24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د خلافت او بادشاهۍ تفاوت
۱- د خلیفه د ټاکلو په اساسي قانون کې بدلون
لومړی بنسټیز بدلون په اساسي قانون کې راغی چې له مخې به یې د امت د مشر ټاکنه ترسره کېده، راشده خلافت کې قاعده دا وه: چې هېڅوک باید په خپله د خلافت د ترلاسه کولو لپاره راپورته نشي، نه داسې هلې ځلې او هڅه وکړي چې د هغې په واسطه واک ته ورسیږي، قاعده دا وه چې خلک څوک د امت د رهبري وړ ګڼي واک به په مشوره هغه ته سپاري، يعنې چې بيعت د قدرت پاېله نه وي، بلکې بيعت د قدرت لامل وګرځي، د بیعت په اخیستلو کې باید انسان د هڅو او دسیسو نه کار وانخلي، خلک باید د بیعت کولو او نه کولو په برخه کې بشپړه آزادي ولري او ترڅو چې څوک د خلکو د آزاد رضایت سره بیعت وانخلي باید واک ته ونه رسیږي.
په خلفاء راشدینو کې هر کس د همدغې قاعدې له مخې اقتدار ته رسېدلی وو، په دوی کې هېڅ چا خلافت ته د رسېدو لپاره هېڅ کوښښ نه ؤ کړی، بلکې چې کله خلافت د امت له اړخه هغو ته ورکول شو بیا له هغې وروسته به یې منصب سنبال کړ. د حضرت علي په اړه که څوک څه ویل وغواړي دومره به وویلی شي چې هغه ځان د خلافت حقدار ګاڼه، لېکن د هېڅ تاریخي روایت له مخې د هغه باره کې دا ثابت شوي نه دي چې هغه د خلافت د لاسته راوړلو لپاره څه لږ غوندې کوښښ هم کړی وي، له دې امله یوازې دا چې هغه ځان حقدار ګاڼه دېته د یادې شوې قاعدې مخالفت نه شو ویلی، حقیقت دا دی چې څلور واړه خلفاء دې کې سره برابر ول چې د څلور واړو خلافت ورسپارل شوی خلافت وو، په زور اخیستل شوی نه وو. خلافت کې خلیفه په مشوره ټاکل کېده پاچاهي د دغې قاعدې له تبدیلۍ نه پیل شوه، د علي -کرم الله وجهه- له وفات نه وروسته د امام حسن بن علي د حکومت په استثناء دا سلسله پیل شوه چې حکومت به د جنګ او قوت په وسیله لاس ته راوړل کېده، د خلکو له خوا د انتخاب موضوع ختمه شوه، چا به چې په زور ځان یا زوى یا ورور خلیفه مقرر کړ خلکو به له مجبوریت نه ورسره بیعت کولو. د امویانو او عباسيانو خلیفه ګان به د پخواني خلیفه د وصیت او عهد په اساس د کور د ننه وټاکل شو بیا خلکو ته د ښوولو په خاطر به عامه مجمع کې د بیعت مراسم تر سره شول، دا داسې بیعت ؤ چې څه فائده یې نه وه که دا بیعت چا کړی وی او که نه، خلیفه له وړاندې نه مقرر شوی ؤ، دا بیعت به فقط د مُرَوجو مراسمو په بڼه په شکلي توګه سرته رسېده، مخکني خلیفه ته به هم په دې دومره لوی اسلامي أمت کې یوازې خپل زوی یا ورور کې اهلیت ښکارېده او د هغه په اړه به یې عهد کولو.
ابوبکر، عمر، عثمان او علي -رضي الله عنهم- خپلو زامنو او وروڼو ته وصیت نه وو کړی، نه یې خپل عهد منل په چا لازم ګرزولي ول، پردي کس ته له عهد سره-سره بيا هم د خلافت انعقاد اصل کې له آزاد بیعت سره تړلی ؤ، بیعت هلته د یو فضول رسم په توګه نه ترسره کېده، بلکې د بیعت په اساس به خلیفه ټاکل کېده، ابوداود، امام احمدبن حنبل او بیهقي له عبدالرحمن بن ابي بکرة رضی الله نه حدیث روایت کړی دی:
چې نبي -علیه السلام- فرمایلي دي: له مانه وروسته به خلافت (30 )دېرش کاله وي او له هغې نه وروسته به پاچاهي پیل شي.( مسند احمد، ابوداود، دلائل النبوة).
صحابه کرام ټول په دې تفاوت پوهېدل چې خلافت څه شی دی او پاچاهي څه شی ده؟ د البدایة والنهایة په ۸ جلد کې د امیر معاویة -رضي الله عنه- یو تقریر نقل شوی دی چې د خلافت او بادشاهت توپیر یې په کې واضح کړی دی.
د یزید د ولیعهدي نه وروسته د موروثي حکومت قضیه مسلمانانو کې داسې مستحکم شوه چې د بنو أمیة، بنو عباس او د خلافت عثماني تر لغوه کېدو همدا ترتیب روان وو، په دې دومره اوږده لړۍ کې یوازې د یزید یو نېک عمله زوی له حکومت نه استعفاء ورکړه او دوهم عمر بن عبدالعزیز کورنۍ کې د ولیعهدي په اساس خلیفه و ټاکل شو، خو هغه خلکو ته د بیعت کولو او نه کولو آزاد واک ورکړ بیا هغه سره خلکو په رضاء او رغبت بیعت وکړ، له دې امله هغه پنځم یا شپږم راشد خلیفه منل کېږي. کله چې موروثیت پیل شو بیا خو واضحه ده چې لومړی به خلیفه مقرر شو بیا به په زور او فشار بیعت ورته اخیستل کېده.