24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د خلافت او بادشاهۍ تفاوت
۲- د زور خلافت
کوم حکومت چې په زوره قائم شي هغه موږ قانوني حکومت ګڼلی شو؟
دا يوه جلا پوښتنه ده خو اصل خبره دا ده چې موږ د حکومت د قیام لپاره دوه لارې لرو: یوه هغه لاره ده چې اسلام موږ ته ښولې ده چې حکومت باید د خلکو په رضامندۍ د بيعت له لارې قائم شي، نبي پاک له همدې امله څوک ځان پسې خلیفه ونه ټاکه خلک یې آزاد پرېښودل چې په خپله خوښه خپل قائد وټاکي، د بخاري شریف حدیث دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «اُدْعِي أبا بكْرٍ أباكِ، وأخاكِ حتى أكْتُبَ كِتابا فإني أخافُ أنْ یتَمَنَّىی مُتَمَنٍ و یقولُ قائِل : أنا أوْلَی و یأبَی اللهُ و المؤمِنونَ إلَّا أبا بكْر.» (البخاري، ح ٥٦٦٦). «لقَدْ هَمَمْتُ أوْ أرَدْتُ أنْ أُرْسِلَ إلى أبِي بَكْرٍ وابْنِهِ فأعْهَدَ، أنْ یَقُولَ: القَائِلُونَ أوْ یَتَمَنَّى المُتَمَنُّونَ، ثُمَّ قُلتُ: یَأْبَى اللّه ویَدْفَعُ المُؤْمِنُونَ أوْ یَدْفَعُ اللَّه ویَأْبَى المُؤْمِنُونَ».(البخاري) د دې حدیثونو خلاصه دا ده چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- عائشې -رضي الله عنها- ته وویل زړه مې غواړي چې ابوبکر -رضي الله عنه- ته خلافت ولیکم چې هسې نه بل څوک طمع وکړي بیا وایم الله به انکار وکړي او مؤمنان به بل څوک ونه مني او دفع به یې کړي.
نبي -علیه السلام- دا کار مؤمنانو ته و سپاره ولیعهد یې ونه ټاکه، له حضرت علي -کرم الله وجهه- نه چې کله غوښتنه وشوه چې ولیعهد وټاکي و یې فرمایل: زه تاسو په هغه حالت کې پرېږدم چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ پرېښي وو، یعنې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ځان پسې څوک خلیفه ونه ټاکه بیا مسلمانانو په خپله خوښه وټاکه. د حکومت د قیام دوهمه طریقه دا ده چې څوک په زور راشي او حکومت قبضه کړي، دا طریقه دین کې جائز نه ده ګڼل شوې، د دغه ډول حکومت خلاف جنګ له دې امله نه دی ناروا چې دا په جائزه طریقه راغلی حکومت دی، بلکې جنګ ورسره علماوو له دې امله ښه نه دی ګڼلی چې خون رېزي، ګډوډي او فساد رامنځ ته کېږي، د فساد د مخنیوي په خاطر له جنګ نه صرف نظر ښه ګڼل شوی دی، عمومي توصیه هم دا شوې ده چې باید له جنګ نه ډډه وشي او د حکومت د اصلاح کوښښونه ګړندي شي. په اوسني عصر کې دا مسأله باید د علماء کرامو له اړخه د قرآن، سنت، همدا راز د اسلامي تاریخ د جریاناتو په رڼا کې په تفصیلي توګه وڅېړل شي، چې متغلب (په زوره راغلی حاکم) که ظالم، جابر وي، د حقوقو ضائع کوونکی وي يا سيکولر ذهنیت لرونکی وي بیا د ده په ضد جنګ څه حکم لري؟ او که عادل او مؤمن وي بیا ورسره څنګه رویه لازم ده؟ دې مسأله کې باید علماء څېړنه وکړي په عمومي توګه د محدثينو خو تقریبا همدا رأیه جوړه شوې ده چې له ظالم متغلب سره هم جنګ جائز نه ګڼي. ليکن له بلې خوا ګورو چې امام ابو حنیفه د بني امیه او بنو عباس د ظالمې حکمراني په ضد د ټولو قیامونو مرسته کړې وه، د أهل بیت امام زید بن علي ته امام صیب لس زره درهم چنده هم ورکړې وه او د هغه د قیام حق کې یې فتوا هم ورکړې وه، جنګ کې عملا برخه ځکه نه وه اخیستې چې د امام صیب رأیه دا وه چې اوس د قیام مناسب وخت لا نه دی راغلی. د النفس الرضیة قیام کې هم امام اعظم څلور زره درهم مرسته کړې وه او په فکري توګه یې هم ملګری وو.
