د خلافت او بادشاهۍ تفاوت ۹- د قانون د حاکمیت ختمېدل

24-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د خلافت او بادشاهۍ تفاوت

۹- د قانون د حاکمیت ختمېدل


تر ټولو لوى مصیبت چې د ملوکیت دوره کې په مسلمانانو پرېوته هغه د قانون د حاکمیت ختمېدل ول، سره د دې نه چې دا د اسلامي حکومت له اساساتو ځنې وه چې قانون باید له هر څه مقدم وي، حاکم وي او سلطه ولري. اسلام چې په کوم اساس خپل ریاست قائموي هغه دا دی چې شریعت باید په هر څه پورته وي حکومت، حکمران، راعي او رعیت، غټ او ورکوټي، عوام او خواص ټول باید د قانون تابع وي، څوک هم له قانون نه مستثنا او آزاد نه دی، چاته هم د قانون خلاف کار کولو اجازه نشته ده، دوست وي که دښمن، حربي کافر وي که معاهد، مسلمان رعیت وي، که ذمي، مسلمان وفادار رعیت وي، که په جنګ کې اخته باغي وي، الغرض چې هر څنګه وي هغه سره د تعامل یوه ځانګړې طریقه شریعت کې شته ده چې له هغې نه هېڅ حال کې حکومت ته سرغړونه روا نه ده. خلافت راشده په خپله ۳۰ کلنه دوره کې د دې قاعدې پابندي کوله تردې چې حضرت عثمان او حضرت علي -رضي الله عنه-ما ډېرو نازکو او سختو حالاتو کې هم د شریعت له حدودو نه خارج پښه کېنښوده، د دې راشدینو خلفاوو یوه ځانګړتیا دا وه چې د دوی حکومتونه د شرعي حدودو، قیودو پابند ول، مطلق العنان حکومتونه نه ول، خو کله چې د ملوکیت دوره پیل شوه نو بادشاهانو د خپلو ګټو، سیاسي اهدافو، په ځانګړې توګه د خپلو حکومتونو د قیام او بقاء لپاره عموما د شریعت د کومې پابندۍ او قیدوبند خیال نه ساتلو، سره د دې نه چې د ملوکیت دوره کې هم د مملکت قانون شریعت ؤ، د کتاب او سنت رسول له دستوري او قانوي حیثیت نه چاهم انکار نه وو کړی، محاکمو په شریعت پرېکړې کولې او عام حالاتو کې ټول معاملات د شریعت موافق ترسره کېدل، لیکن د بادشاهانو سیاست عموما د دین تابع نه وو، د خپل سیاست غوښتنې یې په هره جائزه او ناجازه لارې پوره کولې، دې معامله کې یې د حلال او حرامو ډېره پروا نه کوله، د بنو أمیه حکومت کې د سیاسي ګټو په اړه د قانون د پابندۍ څه حال ؤ؟ دا مؤرخینو تفصیل سره بیان کړي دي، حجاج، زیادبن ابیه، بسر بن ارطاة، عقبه مري، خالدالقسري او داسې نور هغه والیان دي چې ظلمونه یې هرچاته معلوم دي. 


د يزيد دوره: 

۱- شخصيت: 

زموږ پادشاهانو کې یو ناکاره سړی یزید تېر شوی دی، د یزید په اړه زموږ ډېرو ناپوهانو ته دا غلط فهمي پیدا شوې ده چې یزید صحابي ګڼي، داخبره قطعي غلطه ده یزید قطعا صحابي نه دی، یزید ۲٦ هجري کې تولد شوی دی او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په ۱۰ (لسم) هجري کې وفات شوی دی. 

لکن صحابه کرامو سره یې ملاقات شوی وو، مثلا خپل پلار یې(امیرمعاویه -رضي الله عنه-) او داسې نور خو د تابعینو په اړه الله فرمایلي دي: (والتابعین لهم باحسان) خو دی د اصحاب کرامو تابعداري په صحيح توګه (بالإحسان) نه وه کړې، له دې امله په تابعينو کې هم نه حسابیږي. زموږ د تاریخ اوږدو کې یو سُني عالم یې هم تعریف او مدح نه ده کړې، بلکې داسې اظهارات ښه ډېر شته چې ترحیم پرې درست کار نه دی ګڼل شوی، حتي هغه علماء چې نسبتا د امويانو دفاع کوي هغو هم همدغه خبره کړې ده، یو جماعت د علماوو ویلي چې مشخص (نام ګفته) لعنت ویل پرې درست کار نه دی ځکه چې د اعمالو خاتمه نامعلومه ده، یا دا چې په یزید باندې د لعنت په بهانه خبره نوره هم مخکې لاړه نشي پلار ته یې ونه رسي چې هغه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د صحبت له فیض نه مستفید شوی ؤ، د صحابه کرامو په اړه موږ ته احتیاط کول په کار دي لکن که څوک په عمومي توګه و وایي د حسین -رضي الله عنه- په قاتلانو د لعنت وي دا درست دي او مشخص په يزيد لعنت ويل دې اساس درست نه دي؛ ځکه چې د امام حسین د قتل په اړه داسې روایت هم شته چې هغه پرې اوښکې بهولې وې، (والله اعلم.) له امام احمد نه منهاج السنة کې ابن تیمیه -رحمه الله- نقل کړي چې د امام احمد زوی له امام احمد نه پوښتنه وکړه، پلاره! څه خلک له یزید سره محبت کوي؟ امام احمد ورته و ویل: أیحب یزیدَ من یؤمن بالله والیوم الاخر؟ آیا څوک چې په الله او رسول ایمان لري هغه له یزیدسره محبت کوي؟ 

بیا زوى ورته و ویل : نو تاسو لعنت پرې ولې نه وا یاست ؟ 


امام احمد ورته و ویل : تا خپل پلار لیدلی چې کله يې پر چا لعنت ویلی وي؟ بیا شیخ ابن تیمیه د امام احمد مذهب د یزید باره کې دا نقل کړی: (لَایُحبَّ ولا یُسَبُّ) مینه ورسره نه ده په کار او لعنت ویل پرې هم نه دي په کار. خو علامه محمود الوسي -رحمه الله- وایي: چې د احمد مذهب دا دی چې په يزيد لعنت ويل جواز لري. (سورة محمد ۲۳ آیت تفسیر) 


دا خبره علامه محمد بن عبدالرسول برزنجي هم لیکلې ده چې د امام احمد په مذهب په يزيد لعنت ويل جائز دي.علامه عبدالرحمن ابن جوزي، قاضي ابو یعلی، علامه جلال الدین السیوطي، علامه محمود الوسي علامه تفتازاني او نورو پرې لعنت ویل جائز ګڼلي دي علامه الوسي ویلي که زه یې مسلمان هم ومنم بیا هم لعنت پرې جائز منم. (سورة محمد ۲۳ آیت تفسیر). عبدالرحمن ابن جوزي په دې موضوع کتاب لیکلی: الرد علی المتعصب العنید المانع من ذم یزید، او ابن جوزي حنبلي المذهب عالم دی. علامه الوسي بيا د یزید په کفر قول کړی فرمايي: وأنا أقول: الذي یغلب على ظني أن الخبیث لم یكن مصدقابرسالة النبي-صلی الله علیه وسلم- وأن مجموع ما فعل مع أهل حرم الله تعالى وأهل حرم نبیه علیه الصلاة والسلام وعترته الطیبین الطاهرین في الحیاة وبعد الممات وما صدر منه من المخازي لیس بأضعف دلالة على عدم تصدیقه من إلقاء ورقة من المصحف الشریف في قذر ولا أظن أن أمره كان خافیا على أجلة المسلمین إذ ذاك ولكن كانوا مغلوبین مقهورین لم یسعهم إلا الصبر لیقضي الله أمرا كان مفعولا ولو سلم أن الخبیث كان مسلما فهو مسلم جمع من الكبائر ما لا یحیط به نطاق البیان وأنا أذهب إلى جواز لعن مثله على التعیین ولو لم یتصور أن یكون له مثل من الفاسقین والظاهر أنه لم یتب واحتمال توبته أضعف من إیمانه ویلحق به ابن زیاد وابن سعد وجماعة فلعنة الله عز وجل علیهم أجمعین، وعلى أنصارهم وأعوانهم و شیعتهم ومن مال إلیهم إلى یوم الدین ما دمعت عین على أبي عبد الله الحسین. (سورت محمد، ۲۳ آیت تفسیر روح المعاني) د الوسي د لیکنې خلاصه: 


۱- زما غالب ګومان دا دی چې دا خبیث د رسول الله -علیه السلام- د رسالت تصدیق کونکی نه ؤ.  

۲- د نبي پاک د کورنۍ سره د ده ناکاره کړنې، په مدینه منوره حمله، په بیت الله منجنيق ويشتل او د الله د حرم اوسېدونکو سره د ده معامله او هغه نورې رسوایي چې یې کړي دا د قرآن د یوې پاڼې له بې عزتۍ نه کمه ګناه نه ده چې دا د کفر وي او د ده اعمال د کفر نه وي. 

۳ - د ده دا حالت په لویو خلکو پټ نه وو خو څه یې نشو کولی د الله فیصلې ته منتظر ول. 

۴- که ومنو چې دا خبیث مسلمان ؤ بیا هم دومره کبائر یې جمع کړي چې بیانول یې ګران دي، زه دغه شان خلکو باندې مشخص لعنت ویل جائز ګڼم. 

٥- ظاهر دا ده چې توبه یې نه ده کړې او د توبې احتمال یې د ایمان له احتمال نه هم ضعیف دی. 

۶- له ده سره په دې حکم کې ابن زیاد، ابن سعد او نور ملګري او تر قيامته د دوی مرسته کوونکي هم شامل دي په ټولو د الله لعنت وکړي تر څو چې په ابو عبدالله (امام حسین) یوه سترګه هم اوښکه تویوي.  

