د خلافت او بادشاهۍ تفاوت ۳- د خلفاوو د ژوند بڼه کې تبديلي

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د خلافت او بادشاهۍ تفاوت

۳- د خلفاوو د ژوند بڼه کې تبديلي


د پاچاهۍ له پېل سره دویم کار دا منځ ته راغی چې د خلفاوو د ژوند بڼه بدله شوه، خلفاوو د قېصر او کسری غوندې د ژوند ترتیب اختیار کړ او هغه طریقه یې پرېښوده چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او خلفاء راشدینو پرې ژوند کولو، بلکې شاهي قصرونو کې ژوند پېل شو، شاهي ساتونکي [bodyguard] د قصرونو په ساتنه او هغو سره په ګرځېدو مکلف شول، پيره کوونکي او ساتونکي د خلفاوو او خلکو تر منځ حائل او پرده شول، د رعیت رسېدل خلفاوو ته او د خلفاوو اوسېدل، ګرځېدل او ناسته پاسته خلکو سره بنده شوه، د پاچا سلامت لیدل د عامو خلکو لپاره ډېر ګران او ستونزمن شول، د خپل رعیت د حالاتو د معلومولو لپاره یې مهمه وسیله دولتي مخبران او څارونکي ګڼل، چې تر اوسه هېڅ دولت په دې نه دى توانېدلى چې په دې طریقه د ولس له حاله په درسته توګه خبر شي او دا ممکنه نه وه چې د حکومتي مخبرانو او مؤظفینو له منځګړیتوب پرته ملت خپلې اړتیاوې او شکایتونه پاچاهانو ته ورسوي، د حکومت دا بڼه د راشدینو خلفاوو د حکومت له طرز سره په بشپړه توګه مخالفه وه، هغو به له عامو خلکو سره ژوند کاوه، هر چا کولی شول په آزاده توګه ورسره وګوري دوی به په بازارونو کې د خلکو په منځ کې ګرځېدل او هر چا به له ګرېوان نه نیولی شو، پنځه وخته به یې له خلکو سره په صفونو کې یوځای لمونځ کاوه او د جمعې په خطبو کې به یې خلکو ته د وعظ نصیحت او د دین د تعلیم سره ملت د خپل حکومت له تګلارو هم خبرولو، د خپل ځان او حکومت په اړه يې د خلکو هر ډول نیوکې اورېدلې، ځواب او سپیناوی یې خپل مسؤولیت ګاڼه. 


حضرت علي -رضي الله عنه- په کوفه کې خپل ژوند په خطر کې اچولو سره تر اخره پورې دغه طریقه عملي کړه، خو څنګه چې د پاچاهۍ دوره پېل شوه دا ماډل حکومتولي پرېښودل شوه او د روم او ایران د پاچاهانو ماډل غوره کړی شو، د دې بدلون کچه پېل کې شاید لږه وه، خو ورو سته دا کچه ډېره لوړه شوه، که موږ د هغې شواهد بیان کړو مایوسي او بدمزه ګي به پیدا کړي له دې امله به په دې اجمالي اشارو اکتفاء وکړو.


ورته مطالب
+