24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د راشده خلافت مواصفات
۲- شورائي حکومت
یادو څلورو خلفاوو د دولت د مدیریت او قانون جوړونې چارو کې د ملت د خلکو له مشورې پرته کار نه کولو، په سنن الدارمي کې له حضرت میمون بن مهران -رحمة الله- نه روایت دی چې د حضرت ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- تګلاره دا وه چې کله به ورته کومه موضوع راغله نو لومړی به یې کتل چې د الله تعالی کتاب یې په اړه څه ویلي، که هلته به کوم حکم نه ؤ، نو هڅه به یې کوله ترڅو معلومه کړي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په دې اړه څه پرېکړه کړې وه؟ که د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په سنتو کې به هم کوم حکم نه وو، نو د قوم مشران او صالح کسان به یې راټولول او مشوره به یې ورسره کوله، بیا به چې د ټولو په مشوره کومه رأیه غوره وګڼل شوه عمل به پرې کېدو.
(سنن الدارمي، باب الفتیا و ما فیه من الشدة.)
د حضرت عمر -رضي الله عنه- چلند هم د حضرت ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- په څېر ؤ.(کنز العمال جلد ۵ صفحه،۲۲۸۱)
په مشورتي موضوع کې د راشدینو خلفاوو تصور دا وو چې د شورا خلک حق لري خپل نظر په پوره آزادۍ سره وړاندې کړي، په دې اړه د خلافت تګلاره حضرت عمر -رضي الله عنه- د یوې غونډې په پرانیستونکې وینا کې داسې بیان کړه:
(هغه مقصد چې ما تاسو ته د هغې لپاره تکلیف درکړی بل څه نه دی، مګر دا چې تاسو زما سره زما د چارو په بار وړلو کې شریک یاست، زه له ستاسو یو فرد یم او نن تاسو د ځمکې په مخ هغه خلک یاست چې د حق اقرار کوئ، تاسو کې که څوک غواړي له ما سره اختلاف وکړي هغه دې په آزادانه توګه اختلاف وکړي او څوک چې زما سره موافقت کوي هم اختیار لري، زه نه غواړم چې تاسو زما د غوښتنې پیروي وکړئ)
(امام ابویوسف، کتاب الخراج صفحه ۲۵).