(روح المعاني تفسیر سورة محمد آیت،۲۳) همدا رنګه یزید ته څه اشعار منسوب شوي دي چې هغه حافظ ابن کثیر او نورو نقل کړي دي، دا اشعار په دوه مواقعو نقل شوي دي یو د کربلا نه وروسته بل په مدینه منوره له حملې نه وروسته چې ډېر صالحین او مسلمانان پکې قتل شوي ول. البدایة والنهایة کې چې ابن کثیر هغه اشعار نقل کړي دي هلته ابن کثیر ویلي دي که دا رښتیا وي الله دې په یزید لعنت وکړي. ځینوعلماوو یې په ځواب کې ویلي دي چې دا اشعار ابن الزبعري مشرک د أحد جنګ کې ویلي وو، د دې ځواب کې بیا ویل شوي که یزید د ابن الزبعري دا اشعار استشهاداً نقل کړي وي نو په استشهادي توګه هم داسې اشعار نقل کول هم کفر دی، تاسو به واياست چې هغه کوم اشعار وو؟ دا په مدینه منوره له حملې وروسته چې کله د یزید لښکر مدینه زیر و زبر کړه دا اشعار هغه وخت د یزید له خوا ویل شوي دي یا یې د ابن الزبعري اشعارو باندې استشهاد کړی؛ د هغه اشعارو مفهوم دا دی: چې له اوس او خزرج قبیلو او نورو نه مې د بدر انتقام واخیست. بدر کې د یزید د پلار مادري نیکه، د نیکه ورور او ماما (عتبه بن ربیعه، شیبه بن ربیعه او ولید بن عتبه بن ربیعه) د مسلمانانو له خوا قتل شوي ول، نو ده ته منسوب دي چې ده و ویل نن مې دبدر بدله واخیسته او همدغه شان څه اشعار د کربلا نه وروسته هم نقل شوي چې طبعا دا کفري خبره ده. خو ډېرو دې روايت ته د شک په سترګه کتلي دي له دې امله علامه الوسي هم جزما دا نه دي ویلي چې دا اشعار هغه ویلي او ابن کثیر هم پرې د تشویش اظهار کړی خو علامه محمود الوسي په يزيد د هغه د نورو کارونو او کړنو له امله د غالب ګومان په اساس د کفر قول کړی دی. والله أعلم. یزید د ټولو اهلسنتو علماوو په نزد نېک او صالح انسان نه ګڼل کېږي، جمهور علماء یې فاسق حکمران ګڼي د هغه د ناوړه اعمالو له امله ورسره مینه او محبت درست نه ګڼي، شیعه ګان هغه په یقیني توګه کافر ګڼي. خو زموږ تراث کې چې د هغه په اړه کومه خبره چلیږي د هغې ما وضاحت وکړ. 


۲- د یزید درې غټ وحشتونو او ظلمونو کې لومړی د کربلا واقعه ده


(10 -محرم 61 ھ ق) امام حسین، ټول صحابه کرام، تابعین او عام مسلمانان د یزید د حکومت مخالف ول، که ځینو خلکو بیعت کړی وو فقط د دې لپاره یې کړی وو چې د فتنې مخه بنده شي، بیعت په دې اساس نه وو چې یزید أهل او صالح انسان او د خلافت د منصب وړتیا لري. 


له دې امله په محرم ٦۱ هجري کې د کوفې د خلکو په دعوت امام حسین -رضي الله عنه- عراق ته روان شو ورسره د فامیل اعضاء او لږ نور ملګري هم ول، چې ټول د ځينو رواياتو په اساس ۷۲ او د ځينو په حساب ۱٥۰ تنه جوړېدل. یزید يو ظالم کس عبیدالله بن زیاد (د کوفې والي) ته أمر وکړ چې د امام حسین -رضي الله عنه- مخه ونیسي، والي د ۷۲ يا ۱٥۰ نفرو (چې واړه او د اهل بیتو ښځینه هم پکې شامل ول) د جنګ لپاره ٤۰۰۰ زره کسیز لښکر را روان کړ دواړه کربلا کې سره مخامخ شول او خبرې پیل شوې.  


د امام عالي مقام موقف: 

امام حسین وویل: ماسره جنګ مه کوئ، زه درې پیشنهادونه لرم: 

۱- ما بوځئ یزید ته.۲- اجازه راکړئ چې بېرته مدینې ته لاړ شم.۳- اجازه راکړئ چې کومې سرحدي منطقې ته هجرت وکړم. د لښکر بدمعاشانو ورته و ویل: ته به عبیدالله بن زیاد د کوفې والي ته تسلیمېږې! د والي عداوت د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د کورنۍ سره هر چاته معلوم وو، امام نه غوښتل چې عبیدالله جنايت کار ته تسلیم شي، د هغې لامل دا ؤ چې د أهل بیتو یو بل امام (مسلم بن عقیل) همدې والي وژلی ؤ، امام عالي مقام له هغه نه وېره کېده، هغه ته یې تسليمېدل نه غوښتل لنډه دا چې امام سره بله لار پاتې نه شوه الا داچې بې رحم او وحشي والي ته تسلیم شي یا جنګ وکړي چې شهید شي. بالآخر جنګ پیل شو درې ورځې يې دوام وکړ، د امام ټول ملګري یو یو قتل شول بالآخره د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او فاطمې بي بي نازولی بچی او د زړه ټوټه یوازې پاتې شو چا پرې د حملې جرائت نه شو کولی بالآخر د یو روایت مطابق شمر بن ذی الجوشن بدخت، شقي القلب په نازولي امام حمله وکړه، سر یې ورته له تنې نه جلا کړ، د بل روایت مطابق د نامعلوم کس غشی په امام ولګېده سینه مبارکه کې یې ونښته، بیا شمر پلید حمله وکړه سر یې ورته جلا کړ.  


د کربلا اسيران:  

د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په اولاده کې دغه کسان کربلا کې اسیران شوي ول: ۱- علي بن حسین بن علي بن ابی طالب چې سخت بیمار ؤ (امام زین العابدین او امام سجاد هم ورته وایي) ۲-امام محمد بن علي بن حسین بن علي الباقر چې ٤ کلن ؤ. ۳- محمد بن حسین، ۴- عمر بن حسین ۵- زید بن حسین ٦ - محمد د امام حسین لمسی، ۷- حسن المثنی د امام حسن مجتبی زوی، ۸ - قاسم بن عبدالله بن جعفر بن ابي طالب ۹- قاسم بن محمد بن جعفر، ۱۰- محمد بن عقیل او ځینو کتابونو نور نومونه هم لیکلي دي. 


سپېڅلې اسیرې بیبیانې : 

د رسول الله د کورنۍ لاندې بیبیانې اسیرې شوې: زینب، فاطمه، أم کلثوم او رقیه دا د حضرت علي کرم الله وجهه لورګانې وې.د امام حسین لوڼې : سکینه، فاطمه، رقیه او زینب. 

د امام حسن لو ر: فاطمه، رُباب د امام حسین ماندينه، ځینو روایاتو کې نور نومونه هم راغلي. د امام په جسد مبارک یې اسونه و زغلول او د امام حسین سر یې نیزه کې ورکړ د کوفې والي عبیدالله بن زیاد ته یې وړاندې کړ چې انعام پرې واخلي، بیا یې کوفه کې و ګرځاوه. د کوفې والي عبیدالله خطبه و ویله : الحمدلله الذي اظهر الحق وجنده ونصرامیرالمؤمنین و حزبه و قتل کذاب بن کذاب حسین بن علي. ژباړه : حمد هغه خدای ته دی چې حق او دحق لښکر یې غالب کړ، د امیرالمؤمنین یزید او د هغه د لښکر یې نصرت وکړ، درواغجن د درواغجن زوی حسین د علي زوی یې قتل کړ، جومات کې شور شو خلکو غږونه پورته کړل ته دروغجن یې پلار دې دروغجن دی، بیا یې د امام حسین سر یزید ته ډالۍ کړ، ځینو روایاتو کې راغلي چې یزید پرې خپه شو، له سترګو یې اوښکې وبهېدې، او وې ویل که زه هلته موجود وی ما به داسې نه وو کړي او ځينو نورو رواياتو کې راغلي دي چې د خوښۍ اظهار يې پرې وکړ خو په دومره ناوړه پېښه یې چاته هم سزاء ورنکړه، نه یې والي معزول کړ، والي (ابن زیاد) ته د یزید د قهر او غوسې خبره رانقل شوې ده خو د سزا ذکر چا نه دی کړی حتی چې معزول کړی یې هم نه دی، له دې نه داسې معلومېږي چې دا د خوشحالۍ روایت به درست وي. (والله اعلم) داکیسه تفصیل سره مولانا ابوالکلام آزاد خپل کتاب شهید کربلا کې هم لیکلې ده.  


۳- د یزید دوهم غلط کا ر: 

دوهم ناوړه کار يې دا چې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره په ٦۳ هجری ذی الحجې ۲۷ يا ۲۸ تاریخ په مدينه منوره حمله وکړه د مختلفو رواياتو په اساس ۱۰- ۱۲ یا ۱٥ زره لښکر یې د مسلم بن عقبه په مشرۍ کې ولېږه، حکم یې ورته وکړ چې درې ورځې خلک اطاعت ته را وبله که اطاعت یې وکړ خو ښه ده کنه بیا حمله پرې وکړه، هغه چې کله ورسېده خلکو ته يې د اطاعت خبره وکړه خلکو د هغه خبره و نه منله، د حکم موافق مسلم بن عقبه په مدينه منوره حمله وکړه، زموږ تاریخونه وایي چې ۷۰۰ صحابه، تابعین، قاریان او نیکان خلک په کې قتل شول او ۱۰ زره په کې عام مؤمنان مسلمانان قتل شول. دا تعداد ممکن ډېر دقیق نه وي خو په هر صورت ډېر زيات خلک په کې وژل شوي ول چې هر څومره ول ځکه دا عادي جنګ نه وو، صحابه به کم وژل شوي وي ځکه هغه وخت کې ټول په مدينه کې موجود نه ول او يو غټ شمېر له دېنه مخکې وفات شوي ول او ځينې نورو ښارونو کې استوګن ول. خو د صحابه کرامو زامن، تابعين، د تابعینو علماء او عام مسلمانان پکې زیات وژل شوي دي، بیا د جنګ د خاتمې نه وروسته درې ورزې مدینه منوره مباح و ګرزول شوه، چا چې څوک وژل غوښتل وژلی یې شو، ځینو مورخينو د بې ناموسۍ د اجازې خبره هم نقل کړې ده او ځینو بیا د بې ناموسۍ د اجازې ورکولو خبره نه ده تسلیم کړې خو تردې برېده قائل شوي چې کیداشي څه انفرادي پېښې ترسره شوې وي. علامه ابن جریر او ابن کثير څه جز ئي واقعات هم نقل کړي دي موږ ترې صرف نظر کوو ممکن څه شیان درست نه وي او نقل يې مناسب نه ښکاري.  


۴- درېیمه پېښه چې په یزید پرې قوي نیوکه کېږي: 

هغه دا وه چې مکه مکرمه کې د عبدالله بن زبیر خلاف لښکر کشي وکړه او بیت الله د منجنیقونو دګذارونو لاندې راغی چې دیوالونو ته یې هم نقصان ورسېده. 

