24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د راشده خلافت مواصفات
۳- بیت المال امانت دی
هغوی بیت المال د خدای او انسانانو امانت ګڼلی وو، هغوی دا روا نه ګڼله چې په بیت المال کې د شریعت خلاف څه جمع شي او یا له هغه څخه د شریعت خلاف څه شی مصرف شي، د دوی په وینا بيت المال د خلفاوو د شخصي موخو لپاره کارول حرام دي .
د دوى په آند د سلطنت او خلافت تر منځ اساسي توپیر دا دی چې پاچا ملي خزانه خپل شخصي ملکیت ګرځوي او د خپلې خوښې سره سم یې په آزاده توګه مصرف کوي او خلیفه ملي خزانه د خداى او خلکو امانت ګڼي او هر څه چې له خلکو تر لاسه کوي د حق سره سم یې ترلاسه کوي او هر څه چې له بیت المال نه مصرف کوي هغه هم د حق سره سم مصرفوي.
حضرت عمر -رضي الله عنه- یو ځل له حضرت سلمان فارسي -رضي الله عنه- څخه پوښتنه وکړه چې زه پاچا یم که خلیفه؟
هغه بې له ځنډه ځواب ورکړ: که ته د مسلمانانو له ځمکې څخه یو درهم هم د حق پر خلاف واخلې او د حق پر ضد یې و لګوې نو ته پاچا یې خلیفه نه یې.
په بله موقع حضرت عمر -رضي الله- عنه په یو مجلس کې وویل: په خدای قسم ! زه تر اوسه په دې نه یم پوه شوی چې زه پاچا یم که خلیفه؟ که پاچا شوم نو دا ډېره سخته خبره ده، په دې اړه یوه سړي وویل: ای امیرالمؤمنینه! د دواړو تر منځ ستر توپیر شتون لري حضرت عمر -رضي الله عنه- پوښتنه وکړه چې دا څنګه؟ هغه وفرمایل: خلیفه څه نه اخلي مګر په حقه او څه نه مصرفوي مګر په حقه تاسو د خدای په فضل سره همداسې یاست، پاتې شو پاچا نو پاچا په خلکو ظلم کوي، له یوه څخه یې په ناحقه اخلي او بل ته یې په ناحقه ورکوي.(طبقات ابن سعد ۔ جلد : 3 صفحه ۳۰٦ -۳۰۷)
په دې اړه د راشدینو خلفاوو چلند وګورئ د خلافت په دویمه ورځ د حضرت ابوبکر په اوږه د ټوکر تان ؤ د خرڅولو لپاره بازار کې ولاړ ؤ، ځکه چې د خلافت له وخت نه مخکې د ده روزي له همدې لارې وه په لاره کې حضرت عمر -رضي الله عنه- ورسره مخامخ شو ورته یې و ویل: داڅه کوې؟ هغه ځواب ورکړ: زه خپلو ماشومانو ته خواړه له کوم ځایه برابر کړم؟
هغه ورته وویل: اوس د مسلمانانو د رهبرۍ با ر پر تا پروت دی دا کار ورسره نه شي کېدای، راځه چې د مالياتو مسؤول ابو عبیده -رضي الله عنه- سره خبرې وکړو، نو له حضرت ابو عبیده -رضي الله عنه- سره چې کله خبرې وشوې هغه وویل: موږ ستاسو لپاره د مهاجرینو په منځ کې د یو عام سړي د ژوند د معیار موافق معاش ټاکو، چې د متوسط دخل والا له دخل سره برابر وي (یعنې د یو متوسط سړي د آمدن په اندازه معاش درته ټاکو.
په دې توګه ورته د کال څلور زره درهمه وظیفه ټاکل شوې وه، خو کله چې د مرګ وخت راورسېده نو وصیت یې وکړ چې زما له جایداد څخه اته زره درهمه بیت المال ته راستانه کړئ.
کله چې دا مال ( ۸۰۰۰ ) درهم حضرت عمر ته راوړل شول ویې ویل: (خدای دې په ابوبکر رحم وکړي، هغه له ځان نه وروسته راتلونکي خلفاء په مشکل کې واچول.)
