اسلام کې د حکومتولۍ اصول ۸ - د دولت د شتون موخه

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


اسلام کې د حکومتولۍ اصول

۸- د دولت د شتون موخه


په دې دولت کې د واکمن او د هغه د حکومت لومړۍ دنده دا ده چې له هر ډول بدلون پرته د ژوند اسلامي نظام رامنځ ته کړي او د اسلام له اخلاقي معیارونو سره سم د نېکۍ ترویج او د بدیو مخنیوی وکړي. دا حالت قرآن مجید کې په لاندې ډول تشریح شوی: }الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ} [الحج: 41] (دا هغه خلک دي که موږ په ځمکه کې واک ورکړو لمونځ به قائموي، زکوة به ورکوي، په ښو کارونو به امر کوي او له بدو څخه به منع کوي او د ټولو چارو پای د الله په لاس کې دی) او همدا د قرآن له مخې د امت مسلمه د وجود موخه هم ده.  


{ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا} [البقرة: 143] (او په همدې ډول مو تاسو وسط امت (منځلاری امت( وګرځولۍ ترڅو تاسو د نړۍ پر خلکو شاهد اوسئ او رسول به پر تاسو شاهد وي.) {كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ} [آل عمران: 110] (اوس تاسو په نړۍ کې ترټولو غوره ډله یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره میدان ته راویستلي شوي یاست، تاسو په نېکۍ امر کوئ، له بدیو نه منع کوئ او په الله تعالی ایمان لرئ.) 


علاوه له دېنه هغه کار چې محمد -صلی الله علیه وسلم- او له هغه څخه مخکې ټولو پیغمبرانو ته سپارل شوی وو، د قرآن کریم له مخې هغه کار دا دی:


{أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ} [الشورى: 13] ( چې د الله دین قائم کړئ او په دين کې تفرقه مه کوئ) د کفري ملت مقابل کې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مبارزه یوازې د همدې هدف لپاره وه چې {وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ} [الأنفال: 39] (چې دین( اطاعت او بندګي) په مکمله توګه د الله لپاره وګرځي.) او د ټولو انبیاوو د امتونو په څېر د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د امت لپاره هم د الله تعالی حکم په لاندې ډول ؤ: {وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ } [البينة: 5] (او دوی ته حُکم نه دی ورکړل شوی مګر دا چې دوی د الله لپاره د خپل دین په خالص ګرځولو سره د هغه عبادت وکړي او په بشپړ ډول د هغه په لور واوړي.) له همدې امله د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له خوا د تأسیس شوي دولت اصلي دنده دا وه چې د دین مکمل نظام رامنځته کړي او په هغه کې د داسې پیوند کاري اجازه ورنکړي چې په اسلامي ټولنه کې د دوه رنګۍ لامل وګرځي، یعنې چې داسې ونه شي چې د ژوند ځینې برخې د دین په رڼا کې تنظیم شي او ځینې له دين نه آزادي پاتې شي، معنا دا چې ځینې کارونه د طاغوت د منشأ موافق روان وي او ځينې د خدای، د دې وروستي ټکي په اړه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپلو اصحابو او خلفاوو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې: «مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ.» (مشکوة باب الاعتصام بالکتاب والسنة) 


(څوک چې زموږ په دین کې یوه داسې خبره له ځانه پيدا کړي چې هغه له دین سره تړاو ونه لري، هغه مردود ده) «ایاکم ومحدثات الامور فان کل محدثة بدعة وَکُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ.» (مشکوةباب الاعتصام بالکتاب والسنة) (پام کوئ! له بدعاتو ډډه وکړئ، ځکه هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده)  


«من وقر صاحب بدعة فقد اعان علی هدم الاسلام» ( مشکوة، باب الاعتصام بالکتاب والسنة)  

(څوک چې د بدعتیانو درناوی وکړي د اسلام له منځه وړلو کې یې مرسته وکړه.) په دې اړه موږ ته د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- دا قول هم معلومیږي چې درې کسان هغه دي چې الله تعالی ته ډېر نا خوښ دي او یو په کې هغه دی :«مبتغ فی الاسلام سنة الجاهلیة(مشکوة باب الاعتصام بالکتاب والسنة ) (چې اسلام کې د جاهلیت طریقه چلول غواړي.) د دې احادیثو مطلب دا دی چې دین په بشپړه توګه تطبیقول اړین دي، څه برخه منل او تطبیقول او کومه برخه چې ستا د مزاج، سلیقې، ذوق، قومي دود او یا ملکي قانون مخالف وي هغه پرېښودل او پام ورته نه کول، همدا راز کوم دودونه، رواجونه، قوانین، مفکورې او عقېدې چې اسلام رد کړي، هغه بیا تازه کول او د خپل ژوند برخه ګرځول یا نوي قوانین، رسمونه، رواجونه، ثقافتونه ،اجتماعي سلوک او ترتیب چې مخې ته راځي او هغه د اسلام له مزاج سره موافق نه وي هغه د خپل انفرادي اجتماعي یا دولتي ژوند برخه ګرځول د قرآن او سنت له مخې درست عمل او تګلاره نه ده، اسلام باید د خپل ټولو قوانینو او مزاج سره تطبیق شي. له بده مرغه ځینو دوستانو دغه احادیث په جزئي مسایلو تطبیق کړي، کلیات او اصل دین يې ترې بې برخې کړی، د دې خطاء فهم له امله په جزئیاتو کې د بدعت قضیه ډېره جدي نيول کېږي او کله بې ځایه او نامناسب اطلاقات هم کېږي خو د اصلِ دین د تجزیې، تفریق او تجددي بدعاتو په اړه موږ بې تفاوته پاتې کېږو. 


ورته مطالب
+