حجاب

28-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د حجاب د مسئلې افتتاحيه


۱ -  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا.(الأحزاب: ۵۳).

٫٫ای مؤمنانو! د پيغمبر کورونو ته مه ننوځئ، مګر هغه وخت چې تاسو ته د خواړو بلنه درکړل شي. د خواړو لپاره انتظار مه کوئ، کله چې وبلل شۍ ننوځئ او کله چې خواړه وخورئ، نو لاړ شئ او هلته ناسته مه کوئ، ځکه چې دا کار پېغمبر ته تکليف رسوي، خو هغه له تاسو څخه حيا کوي، او الله د  (حقيقت) له ويلو نه حياء نه کوي. که تاسو د پېغمبر له مېرمنو څخه څه غوښتنه لرئ، نو د پردې شاته ترې غوښتنه وکړئ؛ دا ستاسو او د دوی د زړونو لپاره ډېر پاکيزګي ده. او نه تاسو ته دا روا ده چې د الله د رسول له مېرمنو سره له ده وروسته واده وکړئ؛ بې له شکه دا (کار) د الله په نزد ډېر ستر (ګناه) دی،،. (الاحزاب: ۵۳)


۲- (يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا (٣٢) وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا.) (الاحزاب، ٣٣).

٫٫ای د پيغمبر ښځو! تاسې د نورو ښځو په څېر نه يئ، که تاسې له الله څخه ويره کوئ؛ نو له چاسره په نرمۍ سره خبرې مه کوئ، چې په زړه کښې ناروغه (ناپاکه نيت لرونکي) خلک به طمع وکړي؛ او ښې خبرې وکړئ،،.

٫٫او په خپلو کورونو کې پاتې شئ، او د جاهليت د وخت د ښځو په څېر ځانونه مه ښکاره کوئ. لمونځ قائم کړئ، زکات ورکړئ، او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ. ای د پيغمبر کورنۍ! الله غواړي چې له تاسو څخه نا پاکي لرې کړي او تاسو بشپړ پاک کړي،،.


۳ - يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا.(الأحزاب: ۵۹).

٫٫ای پيغمبره! خپلو مېرمنو، لوڼو، او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپل چادري په ځانونو راخپره کړي. دا دیته ډېره نژدې خبره ده چې و به پېژندل شي (چې پاک لمنې او عزتمنې ښځې دي) او له تکليف نه به خوندي پاتې شي. الله ډېر بښونکی او مهربان دی.( الاحزاب: ۵۹)


۴ -  وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَىٰ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.( النور: ۳۱ ).

٫٫او مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټې وساتي او خپل شرمګاوې وساتي او خپل ښايست دې ښکاره نه کړي، مګر هغه چې په څرګند ډول ښکاره وي، او خپل پړونی دې د خپلو سينو د پاسه  خپور کړي. او خپل ښايست دې ښکاره نه کړي، مګر خپلو مېړونو، پلرونو، د مېړونو پلرونو، زامنو، د مېړونو زامنو، وروڼو، د وروڼو زامنو، د خويندو زامنو، خپلو ښځو، خپلو وينځو، هغو نارينه‌وو ته چې ښځو ته اړتيا نه لري، او هغو ماشومانو ته چې د ښځو په پټو ځايونو نه پوهيږي. او دوی دې خپلې پښې داسې ونه وهي چې هغه ښايست چې پټ يې کړی دی ښکاره شي. او ټول الله ته توبه وباسئ، ای مؤمنانو، د دې لپاره چې بریالي شئ،،.


۵ - وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ الَّلَاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( النور: ۶۰ ).

٫٫او هغه مشرانې ښځې چې له نکاح څخه پاتې شوې دي ( د زړښت له امله رغبت په کښې نه لري) او د واده هيله نه لري، پر هغوی باندې څه ګناه نشته که خپلې ځينې پاسنۍ جامې لرې کړي، په دې شرط چې ښکلا ښکاره کوونکې نه وي. او که ( له دېنه هم) ځان وساتي (او حجاب وکړي) نو دا د دوی لپاره غوره ده. او الله ښه اورېدونکی او پوه دی."


الله تعالی په دې آیت کې هغو مشرانو ښځو ته په حجاب کښې د آسانۍ او تخفيف اجازه ورکوي چې د نکاح هيله نه لري، خو دا هم ورسره وايي چې که هغوی ځانونه پټ وساتي، نو دا ورته غوره او د تقوی نښه ده.(النور: ۶۰).


د حجاب په اړه مقدماتي خبر خبره


حجاب يو له هغه حکمونو څخه دی چې قرآن پرې ډېر تاکيد کړی دی، په سوره احزاب او سورت نور کښې يې شپږ کرته يادونه شوېده ترڅو يې مختلف احکام مخې ته راشي.

د نورو احکامو په څېر د حجاب احکام هم په تدريجي توګه نازل شويدي، د حجاب احکام په لومړي ځل په سورت احزاب کښې ياد شوي دي، بيا د بنو مصطلق له غزوې نه وروسته په سورت نور کښې بشپړ

شوي دي، په همدې ترتيب د حجاب د احکامو پيل د رسول الله ﷺ له کور نه شو، لومړی پر دوی تطبيق شول، بيا په دوهمه مرحله کښې په نورو خلکو.

د حجاب په اړه د ټول امت ترمنځ څه اختلاف نشته دی، ټول دا وائي: چې دا يوه شرعي فريضه ده بايد پر ځای کړل شي ، البته په تفصيلاتو کښې د امت تر منځ طبعي ده چې اختلاف او متفاوت برداشتونه مخې ته راغلي دي، دا اختلاف د حجاب د فرضيت په اړه نه بلکې د نوعيت او کيفيت په اړه دی.

د هرچا مستند په کښې د هغه د خپل فهم مطابق د قرآن آيت يا حديث شريف دی، بيا د قرآن او سنتو د تشريح په پار صحابه وو او تابعينو نظريات دي.

په حجاب کښې تر ټولو غټ اختلاف د مخ د پټولو په اړه دی، چې جمهور وائي: مخ پټول فرض نه دي، خو چې کوم ځآی کښې يې ضرورت احساس شي باي پټ کړل شي، ځينې محققینو ويلي دي: چې مخ پټول ضرور دي، ځکه مخ د زينت مرکز دی، نو کله چې فرمائي: چې ښځې به خپل زینت چاته نه ښکاره کوي، نو د مخ لوڅولو او ښکاره کولو جواز به له کوم ځآی نه پيدا شي؟.

د دلائلو په نظر کښې نيولو سره همدغه مسلک راجح ښکاري، په دغه وړه رساله کښې د طرفینو د لائلو تحقيقي څېړنه شوې ده، چې هر منصِف لوستونکی ته يې له لوستلو نه وروسته قضاوت اسانه کېږي.

ما په کامل اخلاص او بې طرفي کوښښ کړی چې د خدای د شريعت او احکامو اصلي مقصد د وروڼو مخ ته کېږم.

يو خو هغه خلک دي چې د خپل هوا او هوس تابع دي ، هغوی د دلائلو ضعف او قوت ته نه ګوري، بلکې چې څه يې په طبعيت ښه لګېږي، هغه د هغه لپاره دين او شريعت دی، دغه رنګ خلک د سره زما مخاطب نه دي، زما مخاطب هغه خويندی او وروڼه دي چې درست شرعي حکم ځان ته معلوموي او بيا يې د پيروي هڅه کوي.


له الله نه مې غوښتنه ده چې دغه متواضع زيار په خپل دربار کښې قبول او منظور کړي او خدای د زما او زما د مور او پلار د مغفرت لامل وګرځوي. إنه کريم مجيب و ذالک علی الله يسير.


(۲۴ ربيع الثاني، ۱۴۴۶ موافق  ۲۸- ۱۰ ـ ۲۰۲۴ م. ترکيا ـ يلووا ـ چپليک کوئي ـ د سهار ۱۰ بچی او ۱۵ دقيقې)


1.د حجاب احکام: د آيتونو تشريح(۱)


د حجاب احکام:(۱)

د حجاب آیتونه د قرآن کریم دوه سورتونو کښې راغلي دي: لومړی  سورة احزاب دوهم سورة النور.


تاریخي شالید:

أ . سورة احزاب له جنګ احزاب نه جوخت وروسته نازل شویدی. ب . سورة النور د بنو مصطلق د غزا نه وروسته نازل شوی دی. ج . د احزاب غزا د هجرت پنځم کال د شوال میاشت کښې تر سره شوې ده. د . د بنو مصطلق یا مریسیع غزا د هجرت په شپږم غالبا د شعبان میاشت کښې تر سره شوې ده، مطلب دا چې لمړی سوره احزاب بيا سوه نور نازل شوی دی دا د رسول اکرم ﷺ د ډېر پخواني سیرت ليکونکي محمد بن اسحاق( ۸۵- ۱۵۱)  تحقیق دی.

ھ ۔ د ابن سعد د تحقیق مطابق معامله معکوس ده یعنې لومړی د بنو مصطلق جنګ تر سره  شوی بیا د احزابو جنګ ، نو مطلب دا شو چې سورة النور لومړی نازل شوی بیا ورپسې سورت احزاب نازل شویدی.

و .  علماوو او محققینو د ډېرو قرائنو او دلائلو له امله د محمد ابن اسحاق روایت درست ګڼلی دی

نو د حجاب د آیتونو پیل د سورت احزاب ځنې شوی دی او  د حجاب د احکامو تکمیل سورت نور کښې شوی دی  .

ز . د دې لنډ تاریخي شالید نه وروسته به د حجاب په اړه قراني آیتونه او د حجاب په اړه راغلي صحیح نبوي حدیثونه او د فقهاؤ نظرونه ذکر کړم ، د قرآن او سنت څرګندو لارښونو نه وروسته بیا فیصله ستاسو خپله ده چې په کومه روانېږۍ.


لومړی آيت:

د سوره احزاب ۵۳ آیت داسې دی:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا•(۵۳)


٫٫ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د پېغمبر ﷺ کورونو ته مه داخلېږئ پرته له دې چې تاسو ته د خوړو لپاره بلنه درکړل شي، او داسې هم مه کوئ چې د خوړو پخېدو انتظار وکړئ. مګر کله چې تاسو ته بلنه درکړل شي، نو داخل شئ او کله چې مو خواړه وخوړل، نو خپاره شئ، پرته له دې چې خبرې اوږدې کړئ. بېشکه دا کار پېغمبر ﷺ ته تکلیف رسوي، خو هغه له تاسو څخه شرمېږي (چې تاسو ته ووایي). خو الله له حق ویلو نه شرمېږي. او که تاسو له هغوی (د پېغمبر ﷺ له ښځو) څخه څه وغواړئ، نو له پردې شاته يې وغواړئ، دا ستاسو او د هغوی د زړونو د پاکوالي لپاره ډېر غوره دی. او تاسو ته نه ده روا چې رسول الله ﷺ ته تکلیف ورکړئ او نه دا چې کله هم د هغه له وفات وروسته د هغه مېرمنې په نکاح کې واخلئ. بېشکه دا (کار) د الله په وړاندې ستره ګناه ده،،.(احزاب -۵۳)


ګټې:

1. دا آیت د اسلامي اخلاقو او ادب په اړه مهمې لارښوونې کوي، په ځانګړي ډول د پېغمبر ﷺ کورنۍ او ځانګړي ژوند ته د احترام په اړه.

2. دا د صحابه او نورو مسلمانانو لپاره د حجاب او پردې اصول وضاحتوي، چې د پاکوالي او ښه اخلاقو لپاره مهم دي.

3. دا د پېغمبر ﷺ د کورنۍ د ځانګړتيا او حرمت په اړه مهم ټکي وړاندې کوي.


چيلنج:

1. ځينې ممکن دا وګڼي چې دا آیت د عمومي ټولنيزو آدابو لپاره په ځانګړو شرایطو پورې محدود شوی او په عصري دور کښې يې د تطبیق په اړه پوښتنې راپورته کوي.

2 . دا آیت په ځانګړې توګه د حجاب او پردې مسأله بیانوي، چې په معاصره ټولنه کښې يې په اړه  مختلفو تفسيرونه او نظرونه منځ ته راغلي دي.


د آيت لنډ تفسير:

دا آيت د حجاب په آيتونو کښې يو مهم آيت دی، او حجاب په اسلام کښې يو مهم حکم دی، په دې آيت کښې د حجاب له رعايت سره سره د اجتماعي ژوند تېرولو يو ډېر ښه ترتيب ته اشاره شوې ده، چې هم حجاب رعايت شي او هم د دنيا د ژوند چارې روانې وي او د حجاب له امله د کوم خنډ سره مخ نشي، ترتيب دا بيان شو:

۱ ـ د پيغمبر کور ته له اجازې پرته مه ننوځئ ، دا اساسي قاعده مقرر شوه چې پيل يې دده رسول اکرم ﷺ له کور نه وشو ځکه اسلام کښې د داسې قيادت ځای نشته چې خلکو ته يو رنګ خبره کوي او د ځان لپاره بیا اسانتياوې لټوي، دلته د يو سخت حکم د تطبیق لپاره لومړی د پيغمبر کور غوره کېږي، تر تودو ريښتيني قائد او درواغجنو مذهبي مشرانو تر منځ په تفاوت باندې خلک پوه شي. په صحرا ئي، قبائلي او بدوي ټولنه کښې دا په خلکو سخت تمامېږي، چې خلکو سره يې روابط محدود او په شرطونو مشروط وګرځي، ځکه د حکم تطبيق د ټولو نه په لوی کور پيل شو چې چا ته څه ګيله پاتې نشي.

۲ - که د ښځو او سړو اختلاط روا وی، همدا راز د ښځو سړو ته او د سړو ښځو ته ازاد کتل روا وی بيا دا حکم ته څه اړتيا پېښه شوه، د کومې فلسفې او حکمت له مخې دا حکم ولګول شو ، هغه هم لومړی د پيغمبر په سپېڅلې کورنۍ.

۳ ـ ښکاره ترې معلومېږي چې د ښځو او سړو تر منځ بې ضرورته يو بل ته ازاد کتل را کتل او د ښځو او سړو اختلاط درست نه دی چې د مخنيوي لپاره يې دا قيود او شروط وضع کړل شول.