په مدينه منوره د حملې مسؤول بدبخت ظالم (مسلم بن عقبه) مشلل مقام کې مړ شو د مرګ نه وړاندې یې حصین بن نمیر خپل قائم مقام تعیین کړی ؤ، لکه څنګه چې د يزيد مخالف د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مشهور صحابي عبدالله بن الزبیر -رضي الله عنه- مکه مکرمه د خپل خلافت پلازمېنه ګرځولې وه او هلته میشت وو، يزيدي لښکر د حصين بن نمير کمبخت په مشري ( ۲۷ د محرم ٦٤ هق) په مکه مکرمه حمله وکړه د جنک دوران کې بیت الله هم ترې په منجنیقونو و ویشتل شو، خو د همدې جنګ دوران کې په څوارلسم د ربیع الاول یزید مړ شو لښکر يې هم نور جنګ ونکړ لاړل شام ته. د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ښېرا په یزید ولګېدې په مدینه منوره له حملې شپږ څلویښت ورځې وروسته مړ شو، ابن الزبیر کعبه شریفه دوباره تعمیر کړه، دا واقعات دومره مشهور دي چې ټولو مورخينو نقل کړې دي او د حدیثو کتابونو کې د محدثینو تبصرې هم پرې میندل کېږي، په مدینه منوره باندې د جنګ وړاندوینه له نبي پاک نه هم ثابته ده مدینه باندې حمله کونکو ته د رسول پاک ښېراوې: 

عن سعد رضي الله عنه قال سمعت النبي صلى الله علیه وسلم یقول : «لاَ یَكِیدُ أَهْلَ المَدِینَةِ أَحَدٌ إِلَّا انْمَاعَ كَمَا یَنْمَاعُ المِلْحُ فِي المَاءِ» (رواه البخاري) 

(سعد -رضي الله عنه- وایي: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي چې فرمایل یې: د مدینې خلکو سره څوک مکیده نه کوي مګر دا چې داسې به ویلي شي لکه مالګه چې په اوبو کې ویلي کېږي).  

دا روایت په نورو الفاظو هم رویت شوی هدف ترې دا دی چې څوک په مدینه حمله وکړي او خلک یې و وېروي او هلته وېره او دهشت پیدا کړي. (په دې اړه نور ډېر صحیح احادیث هم شته چې په حاشيه کې یې کتلی شئ د یزید کیسو کې ما د جزئیاتو نه د احتیاط په اساس ډډه وکړه هسې نه چې څه شیان په کې ضعیف تېر شوي وي) که د اسلام مشورتي نظام قائم وی او خلیفه په مشوره مقررېدلی دا مشکلات به په ښه طریقه حل شوي ول، نه به بغاوت ته حاجت پیدا کېده او نه به دومره نا أهل کس خلیفه جوړېده چې علماء یې په کفر او اسلام کې بحث لري، دا د ملوکیت او دکتاتورۍ محاصل ول چې امت يې تر اوسه د اغېز لاندې دی. اوس امت باید د مشاورتي نظام د قیام لپاره هلې ځلې وکړي دکتاتوري نظامونه آخر هم په فساد او تخریب منتج کېږي، بنوامیه، بنو عباس، عثمانیان، د ډېرو ښېګڼو او مثبتو کارونو سره د ملوکیت له امله له سقوط سره مخ شول، بادشاهتونه حکومتونه له ملتونو نه لیرې کوي په پای کې له ځان سره ملتونه هم تباه کوي او تباه يې کړل د شوروي کمونستي نظام د دنیا لوی جنګي مشین ؤ، خو حزبي او تنظیمي دکتاتورۍ له ملت نه لرې او په پای کې له سقوط سره مواجه شول، عدل او انصاف، واک کې د خلکو سالم اشتراک، شورا او جرګه د اقتدار د استحکام او د ملتونو د هوساينې او دوام باعث ګرځي. 


حاشيه: 

ځينې خلک د يزيد د فضیلت په اړه د ځينو عمومي رواياتو نه استدلال کړی دی، خو ناصبیان له اهل بيتو سره تعصب اړونده کړي دي او ځينې سنيان د ناصبيانو د تبليغ ښکار شوي دي دغه خلک هغه احاديث نه ويني چې په مدينه منوره حمله کوونکو ته رسول الله -صلی الله علیه وسلم- بد دعاء کړې ده دغه ناصبیان په دې احاديثو د تعصب او اهل بيت سره د خپلې دښمنۍ په اساس سترګې پټوي او خپل آخرت خرابوي.  


په مدينې منورې باندې حمله: 

وعن سعد رضي الله عنه قال سمعت النبي صلی الله علیه وسلم یقول :«لا یَكِیدُ أَهْلَ المَدِینَةِ أَحَدٌ إِلَّا انْمَاعَ كَمَا یَنْمَاعُ المِلْحُ فِي المَاءِ» (رواه البخاري) 

ورواه مسلم بلفظ: «وَلَا یُرِیدُ أَحَدٌ أَهْلَ الْمَدِینَةِ بِسُوءٍ إِلَّا أَذَابَهُ اللهُ فِي النَّارِ ذَوْبٙ الرَّصَاصِ، أوْ ذَوْبَ الْملْحِ فِي الْمَاءِ» و رواه البزار بلفظ: «اللَّهُمَّ اكْفِهِمْ مَنْ دَهَمَهُمْ بِبَأْسٍ -یَعْنِي أَهْلَ الْمَدِینَةِ - وَلَا یُرِیدُهَا أَحدٌ بسُوءٍ إِلَّا أَذَابَه الله كَمَا یَذُوبُ الْمِلْحُ فِي الْمَاءِ.»  


و عن جابر رضي الله عنه: أَنَّ أَمِیرا مِنْ أُمَراءِ الْفِتْنَةِ قَدِمَ الْمَدِینَةَ، وَكَانَ قَدْ ذَهَبَ بَصَرُ جَابِرٍ، فَقِیلَ لِجَابِرٍ: لَوْ تَنَحَّیْتَ عَنْهُ، فَخَرَجَ یَمْشِي بَیْنَ ابْنَیْهِ فَنُكبَ، فَقَالَ: تَعِسَ مَنْ أَخَافَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ، فقَالَ ابنَاهُ - أَوْ أَحَدُهُمَا - : یَا أَبَتِ وَكَیْفَ أَخَافَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وَقَدْ مَاتَ!! قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَ سلَّمَ یَقُولُ: «مَنْ أَخَافَ أَهْلَ الْمَدِینَةِ فَقَدْ أَخَافَ مَا بَیْنَ جَنْبَيَّ» ( رواه أحمد) 


وعن السائب بن خلَّاد رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله علیه وسلم قال: «مَنْ أَخَافَ أَهْلَ الْمَدِینَةِ أَخَافَهُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ، وَعَلَیْهِ لَعْنَةُ اللهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِینَ، لَا یَقْبَلُ اللهُ مِنْهُ یَوْمَ الْقِیَامَةِ صَرْفاوَ لَا عَدْلا» ( رواه أحمد) 


وعن عبادة بن الصامت رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله علیه وسلم أنه قال: «اللَّهُمَّ مَنْ ظَلَمَ أَهْلَ الْمَدِینَةِ وَأَخَافَهُمْ فَأخَفْهُ، وَعَلَیْهِ لَعْنَةُ الله وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِینَ، لَا یُقْبَلُ مِنْهُ صَرْفٌ وَلَا عَدْلٌ.»  


(رواه الطبراني في الْأوسط و الكبير) دا ټول حديث بخاري، مسلم، امام احمد غوندې سترو محدثينو روايت کړي دي په دې کې پر هغه خلکو ويل شوي،ښېرې ورته شوي او ويل شوي چې الله به يې هېڅ عمل قبول نکړي او دا چې نبي پاک وايي: چې څوک مدينې والا و ويروي زما زړه ډاروي، ناصبيان دا احاديث له نظره غورځوي. 


د بنو مروان حکومت  


د مروان تعارف: 

مروان د حٙکم زوی دی هغه د ابوالعاص هغه د أميه، د مروان پلار حــَکم ايمان راوړی ؤ خو د نبي -عليه السلام- په شا پسې به يې د نبي پاک پېښې کولې بيا نبي -علیه السلام- طائف ته جلا وطن کړ، د دغه حکم صيب زوی مروان بيا د يزيد نه وروسته خليفه جوړ شو د خلافت نه وړاندې د مدينې والي ؤ، مروان ښه عالم، فاضل انسان ؤ. د حکم په اړه ځينو داخبرې نه دي تسليم کړي خو د حضرت عثمان -رضي الله عنه- په خلافت کې د حکم راتګ له طائف نه ټولو منلی. (والله اعلم). له دې وروسته د مروان او د هغه د اولادې پاچاهي راغله او په هغه کې له دین څخه د سیاست آزادي او په سیاست باندې د دین د احکامو او حدودو قرباني اوج ته ورسیده. عبدالملک بن مروان که څه هم له سترو فقهاوو څخه وو له پاچاهۍ مخکې په مدینه کې د سعید بن المسیب، عروه بن زبیر او قبیصه بن ذؤیب په شان فقیه ګڼل کېده او د یزید په وخت کې یې په بیت الله د تيږو ويشتلو خلاف سخت احتجاج هم کړی ؤ او سخته ناخوښي یې څرګنده کړې وه خو کله چې په خپله  خليفه شو نو حجاج بن يوسف يې مکې ته ولېږه چې له حضرت عبدالله بن زبير -رضي الله عنه- سره جګړه وکړي دغه ظالم(حجاج) عين د حج په دوران کې په مکه مکرمه حمله وکړه په داسې حال کې چې د جاهليت په زمانه کې هم کفارو او مشرکانو د حج په وخت کې له جګړې څخه ډډه کوله، په ابو قبیس يې منجنيق نصب کړ په حرم باند یې تیږې وغورځولې. د حضرت عبدالله بن عمر -رضي الله عنه- په ډېر اصرار سره دا ډبرې ورول د دومره وخت لپاره بند شول تر څو له بهر څخه راغلي حاجيان طواف وکړي خو د دغه کال په حج کې د مکې خلک منیٰ شريف او عرفات شريف ته ونه شو تللی او نه هم د حجاج لښکر طواف او سعي وکولی شو. کله چې له بهر څخه راغلو کسانو طواف وکړ حجاج ظالم اعلان وکړ چې ټول حاجيان دې و وځي او بيا يې ډبرې ورول پيل کړل. (ابن الاثیر په جلد : 4 صفحه 23 ۔ البدایه جلد: 8 صفحه 329 ۔ابن خلدون جلد: 3 صفحه 37 تر 38).  


