24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اسلام کې د حکومتولۍ اصول
۹- د امر بالمعروف او نهې عن المنکر حق او فرضیت
د دې دولت په قواعدو کې وروستۍ قاعده چې د سمې لارې د ساتلو ضامن وه دا وه چې د مسلمانې ټولنې هر وګړى نه یوازې دا چې دا حق لري، بلکې دا دنده هم لري چې د حق خبره وکړي، د خیر او ښېګڼې ملاتړ وکړي او په هر ځای کې چې په ټولنه او دولت کې ناسم او غلط کار ویني باید د مخنیوي لپاره یې پوره هڅې وکړي. په دې اړه د قرآن کریم لارښوونې دا دي: {وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ} [المائدة: 2] (له هر چا سره د نېکۍ او تقوا په کارونو کې مرسته وکړئ او د ګناه او زیاتي په کارونو کې له چا سره مرسته مه کوئ، له الله تعالی و وېرېږئ.)
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا} [الأحزاب: 70] (ای مؤمنانو له الله څخه و ډارشئ او سمه خبره وکړئ).
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ} [النساء: 135]
(ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په عدل او انصاف ټینګ ودرېږئ، د خدای لپاره ګواهان اوسئ، که څه هم ستاسو د عدالت او شهادت اغیز په تاسو یا ستاسو په مور او پلار او خپلوانو باندې وي.)
{الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ } [التوبة: 67]
(منافق نارینه او ښځې ټول یو د بل هم رنګ دي، په بدو امر کوي او له نېکۍ څخه منع کول کوي)
{وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ } [التوبة: 71]
(مؤمن نارینه او ښځې ټول یو د بل ملګري دي په نېکۍ امر کوي او له بدیو منع کول کوي.)
په قرآنکریم کې د مؤمنانو ځانګړی وصف دا بیان شوی ده چې:
{الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ} [التوبة: 112] (په نېکۍ امر کوونکي، له بدیو منع کوونکي او د الله تعالی د حدودو ساتونکي)
دا هغه شی دی چې غرب ورته د بیان آزادي وایي، خو د قرآن تعبیر(امربالمعروف او نهې عن المنکر) ډېر جامع دی يعنې دا چې قرآن دا يواځې د مسلمان حق نه دی ګرځولی، بلکې دا یې په مسلمان فرض ګرځولي دي چې د حق وينا به کوي او د نه کولو په صورت کې به ګناه ګار ګڼل کېږي.
غربي قوانین انسان ته یوازې د خپلې خبرې د وینا آزادي ورکوي؛ مګر عملا دا حق په هغه توګه چې پکار ده هلته انسانانو ته نه دی ورکړل شوی، بلکې ګڼ شمېر محدودیتونه يې پرې وضع کړي دي، هغوی د بيان آزادي ته خپل معیارونه ټاکلي دي د هغې په چوکاټ کې له خلکو سره تعامل کوي، آیا هغه ټاکلي معیارونه سم دي که ناسم دا جلا موضوع ده.
اسلام کې د بیان آزادي یوازې یو حق نه، بلکې فریضه ده څوک چې د منکر په وړاندې غږ نه پورته کوي هغه ضعیف الإیمان (کمزوري ایمان والا) ګڼل کېږي، اسلام د بیان آزادي (د منکر په ضد غږ) فرض ګڼي خو له بده مرغه نن په اسلامي نړۍ کې د دیکتاتوري نظامونو له امله څوک خپله دا شرعي فريضه په درسته توګه سرته نه شي رسولی، ظالمانو بادشاهانو د خلکو خوله بنده کړې له دې امله د غرب هغه نیمګړې د بيان آزادي هم راته غنیمت ښکاري.
په دې اړه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ارشادات دا دي:
«مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ» (مسلم، کتا ب الایمان، باب 20، ترمذی ابواب الفتن، باب 12 ابوداود کتاب الملاحم باب 17 ابن ماجہ ابواب الفتن باب 2)
(څوک چې تاسو کې کوم بد و ویني په خپل لاس دې یې بدل کړي، که د دې توان یې نه درلود په ژبه دې مخنیوی وکړي، که د دې توان یې هم نه درلود، نو په زړه کې دې بد وګڼي او د بدلون اراده دې وکړي او دا د ایمان کمزورې مرتبه ده.)