۴ ـ دا دهغه خلکو نظر غلط ثابتوي چې وائي: د ښځو او سړو ترمنځ بې قيده اختلاط او يو بل ته کتل بې له کوم قيد او شرط نه روا دي، که داسې وي نو دا قيود او شروط قران ولې لګوي؟

۵ - په ځانګړې توګه د آيت دغه برخه(وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ) ٫٫  که تاسو د پیغمبر له ماندينو نه څه غواړۍ د حجاب او پردې له شا يې وغواړئ،،.

۶ - دا آيت که يوې خوا د ښځو او سړو تر منځ د اختلاط او کتلو مسئله په يوه ډېره لطيفه طريقه تحديدوي، بلې خوا ته  ټولنېز نظام له فلج کېدو نه هم ژغوري، ځکه چې ښځې او سړي د يوې ټولنې غړي او پرزې دي ، خامخا په خپلو کښې تعامل ته اړوځي ، چې د هغې يو ترتيب دلته تعيين شو، چې د خدای احکام هم رعايت شي ، د پاکي او سپېڅلتيا اصل هم له لاسه ورنکړو او د انسانانو تر منځ مناسب تعامل هم بند نشي.

۷ - هغه دا چې خلک به يو بل کره ځي، د ډوډۍ دعوت ورکول او ميلمه کور ته راتلل بند نه دي خو په خپلو بيان شوو شرطونو سره چې آيت کې بيان شوي دي.

۸ - ښځو سره د اړتيا په وخت کې خبرې روا دي، ورکړه راکړه ورسره روا ده خو ٫٫من وراء حجاب ،، په داسې چې نه تعامل بند شي او فحشاء خپره شي. دا د کتاب حکيم د تقنيني اسلوب يوه نمونه ده.


(يوه پوښتنه او ځواب يې):

- د سوره د احزاب د ٥٣ آیت له نازلېدو نه وروسته دا پوښتنه رامنځ ته شوه؟ چې موږ خو به د نبي ﷺ کور ته له اجازې پرته نه ننوځو. او که د پيغمبر له مبارکو ښځو نه کله څه غواړو د پردې له شا به یې ترې غواړو، خو که ازواج مطهرات او یا د نورو مسلمانانو ښځې د کوم ضرورت یا حاجت په خاطر له کور نه وتو ته اړ شي بیا به دا مسئله کومه مخه نیسي؟ د دې پوښتنې د حل لپاره د سورة احزاب ٥٩ ګڼه دا لاندنی ذکر شوی آیت نازل شو، چې دا وضاحت کوي چې ښځې کله بيرون وځي، څادر د اغوندي.


يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ” (سورة الأحزاب الآية،۵۹).

٫٫اې نبي! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې خپل جلبابونه (څادرونه) پر ځان راټول کړي. دا به ورته ډېره غوره وي چې وپېژندل شي او اذيت ورته ونه رسېږي. او الله تل ډېر بښونکی او مهربان دی،،.

توضیح:

په دې آیت کښې الله تعالی پېغمبر ﷺ ته امر کوي چې خپلو مېرمنو، لوڼو، او ټولو مؤمنو ښځو ته د حجاب او جلباب (څادر) په اړه لارښوونه وکړي. هدف دا دی چې دوی په پاکوالي او عزت سره وپېژندل شي او له ځورونې څخه خوندي پاتې شي. دا د ښځو د احترام او وقار ساتنې لپاره یو مهم اصل وړاندې کوي.


د جلباب معنا:

د "جلباب" کلمه په عربي ژبه کې د یو ځانګړي ډول جامې یا پوښاک په معنا کارول کېږي. د دې اصلي معنا لوی او پراخ جامه ده چې ښځه یې له سر څخه تر پښو پورې اغوندي، ترڅو بدن یې په بشپړ ډول پټ کړي.


په فقهي اصطلاح کې، "جلباب" هغه جامه ده چې ښځې د خپل عادي لباس یا کالیو له پاسه اغوندي ترڅو د هغوی بدن په ښه توګه پټ کړي. دا له "بړستن" څخه په دې توپير لري چې جلباب په ځانګړې توګه د بدن د پوښلو لپاره د يو ځانګړي ډول جامې په توګه کارېږي، پداسې حال کې چې بړستن عموماً یوازې د تودوخې لپاره کارول کېږي.

په پښتو کښې "جلباب" د یوې لویې پوښاک جامې په توګه کارول کېږي، چې نږدې معنا یې څادر، چادر یا شال جوړېدی شي، چې ښځه یې د خپل بدن پټولو لپاره کاروي.


كلمة "الجلباب" في اللغة العربية تعني الثوب الواسع أو الرداء الفضفاض الذي تلبسه المرأة فوق ثيابها العادية ليغطي جسدها بالكامل. يُستخدم الجلباب كنوع من الستر والحشمة، ويكون عادة أكبر وأطول من الحجاب أو الخمار، حيث يغطي المرأة من الرأس إلى القدمين.

في السياق الإسلامي، الجلباب هو لباس يُلبس لتحقيق الحشمة وحماية المرأة من الأذى، ويُعتبر جزءًا من الملابس التي تفرضها الشريعة للستر.

٫٫د الجلباب، کلمه په عربي ژبه کښې پراخه جامه یا لباس ته ویل کېږي چې ښځه یې د خپلو عادي کالیو له پاسه اغوندي، تر،څو ټول بدن یې پټ کړي. جلباب معمولاً تر حجاب یا خمار لوی او اوږد وي، او ښځه له سر څخه تر پښو پورې پوښي. د جلباب تر ټولو غوره او جامع تعريف همدغه دی.


پوښتنه:

- د سورت احزاب په ۵۹ ايت کښې ټولو مؤمنو ښځو ته د لوی څادر اغوستو حکم وشو، پوښتنه دا پيدا کېږي، چې د سورة أحزاب په ٥٣ ګنه آیت کښې د پیغمبر کورته بې اجازې ننوتل ممنوع وګرځول شول، د پاک پیغمبر د سپیڅلو ماندينو په اړه و ویل شول: که تاسو ترې څه غواړۍ د پردې له شا یې ترې وغواړئ اوس پوښتنه داده چې په ٥٣ ګڼه آیت کښې ولې یواځې د پیغمبر د کور او د هغه د ماندينو په اړه حکم بیان شو دنورو مؤمنو ښځو په اړه څه و نه ويل شو؟ او بیا وروسته د سورة احزاب په ٥٩ ګڼه آیت کښې د ټولو ښځو په اړه حکم جاری کړای شو؟ د دې تأخير معقوله توجيه څه کېدی شي؟

ځواب دا دی چې د سورة احزاب  ٥٣ آیت د حجاب د احکامو لپاره تمهید او مقدمه وه، د حجاب د احکامو پیل يې د پیغمبر له کور او ښځو نه وکړ، چې کوم حکم په نورو تطبیقېږي چې هغه تر ټولو دمخه نبي علیه السلام په کورنۍ تطبیق شي ، تر څو د یو حقاني پیغمبر او ټګانو مذهبي مشرانو تر منځ توپیر هم څرګند شي ، ځینې ټګان مذهبي مشران به خپله هغه کارونه سرته رسوي چې عام خلک ترېنه منع کوي.

۲ - د حجاب غوندې د دروند ، عزت مند او سپیڅلي حکم او تشریع لومړنۍ  حقدارې هم د رسول اکرم ﷺ محترمې ماندينې او کورنۍ وه، له دې امله لومړی د رسول پاک کورنۍ مخاطب وګرځېده.

۳ - تقریبا یو کال وروسته همدا حکم د سورة النور په ٢٧ آیت کښې د ټولو مسلمانو دکورنيو په اړه هم تطبیق شو چې هیڅوک به د هیڅ چا کور ته بې اجازې نه داخلېږي.


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.النور (۲۷)آیت.

ژباړه: ای د ایمان خاوندانو! له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته له اجازې او سلام پرته مه داخلېږي، دا حکم درته غوره دی،  شاید( دالله له دې حکم څخه) پند واخلۍ.

۴ -  د دې آیت له نزول نه وروسته ټول کورونه د حجاب په اړه سره برابر وګرځول  شول.

کوم حکم چې د تمهید په توګه فقط د نبي ﷺ د کور لپاره نافذ یا جاري شوی و، هغه حکم دلته د ټولو لپاره  عام وګرځول  شو: (چې هیڅوک د چا کور ته بايد بې له اجازې داخل نشي ).


د ناوړه‌ دود او روج اصلاح


د سورت احزاب په ٥٣ آیت او د سورة النور په ٢٧ آیت کښې د عربي ټولنۍ د ځینو ناوړه دود دستور  اصلاح هم وشوه د مثال په توګه:


١- عربان به یو د بل کور ته بې اجازې دننه کېدل، بیا به یې کور کښې دننه د ښځو یا وړو نه پوښتل: چې د کور مشر چېرته دی؟

٢- د ډوډۍ خوړلو وخت به یې په نښه کولو بیا به د خلکو کورونو ته تلل، کله به دا د کور خاوند ته د تکلیف باعث ګرځېده، د کور خاوند به د حیاء له امله دا نه شو ویلې: چې تاسو لاړ شئ، زما د ډوډۍ خوړلو وخت دی او دا کار هم آسانه نه دی چې یو کس  هر وخت بې شمېره نابللي میلمانه سنبال کړای شي.

٣- که به ډوډۍ ته دعوت کړل شول، چې ډوډۍ به یې وخوړه ګپ شپ لپاره به هلته پاښه کېناستل، دې کښې به کور والا ته  تکلیف وو، خو د دوی به څه پروا نه وه. د دوی دغه عادتونه رسول الله ﷺ ته هم د تکلیف باعث ګرځیدل خو دخپل طبعي شرافت او حِلم له امله یې ورته په څرګنده توګه نه ویل: چې لاړ شئ و وځئ، زه څه کار لرم، یا زما د ارام یا تخلیې وخت دی.

۴- د حجاب له احکامو سره د عربانو دا ناوړه عادتونه هم الله جل جلاله اصلاح کړل، ځکه چې دې عادتونو  يې د حجاب له حکم سره څرګند تعلق او ارتباط درلود.


د دې آيتونو له مطالعې نه زموږ مخ ته لاندې احکام راغلل:

١ - د نبي علیه السلام کورته بې اجازې مه داخلېږئ،(احزاب ٥٣ ایت)

٢ - چې د ډوډۍ خوړلو لپاره اجازه وشي لاړ شئ ، خو چې ډوډۍ وخورۍ خپاره شئ .

٣ - د نبي ﷺ په کور کښې د ګپ شپ لپاره محفل مه جوړوئ.

٤ - که د پيغمبر له بیبیانو نه څه غواړۍ د حجاب تر شا یې وغواړئ، دا ستاسو او د هغو د زړه د پاک پاتې کیدو ښه لاره ده.

٥ - داسې به نه کوئ چې له مخکې نه کور ته ننوځۍ او د ډوډۍ تر اماده کېدو پورې هلته مجلس جوړ کړۍ، ځکه په دې کار کښې د الله رسول ته تکلیف رسېږي.

۶ - تاسو ته د الله د پیغمبر زورول روا نه دی.

۷ - د پیغمبر بیبیانو سره د هغه د وفات نه وروسته څوک نکاح نه شي کولی ( دا ورته حلال نه بلکې پر ټولو حرام ګرځول شوي)

۸ - بیا د د سورة احزاب ٥٩ آیت کښې حکم وشو:

چې ای نبي! خپلو ښځو، لورګانو او د مؤمنانو ښځو ته امر وکړه چې څادرونه پرځان و ځړوي.

۹ - دې سره به دوی وپیژندل شي، تکلیف به ورته نه ورکول کېږي.

۱۰ - بیا سورة النور ٢٧ آیت کې حکم وشو چې د هیچ چا کورته د هغه له اجازې پرته مه ننوځئ.

۱۱ - کوم حکم چې په پيل کښې د رسول الله ﷺ د کورنۍ په اړه وو ، تقریبا يو کال وروسته هغه د ټولو کورونو لپاره عام وګرځول شو.

چیرته دا حکمونه او چیرته د ښځو او سړو د موسيقي او نڅا مختلط مجلسونه جوړول،  او د هغې جواز بیا اسلام ته منسوبو ډېر غټ ظلم دی.


د حجاب احکام (۲ ) برخه


۱- کله چې د - و إذا سألتموهن متاعا فأسئلوهن من وراء حجاب- ژباړه: (کله چې له بیبیانو نه څه متاع {اسباب یا سامان غواړۍ} د حجاب له شا یې ترې وغواړئ).  حكم نازل شو او د څادر یا چادري

اغوستو حکم وشو، پلرونو ، وروڼو او نزدې خپلوانو ته دا پوښتنه پیدا شوه، چې اوس موږ د خپلو لورګانو ، خویندو او نورو نژدې ښځو سره څه رنګ تعامل غوره کړو؟ د پردې تر شا به سره راکړه ورکړه کوو که څنګه؟

۲ - د دې پوښتنې یا ابهام د ځواب په اړه لومړی د سورة الأحزاب ٥٥ ګڼه آیت نازل شو چې لومړۍ مرحله کښې یې ځینې محارم ورته وټاکل چې د دغې حلقې خلک محارم ګڼل کېږی، د دوی لپاره د حجاب عمومي حکم کې تخفیف یا استثناء شته ده ، ښځه کولی شي د دغه محارمو مخې ته کور کښې د چادري او لوی پړونی پرته هم راشي.

لَا جُنَاحَ عَلَيۡهِنَّ فِىۡۤ اٰبَآئِهِنَّ وَلَاۤ اَبۡنَآئِهِنَّ وَلَاۤ اِخۡوَانِهِنَّ وَلَاۤ اَبۡنَآءِ اِخۡوَانِهِنَّ وَلَاۤ اَبۡنَآءِ اَخَوٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَـكَتۡ اَيۡمَانُهُنَّ ۚ وَاتَّقِيۡنَ اللّٰهَ ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ شَهِيۡدًا‏ ۞ (الأحزاب ٥٥ ایت).


ژباړه: هیڅ ګناه نشته په ښځو د هغو د پلرونو ځامنو، وروڼو، ورېرو ، خوريانو، نورو مؤمنو ښځو ،

وينځو او د خپلو غلامانو په اړه، ای ښځو! له الله نه تقوا اختیار کړئ ، الله په هرشي ګواه او مراقبت کونکی دی.

دې آیت کښې و ویل شول:  چې دغه خلک د حجاب له حکم نه استثنا ګرځول شويدي، ځینې یې محارم دي نکاح ورسره نه ده درست او ځینې یې لکه غلام د ضرورت په اساس استثناء ګرځول شوي دي.


