24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د خلافت او بادشاهۍ تفاوت
٤- د بيت المال حيثيت کې تبديلي
د بیت المال په اړه د خلفاوو په چلند کې ستر تغيير رامنځته شو، د بیت المال په اړه اسلامي تصور دا ؤ چې دا د حکومت سره د خدای او ملت یو امانت دی په بیت المال کې چاته په خپل سري ډول د تصرف کولو حق نشته دی، خلیفه نه شي کولی چې په بیت المال کې د قانون خلاف څه داخل کړي او نه هم دا واک لري چې له بیت المال د قانون خلاف څه مصرف کړي، خلیفه د ځان لپا ره یوازې د منځني ژوند ترسره کولو لپاره د اړتیا په اندازه د یو معاش (تنخواه) مستحق دی او بس، نور هغه د هرې روپۍ د عاېد او لګښت مسؤولیت لري، چې عاېد او لګښت دواړه په مشروع طریقه ترسره شي؛ ځکه چې په خلکو د هغو د طاقت نه زیات ټکسونه او مالیات لګول ظلم دی همدارا ز له بېت المال نه د شخصي، کورني او تنظیمي مصلحت لپاره استفاده کول هم ناروا او حرام عمل دی، د پاچاهۍ او بادشاهت په دوره کې د بیت المال دا سپېڅلی تصور په دې تصور تبدیل شو چې خزانه د پاچا او شاهي کورنۍ ملکیت دی، رعیت یوازې د پاچا باج ګذار او مالیات ورکونکی دی او هېڅوک حق نه لري چې له پاچا حساب وغواړي، د باچاهیو په دې زمانه کې د پاچاهانو او شهزادګانو حتی د هغوی د والیانو او جنرالانو ژوند تېرېدل په خزانه کې له غیر ضروري او ناروا مداخلې پرته ممکن نه وو، چې دغه رنګ شاهانه ژوند تېر کړي.
عمربن عبدالعزیز چې کله د خپل حکومت په دوره کې د شهزادګانو او امیرانو د ناروا جایدادونو محاسبه پېل کړه دغه وخت کې یې خپل هغه جایداد هم بیت المال کې داخل کړ چې له پلار نه ورته میراث کې پاتې ؤ، د دغه جایداد کلنی آمدن، څلویښت زره دیناره وو، د عمر په دې ملکیت کې د فدک ځمکه هم شامله وه، چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه وروسته د ټولو خلفاوو په وخت کې د بیت المال ځمکه وه او حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د میراث په توګه د هغه-صلی الله علیه وسلم- لور ته له ورکولو نه انکار وکړ، خو مروان بن الحکم د خپل خلافت پر مهال دا ځمکه خپل ملکیت او اولادونو میراث ګرځولې وه. (ابن الاثیر جلد : 4 صفحه 164 ۔ البدایه جلد: 9 صفحه 200 ۔ 208)
له خزانې د لګښت په برخه کې د دغو واکمنانو چلند همدا وو چې مو ولوست، اوس که د بیت المال عوایدو ته وګورو نو لیدل کېږي چې په دې برخه کې د حلالو او حرامو توپیر ختم شوی وو، حضرت عمر بن عبدالعزیز په خپل یوه فرمان کې د هغو ناقانونه مالیاتو لیست ورکړی دی چې هغه د مخکني شاهانو په زمانه کې له رعیت څخه راټولېدل.
(الطبري جلد : 5 صفحه ۳۲۱، البداية ،ج،۹، ص،۲۰۰-۲۰۸)
د دغه فهرست مطالعه ښایي چې دغو کسانو د بېت المال د عاېداتو په اړه د شریعت له احکامو په څومره ناوړه توګه سرغړونې پیل کړې وې، پدې برخه کې تر ټولو لوی ظلم دا ؤ چې پر هغو غېر مسلمانانو چې نوی ایمان یې راوړ، هم په دې پلمه جزیه لګول کېده چې دا خلک د جزیې څخه د خلاصون په خاطر ایمان راوړي، حال دا چې د خُلفاوو د دې عمل اصلي لامل دا ؤ چې د دوی په اسلام راوړلو کې د بېت المال د عوايدو د کمیدو خطر موجود ؤ، د ابن اثیر روایت دی چې د عراق د والي حجاج بن یوسف له خوا مقرر شوو چارواکو حجاج بن یوسف ته ولیکل چې ذمیان په زیات شمېر کې مسلمانان کېږي او په بصره او کوفه کې میشت کېږي او د جزیې او خراج عایدات کمیږي، په دې اړه حجاج فرمان صادر کړ چې دا خلک دې له ښارونو وشړل شي او د پخوا په څېر دې پرې جزیه ولګول شي، د دې حکم په تعمیل کې چې کله دغه نوي مسلمان شوي ذمیان له بصرې او کوفي ایستل کېدل نو یا محمداه یا محمداه چغې یې وهلې، ژړل یې نه پوهېدل چې چېرته لاړ شي او چېرته د دې ظلم شکایت وکړي، د بصرې او کوفې فقهاوو په دې حالت چغې ووهلې او کله چې دغه نوي مسلمان شوي خلک په ژړا له ښارونو و ویستل شول نو فقهاوو هم ورسره ژړل.(ابن الاثير،ج۴،ص۷۹)
کله چې حضرت عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو، نو له خراسان نه یو پلاوی راغی او شکایت یې ورته وکړ چې په زروګونو هغه کسان چې نوي مسلمانان شوي دي جزیه لګول شوې ده او د والي د تعصب خبره لا دا ده چې په ښکاره راته وایي: زما د خپل قام یو سړی! ماته د نورو د سلو کسانو په پرتله ګران دی، په همدې اساس عمر بن عبدالعزیر، جراح بن عبدالله الحکمي د خراسان د ولایت له مقام څخه ګوښه کړ او په خپل فرمان کې یې ولیکل چې الله تعالی محمد -صلی الله علیه وسلم- د داعي په توګه رالېږلی دی نه د تحصیلدار او خراج او مالیاتو جمع کوونکي په توګه.
(الطبری جلد: 5 صفحه 314 ۔ ابن الاثیر جلد : 4 صفحه 158 ۔البدایة جلد: 9 صفحہ 188)