24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د راشده خلافت مواصفات
۷- د جمهوریت روح
پېلیزه:
غربي ډېموکراسي چې هلته د قانون جوړونې بشپړ واک له پارلمان سره وي، د قرآن له مخې سمه کړنلاره نه ده، اسلام د ژوند هغو برخو کې د قانون جوړونې واک انسان ته ورکوي چې هلته شریعت قانون جوړ کړی نه وي. جمهوریت په دې تعبیر چې حکومت به د ملت په خوښه جوړېږي زموږ شریعت هم همدا وایي چې حکومت باید د خلکو په مشوره جوړ شي، خو د مملکت قانون به په هر حالت کې شریعت وي، دا هغه اصولي خبره چې مسلمان ترې په هېڅ صورت تېرېدلی نه شي.
جمهوریت د یو وسیع پروسیجر نوم دی ټول وړاندیزونه يې د شریعت له مخې ناسم نه دي، بلکې ځینې یې سم او ځینې یې ناسم دي. غربي نړۍ کې زمونږ په پرتله له کلونو نه د بېلابېلو علمونو او فنونو ماهرین او کارپوهان ډېر پيدا کېږي، طبیعي ده له هغې خوا به متنوع علوم، فنون، مهارتونه، د ټولنیزو او سیاسي چارو د تنظیم په موخه ډېر سېسټمونه مخې ته راځي، که موږ د هغوی ټولې لاس ته راوړنې چې د شریعت خلاف هم نه وي مسترد کړو دا د دین تعلیم او ښوونه نه ده، د دین تعلیم دا دی چې سم او ګټور شیان به یې اخلو که مو ورته ضرورت درلوده او زموږ د ستونزو د حل لارې پکې موجودې وې او ناسم به یې ضرور رد کوو. ځینې دوستان چې د جمهوریت نوم واوري پرې پیریان راځي له څېړنې پرته هر څه يې ردوي مخکې له دې چې د سمو او ناسمو تفکیک وکړي د کفر ټاپې لګول پېل کوي، معقوله دا ده چې موږ باېد لفظ سره دښمني ونه لرو محتوا ته هم باید پام وکړو .
زموږ استادان د جمهوریت لپاره کوښښونه کوي، زندانونه تېروي، نو موږ یې ولې په کلي توګه بې دلیله کفر وګڼو، دین کې انساني لاس ته راوړنو ته د احترام په سترګه کتل کېږي چې د خدای له اړخه د راغلي شریعت سره مخالف نه وي.
د راشده خلافت یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د نیوکې او بیان آزادي په کې په بشپړه توګه موجوده وه، خلفاء به تل د خپلو خلکو په منځ کې موجود وو او د خلکو لاس رسی ورته آسان وو، هغوی به هر وخت د خپلې شورا په منځ کې ناست وو او په بحثونو کې به یې پوره برخه اخېسته. هلته هېڅ رسمي ګوند شتون نه درلود او نه کوم حکومت مخالف ګوند شتون درلود، په آزاده فضا کې د مجلس هر غړي د خپل وجدان او ایمان له مخې خپل نظرونه وړاندې کول، ټول معاملات به له کوم کمي او زیاتي پرته د اهل عقد وحل مخې ته اېښودل کېدل، له مشرانو او د شورا له غړو به څه نه پټېدل، فیصلې به د استدلال پر بنسټ وې نه د چا د وېرې او نفوذ پر بنسټ، یا د چا د ګټو او یا چا سره د تعصب پر بنسټ .بیا دغه خلفاء یوازې د شوراګانو له لارې له خپلو خلکو سره مخامخ نه ول، بلکې په مستقیمه توګه په ورځ کې پنځه وخته د لمونځونو په جماعت کې او په هره اونۍ کې د جمعې د لمانځه په غونډو کې او هر کال د اختر او حج په غونډو کې له خپلو سره مخامخ کېدل او ملاقاتونه به ورسره تر سره کېدل، د دوی کورونه د عامو خلکو په منځ کې وو او دروازې یې د هر چا لپاره خلاصې وې، په دروازو کې یې پولیس او ساتونکي ولاړ نه ول. دوی به په بازارونو کې د امنیتي ساتونکو نه پرته د خلکو منځ کې ګرځېدل، په هر حالت کې هرڅوک په دوی د نیوکې او احتساب کولو لپاره آزاد وو او دوی خلکو ته یوازې د نیوکې اجازه نه وه ورکړې، بلکې خلک یې نیوکې کولو ته هڅول او تشویقول.
حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- د خپل خلافت په لومړۍ وینا کې داسې وویل: (که زه په سمه توګه روان وم نو له ما سره مرسته وکړئ او کله چې زه په کږه لار روان شم نو ما په نېغه کړئ. حضرت عمر -رضي الله عنه- یو ځل د جمعې په خطبه کې دا خبره څرګنده کړه چې یو کس ته په نکاح کې له څلورو سوو درهمو نه د زیات مهر ټاکلو اجازه نشته، یوې ښځې ورته وویل چې تاسو د داسې حکم صادرولو حق نه لرئ، قرآن په مهر کې د ډېرو پېسو (قنطار) ورکولو اجازه ورکوي تاسو څوک یاست چې د هغې حد وټاکۍ؟ حضرت عمر -رضي الله عنه- سمدلاسه له خپل نظر نه رجوع وکړه. (ابن کثیر ۔د ابو یعلی او ابن منذر په حواله، جلداول صفحه ۴۶۷)
یوه ورځ په یوه ګڼه ګوڼه کې حضرت سلمان فارسي -رضي الله عنه- له حضرت عمر -رضي الله عنه- وپوښتل: چې ټولو ته یو یو څادر رسېدلی دی تاسو دوه څادرونه اغوستي دا مو له کومه کړل؟ په همدې وخت کې حضرت عمر -رضي الله عنه- د خپل زوی عبدالله بن عمر رضي الله عنهما شاهدي وړاندې کړه چې دویم څادر ده خپل پلار ته په عاریت ورکړی (الریاض النضرة في مناقب العشرة للمحب الدین الطبري جلد ،۲ صفحه ۵۶ ط، مصر ۔
سیرة عمر بن الخطاب لابن الجوزی صفحه،۱۲۷) یو ځل یې په یو مجلس کې له خلکو وپوښتل: که زه په ځینو چارو کې سستي وکړم نو څه به کوئ؟ حضرت بشر بن سعد -رضي الله عنه- ورته وویل: که دا کار وکړئ موږ به مو د غشي په څېر نیغ کړو. حضرت عمر -رضي الله عنه- وفرمایل: بیا خو تاسو د کار خلک یاست. (کنز العمال،ج، ۵، ص ۲۴۱۴)
عثمان -رضي الله عنه- تر هر چا زیات له ډېرو سختو نیوکو سره مخ شوی ؤ او هېڅکله یې په زور د چا د خولې د بندولو هڅه نه ده کړې، بلکې تل یې د اعتراضونو او نیوکو په ځواب کې د خلکو په وړاندې خپله صفایي وړاندې کړې او سپیناوی یې کړی. حضرت علي -رضي الله عنه- د خپل خلافت په وخت کې د خوارجو ډېرې بد زباني په سړه سینه برداشت کوله، یو ځل د خوارجو یو وګړی يې څنګ ته یې راوستل شو چې په عام محضر کې یې هغه ته بد رد ویل او یو یې د خلکو په عام محضر کې ویل چې د خدای په نوم قسم! زه به علي -رضي الله عنه- وژنم، خو حضرت علي -رضي الله عنه- دا کس پرېښود، جزاء یې ورنکړه او خپلو سړیو ته یې وویل چې که عملا سرکشي بغاوت ونه کړي یوازې لفظي مخالفت یې داسې جرم نه دی چې باید لاس پرې واچول شي او که تاسو د دوی د ښکنځلو او بد زباني ځواب ورکوئ دا حق لرئ. (المبسوط للسسرخسي جلد: ۱۰ صفحه ۱۴۵ مطبع السعادة مصر ۱۳۲۴)
د راشده خلافت دوره چې پورته مو ورته اشاره وکړه د رڼا هغه څراغ ؤ چې په راتلونکو ټولو دورو کې فقهاوو، محدثینو او عامو مسلمانانو تل ورته کتل چې له تګ لارې نه یې استفاده وکړي او همدا یې د اسلام د دیني، سیاسي، اخلاقي او ټولنیز نظام لپاره د درست معیار په توګه منلو.