۳ -  د غلام مسئله:

وینځې او غلامان اوس نشته د بین المللی قوانینو په رڼا کښې هیڅوک له انسان نه خپل غلام نه شي جوړولی، نو د مسلمانانو خو له پیل څخه غلامي نه وه خوښه خو د جاهلیت د زمانې نه یو ټولنيز مشکل پاتې و، اسلام د هغې دحل لپاره مناسب تدابیر ونیول، چې قرآن او سنت پرې عادل شاهدان دي، لیکن په يو اړخېزه توګه اسلام غلامي نه شوه لغوه کولی.

ځکه بیا خو به کافرانو جنګونو کې مسلمانان غلامان جوړول او مسلمانانو به بالمقابل اقدام (د تحریم له امله) نه شو کولی، په دې توګه به  بې شمیره مسلمانان به د کافرانو په لاس کښې د غلامانو په حیث پاتې کېدل، ځکه چې د بنديانو د تبادلې کوم شکل به نه شو جوړېدی، نو اسلام د ضروت او سخت ضرورت له امله دا حکم جاري وساته، خو د غلامانو آزادول یې ثواب وګڼه، خلک یې ورته تشویق کړل،د قتل، ظهار او قسم ه کفاراتو کښې یې د غلام ازادول مقرر کړل تر څو څوک د چا غلام پاتې نه شي او دا سلسله ختمه شي.

کله چې ملل متحد د غلامي د ختمولو تصميم ونيوه د نورو نه مخکې مسلمانان ورته آماده ول ځکه چې د شریعت روح همدا وو چې انسان ازاد پیدا شوی باید آزاد پاتې شي تر څو د انسان په تٙندي د

ذلت دا داغ خاتمه و مومي.

۴ - لیکن کله چې غلامانو  شتون درلود د خدمت لپاره یې مالکانو ته تګ راتګ ډېر زیات وو، له دې امله له غلام نه د حجاب په حکم کښې تخفیف وشو ، تر څو خلکو ته آسانتیا برابره شي او تشريع 

کښې پرې سختي ورنه شي ، ځکه چې له خپل غلام نه د حجاب کولو په صورت کښې کورنۍ له ډېر حرج سره مخامخ کېدلې.

۵ - دوهمه استثناء د (نسائهن ) په تورې سره وشوه، د دې مفهوم ځینو دا بیان کړی چې له دېنه مراد عامې ښځې دي، که کافره وي که مسلمانه ، صالحه وي يا فاسقه نو یوه ښځه مکلف نه ده چې له بلې ښځې نه حجاب وکړي.


۶ -  چا ویلي: دېنه مراد یواځې مسلمانې ښځې دي، او د ( هن) ضمیر د (نسائهن) په تورې کښې د دې دلیل ګرځوي ، د دې قول په آساس به مسلمانه ښځه د کافرې ښځې نه هم حجاب کوي.

۷ - ځينو ویلي : له دېنه مراد با اخلاقه او عفېفې ښځې دي که هغه کافرې وي که مسلمانې ، د دوی

دليل هم د (هن) ضمير دی. د دې فهم په اساس به مؤمنه ښځه د هرې لوچکې بد اخلاقې  ښځې نه حجاب ساتي که هغه مسلمانه وي که کافره او له عفیفې او شریفې ښځې نه په حجاب مکلف نه ده، که هغه مسلمانه وي او که کافره.

دوی وایی: دې مسئله کښې دین ته اعتبار نه دی ورکول شوی ، بلکې اخلاقو ته اعتبار ورکول شوی دوی په دلیل کښې وايی: د (نسائهن) توري کې د ( هُنّٙ) دا ضمیر په همدې دلالت کوي.

۸ -  دا د هغه د استثناوو تشريح وه چې د سورة احزاب په ٥٥ آیت کښې ذکر شویدي، چې د دغه رنګ خلکو په اړه په حجاب کښې مسلمانو ښځو ته آسانتیاوې ورکول شوي دي.

۹ - د غه استثناء بیا د سورة النور په ٣١ آیت کښې لا نور هم په تفصیل سره يادې شوي دي:


وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَىٰ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.(النور،۳۱)


ژباړه: مؤمنو ښځو ته و وایه: چې خپل نظرونه بچ کړي او دخپلې شرمګاه ساتنه وکړي، خپل زینت د نه ښکاره کوي مګر هغه چې پخپله څرګند دی/ څرګند شي،  او په خپل ګریوان دې د خپل څادر پلو ( د څادر یوه برخه) را واړوي،( تر څو ګریوان او سینې یې ښکاره نه شي) . خپل زینت د نه ښکاره کوي مګر لاندې اشخاصو ته.

خپل خاوند ، خپل پلار ، خسر ، ځوی، د خاوند ځوی(بنځی)، خپل ورور ، خپل وراره، خپل خوریه ، صالحه مؤمنه ښځه، خپل غلام ، خپله وینځه ، یا هغه سړی چې لاس لاندې وي او د ښځو سره اړوند معاملاتو کښې دلچسپي نه ساتي، یا هغه ماشومان چې د ښځو په پټو خبرو لا خبردار شوي نه وي.

او خپلې پښې د په داسې بڼه په ځمکه نه دربوي چې د دې د پټ شوي زینت د ښکاره کېدو باعث وګرځي. ای مؤمنانو تاسو الله ته توبه وکړئ،د دې لپاره چې فلاح او کامیابي ومومۍ.,( النور،۳۱)

۱۰ - د  سورة احزاب په ٥٥ ګڼه آیت کښې د اوه (٧ ) قسمه خلکو په نسبت ښځو ته د حجاب په اړه تخفیف یا استثناء ورکول شوی ده. ۱۱-  سورة النور کې پنځه قسمه نور په کښې شامل ګرځول شوي دي، یعنې د استثناء دائره لا نوره هم پراخه شوې ده ، د سورة احزاب د استثناء فهرست په لاندې توګه دی :

١- پلار

٢- ځامن

٣- د ښځې خپل وروڼه

٤- د ښځې خپل ورېرونه

٥ - د ښځې خپل خوریان

٦- مسلمانې ښځې

٧- وینځې او غلامان.


۱۲ -  سورة النور کښې له  دې اوه (٧)  صنفونو سره پنځه نور اضافه کړل شول:


١- د ښځو خپل میړونه

٢- خسر

٣- بنځیه

٤- هغه د لاس لاندې کس چې د کورنۍ نوکر وي خو جنسي خواهشات یې ختم شوي وي.

٥ - هغه ماشومان چې د ښځو په مخصوصو معاملاتو نه پوهېږي.


۱۳ - دا د ښځو دائمي محارم دي، په ښځه لازم نه دي چې له دونه پرده ونيسي.

۱۴ - په دې کښې د ښځو د خپلو خاوندانو ذکر هم راغلی، ممکن دا  د کوم رسم د اصلاح لپاره وي، لکه چې اوس هم د عربستان او افغانستان ځینو مناطقو کې مروج دي چې ښځې له میړه نه هم مخ نیسي ، که دغه شان کومه نکته په کښې رعایت شوې نه وي ، نو له میړه نه خو پرده کول څه معنا نه

لري ، ضرور دغه یا د دې په څېر بله کومه نکته په کښې شته ده. 


۳.د حجاب احکام: د‌ زينت اظهار


د حجاب احکام :( ۳)

د زینت اظهار:

د حجاب د آیت (د احزاب ٥٣ ایت) د حکمونو سره  قرآن د زینت د اظهار نه هم منع کړېده ، سورت احزاب د ٫٫ولاتبرجن،، په کلماتو او سورة نور کښې د ٫٫ولا یبدین زینتهن،، په الفاظو له بحث کولو نه
وړاندې به د سورة احزاب ٥٣ آیت کښې د ذکر شوو احکامو یو لنډیز ستاسو مخې ته کېږدم.

د احزاب د ٥٣ آیت لنډیز:
١ - د پیغمبر پاک ﷺ کور ته له اجازې پرته ته مه ننوځۍ.
٢- که د ډوډۍ لپاره وبلل شوۍ تللی شۍ.
٣ - له وړاندې نه به نه ځئ چې هلته د ډوډۍ په انتظار کښې ډېر وخت تېر کړۍ، ځکه  چې په دې کښې  کوربه ته تکلیف دی.
٤- بلکې چې کله و بللی شوۍ کورته یې ننوځۍ.
٥- له ډوډۍ نه وروسته د خبرو اترو لپاره مه کښېنئ ، بلکې د خوراک نه وروسته خپاره شئ.
۶ -  که د نبي پاک له بیبیانو نه څه غواړۍ د حجاب له شا یې و غواړئ.
۷ - د پیغمبر زورول تاسو ته روا نه دي.
٩ - د پیغمبر بیبیانو سره د هغه له وفات نه وروسته تاسو ته نکاح کول روا نه دي.

دې آیتونو کښې د ستر او حجاب سره سره ډېر اجتماعي نزاکتونه هم په نظر کښې نیول شوي دي کوم چې په عامه توګه د خلکو فکر ورته نه رسي، یا یې پروا  او رعایت نه کوي او له دېنه بې پروايي د ډېرو ټولنیزو مشکلاتو باعث ګرځي.

له دې احکامو ځنې وروسته قرآن د محارمو احکام ذکر کړل.

لومړی د سورة احزاب ٣٣ آیت کښې بیا د سورة نور په ٣١ آیت کښې له دې وروسته قرآن د محاسنو او زینت د اظهار مسئله ذکر کوي ، سورة احزاب کښې له هغې نه د (قرن فی بیوتکن) او تبرج په توري تعبیر شوی او همدا راز د جاهلیت اولی سره د مشابهت نه کولو حکم هم راغلی دی.

د سورة نور (٣١) آیت کښې د( لایبدین زینتهن) جمله کارول شوې، اوس باید موږ په دې درې یادو شوو جملو ( قرن. تبرجن.الجاهلیة الاولی.) ځان پوه کړو.

لومړی: د قرن فی بیوتکن مفهوم
دوهم: د تبرُّج معنا او مفهوم
درېم: د جاهلیت اولی، معنا او مفهوم

۱ - د قرن فی بیوتکن معنا او مفهوم:

قرآن په ښځو دا پابندي لګولې چې له محارمو پرته به د بل چا په مخ کښې بايد د  زینت اظهار و نه کړي. د الاحزاب په  ٣٣ آیت کې دا مسئله داسې بیان شوې ده.

وَقَرۡنَ فِىۡ بُيُوۡتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجۡنَ تَبَرُّجَ الۡجَاهِلِيَّةِ الۡاُوۡلٰى وَاَقِمۡنَ الصَّلٰوةَ وَاٰتِيۡنَ الزَّكٰوةَ وَاَطِعۡنَ اللّٰهَ وَرَسُوۡلَهٗ ؕ اِنَّمَا يُرِيۡدُ اللّٰهُ لِيُذۡهِبَ عَنۡكُمُ الرِّجۡسَ اَهۡلَ الۡبَيۡتِ وَيُطَهِّرَكُمۡ تَطۡهِيۡرًا۞. ( الاحزاب ، ۳۳)

ژباړه: وقار او اطمینان سره په خپلو کورونو کښې اوسئ ، د پخواني جاهلیت غوندې "خلکو ته" د خپل حسن او سینګار نمایش مه کوئ.
او لمونځ قائم کړئ ، زکات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ ، ای د پیغمبر کورنۍ! په رښتیا سره الله اراده لري چې له تاسو نه اخلاقي چټلي لرې کړي او تاسو ښه پاک او سپېڅلي وګرځوي.

د ٫٫ قرن ،، لفظ لغوي څېړنه:

د "قرن" د توري ماده ځینو مفسرینو د ٫٫وقار ،، توری منلی، ژباړه کښې همدا معنا غوره شوې.ځینې یې بیا اصلي ماده د ٫٫قرار ،، توری مني،  لفظي ترجمه کښې يې لږ تفاوت راځي، خو دواړه یو مفهوم افاده کوي او که قرار یې اصل ماده شي ترجمه یې بیا داسې راځي: ٫٫قرار ونیسئ په خپلو کورونو کښې،،.

۲ - د "قرن فی بیوتکن" په تفسیر کښې د مفسرینو آراء:

١ - علامه القرطبي ، المتوفی ٦٧١ هجري یې مفهوم داسې بیانوي:

الثانية: معنى هذه الآية الأمر بلزوم البيت ، و إن كان الخطاب لنساء النبي صلى الله عليه وسلم فقد دخل غيرهن فيه بالمعنى. هذا لو لم يرد دليل يخص جميع النساء؛ كيف والشريعة طافحة بلزوم النساء بيوتهن والانكفاف عن الخروج منها إلا لضرورة.

٫٫ دغه آیت په دې معنا دی چې ښځې باید خپل کورونه کښې پاتې شي. که څه هم دا خطاب د نبي ﷺ  میرمنو ته شوی دی، خو د دې معنا کې نورې ښځې هم شاملې دي. دا که بل داسې دلیل نه وی چې د ټولو ښځو په اړه ځانګړی حکم وکړي، خو شریعت کښې دا مسئله واضحه ده چې ښځې باید په کور کښې پاتې شي او له بې ضرورته بهر وتلو څخه ډډه وکړي، پرته له دې چې اړینه اړتیا وي.


٢- تفسیر المیسر کښې وایی: م  ٢٠٠٦ :

والْزَمْنَ بيوتكن، ولا تخرجن منها إلا لحاجة، ولا تُظهرن محاسنكن، كما كان يفعل نساء الجاهلية الأولى في الأزمنة السابقة على الإسلام، وهو خطاب للنساء المؤمنات في كل عصر.

٫٫په خپلو کورونو کې پاتې شئ او بې له اړتیا مه وځئ، خپلې ښکلاوې مه ښکاره کوئ لکه څرنګه چې د جاهلیت په لومړیو وختونو کې ښځو دا کار کاوه. دا خطاب د هر وخت مومن ښځو ته دی،،.


٣- حافظ ابن کثیر التوفی ٧٧٤ هجري.

وقوله تعالى: {وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ} أي: إلزمن بيوتكن، فلا تخرجن لغير حاجة، ومن الحوائج الشرعية الصلاة في المسجد بشرطه.
أي:  كُنَّ أهل وقار و سكون ، من قولهم وقر فلان يقر وقوراً إذا سكن واطمأن.

٫٫ د الله تعالی فرمایي: {وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ} یعنې په خپلو کورونو کښې پاتې شئ، بې له اړتیا مه وځئ. له مشروعو اړتیاوو څخه یو هم د شرطونو سره سم په جومات کې د لمانځه ادا کول دي. دا معنا هم لري چې تاسو باید د وقار او سکون څښتنانې اوسئ، لکه څرنګه چې دوی وایي: فلانی د وقار څښتن شو کله چې ارام او ډاډه شي،،.