له فتحې وروسته د عبدالله بن زبیر، عبدالله بن صفوان او عماره بن حزم په سرونو او جسدونو څه وشول؟ له ويلو نه يې نه ويل غوره دي. د عبدالملک او د هغه د زوی ولید د دورې تر ټولو بد عذاب د حجاج واکمني وه چې شل کاله ورته د ظلم کولو ټولې لارې پرانستې وې. که څه هم په دې نړۍ کې هېڅ انسان د بدۍ او شر مجسمه نه ده او حجاج بن یوسف هم په بشپړ ډول له خیر څخه خالي سړی نه ؤ، په قرآن باندې د اعرابونو لګول د هغه داسې نېکي ده چې د نړۍ تر اخره به یې ستاینه کېږي، د سند فتح هم د هغه له لاسته راوړنو څخه یوه ده چې په دې خاوره کې تر ننه د الله تعالی د نوم اخستلو والا خلک پیدا کېږي. مګر د یو انسان ټول نېک اعمال د یو مؤمن د ناحقه وژلو سره برابر نه دي، هغه ټول ظلمونه خو لا پرېږده چې هغه د خپلې اوږدې واکمنۍ پرمهال ترسره کړل. مشهور د قرات امام عاصم بن ابي النجود وايي: (د الله جل جلاله هېڅ حرمت نشته چې دغه کس یې ارتکاب نه وي کړی). حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله فرمایي: که د نړۍ ټول قومونه خپل خبيث او شریر خلک راولي نو موږ کولای شو چې یوازې د حجاج په وړاندې کولو سره هغوی ته ماتې ورکړو. هغه حضرت عبدالله بن مسعود -رضي الله عنه- ته د منافقینو مشر ویل، د هغه خبره دا وه چې که ابن مسعود -رضي الله عنه- مې موندلی وای نو د ځمکې تنده به مې د هغه په وینو ختمه کړې وای، هغه اعلان کړی وو چې که څوک د ابن مسعود په قرائت قرآن کریم تلاوت کړي زه به یې غاړه غوڅه کړم او د هغه قرائت به له مصحف څخه پاک کړم که څه هم د خنزیر په هډوکي ولې نه وي. هغه د حضرت انس بن مالک او حضرت سهل بن سعد ساعدي -رضي الله عنهما- په څېر مشرانو ته سپکاوی وکړ او د هغوی په غاړه یې مهرونه ولګول، هغه حضرت عبدالله بن عمر -رضي الله عنه- ته د مرګ ګواښ وکړ. په ښکاره ډول به یې ویل چې که زه خلکو ته د جومات له یوې دروازې نه د وتلو امر وکړم او دوی له بلې دروازې ووځي نو زما لپاره د هغوی وینه حلاله ده، د ده په وخت کې د هغو کسانو شمېر چې په زندان کې پرته له کومې قضايي پرېکړې وژل شوي، ۱۲۰ زره بلل کېږي. کله چې هغه مړ شو، 80000 بې ګناه خلک پرته له کومې محاکمې او قضایي پریکړې د هغه په زندانونو کې پراته وو. (الاستیعاب جلد : 1 صفحه 35 جلد 2 صفحه571۔ ابن الاثير جلد : 4 صفحه 29۔133۔ البدایه جلد : 9 صفحه: 2۔83۔91۔128۔129۔131۔137۔ابن خلدون جلد : 3 صفحه 39).  


او دا هغه ظالم والي ؤ چې عبدالمالک یې د مړینې په وخت کې خپلو اولادونو ته وصیت وکړ چې د حجاج بن یوسف باید تل درناوی وکړي ځکه چې هغه داسې څوک دی چې زموږ لپاره یې د سلطنت لار جوړه کړه، دښمنانو ته یې په بشپړه توګه ماتې ورکړه او هغه څوک چې زموږ په ضد راپاڅیدلي وو وځپل. 


(ابن الاثیر په جلد: 4 صفحه 103۔ البدایه جلد : 9 صفحه 67 ۔ ابن خلدون جلد : 3 صفحه 58) دا وصیت په بشپړه توګه د هغه ذهنیت استازیتوب کوي چې د خلکو له کوم ذهنيت سره حکومت پر مخ بيوه، د دوی په نظر کې اصلي اهمیت د دوی د خپل ځواک وو په هره طریقه یې چې ټینګښت او ثبات منځ ته راتلو هغه د دوی د خوښې وړ وه قطع نظر له دې چې د شریعت ټول حدود مات شي. دا ظلم دې حد ته رسېدلی ؤ چې د خليفه ولید بن عبدالملک په زمانه کې حضرت عمر بن عبدالعزیز یو ځل په ژړا شو چې حجاج په عراق کې، ولید په شام کې، قره بن شریک په مصر کې، عثمان بن حیان په مدینه منوره کې او خالد بن عبدالله بن القسري په مکه کې، ای خدایه! ستا دنیا له ظلمونو ډکه شوه، ای الله پاکه! اوس خلکو ته راحت ورکړه.  


(ابن الاثیر جلد : 4 صفحه 13). دا خلک د سياسي جبر تر څنګ په عامو ديني چارو کې هم تر ډېره حده انحراف خوښونکي شوي وو په لمانځه کې غيرمعمولي ځنډ د دوی معمول وو.  

(البدایه جلد: 9 صفحه- 789).  


د جمعې لومړۍ خطبه به يې په ناستو ويله.  

(ابن الاثیر جلد : 4 صفحه: 119). مروان د اختر له لمانځه مخکې د خطبې ورکولو طريقه اختيار کړه او دا یې د کورنۍ لپاره دايمي سنت وګرځېدل. 

(الطبری جلد : 6 صفحه 26۔ البدایه جلد : 8 صفحه 258۔ جلد: 10 صفحه 30۔31 ۔ ابن الاثیر جلد : 3 صفحه 300)  


د عمر بن عبدالعزیز مبارکه دوره:  


تعارف: 

عمر بن عبدالعزيز بن مروان بن الحکم بن ابي العاص بن امیة القرشي.عمر بن عبدالعزيز 61 هـ ق کې په مدينه منوره کې پيدا شوی ؤ خپلو ماما خېلو سره د هغو د تربيت د لاندې لوی شوی ؤ او د ماماخېلو پرې ډېر تأثير وو، دی د حضرت عمر د لمسۍ زوی ؤ. 87 هجري کې د مدينې والي مقرر شو بيا 91 هـ ق کې طائف هم د ده د ولايت لاندې داخل کړای شو په دې ترتيب د ټول حجاز مقدس والي وګرځېده. بیا له دندې معزول کړای شو او شام ته لاړ کله چې سلیمان به عبدالملک پادشاه شو دی يې ځان ته نژدې کړ خپل مشاور يې مقرر کړ بيا يې ورته د خلافت عهد هم وکړ، د سليمان له مړينې وروسته خليفه وګرځېده، کال 101 کې وفات شو، د خلافت موده يې دوه نيم کاله وه د اموي واکمنۍ په ټوله ۹۲ کلنه دوره کې د حضرت عمر بن عبدالعزیز دوه نیم کاله خلافت په تیارو کې يوه رڼا وه. هغه پېښه چې د هغه د ژوند بڼه یې بدله کړه هغه دا وه چې په ۹۳ هجري قمري کال کې چې کله د مدینې منورې والي ؤ د ولید بن عبدالملک په حکم د حضرت عبدالله بن زبیر زوی خبیب ته ۵۰ دُرې سزا ورکړل شوه او د یخنۍ په موسم کې په سر يې د یخو اوبو مشک واړول شو بيا ټوله ورځ د مسجد نبوي په دروازه کې ودرول شو بالآخره هغه له همدې امله وفات شو. (البدایه جلد : ۹ صفحه ۸۷). دا یو ښکاره ظلم او قطعي ناروا سزا وه چې عمر بن عبدالعزیز د والي په حیث ترسره کړې وه خو وروسته یې له ولايت نه استعفا ورکړه او سخت غم او د خدای ویره پرې مسلط شوه. په ۹۹ هجري قمري کال کې چې د سليمان بن عبدالملک د پټ وصيت پر بنسټ خليفه وټاکل شو، يو ځل بيا يې د نړۍ په مخ کې د خلافت او سلطنت توپير روښانه کړ، د هغه د بیعت لومړۍ وینا دا وه: (پرته له دې چې زه يې غوښتنه وکړم یا په دې کار کې له ما سره مشوره وشي یا د مسلمانانو سره مشوره وشي د دې حکومت په امتحان کې اچول شوی یم، زه د خپل بیعت غاړکۍ ستاسو له غاړې څخه لرې کوم، اوس تاسو خلک هغه څوک امير جوړ کړئ چې تاسو یې غواړئ د خپلو چارو مشر په خپله خوښه وټاکئ.) 


خلکو وویل: چې موږ په تاسو خوښ یو، موږ ټول ستاسو له حکومت څخه راضي یو بيا يې د خلافت منصب ومنلو او ويې ويل: (په حقیقت کې په دې امت کې زموږ د رب، زموږ د پیغمبر او زموږ د دین د کتاب په اړه اختلاف نشته، بلکې زموږ دا جنګ د دینار او درهم په اړه دی، په خدای قسم! زه به چا ته په ناروا لار څه ور نکړم او نه به د چا مشروع حق بند کړم، خلکو! هغه څوک چې د الله تعالی اطاعت کوي د هغه اطاعت واجب دی او څوک چې د الله تعالی اطاعت نه کوي د هغه اطاعت نشته دی، تر څو چې زه د الله جل جلاله اطاعت کوم زما اطاعت وکړئ او کله چې زه د الله تعالی نافرماني وکړم، نو پر تاسو زما اطاعت واجب نه دی). (البدایه جلد: ۹،صفحه ۲۱۲۔۲۱۳)  


له دې وروسته یې هغه ټولې لارې چارې او عادتونه چې پلرونو یې اختيار کړي ول له منځه یوړل او د راشدینو خلفاوو په شان یې د ژوند بڼه غوره کړه، بيا يې ټول هغه جايدادونه چې په خپله ده ته په ناحقه توګه په ميراث کې رسېدلي وو بېرته بیت المال ته وګرځول حتی د خپلې مېرمنې ګاڼې او زيورات يې هم په خزانه کې داخل کړل او د څلوېښت زره دینارو کلني حاصلاتو والا جايداد کې يې يوازې د څلور سوه دیناره حاصلاتو والا جايداد ځان ته پرېښود، دا هغه جايداد ؤ چې په سمه روا توګه د هغه په ملکیت کې راغلی ؤ. (البدایه جلد: ۹صفحه ۲۰۰۔ ۲۰۸ ۔ابن الاثیر جلد: ۴ صفحه ۱۵۳۔۱۶۴)  


په دې توګه يې لومړی له الله او امت سره د خپل حساب له پاکولو وروسته اعلان وکړ: هر څوک چې د شاهي کورنۍ او د هغې د اميرانو په وړاندې دعوه لري بايد خپل شکايت وړاندې کړي او که چا دا ثابته کړه چې هغه څه چې ترې غصب شوي وو د هغه حق دی بېرته به ورکړل شي، دې کار د امویانو په کورونو کې غوسه راوپاروله او هغوی د عمر بن عبدالعزیز عمه فاطمه بنت مروان چې دوی یې ډېر درناوی کاوه ورته ولېږله چې له دې کاره ډډه وکړي. خو هغه ځواب ورکړ: کله چې د حاکم خپل عزیزان ظلم وکړي او حاکم یې اصلاح نه کړي نو څنګه کولای شي چې نور له ظلم څخه منع کړي؟ هغې وویل: (ستاسو د کورنۍ غړي تاسو ته خبرداری درکوي چې تاسو به د دې چلند سختې پایلې سره مخ شئ، هغه ځواب ورکړ: که زه د قيامت د ورځې نه پرته له بل څه څخه وېرېږم نو دعاء کوم چې له هغه څخه راته ارام او سکون نصيب نه شي.  