«ثُمَّ إِنَّهَا تَخْلُفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خُلُوفٌ یَقُولُونَ مَا لَا یَفْعَلُونَ وَیَفْعَلُونَ مَا لَا یُؤْمَرُونَ فَمَنْ جَاهدَهُمْ بِیَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ وَ مَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلَیْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الْإِیمَانِ حَبَّةُ خَرْدَلٍ.»( مسلم کتاب الایمان،باب ۲۰) (بیا به د دوی په ځای نا اهله او نالائق خلک راشي، دوی به هغه څه وایي چې دوی یې نه کوي او هغه څه کوي چې امر ورته نه دی شوی، نو څوک چې له دوی سره په لاس جهاد وکړي هغه مؤمن دی څوک چې د ژبې په وسیله ورسره مقابله کوي هغه مؤمن دی، څوک چې ورسره په زړه کې جهاد کوي هغه هم مؤمن دی او له دې نه اخوا د شړشم د دانې په مقدار ايمان نشته.)
افضل الجهاد کلمۃ عدل او حق عند سلطان جائر. (ابو داود کتاب الملاحم، باب ۱۷، ترمذی کتاب الفتن، باب ۱۲، نسائی کتاب البیعة باب ۳۶، ابن ماجة ابواب الفتن باب۲۰)
(تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبرې کول دي.)
«إِذا رَأَوْا الظَّالِم فَلم یَأْخُذُوا عَلَى یَدَیْهِ أَوْشَكَ أَنْ یَعُمَّهُمُ الل بِعِقَابٍ منه.» (ابوداود، کتاب الملاحم باب، ۱۷ ترمذي، کتاب الفتن باب ۱۲ ۔ مشكاة المصابیح حدیث ۵۱۴۲).
(کله چې خلک ظالم وویني او لاسونه یې ونه نیسي، نو لرې نه ده چې الله تعالی به پر دوی عام عذاب نازل کړي.)
«إِنَّهُ سَيَكُونُ بَعْدِى أُمَرَاءُ فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَلَيْسَ مِنِّى وَلَسْتُ مِنْهُ.»
(نسائي کتاب البیعة باب ۳۴)
(ځینې خلک به زما وروسته واکمن شي، څوک چې د دوی د درواغو تصدیق وکړي او په ظلم کې د دوی مرسته وکړي هغه زما څخه نه دی او زه له هغوی څخه نه یم)
«سَيَكُونُ عَلَيْكُمْ أَئِمَّةٌ يَمْلِكُونَ أَرْزَاقَكُمْ يُحَدِّثُونَكُمْ فَيَكْذِبُونَكُمْ وَيَعْمَلُونَ وَيُسِيئُونَ الْعَمَلَ، لا يَرْضَوْنَ مِنْكُمْ حَتَّى تُحَسِّنُوا قَبِيحَهُمْ وَتُصَدِّقُوا كَذِبَهُمْ، فَأَعْطَوْهُمُ الْحَقَّ مَا رَضُوا بِهِ، فَإِذَا تَجَاوَزُوا فَمَنْ قُتِلَ عَلَى ذَلِكَ فَهُوَ شَهِيدٌ.» (کنزالعمال) الشاملة ( حدیث: :۱۴۸۷۶)
(ډېر ژر به په تاسو داسې خلک واکمن شي، چې ستاسو رزق به یې په لاس کې وي، دوی چې له تاسو سره خبرې کوي درواغ به وایي او چې څه کوي، نو بد کارونه به کوي، دوی به له تاسو راضي نه شي، ترڅو چې تاسو د دوی د بدو کارونو ستاېنه وکړئ او د دوی د درواغو تصدیق وکړئ، تاسو د دوی مخې ته حق وړاندې کړئ، ترڅو چې دوی یې تحمل کوي، بیا که دوی تجاوز پېل کړي، نو هغه څوک چې په دې لارکې و وژل شي هغه شهید دی.)
یعنې مسلمان به د دغه څېر بادشاهانو مخ ته حق وړاندې کوي، په ناروا به نیوکه کوي، ترڅو یې چې دغه حاکمان زغمي، کله که د هغوی تحمل، صبر او زغم پای ته ورسي او د الله -جل جلاله- له قانونه سرغړونه پېل کړي، د خلکو د وینا مخه نیول پېل کړي، بیا که د دوی د ظلم په پاېله کې څوک حق ویونکی ووژل شي هغه شهید دی.
«مَنْ أَرْضی ىسُلْطَاناً بِمَا يُسْخِطُ رَبَّهُ خَرَجَ مِنْ دِينِ الله » (کنزالعمال ج ۶،ح ۳۰۹)
(څوک چې د حاکم د خوشالولو لپاره داسې خبرې وکړي چې د هغه رب پرې غوسه کېږي نو دا کس د الله تعالی له دین نه و وتلو).