٤ - معالم التنزیل کښې محی السنة بغوي المتوفی ٥١٦هجري وايي:

{وَلاَ تَبَرَّجْنَ} قال مجاهد وقتادة: التبرج هو التكسر والتغنج، وقال ابن أبي نجيح: هو التبختر. وقيل: هو إظهار الزينة وإبراز المحاسن للرجال.

٫٫ {وَلاَ تَبَرَّجْنَ} مجاهد او قتاده وایي: تبرُّج یعنې ناز او ادا کول. ابن أبي نجيح ویلي دي: دا یعنې په ځان ناز کول او غرور ښودل. همدارنګه ویل شوي دي: تبرج د ښکلاوو څرګندول او سړیو ته د زینت ښکاره کول دي،،.

٥- المحرر الوجیز،ابن عطیة الغرناطي المتوفی ٥٨٤ هجري.

امر الله تعالى في هذه الآية نساء النبي بملازمة بيوتهن ونهاهن عن التبرج وأعلمهن أنه
فعل {الجاهلة الأولى}.

٫٫الله تعالی په دې آیت کې د نبي صلی الله علیه وسلم میرمنو ته امر کړی چې په خپلو کورونو کښې پاتې شي او هغوی یې له تبرج څخه منع کړي دي. او هغوی ته یې خبر ورکړی چې دا د { لومړي جاهلیت} وخت کار دی،،.


• داپنځه مشهور مفسرین د" قرن فی بیوتکن" مفهوم همدا بیان کړی چې دې آیت کښې د رسول اکرم ﷺ ښځو ته حکم شوی چې وقار، سکون او اطمینان سره په خپلو کورونو کښې کښېني او له ضرورت نه پرته به له کوره نه وځي.

د قرآن خپل الفاظ ډېر واضح دي د تفسیر د کتابونو توضیح ته اړتيا نه لري، خو د لا اطمینان لپاره مې د پنځه مشهور مفسرینو اقوال ذکر کړل ، که دوه سوه تفسیره پرې وکتل شي همدغه به وايي.
.
دوهم د تبرج مفهوم:

د دې توري اصلي ماده - ب، ر، ج ، دي. په اصله معنا کښې يې د ښکاره کیدو، را پورته کېدو مفهوم شتون لری.
عربان بادباني کشتۍ ته بارجه وايي ځکه چې د هغې بادبان له لرې نه ښکاري او جګ هم وي ، جګ تعمیر ته هم عربان ٫٫ برج،،  وايي ځکه چې له لرې ځنې ښکاري.

له کوم تبرج نه چې قران منع کړې مفهوم یې دادی چې ښځه باید خلکو ته ځان څرګند نه کړي او
پرديو ته د ځان د ښکاره کولو کوښښ و نه کړي ، یعنې د خپلو محاسنو ، زینت او د زینت د ځایونو
نمایش د پرديو  مخ کښې و نه کړي،
د زينت اطلاق په دوه شيانو کېږي لومړی زینت د بدن د اندامونو سره تړلی دی. دوهم:  د ګاڼې او زيوراتو د استعمال ځایونه هم زينت کښې شاملېږي. ، لکه غاړه ، سينې ، د غوږونه او پوزه ، لباس او داسې نور.
او ټول هغه اندامونه او نور ټول هغه شیان چې سړی پرې جذب کېږي او د مخالف جنس توجه ځان ته جلبوي، هغه ټول به پټوي، (إلا هغه شیان چې چاره ترې نه وي ، لکه څادر ، چادري ، بوټان ، څپلۍ یا د لباس يا بدن کومه برخه چې په غیر اختیاري توګه ښکاره شي.

‌د مثال په توګه موټر ، بګې یا کوم شي ته د ختلو په وخت کښې لاس ، پښه یا ویښتان یې ښکاره شي ، دا غیر اختیاري شیان دي ، انسان پرې مکلف نه دی.

د دې تفصیلي تشریح او د فقهاو د اختلاف ذکر به د سورة نور د 31 آیت په رڼا کښې وکړی شي)

د تبرج د مفهوم په اړه د مفسرینو آراء:

١ - مجاهد بن جبر او قتادة وایي: التبرج هو التكسر و التغنج.

٢ - ابن أبي نجيح وايي:

هو التبختر. وقيل: هو إظهار الزينة وإبراز المحاسن للرجال.

۳ - فارسي د لغاتو او تفسیر کتابونه د تبرج معنا کښې داسې وایي:

٫٫که زن زیبائی های خود را اظهار کند و در معرض دید همګان قرار دهد.،،

٫٫ وتبرج هم اقدامي زنی است که با اشکار کردن زیبای ها و یا نحوه صحبت و حرکات خود ، توجه دیګران را به خود جلب می کند،، (التحقیق فی کلمات القران الکریم ـ ج- ١- صفحه ٢٣٦).

۴ - دتبرج معنا عربي لغت کښې:

نَهَاهَا عَنِ التَّبَرُّجِ: ای عَنِ التَّزَيُّنِ وَإِظْهَارِ مَحَاسِنِهَا وَحُلِيِّهَا.

ژباړه: عربان وايي: ښځه يې له تبرج نه يې منع کړه ، يعنې  د تزین او د  محاسنو او زیوراتو له  اظهار نه يې منع کړه.

لسان العرب د عربۍ ژبې مشهور کتاب دی د تبرج معنا داسې بیانوي:

و التَّبَرُّج : إِظهار المرأَة زينتَها ومحاسنَها للرجال . و تَبَرَّجَتِ المرأَةُ : أَظهرت وَجْهَها . وإِذا أَبدت المرأَة محاسن جيدها ووجهها قيل : تَبَرَّجَتْ.

ژباړه: د ښځې له اړخه د خپل زینت او خپلو محاسنو اظهار سړو ته تبرج بلل کېږي.

عرب وايي: تبرجت المرأة (خپل مخ یې ښکاره کړ).کله چې ښځه د خپلې غاړې او مخ محاسن ښکاره کړي عرب وايي: تبرج.

۵ - اردو لغت:

تبرج کا معنا: نمایاں ہونے ، ابھرنے اور کھل کر سامنے آنے کے ہیں۔ اور (عورت کا) زیبائش وغیرہ (مردوں پر) ظاہر کرنا.

د عربي، فارسي او اردو د لغت او تفسیر کتابو په ګډه د تبرج همدغه معنا لیکلې ده.

° د تبرج معنا او مفهوم موږ ته څرګند شو چې د خپلو محاسنو ، زینت، د زینت مواضع ښکاره کولو
او صحبت ، رفتار او نور حرکات په داسې توګه سرته رسولو سره ته وائي:  چې پرديو سړو توجه ځان ته جلب کړي ، دا هغه تبرج دی چې قران ترې منع کړې.

درېمه اصطلاح : جاهلیت اولی:

د جاهلیت اولی ساده معنا ده پخوانی جاهلیت چې هدف ترېنه له اسلام نه وړاندې د عربانو جاهلیت دی، چې ډېر کلونه په کښې پیغمبر نه و راغلی ، د ابراهیم علیه السلام دین هم ترېنه ګډوډ شوی وو ، علم ، تعلیم او سواد نه ډېر لرې پاتې شوي ول ، شرک او نورو ډېرو اخلاقي او اجتماعي فسادونو کښې اخته ول.
• هدف دا دی چې د جاهلیت د زمانې د ښځو غوندې بې څادره او بې حجاب مه را وځئ ،  چې د
خپلو محاسنو او زینت اظهار وکړۍ. همدا راز چال چلند ، رفتار ، د خبرو طریقه هم داسې غوره کړئ چې د جاهلیت د زمانې د ښځو له طریقو نه متفاوت وي ، د مسلمانې ښځې ناسته ولاړه او تګ راتګ بايد  دروند ،  با وقاره او له حیاء نه ډکه طریقه باندې وي.


د حجاب احکام: (۴) برخه


(د غض بصر حکم)

په مخکنيو صفحاتو کښې د تبرج مفهوم په تفصیلي توګه بیان کړل شو ، د ترتیب له لحاظه مناسب وه چې د سورة نور د ٣١ آیت په اړه مو خبره کړې وی ، کوم چې د زینت د نه ښکاره کولو موضوع څېړي.

خو له دېنه یو آیت وړاندې د سورة نور ٣٠ آيت کې د غض بصر حکم شوی دی ، بیا د ٣١ آیت ابتدايي برخه هم د غض بصر سره اړوند ده، له دې امله د قرآنې ترتیب په رعایت کولو سره به لومړی د غض بصر موضوع وڅېړو ، بیا ورپسې د زینت د ښکاره کولو موضوع.
قرآن فرمایي:
قُلْ لِّلۡمُؤۡمِنِيۡنَ يَغُـضُّوۡا مِنۡ اَبۡصَارِهِمۡ وَيَحۡفَظُوۡا فُرُوۡجَهُمۡ‌ ؕ ذٰ لِكَ اَزۡكٰى لَهُمۡ‌ ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِيۡرٌۢ بِمَا يَصۡنعُوۡنَ.۞.(النور - ٣٠)
٫٫ مؤمنانو ته و وایه!  چې خپل نظرونه بچ کړي او د خپلې شرمګاه ساتنه وکړي ، دا د دوی لپاره ډېره د پاکۍ لار ده ، یقینا الله ستاسو په کړنو خبر دار دی.(النور- ۳۰)

۱ - د غض بصر معنا:
غض د څه شي د لږولو کمولو او ټیټولو په معنا راځي. امام فخرالدین رازي وايي:

أي ينقصوا من نظرهم فالبصر إذا لم يمكن من عمله فهو مغضوض ممنوع عنه،
يقال غضضت من فلان إذا نقصت من قدره.

معنا دا ده چې خپل نظرونه لږ کړي. کله چې سترګې په بشپړه توګه خپل کار ته پرېنښودی شي نو دېته مغضوض او ممنوع واىي، د چا د قدر د کم والي په صورت کښې عربان وايي: غضضت من فلان.

- د غضِّ بصر مفهوم دا دی: چې مؤمنان باید خپلو سترګو ته دا حق ورنکړي چې پرديو ښځو ته په بشپړه توګه او مړه سترګه وګوري ، بالفرض که نظر یې په تصادفي توګه  پرېوځي ، د اړولو کوښښ به يې وکړي، د مثال په توګه لاندې به وګوري ، بلې خواته به وګوري ، بل شي ته به وګوري، خپل نظر به واړوي ، په تکراري توګه به بيا بيا نه ګوري ، په ډکو سترګو به نه ورته ګوري ، تصادفي لګیدلي نظر ته به طول نه ورکوي، د غض بصر دغه مفهوم سترو  سترو تفسیر پوهانو او ژب پوهانو بيان کړی دی، او دا امر سړو او ښځو دواړو ته شوی دی.

۲ - د غض بصر د حکم فلسفه:

پوښتنه دا پیداکېږي چې لمړي سر کې قرآن ښځو ته حکم وکړ چې خپلو کورونو کښې درندې کښېنې، بیا يې ورته و ویل: چې د کور نه د وتلو په صورت کښې لوی څادر په سر کړئ ، نو ځينې ښځې خو به کور کښې وي ، که کومه یوه چې بیرون را وځي څادر به یې اغوستی وي نو د غص بصر ضرورت څنګه پېښ شو؟
د غض بصر ضرورت هلته منځ ته راځي چې یا خو د ښځو مخ لوڅ وي ، یا د سره ښځو ته د حجاب او ځان پټولو حکم موجود نه وي.
۳ -  کوم فقهاء چې وايي: مخ پټول ضرور نه دي هغو خو دا ویلی شي:
لکه څرنګه چې د ښځو مخ پټول فرض نه دي ګرځول شوي، له دې امله سړو ته حکم شوی چې ښځو ته مه ګورئ ، له غض بصر نه کار واخلئ ، خو کوم د شریعت پوهان چې وايي: د ښځو لپاره مخ پټول هم لازم دي نو دوی بيا د غض بصر څه توجیه کوي؟  د دې حکم فلسفه د دوی په نزد څه شی ده؟

ځواب: کوم فقهاء چې مخ پټول ضروري ګڼي هغو لاندې دلیلونه وړاندې کوي.

١ - د حجاب حکم  خو مسلمانو ښځو ته شوی کافرې ښځې به په طبعي توګه بې حجابه ګرځي او د کافرو شمیر هم د پام وړ دی ځکه چې  د نړۍ په سطحه کافران له مسلمانانو نه ښه ډېر دي ، نو دا حکم د بني بشر د یو لوی تعداد په نسبت دی چې غير مسلم دي.
٢ - په مسلمانه ښځه هم داسې حالات راتلی شي چې مخ به يې لوڅ وي او سړی به ورسره مخامخ شي ، دې صورت کښې به سړی له غص بصر نه کار اخلي.
٣- حج ، عمره ، لمونځ ، جهاد ، جنګونه ، مړی ، ژوندی ، ایمرجنسي پېښې او نور داسې حالات را پېښېدلی شي چې د څه مجبوریت له امله يې مخ لوڅ پاتې شي نو اوس د سړي شرعي او اخلاقي مسؤلیت جوړېږي چې تر ممکن برېده له غض بصر نه کار واخلي.
دا کوم موارد چې ذکر شوي د ټولو واقع کېدل امکان لري، یعنې د حجاب د حکم سره سره د غض بصر ضرورت کله پېښېږي، له دې امله د غض بصر حکم د الله تعالی له اړخه صادر شو، په نورو الفاظو
کښې که کله له ښځې نه دمخ پټولو کار هېر شو يا ترې پاتې شو ، یا یې د څه مجبوریت له امله نه شو پټولی، سړی باید سړيتوب وکړي، خپل نظر او سترګې کنټرول کړي.

.

۵ د حجاب احکام: د زينت ښکاره کول.