بالآخره هغه نا امیده واپس شوه او خپلې کورنۍ ته یې وویل: دا ټول ستاسو له خپله لاسه شوي دي تاسو د عمر بن الخطاب د کورنۍ له يوې انجلۍ سره واده وکړ او بالآخره هلک خپل مورني نيکه ته لاړ.  


۲- د عمر بن عبدالعزیز مبارکه دوره. 

د مسؤولیت احساس یې داسې ؤ چې کله د خپل مخکني مشر سلیمان بن عبدالملک له ښخولو وروسته بېرته راستون شو ډېر غمجن ښکارېده خلک حیران شول چې د سلطنت په ترلاسه کولو د خوښۍ پرځای غمجن دی، پوښتنه وشوه چې د دې غم او خپګان لامل څه دی؟ ویې ویل: په دې امت کې چې له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې خپور شوی دی داسې څوک نشته چې د هغه له غوښتنې پرته دې د هغه حق ادا کول په ما واجب نه وي. (ابن الاثیر جلد: ۴، صفحه ۱۶۴).  

د هغه د مېرمنې وینا ده چې زه د هغه کوټې ته لاړم او ومې لیدل چې هغه په جانماز ناست دی او ژاړي ما ترې پوښتنه وکړه: تا ته څه پیښ شوي؟ هغه ځواب ورکړ: ما د محمد -صلی الله علیه وسلم- د امت چارې په خپله غاړه اخیستې دي. زه فکر کوم چې یو کس وږی فقیر دی، یو څوک ناروغ دی، یو څوک مظلوم دی، یو غریب زندانی دی، یو زوړ او کمزوری دی، یو واده شوی عيال دار دی، دا ډول خلک د هېواد په هر ګوټ کې خپاره دي، زه پوهیږم چې زما رب به د قیامت په ورځ له ما څخه پوښتنه وکړي چې ما د دوی لپاره څه کړي دي او محمد -صلی الله علیه وسلم- به په هغه وخت کې زما خلاف مستغيث وي، زه ویره لرم چې قضيه زما په خلاف ثابته نه شي، له همدې امله زه په خپل ځان خفه کېږم او ژاړم. 

(ابن الاثیر جلدصفحه ۱۶۵) 


ظالم حاکمان او چارواکي يې معزول کړل او پر ځای يې ښه واکمنان وګومارل. هغه ټول هغه غیر قانوني ماليات يې بند کړل چې د امویانو په دوره کې ټاکل شوي وو. په مسلمانانو باندې د جزيې د لګولو طريقه يې بنده کړه او خپلو واکمنو ته يې جدي حکم ورکړ چې هېڅ مسلمان او ذمي دې د شريعت خلاف په دُرو ونه وهل شي او هېڅ چاته دې زما له اجازې پرته د وژلو او لاس پرې کولو سزا ورنه کړای شي. (الطبري جلد: ۵ صفحه ۳۱۳۔۳۱۵۔۳۲۱۔ ابن الاثیر جلدصفحه ۱۵۸) 

د ده د حکومت په اخري شپو ورځو کې د خوارجو (باغیانو) یوې ډلې د دوی پر ضد پاڅون وکړ، هغه د دې ډلې مشر ته ليکلي وو: د وينو تويولو څه ګټه ده؟ راشه او له ما سره بحث وکړه، که ته په حقه يې نو زه به يې درسره ومنم، که زه په حقه يم نو ته يې راسره ومنه، د خوارجو مشر دا خبره ومنله او دوه کسان یې د خبرو لپاره ولېږل، دوی دواړو و ویل: موږ باور لرو چې ستا طریقې ستا د کورنۍ له خلکو سره توپیر لري او ته د هغوی کړنې د ظلم په توګه بیانوې خو څه خبره ده چې ته په هغوی لعنت نه وايې؟ حال دا چې دوی په غلطه لاره روان وو؟ حضرت عمر بن عبدالعزیز -رضي الله عنه- ځواب ورکړ: آیا د دوی د غندلو لپاره دا کافي نه ده چې زه د دوی کړنې ظالمانه بولم؟ له دې وروسته ولې لعنت ویل هم اړین دی؟ تا څو ځله په فرعون لعنت ویلی دی؟ په دې توګه حضرت عمر بن عبدالعزیز د خوارجو هرې پوښتنې ته مسکت او قانع کوونکي ځوابونه ورکول په پای کې له دوی څخه یوه و ویل: آیا یو عادل سړی دا منلی شي چې د هغه ځای ناستی دې ظالم وي؟ عمر بن عبدالعزيز وویل: نه! خارجي و ويل: آيا له تا وروسته دغه خلافت يزيد بن عبدالملک ته ورسپارې؟ په داسې حال کې چې ته پوهېږې چې هغه به په خپل حکومت کې په حقه لاره نه ځي، عمر بن عبدالعزیز و ويل: ده ته خو له ما وروسته د خلافت عهد له ما نه مخکني خليفه (سليمان بن عبدالملک) کړی دی اوس به زه څه وکړم؟  


(هغه خارجي ورته وویل: آیا ته فکر کوې چې له تا وروسته هغه کس چې سليمان بن عبدالملک نومولی دی د هغه دا حق ؤ؟ او د هغه دا پرېکړه سمه وه؟ په دې خبره عمر بن عبدالعزيز بې ځواب پاتې شو او د مجلس له پای نه وروسته يې په وار وار وويل: «د يزيد مسألې زه و وژلم، زه د خوارجو دې استدلال ته هېڅ ځواب نه لرم، خدای دې راته بخښنه وکړي.  

(الطبري: جلد: ۵ صفحه ۳۱۱۔ ابن الأثیر جلد: ۴ صفحه ۱۵۵۔۱۵۷۔ ابن خلدون جلد: ۳ صفحه ۱۶۲) 


د‌ عباسيانو حکومت: 

مستبد حکومتونه لنډ مدته او کمزوري وي ملت کې يې احترام د نشت برابر وي، همدا راز د ‌خلکو قلبي محبت او همدردي هم ورسره نه وي، په سقوط او زوال يې هم څوک نه خپه کېږي او په سخت وخت کې يې څوک مرسته هم نه کوي، په اوسني عصر کې يې په نړۍ کې بالعموم او په اسلامي نړۍ کې يې بالخصوص ډېر مثالونه موجود دي، اتحاد جماهير اشتراکيه شوروي کې د کمونیستي نظام له سقوط نه وروسته خلکو د لينن او سټالن مجسمې په تيږو و ويشتې او ماتې يې کړې، د نړۍ تاريخ کې دکتاتورانو حقيقي عزت او احترام کله هم نه دی ګټلی. 


ابوبکر او عمر -رضي الله عنهما- تر اوسه د امت ترمنځ محترم دي حتی کفار يې مثالونه ورکوي ځکه چې دوی عادلانه او د شورائيت تر اصولو لاندې حکومت کړی دی. اسلامي امت کې له راشده خلافت نه وروسته لومړنی نظام چې شورائيت يې ساقط کړ د امويانو حکومت ؤ، د دوی حکومت له سِند نه تر اسپانيا پورې د نړۍ په ډېره لویه برخه يو با وقار، مضبوط او دبدبه لرونکی حکومت ؤ، په ظاهره چا دا ګومان نه شو کولی چې د چا د مخالفت له امله به دا حکومت سقوط وکړي يا به کمزوری شي، خو په کومه طريقه او طرز (ظلم او استبداد) چې دا حکومت روان ؤ د هغې له امله خو د خلکو څټونه ورته ټیټ ول، لکن د امت په زړونو کې یې ځای نه درلود، له همدې امله لا يوه پېړۍ پرې نه وه تېره شوې چې عباسیانو يې په آسانۍ سره حکومت له سقوط سره مخامخ کړ، دا هم يو حقيقت دی چې کله يې چې حکومت سقوط وکړ له يوې سترګې نه پرې هم د غم اوښکه توی نه شوه ځکه د دوی د ظلم او استبداد له امله يې د امت زړونو کې څه احترام او محبت نه درلود.  


د عباسیانو وعدې:  

د خلافت دا نوي مدعيان له دې امله د امويانو په خلاف کامياب شول چې دوی عامو مسلمانانو ته دا اطمینان ورکړی وو چې موږ د نبوت د کورنۍ سره تړلي خلک يو موږ به د کتاب او سنت سره موافق کار کوو او زموږ په لاس به حدود الله قائم شي. يوسل دوه ديرش( 132ه‍) ربيع الاول کې چې کله لومړني عباسي خليفه ابوالعباس سفاح سره کوفه کې د خلافت بيعت وشو، هغه خپل لومړني تقرير کې د امويانو د ظلمونو د بيان نه وروسته و ويل : زه هيله لرم چې له کومې کورنۍ نه چې تاسو ته خير په لاس درغلی ؤ له هغې نه به تاسو ظلم او ستم و نه وينۍ او له کوم ځای نه چې تاسو صلاح میندلی ؤ له هغه ځای نه به فساد و نه مومۍ. د سفاح له تقریر نه وروسته د هغه تره داؤد بن علي خلکو ته اطمینان ورکړ چې موږ دې لپاره نه يو وتلي چې سره او سپين را ټول کړو، يا قصرونه جوړ کړو او نهرونه په کې روان کړو، بلکې کوم شی چې زموږ د نهضت او پاڅېدو باعث شو هغه دا ؤ چې زموږ حق غصب شوی ؤ او زموږ د تره زامنو ( آل ابي طالب ) باندې ظلمونه کېدل او بنو اميه تاسو سره ناکاره سلوک کولو او هغوی تاسو ذليل کړي ياست، ستاسو بیت المال کې يې بې ځايه تصرف وکړ اوس پر موږ باندې ستاسو لپاره د الله، رسول او حضرت عباس ذمه ده چې موږ به ستاسو تر منځ د الله دکتاب او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د سيرت په رڼا کې حکومت کوو. (الطبري ج ۶ ص ۸۲-۸۳ ابن الأثير ج ۴ ص ۳۲۵ البداية و النهاية ج ۱۰ ص ۴۱) ليکن د حکومت له قیام نه يې ډېر زيات وخت نه وو تېر شوی چې له عمل نه يې دا ثابت شوه چې دا ټولې وعدې فریب او دوکه وه.  


