د راشده خلافت مواصفات ٤- په راشده خلافت کې د حکومت مفهوم

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د راشده خلافت مواصفات 

٤- په راشده خلافت کې د حکومت مفهوم


د راشدینو خلفاوو په آند د حکومت مفهوم څه وو؟ د حاکم په حيث یې د خپل مقام او دندو په اړه څه فکر کوه؟ او په حکومتولۍ کې په کومه پالېسۍ روان ول؟ دا هغه څه دي چې په خپله یې د خلافت له منبر څخه د وینا پر مهال په ډاګه کړل: د ابوبکر -رضي الله عنه- لومړۍ وینا چې په مسجد نبوي کې یې له عمومي بیعت وروسته وکړه په دې وینا کې فرمایي: (زه پر تاسو خلکو حاکم ګرځول شوی یم، که څه هم زه په تاسو کې غوره سړی نه یم، قسم په هغه ذات چې زما ژوند د چا په لاس کې دی ما دا مقام په خپل خواهش او ارمان نه دی اخېستی او نه مې غوښتل چې د بل چا پر ځای ما ته راکړل شي، ما هېڅکله د هغه لپاره خدای ته دعا نه ده کړې او نه مې په زړه کې د هغه لپاره کومه هیله درلوده، ما خو په ناخوښۍ سره دا خبره ومنله ځکه چې زه د مسلمانانو ترمنځ د فتنې، تفرقې او د عربو ترمنځ له ارتداد نه ډارېدم، زما لپاره په دې منصب کې هېڅ آرام او راحت نشته، مګر دا یو لوی بار دی چې په ما باندې ایښودل شوی دی چې زه یې د پورته کولو توان نه لرم مګر دا چې الله ما سره مرسته وکړي، ما غوښتل چې زما پر ځای بل څوک دا بار په غاړه واخلي.اوس هم که تاسو خلک وغواړئ د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له صحابه کرامو بل څوک د دې کار لپاره وټاکئ، زما بېعت به ستاسو په لاره کې خنډ نشي، که تاسو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په معیار زما باره کې قضاوت کوئ او له ما د هغه څه تمه لرئ چې تاسو له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه درلوده نو زه د دې کولو توان نه لرم، ځکه چې هغه د شیطان څخه خوندي ؤ او له آسمان نه پرې وحې راتله. 


که زه سم کار وکړم نو له ما سره مرسته وکړئ او که زه غلط کار و کړم نو ما اصلاح کړئ، رښتینولي امانت ده او دروغ خیانت دی، تاسو کې هغه څوک چې ضعیف وي زما لپاره قوي دی ترڅو چې زه د هغه حق ورته ورکړم، که خدای وغواړي هغه څوک چې تاسو کې قوي دی زما لپاره ضعیف دی ترڅو چې زه له هغه حق واخلم، که خدای وغواړي هېڅکله داسې نه کېږي چې کوم قوم د الله تعالی په لاره کې جهاد پرېږدي او الله تعالی پرې ذلت مسلط نکړي او کوم قوم کې چې فحشاء خپره شي او الله تعالی یې په عام مصیبت اخته نکړي. زما اطاعت وکړئ ترڅو چې زه د الله او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- اطاعت کوم او که زه د الله او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- نافرماني وکړم نو زما اطاعت په تاسو نشته دی، زه پېروي کوونکی یم، زه هغه څوک نه یم چې نوې لارې وباسي. 

(الطبري: جلد: 2 صفحه ۴۵۰ ۔ابن هشام ۔ السیرة النبویه جلد : ۴ صفحه ۳۱۱ مطبع مصطفی البابی، مصر ۱۹۳۶ ۔کنزالعمال جلد ۵ احادیث شمېره : ۲۲۶۱ ۔ ۲۲۶۴ ۔ ۲۲۷۸ ۔ ۲۲۹۱) 


حضرت عمر -رضي الله عنه په خپله یوه خطبه کې فرمايي: (ای خلکو! هېڅ صالح انسان په خپل ذات کې دې درجې ته نه دی رسیدلی چې د الله تعالی په نافرماني کې یې اطاعت وشي. ای خلکو! زه تاسو ته هغه حقونه بیانوم چې تاسو یې په ما باندې لرئ، تاسو کولی شئ د هغې په اړه له ما نه پوښتنه وکړئ او ما پرې ونیسئ، په ما باندې دا ستاسو حق دی چې زه ستاسو له مال نه د الله تعالی د شریعت له خوا د تعیین شوي حق پرته بل څه وصول نه کړم او دا پر ما حق دی چې کوم مال ماته راځي چې له حق پرته په بل څه کې مصرف نه شي.) 

