24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د خلافت او بادشاهۍ تفاوت
۵- د بيان د آزادۍ له منځه وړل
د بیان د آزادۍ له منځه وړل د دې دورې د مهمو بدلونونو له جملې څخه یو بدلون ؤ چې له مسلمانانو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر آزادي واخېستل شوه، حال دا چې اسلام دا نه یوازې د مسلمان حق، بلكې په مسلمانانو فرض هم بولي او د اسلامي ټولنې او دولت په سمه لاره تلل، په دې پورې تړلي دي چې د ملت وجدان ژوندی وي او د خلکو ژبې آزادې وي ترڅو دوی وکولی شي په هره غلطۍ تر ټولو لوی انسان هم ملامت کړي او حق ووایي، د راشده خلافت زمانه کې د خلکو دغه آزادي په بشپړه توګه خوندي وه، راشدینو خلفاوو نه یوازې دا چې د انتقاد اجازه ورکړې وه، بلکې خلک به یې دې ته هڅول، د هغو په زمانه کې به د حق خبرې کولو ته سپکاوی نه کیده، بلکې ستاېنه او تعریف به یې کېده او نیوکه کوونکي به یې نه مرعوب کول، بلکې د معقولو ځوابونو په ورکولو سره به یې د مطمئن کولو هڅه کېدله.
خو د ملوکیت وختونو کې ضمیرونه تړل شوي وو او ژبې بندې وې، ملوکیت کې قاعده دا وه: چې څوک که خوله خلاصول غواړي د پاچا د تعریف لپاره دې خلاصه کړي، که نه نو باېد چوپ پاتې شي او که وجدان یې دومره قوي وي چې له حق ویلو ډډه نه کوي، نو کولی شي زندان، قتل او په درو وهلو ته تیار اوسي، له همدې امله هغه کسان چې په دې موده کې یې د حق له ویلو او د ظلمونو له په ګوته کولو څخه ډډه ونه کړه، هغو ته تر ټولو سختې سزاګانې ورکړل کېدې، ترڅو ټول امت په وحشت کې واچوي، دا نوې پالیسي، په ( ۵۱ هـ ق ) کې د حجر بن عدي د وژلو سره پېل شوه چې یو متقي صحابي او د امت په صالحینو کې د لوړ مقام خاوند وو. دأمويانو د پاچاهۍ د قوت په زمانه کې چې کله د منبرونو په خطبو کې حضرت علي -رضي الله عنه- ته د لعنت او سپکاوي لړۍ پیل شوه عام مسلمان په دې رویه ډېر خپه ول، خو چا له وېرې نه څه نه شو ویلې. حجر بن عدي -رضی الله عنه- د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابي ؤ، نو ده به د حضرت علي دفاع کوله ترڅو چې مغیره بن شعبه -رضي الله عنه- د کوفې والي ؤ، ده سره یې ګذاره کوله، د صحابیت لحاظ یې ورته ساته، خو کله چې زیاد بن ابیه د کوفې او بصرې والي مقرر شو، ده ورته غټه دوسیه په درواغو جوړه کړه او دکوفې د ځینو خلکو ګواهۍ یې پرې واخیستله، حتیٰ چې د قاضي شریح شهادت یې هم واخيست خو قاضي شریح خلیفه ته پټ خط واستوه چې زما حقیقي ګواهي دا ده چې حجر بن عدي نیک او صالح انسان دی، لمونځ قائموي، زکاة ورکوي، مسلسل حج او عمره کوي، د نېکۍ حکم کوي او له بدۍ خلک منع کوي، مال او وینه یې حرام ده، فیصله ستا لاس کې ده چې هر څه ورسره کوې یا یې معاف کوې، خو په پای کې هغه د بغاوت په درواغجنه دوسیه کې شهید کړای شو له دې پېښې وروسته سخته وېره خپره شوه.
دې پېښې د امت د ټولو نېکو خلکو زړونه ولړزول، د دې خبر په اورېدو حضرت عبدالله بن عمر -رضي الله عنه-ما او حضرت عائشه -رضي الله عنها- سخت خواشیني شول، حضرت عایشې -رضي الله عنها- خلیفه ته یو لیک هم لیکلی ؤ چې له دې کا ره یې منع کړي، کله چې د خراسان والي ربیع بن زیاد الحارثي دا خبر واورید، په ژړا یې وویل: خدایه! که ستا په علم کې په ما کې کوم خېر پاتې وي نو ما له دې دنیا څخه پورته کړه.