۵ - د حجاب پنځمه مه برخه:

د زینت نه ښکاره کول:

وَقُلْ لِّلۡمُؤۡمِنٰتِ يَغۡضُضۡنَ مِنۡ اَبۡصَارِهِنَّ وَيَحۡفَظۡنَ فُرُوۡجَهُنَّ وَلَا يُبۡدِيۡنَ زِيۡنَتَهُنَّ اِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَا‌ وَلۡيَضۡرِبۡنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوۡبِهِنَّ‌ۖ وَلَا يُبۡدِيۡنَ زِيۡنَتَهُنَّ اِلَّا لِبُعُوۡلَتِهِنَّ اَوۡ اٰبَآئِهِنَّ اَوۡ اٰبَآءِ بُعُوۡلَتِهِنَّ اَوۡ اَبۡنَآئِهِنَّ اَوۡ اَبۡنَآءِ بُعُوۡلَتِهِنَّ اَوۡ اِخۡوَانِهِنَّ اَوۡ بَنِىۡۤ اِخۡوَانِهِنَّ اَوۡ بَنِىۡۤ اَخَوٰتِهِنَّ اَوۡ نِسَآئِهِنَّ اَوۡ مَا مَلَـكَتۡ اَيۡمَانُهُنَّ اَوِ التّٰبِعِيۡنَ غَيۡرِ اُولِى الۡاِرۡبَةِ مِنَ الرِّجَالِ اَوِ الطِّفۡلِ الَّذِيۡنَ لَمۡ يَظۡهَرُوۡا عَلٰى عَوۡرٰتِ النِّسَآءِ‌ۖ وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِاَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِيۡنَ مِنۡ زِيۡنَتِهِنَّ‌ ؕ وَتُوۡبُوۡۤا اِلَى اللّٰهِ جَمِيۡعًا اَيُّهَ الۡمُؤۡمِنُوۡنَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُوۡنَ ۞(سورة النور آیت ٣١)

٫٫او مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپل نظرونه ښکته/ بچ کړي او خپل شرم ځایونه وساتي، او خپل ښکلا نه ښکاره کوي مګر هغه برخه چې په خپله ښکاري،/ ښکاره شي،  او خپل ټکری (یا پړونی) پر خپلو سینو وغوړوي. او خپل ښکلا د نه ښکاره کوي مګر خپلو خاوندانو ته، يا خپلو پلرونو ته، يا د خپلو خاوندانو پلرونو ته، يا خپلو زامنو ته، يا د خپلو خاوندانو زامنو ته، يا خپلو وروڼو ته، يا د خپلو وروڼو زامنو ته، يا د خپلو خويندو زامنو ته، يا خپلو ښځو ته، يا هغو ته چې د هغوی لاسونه یې مالک شوي وي، یا هغو نارینه‌وو ته چې د شهوت غوښتنې نه لري، يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د پټو برخو په اړه نه وي خبر. او خپلې پښې دې داسې نه وهي چې پټه شوې ښکلا يې څرګنده شي. او ټول د الله لور ته توبه وباسئ، ای مؤمنانو! ترڅو بریالي شئ،،. ( النور - ٣١).

دا هغه آیت شریف دی چې ښځو ته په کښې د پرديو په مقابل کښې هم د غضِّ بصر سره سره د زینت د پټولو او نه ښکاره کولو حکم شویدی او د محارمو تفصیلي فهرست هم په کې بیان شوی دی، د دې رسالې په مخکنۍ برخه کښې مو د هغې لنډیز هم بیان کړی دی. دا خو څرګنده او ثابته شوه چې الله ښځې له دېنه منع کړي دي چې خپل زینت او  د زینت ځایونه د پردیو په وړاندې ښکاره کړي او له سړو سره خلط او ګډې شي.

دا حکم د قرآن په مختلفو ځایونو کښې په مختلفو تعبیرونو سره بیان شوی دی.

۱ - د سورة احزاب په ٥٣ آیت کښې دوه ځایه بيان شوی :

(أ) - يٰۤاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنوۡا لَا تَدۡخُلُوۡا بُيُوۡتَ النَّبِىِّ. ٫٫ ای مؤمنانو! د پيغمبر کورونو ته مه ننوځئ.

( با) - و اذا سألتموهن متاعا فأسلوهن من وراء حجاب. ٫٫ کله تاسو له هغو نه څه اسباب غواړۍ ، د پردې له شا يې ترې وغواړئ.

( ج) - د سورة احزاب  په ٣٣ ایت کښې:

وَقَرۡنَ فِىۡ بُيُوۡتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجۡنَ تَبَرُّجَ الۡجَاهِلِيَّةِ الۡاُوۡلٰى وَاَقِمۡنَ الصَّلٰوةَ وَاٰتِيۡنَ الزَّكٰوةَ وَاَطِعۡنَ اللّٰهَ وَرَسُوۡلَهٗ ؕ
اِنَّمَا يُرِيۡدُ اللّٰهُ لِيُذۡهِبَ عَنۡكُمُ الرِّجۡسَ اَهۡلَ الۡبَيۡتِ وَيُطَهِّرَكُمۡ تَطۡهِيۡرًا۞( ۳۳).

٫٫ او په خپلو کورونو کې پاتې شئ، او د جاهلیت د لومړیو وختونو په شان ښکاره توب (ځان ښکاره کول) مه کوئ، او لمونځ ادا کوئ، زکات ورکوئ، او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوئ. بې شکه الله غواړي چې له تاسو، اهل بیتو څخه، هر ډول ناپاکي لیرې کړي او تاسو په پوره ډول پاک کړي،،.

( د) -  د احزاب سورت په ٥٩ آیت کښې:

يٰۤاَيُّهَا النَّبِىُّ قُلْ لِّاَزۡوَاجِكَ وَبَنٰتِكَ وَنِسَآءِ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ يُدۡنِيۡنَ عَلَيۡهِنَّ مِنۡ جَلَابِيۡبِهِنَّ ؕ ذٰ لِكَ اَدۡنٰٓى اَنۡ يُّعۡرَفۡنَ فَلَا يُؤۡذَيۡنَ ؕ وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوۡرًا رَّحِيۡمًا۞.
٫٫ ای نبي! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې خپل څادرونه پر ځانونو راخپاره کړي. دا طريقه دېته ډېره نژدې ده  چې دا به وپېژندل شي او ځورولی به نه شي. او الله ډېر بښونکی او مهربان دی،،. (الاحزاب - ۵۹)


( ھ) - د سورة النور په ٢٧ آیت کښې :

يٰۤاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَدۡخُلُوۡا بُيُوۡتًا غَيۡرَ بُيُوۡتِكُمۡ حَتّٰى تَسۡتَاۡنِسُوۡا وَتُسَلِّمُوۡا عَلٰٓى اَهۡلِهَا ‌ؕ ذٰ لِكُمۡ خَيۡرٌ لَّـكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُوۡنَ ۞.

٫٫ ای مؤمنانو! تاسو مه داخلېږئ په هغه کورونو کې چې ستاسو کورونه نه وي، تر هغه پورې چې اجازه واخلئ او د هغه کور پر خلکو سلام وکړئ. دا ستاسو لپاره غوره دی، ترڅو چې نصیحت ومنئ،،. ( النور- ۲۷)


( و) - د سورة النور په ٣١ آیت کښې دا  لاندې ټکی زموږ مدعا ته اشاره کوي:

و لایبدین زینتهن.٫٫ نه دې ښکاره کوي خپل زينت،،

پوښتنه:
د سورة احزاب په ٥٣ آیت کښې خو ویل شوي: د پیغمبر کور ته بې اجازې مه ننوځئ ، همدا راز د سورة النور په  ٢٧ آيت کښې هم د ا ویل شوي چې یو د بل کور ته بې اجازې مه ننوځئ.
نو دې کښې خو د زینت د نه ښکاره کولو حکم په صریح ټکو کښې  نشته دی شوی.

ځواب: دا دی: چې وایي: د نبي علیه السلام او خپلو کښې یو دبل کور ته د کور والا بې اجازې مه
ننوځئ ، له دې حکم نه یو هدف همدا دی چې په ښځو مو په نامناسب حالت کې نظر ونه لګي ، د نارینه او ښځينه سره اختلاط هم را منځ نه شي چې پردي سړي پردي کورونو ته ننوځي، هلته د ناستې ، صحبت او ګپ شپ چانس هم ډېر ښه جوړېږي ، نو الله یې هغه اصلي سبب ممنوع وګرځاوه چې ازاد تلل راتلل دي.
حدیث شریف کښې هم راغلي چې اجازه غوښتل د نظر له امله دي ، یعنې د بې اجازې ننوتوتلو په صورت کښې طبعا د کور په پیغلو او ښځو د نظر پرېوتو سل فیصده امکان وي.
خو بیا هم د قرآن شریف دوه ځایونو کښې ٫٫و لا تبرجن،،  او  ٫٫ولایبدین زینتهن،، کښې خو صراحت سره حکم کړی دی چې ښځې به د پردو سړو په مخ کښې خپل زینت نه څرګندوي.
دریم ځای: چې ٫٫ولیدنین علیه من جلابیبهن،، ( په ځان د څادرونه زوړند کړي) طبعا د زینت د پټولو لپاره ویل شوي ، کنه د لوی څادر د اغوستو څه ګټه ده؟.

د زینت پټول د فقهاوو تر منځ اتفاقي مسئله ده:

د زينت تعريف څه دی؟ او د زینت اطلاق په کومو شیانو کېږي؟

١- امام رازي فرمایی:
واعلم أن الزينة اسم يقع على محاسن الخلق التي خلقها الله تعالى وعلى سائر ما يتزين به الإنسان من فضل لباس أو حلى وغير ذلك.
٫٫ او پوه شه چې "زینت" هغه نوم دی چې په طبیعي ښکلاوو يې اطلاق کېږي، کوم چې الله تعالی پیدا کړي دي، او همدارنګه په هغه نورو شیانو چې انسان پرې ځان ښکلی کوي، لکه ښه لباس، ګاڼې او نور توکي،،.

٢-امام قرطبي وایي:
الزينة على قسمين: خِلْقِية و مُكتسَبة؛ فالخِلْقية وجهها فإنه أصل الزينة وجمال الخلقة.

٫٫ زینت دوه قسمه دی: خلقي زينت  او دوهم کسبي زينت ،  مخ په خلقي زینت کې شامل دی، بلکې مخ د خلقي زینت اساس او د خلقت ښایست دی،،.
کسبي زينت: کسبي زينت  هغه دی کوم چې انسان  يې په خپله د تحصیل کوښښ کوي.

٣- علامه نسفي هم مدارک کښې د زینت تقسیم خلقي او کسبي زینت ته کړیدی.

په خلقي زینت کښې مخ او ورسره تړلي غړي ، لاسونه، پنډۍ، پښې ویښتان او نور اندامونه هم شامل دي.
کسبي زینت: کسبي زينت کښې ، جامې ، غوږ والۍ ، پېزوان ، رانجه ، کجل ، بنګړي ، پایزیب ، امیل ، ټیک او د ارائش ټول وسائل شامل دي. د دې شیانو پټول د قرآن له مخې واجب دي.

زړو ښځو ته په حجاب کښې تخفيف:

- وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ الَّلَاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( النور: ۶۰ ).

٫٫او هغه مشرانې ښځې چې له نکاح څخه ناستې شوې دي او اوس د واده هيله نه لري، پر هغوی باندې څه ګناه نشته که خپلې ځينې پاسنۍ جامې لرې کړي، په دې شرط چې ښکلا ښکاره کوونکې نه وي. او که ( له دېنه هم) ځان وساتي (او حجاب وکړي) نو دا د دوی لپاره غوره ده. او الله ښه اورېدونکی او پوه دی.،،( النور: ۶۰)

٦ . د حجاب احکام: د مخ او لاسونو پټول.

٦  برخه د حجاب احکام

د مخ او لاسونو پټولو مسئله:

مخ او لاسونه {کفین} د ټولو عقلاو په آند په زینت کښې شامل دي. ځکه چې د ښځو ښایست عموما له مخ نه ښه معلومېږي او تر ډیره بريده جاذب نظر هم د انسان مخ وي.
۱-  دا جلا مسئله ده چې د حجاب معامله کښې مخ ، قدمین او کفین ، د ضرورت له امله، د فقهاوو د یو لوی جماعت په آند استثنا شوي دي.
۲- دا استثنا له دې امله نه ده شوې چې مخ زینت نه دی ، بلکې استثناء د ضرورت یا دحرج د دفع کولو، له امله منځ ته راغلې ده.
۳ - د مخ ، کفينو او قدمونو پټولو په اړه استثناء د فقهاوو دې جماعت له ځانه نه ده جوړه کړې بلکې د قرآن ( الا ماظهرمنها) له جملې نه یې فهم کړې ده.

د فقهاوو آراء:

۱- دا مشهوره ده: چې امام شافعي، امام مالک او امام ابوحنیفه رحمهم الله او یو روایت د امام احمد نه هم دا دی چې د ښځو مخ او لاسونه {کفین} عورت کې شامل نه دي.
۲- په ځانګړۍ توګه د امام اعظم صاحب په رایه قدمین هم په عورت کې شامل نه دي، ځکه کوم حرج چې د مخ او لاسونو په  پټولو کښې شتون لري هغه د قدمونو پټولو کښې هم شته دی .
۳- په  ټولو مذاهبو کښې د مخ پټولو حمایت کونکي فقهاء هم ښه ډېر دي.

( أ)  د سعودي عرب اوسني حنبلي مذهبه ملایان د مخ لوڅولو مخالف دي او د مخ پټول واجب ګڼي.
( با) په دې نورو مذاهبو کښې هم داسې فقهاء شتون لري  چې د مخ لوڅۍ باره کې مخالفه رايه لري او مخ پټول له شرعي لحاظه مهم ګڼي.لاندې کرښو کې به د دې خبرې لږ نور وضاحت هم راشي.

د مخ لوڅۍ ګټې:
مخ چې له عورت کېدو نه خارج شو نو یوه ګټه یې دا مخې ته راځي چې د لمانځه حالت کښې د ښځو مخ ، کفين او قدمونه که ښکاره وي مونځ ته یې نقصان نه رسي. همدا راز د اجنبي مخ کښې یې هم د لوڅولو واک لري.
ویښته ، غاړه ، لېچې ، پنډۍ او سینې ، بیا داسې نه دي ، ځکه چې دا ځایونه، که ښکاره شي په لمانځه کې يې فساد راځي.

د مخ لوڅۍ د مسلک په صحت د ٫٫الا ما ظهر منها ،، سره سره ځينې د حدیثو روایات هم دلالت کوي،
خو له ځینو نه یې استدلال علماو ضعیف ګرځولی په دې معنا چې هغه روایات په قطعي او څرګنده توګه د دوي په اخیستل شوي مفهوم دلالت نه کوي. بلکې د نورو احتمالاتو ګنجایش هم پکې شته.

