د خلافت او بادشاهۍ تفاوت ٦ -د قضاء آزادي

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د خلافت او بادشاهۍ تفاوت

٦ -د قضاء آزادي


د قضاء (Judiciary) آزادي : د اسلامي حکومت یوه ځانګړتیا دا وه چې قاضیان په خپلو پرېکړو کې آزاد ول په بشپړ حریت به يې پرېکړې کولې. خلفاوو، د خلفاوو خپلوانو او د حکومتي ادارو نورو آفسرانو په قضاء تسلط نه درلود، قاضي یوازې الله تعالی، خپل وجدان او ضمیر ته مسؤول ؤ، دا درسته ده چې قاضیان به خلفاوو مقررول خو له تقرر وروسته به خپلو فېصلو کې خپلواک ول، لوی نه لوی شخصیت به هم د قضاء چارو کې لاس وهنه نه شوه کولی، نه یې په قضاء تأثیر اچولی شو، قاضیانو دومره زړورتیا درلوده چې د خلفاوو خلاف یې هم پرېکړه کولی شوه او کړي یې هم دي. کله چې د بادشاهت نظام قائم شو دا اسلامي اصول په کې په ماتېدو شول په کومو معاملاتو کې به چې د بادشاهانو شخصي یا سیاسي ګټې وې هلته به قاضیانو خپلواکې پرېکړې نه شوې کولی، تر دې چې د والیانو، عسکري قوماندنانو، شهزادګانو او د دربار د مقربینو په اړه هم عادلانه فیصله ممکنه نه وه، له همدې کبله صالحینو علماوو او فقهاوو د قضاء مناصب نه منل، ډډه به یې ترې کوله، لکه زموږ امام اعظم -رحمة الله عليه-. 


کوم عالم به چې د قضاء منصب قبول کړ هغه ته به خلکو ښه نه کتل، په عدلیه د اجرائي قوې تأثیر دومره زیات شو چې ورته د قاضیانو د تقرر واک هم ورکول شو، د خلفاء راشدینو زمانه کې د قاضیانو د تقرر واک به یوازې خلیفه سره ؤ.


ورته مطالب
+