(امام ابویوسف، کتاب الخراج صفحه:۱۱۷). 


کله چې ابوبکر -رضي الله عنه- عمرو بن العاص -رضي الله عنه- شام او فلسطین ته د جهاد لپاره لېږه، په دې وخت کې عمرو بن العاص ته د هغه لارښوونو له جملې څخه دا هم وه چې ورته وایي: (اې عمرو! په خپلو ټولو ښکاره او پټو کارونو کې له خدایه ووېرېږه او له هغه حیا کوه، ځکه هغه ستا هر عمل څاري، د آخرت لپاره کار کوه او په هر عمل کې د الله رضا په نظر کې ساته، د خپلو همکارانو سره داسې چلند وکړئ لکه دوی چې ستاسو اولادونه وي، د خلکو د رازونو څېړنه مه کوه او یوازې د دوی ظاهر ته په کتو له دوی سره معامله کوئ .... پرهیزګاره اوسه ستا رعیت به هم صالح وي) 

(کنز العمال جلد : ۵ صفحه، ۲۳۱۳) 


حضرت عمر -رضي الله عنه- به چې کوم خلک د چارواکو په حيث بېلابېلو سیمو ته استول ورته ویل به یې: (زه تاسو د محمد -صلی الله علیه وسلم- د امت په سر د دې لپاره چارواکي نه ټاکم چې تاسو د هغوی د مالونو او پوستکو مالکان و ګرځئ، بلکې زه تاسو د دې لپاره ټاکم چې لمونځ قائم کړئ، د خلکو ترمنځ په حقه قضاوت وکړئ او د هغوی حقوق د هغو ترمنځ په انصاف سره و ویشئ.) 

(الطبری جلد ۳ صفحہ ۲۷۳) 


په لومړۍ خطبه کې چې حضرت عثمان -رضي الله عنه- له بېعت نه وروسته وکړه ویې ویل: (واورئ! زه یو پېروي کوونکی یم، زه د نوې لارې ویستونکی نه یم، پوه شه چې د الله د کتاب او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د سنتو له تعقیب وروسته دلته درې شیان دي، زه یې تاسو سره ژمنه کوم چې تعقیب به یې کړم: 


۱- یو دا چې زما له خلافت نه وړاندې هغه پرېکړې او طریقې تعقیبوم چې تاسو پرې موافقه کړې وه. 

۲- دویم دا چې په هغو مواردو کې چې پخوا کوم اصول او مقررات نه وي ټاکل شوي زه به د ټولو په مشوره یوه ښه لاره غوره کړم. 

۳- درېیم دا چې زه به تر هغه وخته خپل لاس په تاسو نه پورته کوم ترڅو چې د شریعت له مخې ستاسو خلاف کومه کړنه فرض نه شي.) 

(الطبربي جلد ۳ صفحه- ۴۴۶) 

کله چې حضرت علي -رضي الله عنه- د مصر د والي په توګه حضرت قیس بن سعد وټاکه د مصر خلکو ته یې دا فرمان هم ورسر هم ولېږه: (خبردار اوسئ، تاسو پر موږ دا حق لرئ چې د الله تعالی په کتاب او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- په سنتو عمل وکړو او د الله تعالی له حکم سره سم خپلې چارې ترسره کړو او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سنت پلي کړو او د دې ترڅنګ تاسو ته نېکې هیلې هم و لرو او ستاسو خیر وغواړو) حضرت قیس بن سعد -رضي الله عنه- په عمومي مجلس کې د دغه فرمان له لوستلو وروسته اعلان وکړ: (که موږ له تاسو سره دا ډول چلند ونه کړو، نو له تاسو سره هېڅ بیعت نه لرو، زموږ اطاعت بیا په تاسو واجب نه دی). 
(الطبري جلد ۳ صفحه- ۵۵۰) 