د ظالم حکومتونو په ضد د شوو قیامونو لړلیک:
۱- د امام حسین -رضي الله عنه- (المتوفي لسم محرم ٦۱ھ قیام) د یزید ملعون په ضد.
۲-د عبدالله بن زبیر -رضي الله عنه- (متوفی ۷۳ ھ قیام ) د بنو أمیه خلاف دا دواړه قیام کوونکي صحابه او د رسول اکرم د کورنۍ خلک دي او یو یې ګران لمسی دی. د امام حسین -رضي الله عنه- مرتبه خو ډېره لوړه او هر چاته معلومه ده او ابن زبیر هم له جليل القدر صحابه کرامو له جملې څخه دی.
۳- د امام زید بن علي بن الحسین بن علي بن ابي طالب -رضي الله عنه- و عن آبائه قیام د بنو امیه خلاف په(۱۲۲ ھ) د صَفر میاشت کې ترسره شوی ؤ.
۴- النفس الزکیه (المتوفي ۱٤٥ ھ) دا د اهل بیت څخه و د بنو أمیه خلاف یې قیام کړی وو.
۵- النفس الرضیة إبراهیم بن عبد الله بن الحسن بن الحسن بن علي بن أبي طالب الهاشمي القرشي، المتوفی ۱٤٥ ذي الحجة، دا د النفس الزکیة ورور ؤ.
۶- د عبدالرحمن بن أشعث (المتوفي ۸٥ھ) قیام د حجاج او بنو امیه په خلاف.
دا ټول قیامونه د منظمو ظالمو حکومتونو په ضد په خیرالقرون کې تر سره شوي دي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دې قیامونو ته عموما او د امام حسین -رضي الله عنه- قیام ته خصوصا صحابه کرامو او تابعینو ناروا نه دي ویلي، که چا یې خلاف هم کړی د تدبیر له مخې یې کړی، په دې معنا چې دا وخت د قیام لپاره مناسب نه دی.
له دې امله د ظالمو حکومتونو په خلاف د قيام موضوع د بحث ګنجایش لري، ان شاءالله چېرته فرصت سره به پرې خبره وکړو، دا فقط ځینې اشارات ول چې د موضوع په اړه مې ذکر کړل، علماء کرام باید توجه وکړي چې موضوع لا ښه روښانه شي، ځکه چې د مسلمانانو د عمر ډېره برخه د پاچاهي لپاره په جنګونو کې تېره شوې ده. علماء باید د حکومت د قیام مسأله خلکو ته ښه واضح کړي که الله وغواړي چې د حکومت د لاس ته راوړلو لپاره د جنګ دا سلسله ختمه شي، زموږ له دیني نصوصو او خلافت راشده له تعامل نه دا څرګندېږي چې اسلام کې د حکومت د قیام درسته لار عام بیعت دی تر څو حکومت د خلکو په خوښه قائم شي همدا د جنګونو د مخنیوي لاره ده.
موږ دوه مشکلاتو کې اخته يو، يو بې ځايه جنګونه او دوهم بزدلانه سکوت، کله په نه څه خبره د حکومت په ضد ودرېږو، سلاح پورته کوو او کله ډېر زیات ظلم زغمو او ظالم، جابر، قاتل، دکتاتور او سيکولر وحشي حکومتونه تحمل کوو، دا د علماوو مسؤوليت دی چې امت ته د اعتدال شرعي لاره په ګوته کړي.