24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د راشده خلافت مواصفات
٦- عصبیت نه پاک حکومت
د اسلام د لومړۍ دورې يوه ځانګړنه دا هم وه چې په دې دوره کې د اسلام د اصولو او د هغه د روح له مخې له ژبني او قومي تعصبونو پرته له ټولو خلکو سره یو شان چلند کېده، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له وفات وروسته د عربو قبېلوي نفرتونه د طوفان په څېر راپورته شول چې همدا د نبوت د دعوا کوونکو په ظهور کې او د ارتداد په خوځښت کې تر ټولو اغېزناک عامل ؤ، د مسیلمه کذاب یوه پېرو ویلي وو: زه پوهېږم چې مسیلمه د نبوت درواغجن مدعي دی؛ مګر د بني ربیعه درواغجن
د مُضر له رښتیا ویونکي څخه غوره دی. (الطبري جلد ۲ صفحه ،۵۰۸)
د غطفان قباېلو یو مشر ویلي دي: د خپلو حلیفو قبايلو د یوه پېغمبر پیروي کول ما ته د قرېشو د پېغمبر له پېروي کولو ډېر خوښ دي.( أیضا جلد ۲ صفحه،۴۸۷) کله چې له ابوبکر -رضي الله عنه- سره په مدینه منوره کې بیعت وکړل شو، انصارو کې د قبیلې یو رئیس د همدغه شان ستونزو له کبله خلیفه سره له بیعت کولو انکار وکړ. همدا ډول بنو أمیه قبیلې یو سردار د خپل قبايلي دود له امله د ابو بکر -رضي الله عنه- له خلافت نه ناراضه ؤ او حضرت علي -رضي الله عنه- ته ورغی او ورته یې و ویل: د قریشو د کوچنۍ قبیلې یو سړی څنګه خلیفه شو؟ تاسو چمتو اوسئ زه به دا وادي له آسونو او پیاده عسکرو ډکه کړم، خو حضرت علي -رضي الله عنه- داسې ځواب ورکړ چې د هغه خوله یې وتړله حضرت علي -رضي الله عنه- ورته وویل : ستا دا خبرې د اسلام او مسلمانانو سره دُښمني څرګندوي زه دا نه غواړم چې تاسو سپاره او پیاده را وغواړئ، مسلمانان ټول یو د بل خېر خواهان دي او یو له بل سره مینه لري، که څه هم د دوی کورونه، کلي او جسدونه یو له بله لرې وي، مګر منافقین هغه دي چې د یو بل سر پرې کوي، موږ ابوبکر -رضي الله عنه- د دې چوکۍ لپاره وړ کس ګڼو، که هغه وړ نه وی، نو موږ به هېڅکله اجازه نه وه ورکړې چې په دې موقف کې وګومارل شي. (کنز العمال جلد: ۵ صفحه ۲۳۷۴ -الطبري جلد ۲ صفحه - ابن عبد البر، الاستیعاب،جلد: ۲، ص۶۸۹) دغه چاپېریال کې چې کله ابوبکر -رضي الله عنه- او له هغه وروسته عمر -رضي الله عنه-، نه یوازې د ټولو عربو قبېلو سره، بلکې له غېر عربو نوو مسلمانانو سره یې هم عادلانه چلند وکړ او د خپلې کورنۍ او قبیلې سره یې څه امتیازي چلند نه کاوه، له تبعیض یې په کلکه ډډه کوله، د دې عادلانه پالیسي له امله ټول تعصبونه له منځه لاړل او هغه نړېواله روحیه چې اسلام ورته اړتیا درلوده د مسلمانانو په منځ کې راڅرګنده شوه، حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- د خپل خلافت پر مهال له خپلې قبیلې څخه هېچا ته دنده نه وه ورکړې، د ده له قوم هېڅوک په حکومت کې نه وو، حضرت عمر -رضي الله عنه- د خپلې قبیلې یوازې یو غړى نعمان بن عدي د بصرې سره نږدې د میسان په نوم د یوې وړې سیمې د تحصیلدار په توګه وټاکه او هغه یې هم له دې چوکۍ لږه موده وروسته ګوښه کړ. (ابن عبدالبر الاستيعاب، ج ۱، ص۲۹۶) په دې لحاظ د دغو دوو خلیفه ګانو چلند په حقیقت کې په مثالي توګه وو. حضرت عمر -رضي الله عنه- په خپل اخري عمر کې دا خطر حس کړ چې له ده وروسته به د عربو قبایلېزم چې د اسلامي تحریک له ستر انقلابي نفوذ سره هم په بشپړه توګه له منځه نه وو تللی بیا راژوندی شي او په پاېله کې به یې په مسلمانانو کې فساد رامنځ ته شي، د خپل احتمالي ځای ناستو په اړه هم ورسره اندېښنه وه.
د وفات په وخت کې یې هم همدا فکر درلود، نو په اخري شېبه کې یې حضرت علي، حضرت عثمان او حضرت سعد بن ابي وقاص -رضي الله عنهم- را وغوښتل او هر یو ته یې وویل: که تاسو کې هر یو له ما وروسته خلیفه شي د خپل قوم د خلکو په غاړه مه سپروئ، ( الطبري ،ج۳، ص۲۶۴- طبقات ابن سعد، ج ۳ ، ص۳۴۰-۳۴۴) د شپږ کسیزې ټاکنیزې شورا د لارښوونو په ترڅ کې د نورو شیانو ترڅنګ دا هم وو چې ټاکلی خلیفه به بايد د دې پابندي وکړي چې د خپل قوم له خلکو سره امتيازي سلوک و نه کړي. (فتح الباري، جلد: ۷ صفحه ۴۹ تر ۵۰ الریاض النضرة فی مناقب العشره لمحب الدین الطبري جلد: ۲ صفحه ۷۶، ازالةالخفاء ).