(کنز العمال جلد : 5 صفحه 2280 تا 2285)
حضرت عمر -رضي الله عنه- په خپله یوه وینا کې په بیت المال کې د خلیفه حق داسې بیانوي: (ما ته د الله له مال څخه بل څه حلال نه دي؛ مګر دا چې زه یوه جوړه کالي د اوړي او یوه د ژمي لپاره واخلم او د خپلې کورنۍ لپاره د قریشو د یوه متوسط سړي په اندازه معاش واخلم.بیا زه یوازې د عامو مسلمانانو څخه یو سړی یم.)
(ابن کثیر، البدایة و النهایة جلد: 7 صفحه 134)
په یوه بله وینا کې وایي : (زه فکر نه کوم چې د دې مال په مسأله کې له دریو شیانو پرته بل څه سم دي، دا باید له حق سره واخیستل شي، د حق سره سم ورکړل شي او د باطل مخه په کې ونیول شي.)
ستاسو له مال سره زما تعلق د یتیم د مال د ساتونکي په شان دی که زه محتاج نه وم زه به یې د سره نه اخلم او که زه اړتیا ولرم، زه به یې په معروف ډول وخورم. (امام ابویوسف، کتاب الخراج صفحه : 117)
حضرت علي د خپل معاش کچه د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر -رضي الله عنهما- په شان ساتله، لُنګ به یې لنډ ؤ تر نیمو پنډیو پورې به رسېده او هغه به هم اکثره پیوند شوی ؤ.
(ابن سعد جلد ۳ صفحه ۲۸)
په ټول عمر کې ورته د شخصي کار موقع په لاس ورنغله، یو ځل د ژمي په موسم کې یو سړى د ده لیدو ته ورغى او ویې لیدل چې هغه یو زوړ څادر اغوستى دى او له یخنۍ څخه لړزیږي.
(ابن کثیر، جلد 8 صفحه 3)
د هغه له شهادت نه وروسته چې د هغه تَرَکه وڅېړل شوه یوازې اووه سوه درهمه وموندل شول چې د غلام د پېرلو لپاره یې پیسه، پیسه بچت کړې وه تر دې چې ټول اووه سوه درهم جوړ شوي ول.
(ابن سعد جلد 3 صفحه 38)
هېڅکله یې په بازار کې له داسې دکاندار څخه سودا نه کوله چې دی به یې پېژنده تر څو هغه د امیرالمؤمنین د منصب له امله ورسره په بیه کې تخفیف ونه کړي.
(ابن سعد جلد ۳، صفحه ۲۸)
هغه مهال چې حضرت معاویه -رضي الله عنه- سره یې مقابله وه، نو خلکو ورته توصیه وکړه چې لکه څنګه چې حضرت معاویه -رضي الله عنه- خلکو ته د زیاتو انعامونو او مرستو په ورکولو سره خپل ملګري ډېروي نو ته هم د بیت المال خوله خلاصه کړه ترڅو د روپیو په ورکولو سره خپل ملاتړي پیدا کړئ، خو هغه له دې کاره انکار وکړ او ویې ویل: (آیا ته غواړې چې په ناحقه توګه برياوې ترلاسه کړم.) ( ابن ابي الحدید شرح نهج البلاغة، جلد: ۱ صفحه ۱۲۸ دار الکتب العربیة مصر)
مشر ورور یې حضرت عقیل -رضي الله عنه- ترې وغوښتل چې د بیت المال څخه روپۍ ورکړي خو هغه انکار وکړ او ویې ویل: (آیا ته غواړې چې ورور دې د مسلمانانو د مال په ورکولو سره جهنم ته لاړ شي؟)
(ابن قتیبة الإمامة والسیاسة جلد: ۱، صفحه ،۷۱).
الإصابة کې حافظ حجر لیکلي: چې عقیل -رضي الله عنه- باندې قرض وو له علي -کرم الله وجهه- نه یې مرسته وغوښته هغه څه ورنکړل بیا لاړ له معاویه -رضي الله عنه- نه یې مرسته راوړه.
(الاصابة: جلد ۳ صفحه ٤۸۷ مطبع مصطفی محمد مصر )
و کذا قرئنا القصة في نفحةالعرب للشیخ اعزاز علي الدیوبندي رحمه الله.