یو روایت چې جمهور فقهاء ترې استدلال کوي:
هغه روایت دی چې ابوداود په خپل سنن کښې روایت کړی. عن عائشة رضي الله عنها:
أن أسماء بنت أبي بكر دخلت على النبي صلى الله عليه وسلم وعليها ثياب رقاق، فأعرض عنها، وقال:
يا أسماء إن المرأة إذا بلغت المحيض، لم يصلح أن يرى منها إلا هذا و هذا، وأشار إلى وجهه وكفيه،.


ژباړه: عائشة بي بي فرمايي:
آسماءبنت أبي بکر زموږ کورته راغله نرۍ ، باريکې جامې یې اغوستې وې، رسول کریم( له خپلې خینې نه) مخ واړوه او ورته یې و ویلې:

ای اسماء! جلکۍ چې کله د ماهوارۍ عمر ته ورسېږي،( بالغه شي) درسته نه ده چې له هغې نه ښکاره
شي مګر دا او دا؛ مخ او ورغو ته یې ورته  اشاره وکړه. دا حدیث تقریبا ټولو هغه خلکو ذکر کړیدی چې د حجاب په موضوع یې لیکل کړیدي.
لیکن مخالف رایه لرونکي فقهاء د دې ځواب کښې وایی: چې دا روایت د خالد بن دریک مرسل دی.
ابوداو او ابو حاتم الرازي ویلي: چې  خالد بن دریک له عایشې رضی الله عنها نه سماع نه ده ثابته. ( ابن کثیر)
لیکن حنفي فقهاء خو مرسل حدیث د حجت او دلیل په توګه تسلیموي خو مخالف رایه لرونکي،فقهاء
وايي: چې دا د هغو مستندو روایاتو مقابل کښې وړاندې کول چې متصل سند لري له علمي لحاظ نه ضعیف موقف دی.

دوهم روایت:
عَنْ عبداللهِ بْنِ عَبَّاسٍ، أَنَّهُ قَالَ: كَانَ الْفَضْلُ بْنُ عَبَّاسٍ رَدِيفَ رَسُولِ اللهِ ﷺ، فَجَاءَتْهُ امْرَأَةٌ مِنْ خَثْعَمَ تَسْتَفْتِيهِ، فَجَعَلَ الْفَضْلُ يَنْظُرُ إِلَيْهَا وَتَنْظُرُ إِلَيْهِ، فَجَعَلَ رَسُولُ اللهِ ﷺ يَصْرِفُ وَجْهَ الْفَضْلِ إِلَى الشِّقِّ الْآخَرِ، قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ فَرِيضَةَ اللهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ، أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَثْبُتَ عَلَى الرَّاحِلَةِ، أَفَأَحُجُّ عَنْهُ؟ قَالَ: نَعَمْ، وَذَلِكَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ.

له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی:
٫٫ چې فضل بن عباس د رسول الله ﷺ سره(په اوښ) شاته ناست و، د خثعم قبیلې یوه ښځه راغله  پوښتنه یې ترې کوله ، فضل بن عباس هغې ته کتل او هغې فضل بن عباس ته کتل ، نو رسول ﷺ  د فضل بن عباس مخ بلې خواته واړوه . بیا هغه ښځې پوښتنه وکړه:
چې په پلار مې حج په داسې حال کښې  فرض شوی دی چې هغه د ضعف له امله په سورلۍ نه شي ټینګېدی ، ایا زه د هغه له خوا حج کولی شم؟ د الله پاک پیغمبر ورته و ویل هوکې تاسو د هغه له خوا حج کولی شۍ. دا پیښه د حجة الوداع په کال کښې واقع شوې ده.

له دې پېښې نه هغه فقهاوو چې د مخ نه پټولو قائل دي، دا دلیل نیولی چې دهغې ښځې مخ  لوڅ و ځکه خو رسول ﷺ ، ترې د فضل بن عباس مخ بلې خواته واړوه ، نو دا د دې دليل شو چې مخ پټول فرض نه دي ، خو کوم فقهاء چې دمخ پټول ضروري ګڼي هغو وايي:
که بالفرض مخ یې لوڅ هم ومنو ، دا ممکنه ده ځکه چې دا ښځه دغه وخت کښې د احرام په حالت کښې وه او د احرام په حالت کښې عموما د ښځو مخ لوڅ وي.
دوهم دا چې که مونږ دا تسلیم کړو چې مخ یې پټ و ، ببا هم دا توجیه کولی شو چې د مخ اړولو لامل دا هم کیدای شي چې د ښځې  سترګي خو لوڅې وې ، کتل یې کولی شو ، له دې امله به یې نبي ﷺ مخ اړولی وي. والله اعلم.
نو مخ اړول خامخا د دې دلیل نه شي کېدی چې د هغې مخ به لوڅ وو، د مخ د ګرځولو نور عوامل هم کېدای شي، په هر حال دې روایت کې احتمالات منځ ته راغلل.
کله چې کوم روایت کښې احتمالات مخې ته راشي لږ تر لږه اختلافي مسئله کښې ترې  استدلال کول  درست نه وي ، ځکه دې سره د روایت حکم صریح او قطعي نه پاتې کېږي ، د داسې رواياتو په اساس صحيح صريح روايات پرېښودل درست کار نه دی. (اذا جاءالاحتمال بطل الاستدلال) .

دریم روایت:
هغه دی چې یوه ښځه راغله نبي ﷺ  ته یې ځان د نکاح لپاره وړاندې کړ چې ماسره نکاح وکړه،
نبي پاک ﷺ ورته کته بره وکتل پرې چپ شو، (د هغې وړاندیز یې قبول نه کړ.....).

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ : " أَنَّ امْرَأَةً جَاءَتْ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ ، فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ جِئْتُ لِأَهَبَ لَكَ نَفْسِي ، فَنَظَرَ إِلَيْهَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ فَصَعَّدَ النَّظَرَ إِلَيْهَا وَ صَوَّبَهُ ، ثُمَّ طَأْطَأَ رَأْسَهُ )
(رواه البخاري ( ۵۰۳۰) ، و مسلم( ۱۴۲۵).

له دېنه دا استدلال شوی چې نبي پاک ﷺ ورته کته ، بره وکتل ، خو د ښځې مخ ته به یې کتلي وي، نو د ښځې مخ به طبعا لوڅ و چې حضرت پاک ﷺ ورته وکتل.

د دې ځواب مخالف موقف لرونکو دا ورکړی:
چې دغه شان حالت کې چې ښځه چاته ځان د نکاح لپاره وړاندې کوي باید چې مخ یې لوڅ وي ترڅو هغه کس یې وګوري، ( ښځې ته د نکاح په اراده کتل جائز دي)
له دې واقعې خو دا نه ثابتېږي چې په هر حالت کښې د ښځو مخونه باید لوڅ وي.

بله دا چې دا یوه جزئي واقعه ده ،  د یوې جزيي پېښې نه  کلي قانون جوړول درست نه دي او د دې  لپاره په داسې حال کښې دغه رنګ دليل کفایت هم نه کوي چې مخالف اړخ سره صريح دلائل هم موجود وي ، ځکه چې د یوې واقعې ډېر عوامل کېدای شي ضرور نه ده چې له هغې څخه  د کلي
قانون جوړ کړل شي سره له دېنه چې دا احتمال هم شته چې جسامت ، قد ، او باډۍ ته یې کتلې وي ، دا کار د حجاب او مخ پټۍ سره هم کېدای شي.دې نه د عمومي مخ لوڅۍ لپاره استدلال کول درست نه ښکاري.

۷.د حجاب احکام د مخ لوڅۍ مسلک.


۷ - د حجاب اوومه برخه

د مخ لوڅول او جمهور:

دا چې په مطلقه توګه د مخ د ښکاره کولو د جواز مسئله أئمه اربعة(ابوحنیفه، مالک، شافعي او امام احمد ته يې نسبت کېږي د دې مفهوم څه دی؟:

۱- لومړی به حنفي فقهاء مطالعه کړو ، چې د دې مسئلې په اړه څه وايي:
امام اعظم ابو حنیفة ، امام محمد بن حسن شیباني او امام ابو یوسف رحمهم الله ته خو د جواز نسبت غالبا درست دی، ځکه چې د حنفي فقهې معتمد کتابونو دا مسئله اخيستې ده.
خو په دې شکل هغو ته د دې نسبت کول چې هغو علی الاطلاق د جواز قائل دي( څه په کښې نه شم ویلی) خو باید دا مسئله لا دقیقه مطالعه شي ، تر څو د جمهورو فقهاوو په موخه موږ ښه پوه شو.

خو د متاخرینو حنفي  فقهاوو کتابونه که مطالعه کړای شي، دا ترې ښکاره کېږي چې متاخرین دا حکم علی الاطلاق نه مني بلکې دوه شرطونه ورته ږدي.

لومړی،شرط: له فتنې نه امن. دوهم شرط: چې د شهوت په نظر سره ورته ونه کتل شي.
چې د شهوت سره ورته ونه کتل شي. در مختار او رد المحتار  کښې راغلي دي :

(وتمنع) المرأةالشابة(من كشف الوجه بين الرجال) لا لأنه عورة بل( لخوف الفتنة ) .

ژباړه: ځوانه ښځه د سړو تر منځ د مخ له  لوڅولو نه د فتنې له ویرې له امله منع کول کېږي، له دې امله نه منع کېږي چې مخ عورت دی.

شامي د دې عبارت شرح کې لیکي:

( قوله وتمنع المرأة الخ) ای تنهی عنه و ان لم یکن عورة( قوله بل لخوف الفتنة) ای الفجوربها او الشهوة، والمعنی تمنع من الکشف لخوف ان یری الرجال وجهها فتقع الفتنة، لأنه مع الکشف قدیقع النظر الیها بشهوة.

ژباړه: له مخ لوڅۍ نه به منع کېږي، اګر که مخ عورت نه وي، له دې امله چې د سړو د کتلو په صورت کښې په فتنه د (دواړو خواوو)  د واقع کېدو قوي خطر شتون رلري. که هغه بدکارو وي يا په شهوت
سره کتل وي، ځکه کله چې دښځې مخ لوڅ وي، نو عموما ورته د شهوت په پار هم کتل کېږي.
له دې عبارت نه دا معلومېږي چې متاخرینو احنافو خپل اصل مذهب خو منلی چې مخ او لاسونه
عورت نه دي ، خو د فتنې او شهواني نظر ځنې مامون کېدل یې ورته شرط ګرځولي.

الفقه علی المذاهب الاربعة کښې وایي:

اما اذا کانت بحضرةرجل اجنبي او امراة غیرمسلمة فعورتهاجمیع بدنها، ماعدالوجه والکفین فانهما لیسابعورة فیحل النظر الیهما عند امن الفتن.
دلته یې هم، مخ او لاسونه عورت کښې نه دي شامل کړي، خو له فتنې نه امنیت یې شرط ګرځولی.

دامام شافعي مذهب:
په همدې کتاب کښې د پورتني عبارت په تشریح کښې وايي:

الشافعیة قالوا: ان وجه المرأة وکفیها عورة بالنسبة للرجل الاجنبي.

ژباړه: شافعیانو ویلي: د ښځې مخ او لاسونه د اجنبي سړي په نسبت عورت دی.

بیضاوي شافعي مسلکی عالم وايي:
يغطين وجوههن وأبدانهن بملاحفهن إذا برزن لحاجة.

ژباړه: کله چې ښځې د خپل حاجت لپاره له کور نه وځي نو مخونه او بدن به په څادر پټوي.
[سورت احزاب ۵۹ ایت په تفسیر کښې]

- له دېنه خو دا هم معلومېږي چې د امام شافعي مذهب دلته له هغې مشهورې خبرې نه خلاف نقل شویدی، یعنې د ښځې مخ د پردي يعنې غیر محرم لپاره عورت ګڼلی شوی.

الفقه علی مذاهب الاربعة کتاب  هم د امام شافعي مسلک د بيضاوي په څیر نقل کړی و.

که مخ عورت ونه منو نو د ښځو د مخ ښکاره کېدو په صورت کښې دا بیا د سړي مسؤلیت دی چې غض بصر وکړي، خو لږ تر لږه د ښځې هم دا مسؤلیت جوړېږي چې کومه ټولنه کښې د خلکو شهواني نظرونه ورته متوجه وي چې لږ تر لږه خپل مخ پټ کړي.
دا خو هم څه معقوله رویه نه ښکاري چې کوم حالت یا کوم ځای کښې خلک بې ادب وي او ښځې یې د شهواني نظرونو ښکار کېږې، د فتنې خطر هم شتون ولري، د عزت د متضرر کېدو یې هم خطر وي،
او ښځې د دې ټولو مشکلاتو سره په دې بهانه خپل مخ لوڅ پریښی وي چې د فلان فقیه په نزد مخ پټول ضرور نه دي.

ضرورت او حاجت:
دا مشهوره شرعي قاعده ده چې الضرویات تبیح المحظورات.
له دې امله د ضرورت په ځاینو کښې ضرورت له امله ټول فقهاء بې قید او شرط دمخ او لاسونو لوڅولو اجازه ورکوي.
لکه اضطراري حالات ، یا کله چې قاضي پرې فیصله صادروي ، همداراز د پېرلو ، پېرودلو، په وخت کښې، (که اړتیا محسوس شي) او همدغه شان د طبیب لپاره (دضرورت په اندازه) او داسې نور.......
خو د ضرورت تعریف او حد ټاکل هم ضروري دي.

مخ لوڅولو،دلائل:

د مخ د لوڅولو پلويان د ابن عباس او علي رضی الله عنهما په تفسیر اعتماد کوي.

دوی وایی: سورت نور کښې د زینت د نه ښکاره کولو له حکم نه د٫٫الاماظهرمنها،، استثناء الله جلت عظمته، په خپله کړېده.
له  استثنا نه دا مفهوم اخيستل چې مخ او لاسونه د عورت له جملې څخه نه دي، له ابن عباس او علي کرم الله وجهه نه نقل شويدي .
له عبدالله بن عباس څخه دا نقل شوی تفسیر غالبا په درسته توګه نقل شوی، له دې امله د فقهاوو یو لوی جماعت،( چې ځینو ورته د جمهورو نوم ورکړی) د دې قائل شوي دي چې مخ او لاسونه(کفین) عورت نه دي.
دا مسلک له ابن عباس سره د ابن عمر ، عطاء ، عکرمه ، سعید ابن جبیر ، ابوالشعثاء او د ضحاک بن مزاحم نه هم نقل شوی دی.
- ابن عباس او ابن عمر په کښې صحابه دي او نور ټول غالبا تابعین دي.

