24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
۷- د قدرت حرص او غوښتنه منع ده
دا قاعده هم د دې دولت له اصولو څخه وه چې په عمومي توګه د دولت د مهمو مناصبو او په ځانګړې توګه د خلافت د مقام لپاره خورا نا مناسب کسان هغه دي چې په خپله د دې موقف لپاره هڅه کوي او زیار با سي. قرآن کریم کې د الله تعالی فرمان دی:
{تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ} [القصص: 83]
(دا د آخرت کور به موږ د هغو کسانو لپاره آماده کړو چې په ځمکه کې د ځان ستر والی، لویي او فساد برپا کول نه غواړي او د متقیانو لپاره ښه انجام شته ده)، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي:
«إنَّا والله لَا نُوَلِّي عَلَى عَمَلِنَا هَذَا أَحداً سَألَهُ او حَرَصَ عَلَيْهِ.» (بخاري، کتاب الاحکام، مسلم کتاب الامارة).
(په خدای قسم موږ د حکومت منصب هغه چا ته نه ورکوو چې د هغې په لټه کې وي او يا يې طلب وکړي.)
«ان اخونکم عندنا من طلبه.» ( ابوداود،کتاب الامارة) ( په تاسو کې زموږ لپاره تر ټولو غټ خائن هغه څوک دی چې منصب د ځان لپاره په خپله وغواړي) «انا لا نستعمل علی عملنا من اراده.» (کنزالعمال،ج ٦، حدیث ۲۰٦ ) (موږ هغه څوک نه مؤظف کوو څوک چې وظيفه په خپله غواړي).
«يا عَبْدَ الرَّحْمَنِ بنَ سَمُرَةَ، لا تَسْأَلِ الإمارَةَ؛ فإنَّكَ إذا أُوتِيتَها عن مَسْأَلَةٍ وُكِلْتَ إلَيْها، وإنْ أُوتِيتَها مِن غيرِ مَسْأَلَةٍ أُعِنْتَ عليها» (کنزالعمال،ج ٦)
(رسول الله -صلی الله علیه وسلم- عبدالرحمن بن سمره -رضي الله عنه- ته وفرمایل: ای عبدالرحمن بن سمره! د امارت غوښتنه مه کوه، ځکه چې که د غوښتنې په اساس امارت درکړل شي، نو ته به ورته یوازې شې (د خدای مرسته به درسره نه وي) او که له غوښتنې پرته منصب درکړل شي نو خدای به یې د حق په پوره کولو کې درسره مرسته وکړي.) دلته دا پوښتنه پېدا کېږي چې اسلام کې د قدرت طلب ممنوع دی نو یوسف -علیه السلام- په کوم اساس د قدرت غوښتنه کړې وه؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی: چې یوسف -علیه السلام- په یو غیر اسلامي حکومت کې مجبورا حصار ؤ، الله هغه ته دا چانس پیدا کړ چې د دې ټول حکومت مشر شي او د خلکو د هدایت وسیله وګرځي، دغه حالات يو استثنایي حالت ؤ، بله دا چې هغه پیغمبر ؤ هغه له هر چانه زیات حقدار ؤ، د هغه وړتیا او اهلیت منصوصا ثابت ؤ، هغه له چانه د معاش د امرار لپاره د مأموریت غوښتنه نه وه کړې، د هغه طلب د اسلامي انقلاب پیلامه وه او هغه ته دا چانس ضائع کول اسلام ته د لوی تاوان د رسېدو په معنا ؤ، د هغه طلب د نفس د خواهش په اساس نه ؤ، نه یې د ګټې مواقع لټولې، بلکې د هغه معامله فقط د دین او د خدای د مظلوم مخلوق د رښتیوني خدمت په موخه وه، هغه د خدای استازی ؤ، بل څوک قطعا داسې کېدلی نه شي چې د ده په څېر د نفس د خواهشاتو له نقصان نه مصؤون وي.
{رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ} [يوسف: 101] (ای ربه! تا ماته بادشاهي راکړه او د خبرو عمق ته د رسېدو علم دې راکړ، ای د ځمکې او آسمانونو پيدا کوونکيه! ته زما سرپرستي کوونکی يې په دنيا او آخرت کې، ما د اسلام او تابعدارۍ په حالت کې وفات کړه او له صالحينو سره مې يو ځای کړه.) د هغه دا رښتیونې دعاء او سپېڅلي احساسات د دې ښکارندوی ؤ چې د هغه طلب د خدای او د هغه د مخلوق د رضامندي لپاره ؤ.