24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د راشده خلافت مواصفات
۱- ټاکنیز خلافت
د حضرت ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- نوم د حضرت عمر -رضي الله عنه- له خوا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د ځای ناستي په توګه وړاندې کړی شو او د مدینې ټولو خلکو چې په حقیقت کې هغه وخت یې د ټول هېواد د استازو حېثیت درلود په خپله خوښه پرته له هر ډول فشار او لالچ هغه خوښ کړ او بیعت یې ورسره وکړ. حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- د وفات په وخت د حضرت عمر -رضي الله عنه- په حق کې وصیت ولیکه او بیا یې مسجد نبوي کې خلک راټول کړل او ورته یې وفرمایل: (آیا تاسو پر هغه چا راضي یاست چې زه یې د خپل ځای ناستي په توګه ټاکم؟ (په خدای قسم! ما د خپل نظر په جوړولو کې پر ذهن ډېر فشار راوړلو او ما له خپلوانو څخه څوک نه، بلکې عمر بن الخطاب مې د خپل ځای ناستي په توګه ټاکلی دی نو تاسو د هغه خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ. خلکو وویل: موږ یې خبره اورو او اطاعت به وکړو.)
(الطبراني تاریخ الأمم و الملوک، ج ۲، ص ٦۱۸، مطبعه الإستقامة، قاهره، مصر،۱۹۳۹)
د حضرت عمر -رضي الله عنه- د ژوند اخري کال کې د حج په بهیر کې یوه کس وویل: که عمر وفات شي نو زه به له فلاني کس سره بیعت وکړم، ځکه چې د ابوبکر -رضي الله عنه- بېعت هم په ناڅاپي توګه ترسره شو او بالآخره بریالی شو، هدف دا ؤ چې د بني ساعده سقیفه کې حضرت عمر -رضي الله عنه- مسلمانانو سره له مشورې پرته ودرېده او د حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- سره یې بیعت وکړ، نو زه به هم داسې کار وکړم.
کله چې حضرت عمر -رضي الله عنه- له دې خبرې خبر شو، نو ویې فرماېل: زه به په دې اړه خلکو ته وینا وکړم او خلکو ته به د هغو کسانو په اړه خبرداری ورکړم چې د دوی په چارو په غاصبانه توګه د تسلط اراده لري. مدینې ته په رسېدو سره یې په خپله لومړۍ وینا کې دا کیسه یاده کړه او د سقیفه بني ساعده تاریخ یې په ډېر تفصیل سره بیان کړ او ویې ویل چې هغه وخت کې ځینې داسې ځانګړي حالتونه ول، چې ما ناڅاپه د حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- نوم وړاندې کړ او د هغه په لاس مې بیعت وکړ په دې اړه حضرت عمر -رضي الله عنه- وفرمایل: که ما دا کار نه وی کړی او د خلافت له تثبیت پرته له مجلس راپورته شوي وی، نو دې وېرې شتون درلود چې د شپې له خوا به خلک په کوم ځای کې ناسمه پرېکړه وکړي او زموږ لپاره به یې منل او بدلون دواړه ستونزمن وي، زما دا عمل بریالی شو، خو دا د راتلونکي لپاره د بېلګې په توګه نشي وړاندې کېدی، تاسو کې بل کوم شخصیت د ابوبکر -رضي الله عنه- په څېر لوړ او مشهور دی؟
اوس که یو څوک د مسلمانانو له مشورې پرته له چا سره بېعت وکړي، دا کس او هغه کس چې بېعت یې ورسره کړی دی دواړه وژل کېدو ته ځان وړاندې کوي (بخاري کتاب المحاربین). د همدې قاعدې له مخې حضرت عمر -رضي الله عنه- د خپل مرګ پر مهال د خلافت د تصمیم لپاره یوه ټاکنیزه شورا وټاکله او ویې ویل: څوک چې د مسلمانانو له مشورې پرته د زور له لارې ځان امیر جوړول غواړي هغه و وژنئ. له دې سره یې خپل زوى د خلافت له امتیاز نه په څرګندو الفاظو مستثنى کړ، ترڅو خلافت په میراثي منصب تبدیل نه شي.
