څلورم څپرکی د خلافت او بادشاهۍ تفاوت

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


څلورم څپرکی 

د خلافت او بادشاهۍ تفاوت


له دېنه وړاندې دا و ويل شول: چې د قرآن سیاسي تعلیمات څه دي؟ د هغې په رڼا کې باېد څه قسم حکومت قائم کړای شي؟ هغه باید کومې ځانګړتياوې و لري؟ موږ خپل تاريخ کې د معياري او ماډل اسلامي حکومتونو دوه سترې بېلګې او نمونې مخې ته لرو، لومړی: د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د حکمرانۍ نمونه، دویم د رسول اکرم د څلورو یارانو د حکومت سیسټم چې دواړه د قرآن د سیاسي تعلیماتو په رڼا کې تنظیم شوي او روان ول. پورته دواړه سيستمونه موږ لپاره د نمونې او ماډل اسلامي حکومتونو حیثیت لري، د مخکنېو مضامینو له مطالعې وروسته دا پوښتنه طبعا یو مسلمان سره پېدا کېږي چې د راشده خلافت په څېر د مثالي نظام له برکتونو نه مونږ ولې دومره زر محروم شو او دا دومره ستر نعمت مو ولې له لاسه ورکړ؟ هر عقل لرونکی مؤمن په دې هم پوهېږي چې دا کومه حادثه نه وه چې ناڅاپه پرته له کومو عواملو او اسبابو پېښه شوه، بلکې ځینې اسباب او عوامل یې خامخا درلودل چې امت یې په تدریجي ډول له خلافت نه د پاچاهي لمن ته وغورځاوه. په هر پړاو کې د دې بدلون د مخنیوي داسې امکانات موجود ول چې د دې غمجن جریان او بدلون مخه ونیسي، خو دا د امت او په حقیقت کې د ټول بشریت بدبختي وه چې د بدلون لاملونه دومره قوي ثابت شول چې له هغه شته امکاناتو څخه هم په درسته توګه ګټه پورته نه کړای شوه، اوس باید د دې پوښتنې په اړه بحث وکړو چې د خلافت او پاچاهي تر منځ اصلي توپیر څه دی؟ د یو سیسټم (خلافت) په تلو او د بل سیسټم (پاچاهۍ) په راتلو سره په حقیقت کې څه تفاوت او توپیر رامنځ ته شو؟ د مسلمانانو په ټولنیز ژوند یې څه اغېز وو؟. 


لومړی تغيير دا راغی چې د خليفه د ټاکلو په قانون کې عملا تغيير واقع شو.


ورته مطالب
+