حضرت حسن بصري هم په دې د خفګان اظهار وکړ او د دې عمل غندنه یې وکړه.
له دې و روسته په ظلم او استبداد د ولس د غږ د ځپلو لړۍ لا پسې تېزه روانه شوه.
مروان بن الحکم د مدینې د واکمنۍ پر مهال حضرت مسرور بن مخرمه -رضي الله عنه- د هغې ګناه له امله په لغته و وهلو چې د هغه په یوه خبره کې یې ویلي وو چې تا دا بده خبره کړې ده.
(ابن عبدالبر الاستيعاب، ج ۱، ص، ۳۵۳)
یو ځل حضرت عبدالله بن عمر -رضي الله عنه- د خطبې د اوږدېدو او د جمعې د لمانځه د ډېر اوږدولو له امله په حجاج بن یوسف انتقاد وکړ، حجاج ورته و ویل : زه اراده لرم چې په هغه سر دې ووهم چې ستا دواړه سترګې په کې دي. عبدالملک بن مروان په ۷۵ هجري کې چې کله مدینې ته ولاړ، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پر منبر ودرېد او ویې ویل:
زه به له تورې پرته د دې امت د ناروغېو درملنه په بل څه ونه کړم. . . . . . . . .اوس که څوک ماته اتق الله (له الله نه و وېرېږه) و وایي زه به یې غاړه و وهم.
(ابن الاثیر،ج۴، ص۴۱- ۱۰۴، احکام القرآن،ج ۱، ص۸۲، فوات الوفیات، محمد بن شاکر ج۲، ص ۳۳)
ولید بن عبدالملک یو ځل د جمعې خطبه دومره اوږده کړه چې حتی د مازدیګر وخت هم په تېرېدو شو یو سړی ولاړشو او ویې ویل : امیرالمؤمنین! وخت به ستاسو انتظار ونه کړي او تاسو به د خدای په وړاندې د لمانځه دومره ځنډولو لپاره هېڅ عذر وړاندې نه کړی شئ، ولید ځواب ورکړ: ای سړیه، تا رښتیا ویلي، خو په کوم ځای کې چې ته ولاړ یې، د داسې صادق سړي ځای نه دی، نو په همدې وخت کې شاهي ساتونکو د هغه د وژلو او جنت ته د لېږلو بندوبست وکړ. (ابن عبدربه العقدالفريد، ج۱، ص۶۲)
دې تګلارې ورو ورو مسلمانان بې زړه او مصلحت خوښونکي کړل، هغه کسان چې خطرونه یې پر غاړه اخیستل او رښتیا یې ویلې د دوی په منځ کې ورځ په ورځ کم شول، په بازار کې د خوشامد او د ضمیر پلورلو بیه لوړه شوه او د حقه ویلو بیه راټیټه شوه.
د لوړ استعداد، ایماندارۍ او هوښیارۍ خاوندان له حکومت څخه بې برخې او بې تعلق شول او د عامو خلکو هېواد او چارو کې يې دلچسپي ختمه شوه، حکومتونه راتلل او تلل مګر خلک فقط د دوی د راتګ او تګ تماشه کوونکي پاتې شول.
د دې پالیسۍ له امله چې د عامو خلکو کوم سیرت او کردار جوړ شو هغه پېښه یې ښه بېلګه ده چې د حضرت علي بن حسین (امام زین العابدین ) سره پېښه شوې وه
هغه روایت کوي چې د کربلا له غمیزې وروسته یو کس زه په پټه خپل کور ته بوتلم او زما ښه پالنه یې وکړه، د هغه حالت دا ؤ چې هر وخت به يې زه لیدلم ژړل به یې او فکر به مې کاوه چې که څوک شته چې ما سره وفادار وي دا هغه کس دی.
په همدې و خت کې یې د عبیدالله بن زیاد (د کوفې والي) دا اعلان واورید چې هر څوک چې علي بن حسین (زین العابدین) ونیسی او ماته یې راوړي هغه ته به درې سوه درهم انعام ورکړل شي، د دې اعلان په اوریدو هغه سړی ماته راغی زما لاسونه یې زما په غاړه کې وتړل او ژړل یې په دې حالت کې یې زه ابن زیاد ته بوتلم او له هغه څخه یې انعام واخیست.
(طبقات بن سعد ج ۵، ص، ۲۲۱).