د دې مسلک د منونکو تابعینو پېژندنه: 

1-  عطاء:
(115 هجری) کښې وفات شوی دی ، له ډېرو صحابه کرامو نه یې زدکړې کړي او عالم فاضل انسان و.

2- عکرمه:
دا د  ابن عباس شاګرد دی ، له ډېرو اصحابو نه یې روایت کړی‌دی، 105 هجري،کښې وفات شوی.

3 - سعید بن جبیر:
د ابن عباس شاګرد او د تفسیر امام دی،(95) هجري کې حجاج بن یوسف په شهادت رسولی‌دی.
د ابن عمر او عایشه بي بي نه یې هم زدکړې کړې وې.

4 - ابوالشعثاء: د ابن عباس ځانګړی شاګرد و، د عایشې ام المؤمنین نه یې هم زدکړې کړې وې،(93 هجري کښې وفات شوی دی)د حسن او ابن سیرین د مرتبې سړی و.

5- ضحاک بن مزاحم:

بلخ کې اوسېده، په خراساني او بلخي نسبتونو هم مشهور دی.
مدرسه يې درلوده، ٣٠٠٠( درې زره) شاګردانو ته یې په کښې د تعلیم مفت بندوبست ګړی و.
(106) هجري کې وفات شوی دی.- پای.

۸.دحجاب احکام
د مخ پټولو د مسلک دلائل


۸ - حجاب برخه

د مخ پټولو د مسلک دلائل:

د قرآن ظاهر د عبدالله بن مسعود تفسیر او ګڼ شمیر صحیح احادیث د تابعینو فتواوې او د امت څوارلس سوه کلن تعامل، د دې مسلک اساس او بنسټ جوړوي.
د قران او صحیح احادیثو سره سره ، د ډېرو سلفو اقوال ، د ډېرو مفسرینو او د شلمې پیړۍ د سترو مفکرینو او علماوو اقوال هم د دې مسلک تائید کښې محفوظ پراته دي ، د بيلګي په توګه د شیخ محمد علي صابوني ، تفسیر روائع البیان ، تفهیم القران( تفسیر) او معارف القران( تفسیر) د مطالعه شي
۱ - د ابن مسعود تفسير:
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي: چې٫٫الاماظهرمنها،، سره د حجاب له حکم نه ظاهري زينت استثناء شوی دی.
۲ - ظاهري زینت څه شی دی؟
د ابن مسعود هدف دا دی چې ٫٫الاماظهرمنها،، سره ظاهري زینت استثنا شوی دی لکه پاسنی څادر ، چادري د جامو ځینې هغه  برخې چې پتول یې ممکن نه وي او دې سره مخ او لاسونه نه دي استثنا شوي ، بلکې هغه د حجاب په حکم کښې داخل دي، ( پټول یې مهم دي، مګر د لمانځه او ضرورت په وخت کښې)
۳ - دځينو تابعينو فقهاوو رايه:

مشهور تابعينو هر يو حسن بصري ، محمد بن سیرین ، ابراهیم نخعي ابو الجوزاء او عبیدة السلماني هم د ابن مسعود رایه خوښه کړېده.
۴ - حسن بصري:
له مشرانو تابعینو ځنې دی چې عالم ، زاهد ، فقیه شخصيت و،(110)هجري کښې وفات شوی).

۵ - محمدبن سیرین:
ابن بيرون هم مشهور عالم ، فاضل تابعي دی،( 9شوال 110 هجری کښې وفات شوی دی )

۶ - ابراهیم نخعي:
دامام اعظم رح د استاد استاد دی ، مشهور تابعي  عالم دی(96 هجری کښې وفات شوی دی)
د دې مبارک د وفات وخت کښې امام ابو حنيفة (16 کلن وو) .

۷ - ابو الجوزاء:
مشهور تابعي عالم ، فاضل ، زاهد او عابد وو ( 82 هجري کې وفات شوی دی)
د عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمرو بن العاص او عایشې رضی الله عنهم نه یې زدکړې کړې وې.

۸ -  عبیدة بن عمرو السلماني المتوفی (72)هجري.
چې ډېر عالم او متقي شخص و ، د مکې د فتحې په ورځ پیدا شوی و ، د نبوت زمانه یې موندلې وه خو نبي پاک سره یې ملاقات نه وه شوی.

د دې مشرانو په نزد مخ او لاسونه ښکاره کول درست نه دي ، بلکې د ښځو مخ او لاسونه دحجاب په تناظر کښې د عورت حکم لري چې پتول یې اړین دي.


د مخ پټولو علمي دلائل:

لومړی دلیل:
مخ د زینت مرکز دی دا څنګه کېدای شي چې د عام زینت د پټولو حکم د وشي او د زینت مرکز د ترې استثنا شي.

دوهم دلیل:
قرآن وایي: ښځې د کورنو کې درنې کښېني ، د جاهلیت د زمانې ، غوندې نیمه لوڅې او ډول ، سینګار او آرائش سره د له کور ځنې نه وځي.

دريم دليل: بیا قران وايي:  که د پیغمبر له بیبیانو نه څه شی غواړۍ ، د پردې له شا یې ترې و غواړۍ.
که بیبیانو لاس په لاس کوم شی چاته سپارلی وی ، نو دمخ او لاس نه پرته یې بل کوم ځای خو چاته نه ښکارېده.
څلورم دليل:  پیغمبر پاک ﷺ ته الله جل جلاله فرمايي: چې خپلو ښځو ، لورګانو او د مؤمنانو ښځو ته و وایه چې خپل څادرونه د پرځان ځوړند کړي.

پنځم دليل:   الله ج فرمايي:
خپل زینت مه ښکاره کوئ مګر خپلو محارمو ته او محارم هم ورته شمېري.
اوس په دې کښې فکر په کار دی چې مخ ، لاسونه ، قدمونه زینت نه دي نو هغه ډیر مهم زینت کوم ځای یا کوم  شی دی؟ چې قران یې د پټولو حکم کوي.

د ٫٫الا ماظهر منها،، معنا:

د ٫٫الا ماظهر منها،،  معنا ده ٫٫ هغه څه چې په طبعي توګه په خپله ظاهر وي. یا هغه څه چې له قصد او ارادې پرته  په خپله ظاهر شي.

د ٫٫الا ماظهر منها،، له جملې ځنې فقط دغه دوه معناګانې متبادرې معناګانې کیدای شي.

يعنې له دېنه مراد  د بدن او لباس هغه برخه ده چې د پټولو امکان یې نشته ، لکه برنی څادر ، د جامو کښتنۍ برخه ، بوټان او څپلکې.
یا هغه څه چې بې ارادې څرګند شي لکه دکوم کار د اجرا  کولو په صورت کښې  د بدن يا لباس څه برخې نه څادر و خویږي ، یا د باد (شمال) له امله داسې څه منځ ته را شي.

د ضرورت حکم:
علماوو په اتفاق سره د شدید ضرورت په وخت کښې چې کله د مخ یا لاس ښکاره کولو ته اړتیا پیدا شي دمخ او لاس ښکاره کول جائز بللي دي ،( الضروریات تبیح المحظورات) ځکه چې ډېر کرته د مخ او لاس لوڅولو ته اړتیا پېښېږي د اړتیا د ځای تعیين یوه مؤمنه ښځه چې د الله جل جلاله د حکم د عملي کولو عزم و لري په خپله کولی شي ، اسلامي فقه کښې ډېر مسائل د مبتلیٰ بِه او ګرفتار شخص رأيې ته سپارل شويدي ، ځکه چې د قانون له مخې د خلکو د احتیاجاتو د ځایونو شمیر ، تعيين  او حصر ګران کار دی.
له دې نه زیاد ګنجایش د (الا ما ظهر منها) لفظ کښې نشته ، مګر که څوک یې په کښې په زوره پیدا کول وغواړي نو دهغه مخه خو څوک نه شي نیولی.

د ابن مسعود موقف او احادیث:

د پورتني موقف د اثبات لپاره د حدیثو روایات هم شته دي.

لومړی روایت:

کله چې عايشه رضي الله عنها د بنو مصطلق غزا کښې سهار له کاروان نه روسته پاتې شوې وه ، بي بي فرمایی: سترګې مې پټې شوې وې چې غږ مې واورېد: إنالله و إنا إلیه راجعون ، چې مې وکتل صفوان بن معطل السلمي و ، زه یې و پیژندلم ، ځکه د حجاب له حکم نه یې مخکې لېدلې وم ، چې پاڅېدم مخ مې پټ کړ ، د هغه په اوښ سپره شوم هغه د اوښ نکیل ونیو او روان شو.
( بخاري حدیث شمېره: ۲۴۸۰) کتاب الشهادات،(باب ۱۴)

دې روایت کښې په څرګنده توګه راغلل چې د حجاب له حکم نه وروسته مخ پټول پيل شوي ول.
دا کیسه د نبي پاک ﷺ ټول سیرت لیکونکو او د تفسیر او احادیثو کتابونو نقل کړې ده.
( تفسیر روح المعاني ، سورة النور ایت ، ١١)

دوهم روایت:
عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت: (كان الركبان يمرون بنا ونحن مع رسول ﷺ  محرمات ، فإذا حاذوا بنا سدلت إحدانا جلبابها من رأسها على وجهها، فإذا جاوزنا كشفناه).

[أبو داود باب المحرمة تغطي وجهها، أي: تغطي وجهها عند الرجال الأجانب]


٫٫عایشه بي بي وايي:مونږ د الله پاک پیغمبر سره د حج په سفر کښې ملګرې وو،(د احرام په حالت کښې) چې کله به سپاره خلک موږ ته نژدې شول نو موږ به خپل څادر په مخونو را ځوړند کړ ، چې کله به خلک تېر شول بیا به مو څادرونه له مخ نه لرې کړل،( دا ځکه چې د احرام په حالت کښې ښځو ته د مخ پټولو اجازه نشته ده).
د استدلال ټکې په کې دا دی:
که د مخ د پټولو حکم نه وی شوى او د رسول اکرم زمانه کښې د ښځو مخونه لوڅ ول ، دمخ پټي مسله مطرح نه وه ، نو ولې یې د قافلو والا نه مخ پټوه ، سره له دېنه چې هغو په عجله کې تېرېدل.
ابوداود په دې روايت په دې عنوان  باب قائم کړی: ٫٫محرمه ښځه به هم له پردو سړو نه مخ پټوي،،.

دریم روایت:
نهى الرسول صلى الله عليه وسلم المرأة المحرمة بحج أو عمرة أن تلبس النقاب والقفازين.
رواه البخاري، باب ما ینهی المحرم من الطیب و المحرمة(د حدیث،شمیره ،1716)
:
ژباړه:  پیغمبر علیه السلام  ښځې د احرام په حالت کښې له نقاب او دستانو اغوستو نه منع کړيدي.

نو معنا یې همدا شوه چې عموما به ښځو نقاب او ورسره دستانې هم استعمالولې خو د احرام په حالت کښې يې  ښځې د نقاب او دستانو له استعمال نه منع کولې.

له احرام پرته که ښځو نقاب (چادري) او دستانې نه استعمالولی بیا د احرام حالت کښې منع کول څه معنا لري؟ بلکې دا خو تحصیل د حاصل ګڼل کېږي .

څلورم روایت:
وروى مسلم في صحيحه عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: كنت عند النبي صلى الله عليه وسلم فأتاه رجل فأخبره أنه تزوج امرأة من الأنصار، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم: أنظرت إليها؟ قال: لا، قال: فاذهب فانظر إليها، فإن في أعين الأنصار شيئا{ مسلم د حديث شميره: 1424}
ژباړه: ابوهریرة وایی:
زه د الله د پاک پیغمبر صلی الله علیه وسلم په څنګ کې ناست وم، یو کس راغی رسول ﷺ یې خبر کړ چې انصارو کښې مې ښځه وکړه ، رسول ﷺ ورته و فرمایل: دا ښځه د کتلې وه؟
هغه ویل نه، نه مې ده کتلې، رسول الله ص ورته و ویل: لاړه شه ورته وګوره ، ځکه چې د انصارو په سترګو کښې لږ عیب غوندې وي.
له دې روایت نه داسې دلیل نیول شوی: که چیرته مخونه پټ نه ول او دغه کس ورسره د نکاح اراده هم لرله بیا خو په کار وه چې دوه درې کرته خو به یې خامخا لیدلې وی ، خو هغه د سره لیدلې نه وه ، نو دا څنګه مخ لوڅي وه چې چا په خپل کلي کښې خپله مخطوبه نه شوه لیدلی.
بله دا چې که د ټولو ښځو مخونه لوڅ ول او کتل ورته جائز ول ، نو مغیرة بن شعبة خپله مخطوبه ولې د سره کتلې نه وه او بیا ده ته په خصوصي توګه د کتلو د اجازې څه معنا او څه فائده؟

پنځم روايت:

عن ابراهیم عن الاسود عن عایشة قالت تسدل المرأة جلبابها من فوق رأسها على وجهها.

ژباړه : عایشة رضی الله عنها وایي: ښځه به د احرام په حالت کښې خپل څادر په سر او مخ ځوړندي.
[ فتح الباري باب ما یلبس المحرم من الثیاب]
دا د احرام په حالت کښې د عایشې ابۍ د مخ د پټولو روايت  دی.
که د ښځو مخونه هر حالت کښې لوڅ ول ، بیا د احرام په  حالت کښې د لوڅولو او پټولو بحث بلکل بې معنا ګرځي.
که په سورة أحزاب او سورت  نور کښې د حجاب د آیتونو ترجمه يو عام وګړی ولولي په طبعي توګه يې ذهن ته همدا انځور مخې ته راځي چې د  ښځو مخ  باید پټ وي.