حضرت علي -رضي الله عنه- یوه والي ته لیکي: (د خپل ځان او رعیت ترمنځ اوږدې پلنې پردې مه حائل کوه، له رعیت د چارواکو پرده کې اوسېدل د تنګ نظرۍ او د پوهې د نشتوالي نښه ده، د همدې حجاب له امله دوی په حقیقي حالت نه پوهېږي، واړه شیان ورته لوی ښکاري او لوی شیان ورته واړه ښکاري، ښه د هغو مخې ته په بده بڼه کې راځي او بد ورته ښه بڼه کې مخې ته راځي، په دې ترتیب حق له باطل سره ګډوډ کېږي) 

(ابن کثیر، جلد۸ ، صفحه ۴ ) 


دا یوازې د حضرت علي وینا نه وه، بلکې عمل یې هم له دې سره سم ؤ، هغه به د کوفې بازارونو کې ګرځېده خلک به یې له بدو کارونو منع کول، د ښو کارونو کولو به یې ورته نصیحت کاوه او د سوداګرو د هر بازار معاینه به یې کوله، څو وګوري چې په کاروبار کې یې بد دیانتي نه ده کړې، په دې ورځنۍ ګزمه کې هېڅ یو پردي سړي دا اټکل نه کاوه چې د اسلام خلیفه یې د سترګو په وړاندې روان دی ځکه چې نه یې جامې د پاچاهۍ د شان ښکارندويي کوله او نه د هغه شاوخوا کې باډي ګارډان ګرځېدل چې داسې فضاء جوړه کړي چې خلک وپوهېږي چې دا امیرالمؤمنین دی. 

( ابن کثیر، جلد ۸، صفحه ۴) 


یو ځل حضرت عمر -رضي الله عنه- په عام محضر کې اعلان وکړ چې: (ما خپل استازي د دې لپاره نه دي لېږلي چې تاسو ووژني او ستاسو مالونه درنه واخلي، بلکې د دې لپاره لېږل شوي دي چې تاسو ته دین او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سنت در زده کړي، هغه څوک چې د هغه په وړاندې د دې خلاف چلند شوی وي ما ته دې شکایت راوړي په خدای قسم! زه به د هغه غچ واخلم) په دې خبره حضرت عمرو بن العاص د مصر والي ودرېد او ویې ویل: که یو څوک د مسلمانانو مسؤول وي او یو څوک د نظم د قیام په خاطر تأدیب کړي آیا ته به له هغه هم غچ واخلې؟ حضرت عمر -رضي الله عنه- ځواب ورکړ : (هو! په خدای قسم! زه به له هغه انتقام واخلم، ما رسول الله -صلی الله علیه وسلم- لیدلی دی چې له ځانه یې غچ ورکړی دی.) 

(ابویوسف، کتاب الخراج، صفحه ۱۱۵ ۔ مسند ابوداود الطیالسی حدیث: ۵۵ ۔ابن الأثیر جلد: ۳ صفحه ۳۰ ۔الطبري جلد: ۳ صفحه ،۲۷۳). 


یو وخت حضرت عمر -رضي الله عنه- خپل ټول والیان حج ته را وبلل او په عمومي مجلس کې ودرېده او ویې ویل: (هر څوک چې له دې خلکو شکایت لري هغه دې وړاندې کړي) له ټول مجلس څخه یوازې یو کس ودرېد او شکایت یې وکړ: (عمرو بن العاص زه په ناحقه سل دُرې وهلی یم، حضرت عمر -رضي الله عنه- وفرمایل: (پاڅېږه او له هغه خپل غچ واخله، عمرو بن العاص احتجاج وکړ چې تاسو دا دروازه د والیانو پر خلاف مه خلاصوئ، خو عمر -رضي الله عنه- وویل: ما رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ولید چې له ځانه یې غچ ورکړ، اې سړیه! پورته شه او خپل غچ واخله. بالآخره عمرو بن العاص دې ته اړ شو چې د درو په بدل کې دوه اشرفۍ ورکړي او ځان له درو وساتي.) 

(امام ابویوسف، کتاب الخراج صفحه :۱۱۶)


ورته مطالب
+