د عباسیانو کړنې:  

د امويانو دارالسلطنت (دمشق) له فتحې وروسته عباسي فوځ هلته قتل عام وکړ چې پنځوس زره کسان پکې ووژل شول، اویا ورځې جامع بنی امیه د اسونو اصطبل ؤ د حضرت معاویه -رضي الله عنه- په ګډون د ټولو امویانو قبرونه وکیندل شول. کله چې د هشام بن عبدالملک مړی په قبر کې خوندي او سم وموندل شو نو په چړو ووهل شو تر څو ورځو یې په عام محضر کې ځوړند کړ، بیا یې جسد وسوځول شو او ايره يې و نوستل شوه، د وژل شوو خلکو په مړو فرش و غوړول شو د پاسه پرې خلک کېناستل ډوډۍ یې پرې وخوړه. همداراز په بصره کې هم امويان و وژل شول، جسدونه يې له پښو ونيول شول او په لارو کوڅو کې وغورځول شول چې سپي يې وخوري، په مکه مکرمه او مدینه منوره کې هم له دوی سره همداسې وشول. کله چې په موصِل کې د عباسي خليفه سفاح پر ضد پاڅون وشو نو خپل ورور یحییٰ يې د پاڅون د ځپلو لپاره ولېږه یحییٰ اعلان وکړ چې هر څوک چې د ښار جامع جومات ته ننوځي هغه به خوندي وي هلته په زرګونو خلک راټول شول بیا د جومات په دروازو کې يې پيره داران ودرول امان ورکول شوي خلک يې په ډله ییزه توګه و وژل په دې موقع یوولس زره کسان ووژل شول. په شپه کې یحییٰ د هغو ښځو د ژړا غږ واورېد چې مېړونه یې وژل شوي وو امر یې وکړ چې سبا د ښځو او ماشومانو وار دی په دې توګه په موصل کې له دریو ورځو راهیسې د وژنو بازار ګرم وو چې ښځې، نارینه، ماشومان او بوډاګان هم پکې نه دي خلاص شوي. د يحيىٰ په لښکر کې څلور زره کسان زنګیان ول دوی د موصل په ښځو برید وکړ او د زنا او جبر طوفان یې رامینځته کړ يوې ښځې د يحيىٰ د آس قیزه ونيوله او په پېغور يې ورته وويل: تاسو بني هاشم او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د تره زامن ياست، ته نه شرمېږې! چې ستا زنګي لښکريان عربو مسلمانو ښځو ته سپکاوی کوي، یحییٰ په قهر شو هغه د خپل لښکر زنګیان عسکر یې د معاشونو او انعام په لالچ کې راټول کړل او ټول یې و وژل. يزيد بن عمر بن هبيره د سفاح خليفه لخوا په خپلو لاسونو ووژل شو دا د تړون په ښکاره سرغړونه کې يې و وژل شو. د منصور د حکومت په زمانه کې د عباسیانو د وعدو حقيقت ښه څرګند شو چې مونږ په آل ابي طالب باندې د امويانو د ظلمونو خلاف پاڅون کړی دی، کومه زمانه کې چې محمد بن عبدالله ( النفس الزکيه) او د هغه ورور ابراهيم له حکومت نه پټ ول او منصور د دوی د نيولو لپاره سخت کوښښونه روان کړي ول د دوی ټوله کورنۍ يې په دې جرم ونيول او بنديان يې کړل چې د دواړو امامانو په اړه يې حکومت ته معلومات نه ورکول او د هغه ټول ملکیتونه ضبط او نيلام شول، د دوی د کورنۍ غړي له مدینې څخه عراق ته په زولنو او بندونو کې يوړل شول، دوی په زندان کې سخت شکنجه شول محمد بن ابراهیم بن الحسن -رحمه الله- په دیوال کې ژوندی کېښودل شو، د ابراهیم بن عبدالله -رحمه الله- خسر له کوره وویستل شو او یو نیم سل دُرې و وهل شو بیا یې سر د خراسان په بازارونو کې ګرځاوه او یو څو کسان د هغه سره شاوخوا ګرځېدل او د خلکو په مخ کې یې په درواغه ګواهي ورکوله چې دا د النفس الذکیه سر دی، څه موده وروسته کله چې نفس ذکيه په مدينه کې شهيد کړای شو سر يې پرې کړل شو او له يوه ښار نه بل ښار ته يوړل شو او د ده او د ملګرو جسدونه يې په مدينه کې درې ورځې په عام محضر کې زوړند کړي ول، بيا جبل سلع ته نژدې د يهوديانو په هديره کې وغورزول شول. (البداية و النهايه ج ۱۰ ص ۹۰)  


دې پیښو په پیل کې وښودله چې د بني عباس سیاست د امویانو په څېر د دین څخه خپلواک دی او دا چې دوی د دين په حدودو ماتولو کې هېڅ باک نه لري لکه څنګه چې امویانو د سیاسي موخو په خاطر د خدای ټاکل شوي حدونو څخه د تېریدو هېڅ باک نه درلوده. هغه انقلاب چې د دوی په لاس راغی یوازې واکمنان یې بدل کړل، د حکومت طرز یې نه دی بدل کړی، د اموي دورې يوه نيمګړتيا يې هم له منځه نه وه وړې، بلکې ټول هغه بدلونونه يې په ځای ساتلي چې د اسلام په حکومتي نظام کې له خلافت نه وروسته د پاچاهۍ په راتګ سره رامنځته شوي وو. شورایي نظام هم په همغه ډول ودرول شو لکه څنګه چې مخکې ولاړ ؤ او د دې کار همغه پایلې را منځ ته شوې لکه چې مخکې ورته اشاره شوې ده. حتیٰ د بیت المال په مسأله کې هم د هغوی چلند د امویانو له چلند سره توپیر نه درلود، په عایداتو او لګښتونو کې شرعي احکام نه مراعات کېدل، بیت المال د پاچا شخصي خزانه وه نه د امت، د عایداتو او مصارفو یې هېڅ چا د حساب ورکولو مسؤوليت نه درلود.  


د خراسان مشهور فقیه ابراهیم بن میمون الصائغ د عباسیانو په ژمنو باور کړی ؤ چې د الله تعالی قانون به د کتاب او سنت په اساس قائموي، له دې کبله يې د دوی د دعوت لپاره په خراسان کې په فعاله توګه کار کړی ؤ، د انقلاب تر بریالیتوب پورې یې د الله جل جلاله د قانون د قيام په خاطر د ابو مسلم خراساني مرستې ته دوام ورکړ، د انقلاب تر کاميابۍ پورې د ابو مسلم خراساني ښي لاس جوړ شوی ؤ، خو له برياليتوب وروسته يې کله چې له ابو مسلم څخه د الله د قانون د قائمولو غوښتنه وکړه او هغه يې د کتاب او سنت خلاف کار کولو له امله تر انتقاد لاندې ونيو نو د ابو مسلم له خوا په مرګ محکوم شو. د خليفه او د هغه د درباريانو، د حکومت د اميرانو او متوسلينو له خوا پر قضایيه قوې فشار هم هماغه شان ؤ لکه څنګه چې د امويانو په زمانه کې ؤ، د خلیفه مهدي عباسي په وخت کې د قاضي عبیدالله بن حسن په دربار کې د هغه د یو قومندان او یو سوداګر ترمنځ جګړه پېښه شوه او قضاء ته دواړه حاضر شول خلیفه قاضي صاحب ته ولیکل چې زما د قومندان يا امير په ګټه بايد فیصله وشي، قاضي دغه حکم ونه مانه په نتيجه کې له دندې ګوښه شو (الخطيب تاريخ بغداد ج ۱۰ص ۳۰۹ )  


د هارون الرشید د واکمنۍ پر مهال قاضي حفص بن غیاث د خلیفه د بیګم ( زبیدې) د یوه سفارشي سړي پر ضد پرېکړه وکړه او هغه هم له دندې ګوښه شو. ( طاش کبری زاده مفتاح السعادة ج ۲، ص ۱۱۹)  

 

عجمي قوميت او زندقې ظهور:  

د عجمي قوم پرستۍ او زندقې ظهور هم د يوې کورنۍ د دکتاتورۍ او استبداد په نتیجه کې منځ ته راغلي ځکه هغه قومي، نسلي او وطني نفرتونه چې د امويانو له خوا راپيدا شوي وو د عباسيانو په زمانه کې هغه نفرتونه لا نور هم زيات شول. 


لومړی دا چې عباسي دعوت د يوې کورنۍ په ځای د بلې کورنۍ د نسلي استحقاق پر بنسټ ولاړ دعوت ؤ.  

خو د خپلې بریا لپاره یې دا پالیسي غوره کړه چې له یوې خوا د عربو قبایل یو له بل سره په جګړه بوخت کړي او له بلې خوا د عربو پر ضد له عجميانو څخه کار واخلي. 

یو له هغو لارښوونو څخه چې د عباسي دعوت امام ابراهیم بن محمد بن علي بن عبدالله بن عباس ابو مسلم خراساني ته د خراسان د کار د مسؤول په توګه کړې وه دا وه چې د یمنیانو او مضریانو تر منځ د اختلافاتو څخه ګټه پورته کړي. 


په دې توګه چې يمنيان له مضريانو سره په ښه توګه و جنګوي، دوهمه لارښوونه دا وه چې که امکان ولري په خراسان کې يو عربي ويونکی هم ژوندی پرېنږدئ او د پنځه لویشتو يا له دې څخه زيات عرب هلک هم ژوندی پرېنښودل شي چې په اړه يې لږ شک هم پيداشي.  

