمعصیة فلا تطیعوه» (كنزالعمال)
(د هغه حاکم اطاعت مه کوئ چې تاسو ته د ګناه امر کوي.)
ابوبکر -رضي الله عنه- په یوه خطبه کې فرمایلي دي : «من ولی امر امة محمد صلى الله عليه وسلم شیئا فلم یقم فیهم بکتاب الله فعلیه لعنةالله.» ( كنزالعمال ) (څوک چې د محمد -صلی الله علیه وسلم- د امت د چارو مسؤولیت په غاړه واخلي او بیا د خلکو په منځ کې د الله تعالی کتاب قائم نه کړي، د الله تعالی لعنت دې پرې وي) د خلیفه په توګه یې په خپله لومړۍ وینا کې دا اعلان وکړ:
«اطعیوني ما اطعت الله ورسوله فاذا عصیت الله ورسوله فلا طاعة لی علیکم» (كنزالعمال) (تر څو چې زه د الله او د هغه د رسول اطاعت کوم، زما اطاعت کوئ او کله چې زه د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړم زما اطاعت پر تاسو نشته دی)
حضرت علي -کرم الله وجهه- فرمایي: «حق علی الامام ان یحکم بما انزل الله وان یودی الامانة فاذا فعل ذالک فحق علی الناس ان یسمعوا له وان یطیعوا وان یجیبوا اذا دعوا» (كنز العمال) (د حاکم دنده دا ده چې د الله له نازل شوي قانون سره سم قضاوت وکړي او امانت ادا کړي، کله چې هغه دا ډول عمل کوي، نو د خلکو دنده ده چې د هغه خبرې واوري او اطاعت یې وکړي او کله چې هغوی را وبلي باید مثبت ځواب ورکړي.) یو ځل حضرت علي -رضي الله عنه- په خپله خطبه کې اعلان وکړ:
«ما امرتکم به من طاعة الله فحق علیکم طاعتی فیما احببتم وما کرهتم وما امرتکم به من معصیة الله فلا طاعة لاحد فی المعصیة الطاعة فی المعروف، الطاعة فی المعروف، الطاعه فی المعروف» (كنز العمال ).
(د الله د فرمانبردارۍ کوم حکم چې تاسو ته درکړم، د هغه اطاعت کول پر تاسو واجب دي، که هغه حکم مو خوښ وي او که ناخوښه او که کوم حکم د الله تعالی د نافرمانۍ درکړم په هغه کې د چا اطاعت نشته دی، یوازې په معروف کې اطاعت دی، یوازې په معروف کې اطاعت دی، اطاعت یوازې په معروف کې دی).