24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
درېيم څپرکی
د راشده خلافت مواصفات
اسلام کې د حکومتولۍ کوم قواعد چې په تېرو لیکنو کې بیان شوي دي، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وروسته د خلفاوو اسلامي حکومتونه هم پر همغه اصولو ولاړ وو، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په مستقیمه ښوونه، روزنه او عملي لارښوونو چې کومې ټولنې منځ ته راغلې وې د هغو ټولنو ټول وګړي په دې پوهېدل چې د اسلام د اصولو او روحیې سره سم باېد څه ډول دولتي نظام جوړ شي، که څه هم رسول -علیه السلام-
د خپل ځای ناستي په اړه کومه ځانګړې پرېکړه نه وه کړې، خو د اسلامي ټولنې خلک په خپله په دې پوهېدل چې اسلام د یو شورايي نظام حکومت غوښتونکی دی، له همدې امله نه کومه کورنۍ پاچاهي رامنځ ته شوه، نه هم کوم فرد په زور واک ته ورسېد او نه یې د خلافت د لاسته راوړلو لپاره څه هڅې وکړې، بلکې یو په بل پسې څلور واړه خلفاء خلکو په خپله خوښه وټاکل او اسلامي امت دا څلور واړه راشد خلفاء منلي دي، د اصحابو دا کړنه په خپله دا څرګندوي چې دا د مسلمانانو په نظر د خلافت قائمولو تر ټولو منل شوې او سمه بڼه ده-