(ابن الاثیر جلد ٤) 


د دې چلند نتيجه دا را وخته چې د امويانو په زمانه کې د هغو د عرب قوم پرستۍ د تعصب له امله په عجميانو کې چې د عجمي قوم پرستۍ (شعوبيت) کوم اور بل شوی ؤ د عباسيانو په زمانه کې دا اور په پوره قوت سره راڅرګند شو. دا طوفان بيا يوازې د عرب قوم پرستۍ په ضد نه ؤ، بلکې د اسلام پر وړاندې یې هم د زندقې يوه جبهه قائمه کړه. د نژادي فخر او غرور روحیه له پخوا څخه په عجمي قومونو کې موجوده وه په ځانګړې توګه دوی عربان له ځان څخه ډېر ټیټ ګڼل، د اسلامي فتوحاتو په دوره کې کله چې دوی د صحرايي عربو لخوا مات شول دوی لومړی د سخت ذلت احساس وکړ.خو د اسلام د عدالت او مساوات اصولو او د صحابه کرامو، تابعينو او علماء کرامو چلند دومره عالي او ښه ؤ چې د دوی په زخمونو يوازې مرهم جوړ نه شو، بلکې په اسلامي امت کې د کامل اجتماعي مساوات سره د عجمو جذبېدل هم پیل شول. له دې اړخه که د حکومت اداري تګلارې هم له همدغو اصولو سره سمې وې، نو د بېلتون احساس او د ملتپالنې روحیه به هېڅکله په غیر عرب قومونو کې نه وه رامنځته شوې. خو لومړی د امویانو سخت دریځو عربو له دوی سره له سپکاوي ډک چلند وکړ او په دوی کې یې جوابي تعصب پیدا کړ او بیا عباسیانو د خپلو سیاسي موخو لپاره د‌ عجمي عصبيت جذبه وکاروله چې دوی ته یې د عجمي عصبيت د پرمختګ او خپراوي ښه فرصت په لاس ورکړ. 


عجميانو په دغه میدان کې د عباسیانو د بلنې ملاتړ وکړ او دا يې ګڼله چې کله زموږ د تورو په زور نوی سلطنت جوړ شي موږ به پکې مؤثر رول ولرو او په دې ترتيب به عربي ځواک پای ته ورسېږي، د هغو دا هيله پر ځای وه او پوره هم شوه. الجاحظ وايي چې د عباسي کورنۍ له حکومت ځنې يو خراسانی سلطنت جوړ شوی ؤ. ( البیان والتبیین، ج ٣) د منصور د خلافت په وخت کې د پوځ او ولایتونو په ډېرو پوستونو کې عجميان وټاکل شول او د عربو واکمني تقريبا پای ته ورسېده. (المقریزي، کتاب السلوک ج ١).  


هغه جزئیات او تفصيلات چې الجهشیاري په تاریخ الوزراء والکُتاب کې د منصور د وزيرانو او واليانو په اړه لیکلي د هغې له مخې هغه ټول عجميان ښکاري. (ص: ١٣٩، ١٥٣) دغو عجميانو د سیاسي واک په ترلاسه کولو سره يو پاپولیسټ [ populist] غورځنګ په لاره واچاوه چې په حقیقت کې یوازې ملتپال غورځنګ نه ؤ، بلکې له ځانه سره یې د إلحاد او زندقې جراثیم هم لرل. دغه ولسي حرکت په دې درست دلیل پیل شو چې عربان پر عجمو برتري نه لري خو ډېر ژر یې د عربو د مخالفت او د عربو د غندلو رنګ خپل کړ حتی د قریشو په ګډون یې د عربو د یوې، يوې قبیلې د غندلو لپاره د کتابونو په لیکلو پیل وکړ چې د ابن الندیم په الفهرست کې یې تفصیلي ذکر موندلی کېږي معتدل ډوله عجميان د عربو له غندلو نه وړاندې نه تېرېدل، خو د دې ډلې افراطيانو د عربو نه وړاندې په تېرېدو سره په خپله اسلام باندې هم بريدونه پيل کړل او عجمي امیرانو، وزيرانو، سيکرترانو او فوځي مشرانو يې په پټه ملګرتيا کوله.  


الجاحظ وایي: 

ډېر خلک چې په زړونو کې یې د اسلام په اړه شک پیدا شوی وو دا ناروغي د شعوبيت (پاپولزم) له لارې راغلې وه، دوی له اسلام څخه کرکه لري په دې دليل چې دا دين عربانو راوړی دی (کتاب الحيوان ج ۷)  


دغو خلکو د ماني، زردشت او مزدک د مذهبونو او عقايدو په را ژوندي کولو پيل وکړ او ورسره هغو د عجمي تمدن، د سیاسي او اداري نظام د فضایلو په بیانولو هم پيل وکړ، هغو د شعر تر پردې لاندې د فسق او فحاشي تبلیغ هم پیل کړ، په دین او حدود الله يې ملنډې وهلې، شراب او شباب ته يې بلنه ورکوله. په پرهیزګارۍ او تقوا يې ملنډې وهلې او په هغه چا هم چې د آخرت، جنت او دوزخ خبرې يې کولې.او ځینو یې د مسلمانانو د دین د خرابولو لپاره غلط حدیثونه جوړ او خپاره کړل. په دې توګه کله چې يو زنديق (ابن ابي العوجا) ونيول شو نو اعتراف يې وکړ چې څلور زره داسې احاديث يې ليکلي دي چې په هغه کې يې حرام حلال او حلال حرام ګرځولي دي او د اسلام احکام يې تبديل کړي دي. د منصور په وخت کې د کوفې والي محمد بن سلیمان بن علي هغه په مرګ محکوم کړ. 


(البداية ج ۱۰ ص ۱۱۱) یو بل کس یونس بن ابی فروة د اسلام او عربو په غندلو کې یو کتاب ولیکه او د قیصر روم په دربار کې یې وړاندې کړ او په دې خاطر هغه ورته جایزه ورکړه. (امالي المرتضی ج ۱ ص ۹-۱۰۰) الجاحظ په خپل رساله کې د یو زیات شمېر عجمي کاتبانو (د حکومت د سکرترانو) وضعیت ته اشاره کوي چې دا خلک د قرآن په حکم نیوکه کوي او وايي چې په دې کې تضاد دی، دوی احادیث دروغ بولي او د هغو د اعتبار په اړه شکونه راپورته کوي؛ د صحابه کرامو په فضیلتونو اعتراف کولو کې د هغوی ژبه بندیږي.کله چې د قاضي شريح، حسن بصري او الشعبي يادونه وشي نو دوی پرې اعتراضونه کوي.خو د اردشیر، بابکان او نوشیروان په یادولو سره د هغوی د سیاست او د هغوی د تکتیک په ستاینه کې هر وخت ګړندي وي. 


(ثلاث رسائل للجاحظ 

ابو العلاء المعری د دې دورې د مشهورو عجميانو په اړه وايي چې دوی ټول کافران وو د بېلګې په توګه ديبل، بشار بن برد، ابو نواس، ابو مسلم خراساني او داسې نور. (الغفران، دارالمعارف، مصر 1950 )  


د دوی زندقه يوازې په إعتقادي تېروتنو پورې محدوده نه وه، بلکې له اخلاقي حدودو څخه خلاصون هم د هغې سره لازم او ملزوم وو، ابن عبد ربه وايي: چې د خلکو په منځ کې دا معلومه وه چې شراب، زنا او رشوت د زندقې ضروري او ښکاره نښې دي.( العقد الفرید جلد: 2 صفحه 179) دا فتنې په بشپړه توګه د خلیفه منصور عباسي (۱۳۶ هـ ق نه تر/ ۱۵۸ هـ ق) د واکمنۍ پر مهال را پورته شوې وې. نه يوازې دا چې دا تحريک د مسلمانانو په منځ کې د ديني او اخلاقي فساد د خپرېدو خطر وو، بلکې له سياسي او اجتماعي اړخه يې هم د اسلامي ټولنې او دولت د ټوټه، ټوټه کېدو لپاره اسباب برابرول. د منصور جانشين المهدي د خپلې کورنۍ د سياسي تګلارو له منفي پايلو څخه په وېره کې ؤ، نه يوازې دا چې د تحريک د ځپلو هڅه يې وکړه، بلکې د علماوو يوه ډله يې وټاکله چې د زنديقانو په اړه بحث وکړي او د هغوی پر ضد د کتابونو په ليکلو سره له خلکو څخه هغه شکونه لرې کړي د کومو په وسيله چې دوی د خلکو ذهنونه خرابوي او د خلکو ترمنځ يې د اسلام پر ضد خپروي.(المسعودی جلد: 2 صفحه 515 ۔المقریزی، کتاب السلوک، جلد : 1 صفحه )  


د هغه په حکومت کې د عمر الکوزي په مشرۍ یوه دایمي څانګه جوړه شوه چې دنده یې د زنديقانو له منځه وړل او د زنديقانو د پرمختګ مخه نیول وه. (الطبری : 6 صفحه 389۔391 ۔البدایة جلد: 10 صفحه 149)  هغه لارښوونې چې مهدي خپل زوی الهادي ته کړې وې دا ښیي چې هغه د زنديقانو خطرونه څومره سخت احساسوي. 

هغه وویل :(که زما نه وروسته دا حکومت ستاسو په لاس کې راشي، د ماني د پلویانو په ځپلو کې وخت ضائع نکړئ. دا خلک لومړی خلکو ته د ظاهري ښو کارونو بلنه ورکوي؛ لکه: د فحشاوو څخه ډډه کول، په دنیا کې زهد او د آخرت لپاره عمل بیا دوی ته نصیحت کېږي چې غوښه حرامه ده، اوبو ته باید لاس ورنوړل شي ) یعنې غسل باید ونه شي او هر ډول څاروی باید ونه وژل شي. بیا دوی د دوه خدایانو عقیدې ته رهبري کوي او بالآخره يې د خويندو او لوڼو ودولو او په ادرار غسل کولو ته آماده کوي او دوی ماشومان هم غلا کوي تر څو هغوى وروزي او ګمراه یې کړي. 

(الطبري جلد: 6 صفحه 433434). 


د مهدي له دې وینا څخه په ښکاره ډول څرګندیږي چې په هغه وخت کې عجمي زنديقانو په ښکاره هڅه کوله چې خپل لرغوني دینونه د مسلمانۍ په بڼه کې تجدید کړي. 


د المسعودي په وينا د عباسي خليفه منصور د واکمنۍ پر مهال له پهلوي او فارسي ژباړو او د ابن ابي العوجا، حماد عجرد، يحيى بن زياد، مطيع بن ابي العوجا په څېر خلکو د آثارو او ليکنو له امله دا زهر خپاره شول. (مروج الذہب جلد: 2 صفحه 515) 


د امت عکس العمل 

دا وه هغه لنډه کيسه د هغه تغييراتو چې د خلافت په بادشاهي د بدلېدو له امله را منځ ته شول، له دې نه دا څرګندېږي چې امت او د امت نظر ته بې اعتنایي او د يو شخص يا قبيلې او تنظيم د خپل اقتدار لپاره کوښښ او په زوره د دغه اقتدار  قائمول څومره خطرناکې پايلې لري. د دې غلطۍ ابتداء چې چا کړې ممکن هغه وخت یې دا شعور هم نه ؤ چې زما دا غلطۍ به دومره ناوړه نتایج رامخې ته کوي ليکن په هر صورت دا د دغه عمل فطري او طبیعي نتایج دي چې مخې ته به راځي. خو دا خيال کول سخت غلط دی چې دغه سياسي تغييراتو د ژوندی اسلامی سیسټم بلکل ختم کړی ؤ. ځينې په سطحي توګه د تاريخ له مطالعې نه دا نتيجه اخلي چې اسلام فقط دېرش کاله کارېدلی او چلېدلی او بيا ختم شوی دی. سره د دېنه چې حقيقت داسې نه دی، وروسته به د دې لا وضاحت ستاسو مخې ته راشي چې کله امت مسلمه له دغه رنګ سياسي انقلاب (د شورائيت خاتمه) سره مخامخ شو، د امت اجتماعي شعور په کوم ترتيب د خپل ژوند د نظام د سنبالولو لپاره سيسټم او طريقه جوړه کړه.  


