24-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د خلافت او بادشاهۍ تفاوت
۸- په امت د بادشاهت منفي اغېزې
د عجمي قوم پرستۍ ظهور:
د رسول اکرم -صلی الله علیه وسلم- او خلفاء راشدینو په عصر کې عربانو کې نسلي، قومي، قبېلوي او وطني تعصبات تقریبا ختم شوي ول، کوم عجم چې مسلمانان شوي ول هغو هم د اسلام په رنګ کې رنګ شوي ول.
د اسلام په ټولو منسوبینو باندې د اسلام رنګ غالب وو، د { صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً} [البقرة: 138] خبره خپره غالب او لوړه وه، ټولو ته یو رنګ حقوق ورکول کېدل په دې ترتیب یو داسې متحد اسلامي قومیت تشکیل شو چې وګړي يې په حقوقو کې سره برابر ول.
د أمویانو حکومت له پیل نه د یو عربي حکومت رنګ اخېستی ؤ، د نویو مسلمو عجمیانو حقوق له عرب مسلمانانو سره د یو برابر ګڼل کېدو تصور په ختمېدو وو، تر دې چې په نویو مسلم عجمیانو جزیه هم لګول کېدله کومه چې د اسلامي قانون ښکاره خلاف ورزي وه، د قرآن له مخې جزیه په اهل کتابو او هغه مشرکینو لګول روا دي چې عجمیان وي، اسلام راوړل او جزیه یو ځای سره نه جمع کېږي.
دې سره د اسلام اشاعت هم کمزوری شو او عجمي مسلمانانو سره دا تصور پیدا شو چې د اسلامي فتوحاتو هدف دا دی چې موږ د عربانو غلامان جوړ شو، ځکه چې اوس که هغوی اسلام هم قبول کړي له عربانو سره برابرېدی نشي.
دا خرابي له دېنه نوره هم وړاندې ولاړه د لمانځه امام، قاضي او د والي تقرر کې هم دېته کتل کېدل چې دا کس عرب دی که عجم؟. کوفه کې حجاج بن یوسف حکم صادر کړی ؤ چې له عرب پرته باید بل څوک امام مقرر نکړای شي. (ج ۲ ، ص۲۳۳) حضرت سعید بن جبیر چې کله ونیول شو حجاج ورته خپل احسان ور يادکړ، چې له عرب پرته بل څوک امامت نشي کولی اوموږ تاته مو د امامت اجازه درکړې وه.
همدا راز د عراق د نبطیانو په لاسونو یې مهرونه ولګول.
(ابن خلکان وفیات الاعیان، ج ۲، ص ۱۱٥ ).
د بصرې له ښار نه یې ډېر زیات نوي مسلمان شوي عجمیان و ویستل. (العقدالفرید،ج ۳، ص ٤۱٦).
د حضرت سعید بن جبیر غوندې ستر عالم چې د ده د مرتبې علماء به په ټول عالم اسلام کې درې څلور تنه ول، کله چې د کوفې قاضي وټاکل شو ښا ر کې شور جوړ شو چې عجمي څنګه قاضي مقرر کړی شو؟
له عرب پرته خو بل څوک د قضاء اهل نشي کېدای، بالآخر د ابو موسی -رضي الله عنه- زوی ابو برده قاضي مقرر شو او ده ته حکم وشو چې د ابن جبیر له مشورې پرته فیصله ونکړي. (ابن خلکان، ج۲، ص۱۱٥ )
دا خبره تر دې رسېدلې وه چې جنازو باندې هم عجمي ته امامت کول ممنوع ول، مګر دا چې عرب هلک به هم موجود نه وو.
(العقدالفرید، ج ۳ ، ص ٤۱۳)
که چا غوښتل چې کومې عجمۍ پېغلې سره نکاح وکړي د پېغلې د پلار په ځای به هغه عرب ته رجوع کېدله چې دا کورنۍ د هغوی په ولاء کې وه. (پورتنۍ حواله )
د وینځې نه پېدا شوی جائز اولاد به د عربانو ترمنځ په دغه عصر کې هجین (عیبي) بلل کېدو او دا مسأله مشهوره شوې وه چې وراثت کې د ده حق د عربې ښځې نه پیدا شوي ماشوم سره یو برابر نه دی، دا تخیلات د شریعت مخالف تصورات ول؛ ځکه چې د شریعت له مخې د دواړو حق یو برابر دی. ( (ابن قتیبه، عیون الاخبار، ج۲، ص ٦۱).
ابوالفرج الاصفهاني دا کیسه لیکلې ده چې د بني سلیم یو شخص خپله لور یو عجمي نوي مسلمان ته په نکاح ورکړې وه، محمد بن بشیرالخارجي لاړ د مدینې والي ته یې د دې شکایت وکړ، والي صیب فورا د زوجینو تر منځ تفریق وکړ، هغه نوی مسلمان یې په لښتو وواهه سر، ږېره او وروځې یې ورته وخریلي او ذلیل یې کړ. (الأغاني ج ۱۴، ص ۱٥۰)
دا هغه پالیسي وه چې عجمو کې یې عجمي قوم پرستي(شعوبیت) پېدا کړ، د همدې له امله خراسان کې د امويانو مقابل کې د عباسيانو تحریک او دعوت کامیاب شو، عجمیانو کې د عربانو خلاف نفرت خپور شوی وو، عباسي داعیانو همدا شی د أمویانو خلاف استعمال کړ، عجمیان په دې طمع له عباسي دعوت سره ملګري شول، چې د أمویانو حکومت که زموږ په مرسته سقوط وکړي په دې ترتیب موږ د عربانو زور ماتولی شو، د بنو امیه دا پالیسي یوازې عجمو پورې محدود نه وه ، بلکې عربانو کې یې هم سخت اختلاف پیدا کړی وو، د عدناني، قحطاني، یماني، مضري، ازد، تمیم، کلب او قیس قبائلو پخوانۍ جګړې په دې دور کې بیا را تازه شوې وې.
حکومت به په خپله قبایل یو د بل خلاف استعمالول، عرب والیانو به خپلو ساحو کې خپلې قبیلې له پوره تعصب سره پاللې او له نورو قبایلو سره به یې بې انصافۍ کولې، خراسان کې د دې پالېسۍ له امله یمني او مضري قبایل سره په شدید کشمکش کې اخته ول تر دې چې عباسي داعي ابو مسلم خراساني له دې اختلاف نه ګټه پورته کړه یو یې له بل سره وجنګول په دې ترتیب یې أموي خلافت له سقوط سره مخ کړ، حافظ ابن کثیر د حافظ ابن عساکر په حواله لیکلي:
کله چې عباسي فوځونه په دمشق (أموي دار الخلافة) ختل عین وخت کې د بنو أمیه دارالخلافه کې د یماني او مضري قبایلو ترمنځ سخت اختلاف موجود وو، تر دې چې جوماتونو کې دوه، دوه محرابونه جوړ شوي ول او جامع مساجدو کې په دوه منبرونو به دوه خطیبانو خطبې ورکولې او جلا، جلا امامت به کېده یو بل پسې لمانځه ادا کولو ته آماده نه ول.