(الطبری، جلد 3 صفحه : 292 - ابن الاثیر جلد 3 صفحه: 34 ۔ 35 ادارة الطباعةالمنیریة، مصر 1356 هـ ۔فتح الباری جلد 7 صفحه 49)
دا شپږ کسان هغه ول چې د حضرت عمر -رضي الله عنه- په خیال تر ټولو زیات نفوذ او مقبوليت لرونکي شخصیتونه ول. بالآخره یادې شورا خپل یو غړي عبدالرحمن بن عوف ته واک ورکړ چې د خلافت لپاره د یو نوم وړاندیز وکړي، هغه هڅه وکړه چې د عامو خلکو منځ کې په تګ راتګ سره معلومه کړي، چې د خلکو تمایل تر ډېره کوم کس ته دی. له حج نه د راستنېدو پر مهال یې له کاروانونو پوښتنې وکړې او له دې عمومي مشورو نه وروسته دې پاېلې ته ورسېد، چې ډېرى خلک د حضرت عثمان په حق کې دي په همدې بنسټ حضرت عثمان -رضي الله عنه- د خلافت لپاره غوره شو او په عام محضر کې ورسره بېعت وکړی شو. (الطبری جلد 3 صفحة 296۔ ابن الاثیر جلد 3 صفحه 36 ۔البدایه والنہایه جلد : 7 صفحه : 146)
د حضرت عثمان -رضي الله عنه- له شهادت وروسته کله چې ځینو کسانو غوښتل چې حضرت علي -رضي الله عنه- خلیفه وټاکي هغه ورته وویل: تاسو د دې کار واک نه لرئ، دا د شورا او د بدر د خلکو کار دی، اهل شوری او اهل بدر چې څوک غواړي چې خلیفه شي هغه به زموږ خلیفه وي، نو موږ به په دې مسأله کې سره راټول شو غور او فکر به وکړو.
(ابن قتیبة، الإمامة و السیاسه: جلد : 1 صفحه: 41)
د طبري روایت کې دی چې حضرت علي وفرمایل: (دا کار په پټه نه کېږي، بلکې د مسلمانانو په خوښه باید ترسره شي.)
(الطبري، جلد 3 صفحه 450)
د حضرت علي د وفات پر مهال خلکو و غوښتل چې د هغه له زوی حضرت حسن سره بيعت وکړي، مګر حضرت علي په ځواب کې وویل: (زه تاسو ته نه امر کوم او نه مو منع کوم تاسو په خپله فکر وکړئ) ( الطبري جلد 4 صفحه : 112)
یو کس عين هغه وخت کې چې حضرت علي خپلو بچو ته د خپل وروستي وصیت په حال کې ؤ، وویل: ای امیرالمؤمنینه!ولې خپل ولیعهد نه ټاکې؟حضرت علي په ځواب کې و ویل: (زه به مسلمانان په هماغه حالت پرېږدم چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پرېښي وو).
(البدایة والنهایة جلد : 8 صفحه 13 تا 14 مطبع السعادة مصر ۔ المسعودی جلد : 2 صفحه )
له دې پېښو څرګنده شوه چې د خلافت په اړه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او صحابه کرامو متفق علیه رأیه دا وه چې دا یو ټاکنیز منصب دی چې باېد خپلو کې د مشورې او د مسلمانانو په خپلواکه رضامندۍ سره رامنځته شي.
هغه حکومت چې د وراثت یا زور له لارې واکمن شي د صحابه کرامو په آند خلافت نه، بلکې پاچاهي ده.
حضرت ابو موسی اشعري -رضي الله عنه- د خلافت او پاچاهۍ تر منځ هغه توپیر بیانوي چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابه کرام پرې متفق ول، الفاظ يې دا دي: «باِنَّ الْإمْرَةَ ما أؤتمر فیها و انّٙ المُلْکَ ما غلب علیه بالسیف». (طبقات ابن سعد، جلد 4 صفحه)
(امارت هغه دی چې په جوړولو کې یې مشوره کېږي او سلطنت هغه دی چې د تورې په زور پرې غلبه حاصلېږي.)