د زعامت تقسيم:  

مخکې مو وویل چې د راشده خلافت اصلي فضیلت دا ؤ چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- بشپړه استازولي یې کوله راشدين خلفاء نه یوازې دا چې راشدين ول، بلکې هغه مرشدين (لارښوود) هم ول، د هغو دنده یوازې د دولت اداره کول او د لښکرو جنګول نه وو، بلکې د الله تعالی د دین په بشپړه توګه قائمول يې هم خپل مسؤوليت ګڼه. خلافت په خپل ذات کې داسې مرکزي رهبري درلوده چې هم په سیاسي لحاظ د مسلمانانو مشري وه او هم یې د عقیدې او دین، اخلاقو، روحانیت، قانون او شریعت، کلتور او تمدن، تعليم، تربیت، دعوت او تبليغ؛ يعنې د ژوند په ټولو چارو کې د امامت او لارښوونې دنده ترسره کوله. لکه څنګه چې اسلام له هر اړخيز او جامع دی دغه رهبري( راشده خلافت) هم له هر اړخه جامع وه او مسلمانانو خپل اجتماعي ژوند د هغه تر لارښوونې لاندې په پوره ډاډ سره تېراوه. کله چې د خلافت پر ځای ملوکیت راغی نو هغه د دې هر اړخیزې رهبرۍ وړ نه ؤ او نه مسلمانان دې ته چمتو وو چې د یوې ورځې لپاره هم هغې ته دا حیثیت ورکړي. د پاچاهانو کومې کړنې چې موږ مخکې بیان کړې ښکاره ده چې له کبله یې د دوی اخلاقي وقار په ملت کې پاتې نه شو. دغو بادشاهانو د خلکو غاړې خپل اطاعت ته ښکته کولی شوې او ښکته يې هم کړې، زرګونه، لکونه خلک یې د تطميع کولو او وېرې په اساس د خپلو خواهشاتو خادمان جوړولی شو او جوړ يې هم کړل، ليکن دغه بادشاهانو د خلکو زړونه نه شو فتح کولی تر څو خلک یې خپل د دين مشران تسليم کړي. کله چې دغه حالت(د بادشاهت قيام) رامنځ ته شو، مسلمانانو په نه زړه دغه بادشاهان ومنل خو خپل ديني زعامت يې له دوی نه جلا کړ ديني معاملاتو کې خلکو پر دې بادشاهانو اعتماد نه کولو له همدې ځای نه د ديني او سياسي قيادت جلاوالی رامنځ ته شو.  

 

سياسي قيادت:  

د قيادت یوه برخه سیاسي رهبري وه چې د پاچاهانو له خوا په زور اخیستل کېده او له دې امله چې له زور پرته دوی له واکه لرې کېدلای هم نه شو او له زور پرته سیاسي رهبري لاس ته راوړل ممکنه هم نه وه، له دې امله د دغو بادشاهانو سياسي مشري امت په نه زړه ومنله. دا رهبري کافره نه وه چې له ردولو نه پرته یې بله چاره نه وي، د دې چلوونکي مسلمانان ول او ځانونه يې مسلمان ګڼل اسلام او د اسلام قانون يې منل او هغو هېڅکله د الله د کتاب او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له سنتو څخه انکار نه وو کړی.هم د دوی په حکومت کې عمومي چارې د شرعي احکامو سره سمې روانې وې یوازې د هغو سیاست د دین تابع نه وو او په همدغه برخه کې یې د اسلام د حکمرانۍ له اصولو څخه انحراف کړی ؤ. له همدې امله امت د دوی سیاسي رهبري دومره ومنله چې د دوی لاندې د دولت اداره روانه وه، امنيت او نظم قائم وو، سرحدونه خوندي ول، جهاد دوام درلود، جمعه، جماعت او حج ترسره کېده او د اسلامي قوانینو اجراء هم د محاکمو له لارې ترسره کېدله. د همدغو موخو لپاره که صحابه کرامو او تابعینو او تبع تابعینو له دې رهبرۍ سره بیعت کړی وو نو دا په دې معنا نه وه چې دوی هغه پاچاهان رښتیني امامان او د هغوی خلافت يې د راشد او لارښوود خلافت په توګه منلی وو، مګر دا بيعت یوازې په دې معنی ؤ چې دوی دا حقیقت منلی ؤ چې اوس دا خلک په عملي توګه د امت د سیاسي مشرتابه مالکان ګرځېدلي دي مشرانو د يو واقع شوي حقیقت سره مناسب تعامل کاوه، د دوی مشري چا له زړه نه نه وه تسليم کړې.  

 

ديني قيادت:  

دویمه برخه یې دیني رهبري وه چې د پاتې صحابه کرامو، تابعینو او تبع تابعینو، فقهاوو او محدثینو او د امت د صالحينو له خوا پرمخ بيول کېده او امت په پوره اطمینان سره د هغوی امامت قبول کړی وو، که څه هم دا رهبري منظمه نه وه، که څه هم د دوی داسې یو امام نه ؤ، چې هر چا د خپل مرشد په توګه منلی وی؛ سره له دې چې دغه قيادت يوه باصلاحيته شورا نه درلوده چې د ديني مسايلو په اړه پر خپل وخت متفقه فيصله صادره کړي او په ټول سلطنت کې د منلو وړ وي. دغو ټولو مشرانو او صالحينو په انفرادي توګه کار کاوه او دغو علماوو د اخلاقي نفوذ او وقار پرته بل هېڅ قسم عسكري او سياسي ځواک نه درلود. خو څرنګه چې دوی ټولو ته د هدایت یوه سرچینه د الله تعالی کتاب او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سنت مبارک وو او په ښه نیت یې د امت لارښوونه کوله نو په دې اساس په جزیاتو کې د نظر د اختلاف سره سره، د دوی ټولیز مزاج یو شان ؤ. 


د دواړه قيادتونو اړیکي: 

په دې دوه ډوله (ديني او سياسي) رهبري کې همکاري کمه او تضاد یا لږ تر لږه نه همکاري زیاته وه، سیاسي مشرتابه د خپلو دندو په ترسره کولو کې له مذهبي مشرتابه سره لږه مرسته کوله، يا یې نه او سياسي قيادت به چې څومره مرستې کولې مذهبي مشرتابه هغه په خلاص زړه نه منلې ځکه چې د دوی ايمان او وجدان دې ته چمتو نه وو چې د دې مرستې په بدل کې سياسي مشرتابه ته کومه بيه ورکړي. بیا په خپله د امت حالت هم داسې وو چې د دیني رهبرانو په منځ کې چې څوک به سلاطينو ته نږدې شول او چا به له دوی څخه کوم مقام یا وظیفه ومنله نو په سختۍ سره به یې په ملت کې خپل اعتماد ساتلی شو. د سلاطينو په وړاندې بې پروايي او د هغوی د غضب په مقابل کې ثابت قدمي د مسلمانانو د مذهبي رهبرۍ د وړتیا معیار ګرځیدلی وو. که د الله تعالی یو بنده به له دې معیار څخه انحراف وکړ نو ملت به له شديدې نګرانۍ لاندې نيوه او د هغه عظمت یې یوازې هغه وخت منلو کله چې به سلطان ته نږدې شو او د دین په برخه کې به یې هېڅ ډول مداهنت ( سستي) ونه کړ. د عامو مسلمانانو تر څنګ هغه کسان هم چې په سیاسي رهبرۍ یې ځانونه خرڅ کړي وو دې ته تیار نه وو چې د دین امام او پیشوا دې د دوی په څېر پلورل شوی څوک و اوسي او یا د هم د فشار له امله د دین په احکامو کې تحریف پیل کړي په دې توګه د هجرت د لومړۍ پېړۍ په منځ کې د مذهبي رهبرۍ لاره د سیاسي رهبرۍ له لارې څخه جلا شوه. (۸۷) د امت علماوو د تفسير، حديث، فقهې او نورو ديني علومو په تدوين او تدريس کې ډېر کار وکړ، د حکومت له مرستې پرته په خپلواکه توګه يې دا کارونه ترسره کړل او له حکومتي تأثير نه آزاد پاتې شول، خو ډېر کرته يې د پرله پسې بې مورده حکومتي مزاحمت او سختې لاسوهنې سره د مقابلې په حالت کې دا کار ترسره کولو. د امت د صالحينو له خوا د مسلمانانو د ذهن او اخلاقو د اصلاح لپاره ترسره شوي کارونه د سیاسي مشرتابه د تأثير، اغېزې او لاس وهنې نه خپلواک ول او د اسلام د رسالت خپرول تر ډېره د همدغو صالحينو مشرانو له برکته وو سلاطينو تر ډېره یوازې د هېوادونو د فتحه کولو او د میلیونونو خلکو د اسلام تر اغېز لاندې راوستلو لپاره کار کاوه، له هغه وروسته د دغو میلیونونو خلکو د ایمان ډګر ته راوستل د پاچاهانو سیاست نه، بلکې د پاکو او صالحو شخصیتونو د سیرت او کړنو کرشمه وه. اسلام څه قسم قيادت غواړي؟ خو ښکاره ده چې د قيادت له دې وېش سره د اسلام اصلي موخه نه پوره کېږي، د سياسي رهبرۍ نه په جلا والي کې ديني مشرتابه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره ډېر خدمتونه کړي دي بې له شکه دا خدمتونه ډېر د قدر وړ دي او ارزښت لري. نن ورځ د همدغو خدمتونو پایله ده چې اسلام په نړۍ کې ژوندی دی او اسلامي امت خپل دین په خپل اصلي څېره کې ویني. خو د اسلام اصلي موخه يوازې هغه وخت پوره کېداى شي چې دا امت داسې رهبري ولري چې په عين وخت کې د راشده خلافت په څېر مذهبي او سياسي رهبري ولري، څوک چې خپل سياسي قدرت او خپل ټول ذرائع او وسايل نه يوازې د دين د اهدافو د تحقق لپاره ولګوي، بلکې د دې ځواک اصلي موخه بايد په خپله د دين د اهدافو پوره کول وي، يعنې چې د رياست ټول قوت د دين د اهدافو د بشپړ کولو لپاره استعمال کړي.


ورته مطالب
+