لیکن کله کله يو عام مطالعه کونکی د مختلفو خارجي عواملو له امله درستې نتيجې ته نه رسېږي، ځکه چې هغه په يوه موضوع  ګډوډ کتابونه مطالعه کوي دې سره تشویش ورته پیدا کېږي. د مفسرینو د تفسیري نوټونو نه ځینې وروڼه درست مفهوم نه شي اخیستلی او ځینې بیا د نفس د غوښتنو نه
غوښتنو نه متاثره کېږي ، ځينې د نړۍ د حالاتو او د نړۍ د روان نظام نه مرعوب شي او د ځینو مخې ته د بې ځایه ضرورتونو یو اوږد فهرست راشي.
ځينې بيا له حالاتو نه د متاثره کېدو له امله آساني پسې ګرځي ، خو دېته یې خیال نه وي چې آیا زما دا رایه د الله د حکم د تعمیل په مخ کښې خنډ خو نه‌جوړېږي.؟

د حجاب د احکامو شالید:

مفسرین او محدثین په اتفاق دا لیکي: چې مدینة منوره کې به وینځو او اصیلو ښځو دواړو مخونه نه پټول ، واړه څادرونه به یې په سر اچول ، په اوږو به یې شاته ځوړند ول ، مخونه ، ګریوانونه او غاړي به یې لوڅې وې ، چا به وینځه او اصیله کښې تفاوت نه شو کولی ، کله به له دې نه مشکلات هم جوړېدل ، د ډېرو صحابه کرامو طبعي میلان هم دېته وو چې د حجاب احکام نازل شي په ځانګړې توګه د رسول پاک ﷺ د کورنۍ لپاره.
هغه وو چې لومړی د نبي پاک د کورنۍ او بیا د ټولو مؤمنو کورنیو د ښځو لپاره حجاب فرض وګرځول شو.
یعنې د حجاب له حکم نه وړاندې مخ لوڅي موجوده وه ، د حجاب له حکم سره بنده شوه.
د حجاب له حکم نه وړاندې هم ښځو جامې  او څادرونه اغوستل خو د عربو ښځې  به عموما مخ لوڅه وې ، ارایش او ډول سینګار سره به له کورونو وتلې ، د حجاب له حکم سره د مخونو او زینت نمائش ممنوع وګرځول شو ، د زینت ډېر شیان لکه میکپ ، چارګل ، غوږولۍ ، رانجه ، ټیک ، پېزوان په مخ کښې وي ، بلکې مخ پخپله د جسماني زینت مرکز دی ، د ښځو ښایست او بد رنګي خلک له مخ نه معلوموي، له دې امله د مخ د پټولو حکم و شو.

د سورة احزاب59 ایت باندې ټولو مفسرینو لیکلي چې دې آیت کې ښځو ته حکم شوی،چې خپل ویښتان او مخ پټ کړي.
علامه سید محمود الوسي: م (1270ق) روح المعاني کښې وایي:
عن محمد بن سيرين قال: سألت عبيدة السلماني عن هذه الآية {يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ } فرفع ملحفة كانت عليه فتقنع بها وغطى رأسه كله حتى بلغ الحاجبين وغطى وجهه وأخرج عينه اليسرى من شق وجهه الأيسر.
ژباړه: محمد بن سیرین وایي: له عبیدة السلماني نه مې د دې آیت ( یدنین علیهن من جلابیبهن) په اړه  وپوښتل ، نو په ځواب کښې یې یو څادر پورته کړ چې هغه اغوستی وو په سر یې را واړوه  سر یې تر وریځو پټ کړ او ورسره یې مخ هم پټ کړ یواځې چپه سترګه یې ښکاره کړه.
(روح المعاني، د سورة الأحزاب د ٥٩ آیت تفسیر). - پای.

۹.د حجاب احکام: د‌ مخ‌ پټۍ دليلونه


۹ - د حجاب مسئله:(۹) برخه‌


د احزاب د ۵۹ آيت تفسير:

داخبرې ته هم باید پام وګرځول شي چې د سورت احزاب د نوموړي ایت( قل لأزواجک و بناتک) په
تفسیر کښې ټول ستر مفسرین لکه:  ابن جریر ، ابن کثیر ، قرطبي ، الوسي ، محي السنة بغوي ، قاضي بیضاوي ، ابن عطیه غرناطي ، ابوحیان الاندلسي ، نیشاپوري ، ابن جوزي ، خازن ، جمال الدین قاسمي ، علی صابوني او نور  او دا ټول د مختلفو مذاهبو لکه حنفي ، شافعي ، مالکي ، حنبلي ، ظاهري او شیعه مذهب سره تړاو لري ، دې ټولو دا نقل کړي چې ابن عباس او جمهورو د دې آیت تفسیر داسې کړی چې ښځه باید له ځان نه څادر په داسې ترتیب ونغاړي چې یواځې یوه سترګه یې ښکاره شي ، ځینو ویلي په داسې توګه چې د مخ ډېره برخه یې باید ښکاره نه شي ، ځینو ویلي په پوزه هم باید څادر راواړوي ، تعبیرات مختلف دي خو مفهوم او مرام یو دی چې ټول وائ:‌چې مخ یا زیاته برخه یې باید پټ شي.

۱ - دې سلسله کښې امام قرطبي: م ، (671،، ھق) داسې لیکي:
فقال ابن عباس وعَبيدة السَّلْمانيّ: ذلك أن تلوِيه المرأة حتى لا يظهر منها إلا عين واحدة تُبصر بها. وقال ابن عباس أيضاً وقتادة: ذلك أن تلويه فوق الجبين وتشدّه، ثم تعطِفه على الأنف، وإن ظهرت عيناها لكنه يستر الصدر و معظم الوجه. و قال الحسن: تغطّي نصف وجهها.

ژباړه:  قرطبي وايي:  ابن عباس او عبیدة السلماني فرمایلي دي: چې ښځه به څادر له ځان ځنې داسې چاپیر کړي چې فقط یوه سترګه یې ښکاري چې لیدل پرې وکړي او ابن عباس اوقتادة دا هم ویلي:
چې څادر دې په خپل تندي هم کلک وتړي ، بیا د په پوزه راتاو کړي ، که سترګې یې ښکاره شي( باک نه لري) لکن سینه او د مخ ډېره برخه به پټوي او حسن بصري رحمه الله ويلي : چې نيم مخ به پټوي.
(القرطبي ، سورت احزاب 51 ایت) .

۲ - ابن کثیر:المتوفی(774 ھق) فرمایي:

قال علي بن أبي طلحة عن ابن عباس: أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ويبدين عيناً واحدة.

ژباړه:  ابن کثیر وایي: علی بن طلحة له ابن عباس نه روایت کړی : چې الله مؤمنو ښځو ته حکم کړی چې کله دخپل حاجت لپاره له کور نه وځي خپل مخونه به سره له سرونو په لویو څادرونو پټ کړي فقط یوه سترګه به ښکاره کړي (ابن کثیر).

۳ - علامه الوسي بغدادي: متوفی(1270- ق) داسې لیکي:

عن محمد بن سيرين قال: سألت عبيدة السلماني عن هذه الآية {يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ } فرفع ملحفة كانت عليه فتقنع بها وغطى رأسه كله حتى بلغ الحاجبين وغطى وجهه وأخرج عينه اليسرى من شق وجهه الأيسر.
ژباړه:  محمدبن سیرین وایي: له عبیدة السلماني نه مې د دې آیت( یدنین علیهن من جلابیبهن) په اړه وپوښتل نو په ځواب کښې یې یو څادر پورته کړ ( چې هغه اغوستی و) په سر یې را واړوه تر وریځو یې ورسوه او مخ یې هم پرې  پټ کړ يواځې چپه سترګه يې ښکاره کړه.
( روح المعاني ، آيت ۵۹ ، احزاب )

4 - محی السنة بغوي ( م ۵۱۶ هق)  شافعي مفسر دی معالم التنزیل کښې فرمايي:

وقال ابن عباس وأبو عبيدة: أمر نساء المؤمنين أن يغطين رؤوسهن ووجوههن بالجلابيب إلا عيناً واحدة ليعلم أنهن حرائر.


ژباړه: علامه محي السنة بغوي فرمایي: ابن عباس او عبیدة السلماني وایي : د مؤمنانو ښځو ته امر شوی چې خپل سرونه او مخونه د په لویو څادرونو (جلابیب) پټ کړي مګر یوه سترګه ، دا د دې لپاره چې پته ولګي چې دا احرارې او اصیلې خانداني ښځې دي بیابه به څوک ورته تکلیف نه رسوي.

۵ - امام رازي  - م - (606ق) فرمائي:

ويمكن أن يقال المراد يعرفن أنهن لا يزنين لأن من تستر وجهها مع أنه ليس بعورة لا يطمع فيها أنها تكشف عورتها فيعرفن أنهن مستورات لا يمكن طلب الزنا منهن.

ژباړه: چې کله دوی مخونه پټ کړي دې سره به دوی وپیژندل شي چې دا ښځې زنا نه کوي ، ځکه چې کومه ښځه خپل مخ پټوي، (سره له دېنه چې مخ عورت نه دی) له داسې ښځې نه دا توقع نه شي کېدای چې زنا ته به آماده شي.( کبیر سورة احزاب آیت ٥٩)

۶ - علامه نسفي.
علامه نسفي مشهور حنفي عالم ، د کنزالدقائق مصنف ، م (537ق).
فرمايي :  ومعنى {يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ } يرخينها عليهن ويغطين بها وجوههن وأعطافهن. يقال: إذا زلّ الثوب عن وجه المرأة أدنى ثوبك على وجهك. و «من» للتبعيض أي ترخي بعض جلبابها وفضله على وجهها تتقنع حتى تتميز من الأمة، أو المراد أن تتجلببن ببعض ما لهن من الجلابيب.
د پورتني عبارت مفهوم:
د ٫٫یدنین علیهن من جلابیبهن،،  معنا دا ده چې څادر به په ځان واړوي خپل مخونه او اوږې به پرې  .
پټې کړي ، کله چې د ښځې له مخ نه څادر وخوېږي عربان ورته وايي: (أدنى ثوبك علی وجهک) چې څادر د په مخ خور کړه یا راواړوه،،.

۷ - صاحب د المحرر الوجیز ٫٫حافظ ابن عطیة اندلسي،، م (584ق.)داسې لیکي :

معنى الحجبة وكن يكشفن وجوههن كما يفعل الإماء وكان ذلك داعية إلى نظر الرجال إليهن وتشعب الفكر فيهن أمر الله تعالى رسوله عليه السلام بأمرهن بإدناء الجلابيب.

ژباړه : ښځو به د جاهلیت زمانه کښې د وینځو په څېر مخونه لوڅ پرېښودل ، دا د دې باعث ګرځېده چې سړو به ورته کتل ، نو رسول الله ﷺ ته امر و شو چې دویته امر وکړه چې څادرونه واغوندي.
(احزاب 59 ایت).

۸ -  ابن جریر طبري د قرآن لومړنی باقاعده مفسر دی، -310- هجری کښې وفات شوی دی.
دې سلسله کښې فرمايي:
يقول تعالى ذكره لنببه محمد ﷺ: يا أيها النبيّ قل لأزواجك وبناتك ونساء المؤمنين، لا يتشبهن بالإماء في لباسهنّ إذا هن خرجن من بيوتهنّ لحاجتهنّ، فكشفن شعورهنّ ووجوههنّ، ولكن ليدنين عليهنّ من جلابيبهنّ، لئلا يعرض لهنّ فاسق، إذا علم أنهنّ حرائر بأذى من قول.

ژباړه: ای پیغمبره! خپلو ښځو ، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته حکم وکړه ، چې په لباس کښې بايد له وینځو سره مشابهت و نکړي ، ځکه وینځې چې کله له کورنه وځي ویښتان او مخونه لوڅ پرېږدي.
لیکن مؤمنو ښځو ته امر دا دی: چې په څادرونو کښې به خپل ځان پټوي چې کوم فاسق ورته په څه ناکاره خبره تکلیف ونه رسوي. (ابن جریر د احزاب ٥٩ آیت )

۹ - زاد المسیر کښې عبدالرحمن ابن جوزي متوفی،{597هق} حنبلي مذهبه فقیه او  محدث دی داسې لیکي:
:
قوله تعالى: {يُدْنِينَ عليهنَّ من جلابيبهنَّ} قال ابن قتيبة: يَلْبَسْنَ الأرْدية. وقال غيره: يغطِّين رؤوسهنّ ووجوهن ليُعلَم أنهنَّ حرائر {ذلك أدنى} أي: أحرى وأقرب {أن يُعْرَفْنَ} أنهنَّ حرائر {فلا يؤذَين}.

ژباړه : ابن قتیبه د دې آیت تفسیر کې وایي: چې څادرونه د واغوندي ، له ده پرته او نور علماء وایي:
چې خپل سرونه او مخونه د پټ کړي چې پته ولګي چې دا اصیلې ښځې دي بیابه څوک تکلیف نه ور رسوي.
۱۰ - د سوريه او شام د شلمې پېړی ستر مفسر شیخ محمدعلي الصابوني ،م،  2021 (اسطنبول کښې دفن دی)  
په خپل تفسیر، روائع البیان فی تفسیر ایات الاحکام کښې فرمایي:
{يُدْنِينَ}: أي يسدلن ويرخين. وأصل الإدناء التقريب، يقال للمرأة إذا زلّ الثوب عن وجهها: أدني ثوبك على وجهك، والمراد في الآية الكريمة: يغطين وجوههن وأبدانهن ليميزن عن الإماء والقينات.

ژباړه : څادرونه به پر ځان ځوړند کړي چې خپل مخونه او بدن پرې پټ کړي ، تر څو له وينځو نه  جلا شي.

۱۱ - التفسیر المیسر:
يا أيها النبي قل لأزواجك و بناتك و نساء المؤمنين يرخين على رؤوسهن ووجوههن من أرديتهن و ملاحفهن؛ لستر وجوههن و صدورهن و رؤوسهن.
:
ژباړه : ای نبي ﷺ خپلو ښځو ، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته و وایه:
چې خپل څادرونه په خپلو سرونو او مخونو زوړند کړي، دې لپاره چې خپل مخونه، سینې او سرونه پرې پټ کړي.

۱۲-  علامة الشام شیخ جمال الدین القاسمی م { 1332هق} محاسن التاویل کښې فرمايي:

و عن ابن عباس رضي الله عنهما: الرداء الذي يستر من فوق إلى أسفل، ثم قال: ومعنى: {يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ} يرخينها عليهن ويغطين بها وجوههن وأعطافهن.

ژباړه : له ابن عباس نه روایت دی چې جلباب هغه څادر دی چې له سر نه تر پښو بدن پټوي، بیا وايي:
په ځان به یې ځوړند کړي خپل مخونه او اوږې به پرې پټې کړئ.

۱۳ -  مفسر نیشاپوري غالبا معتدل شیعه عالم دی ، په غرائب القران ورغائب الفرقان کښې لیکي

و كانت النساء في أول الإسلام على عادتهن في الجاهلية متبذلات يبرزن في درع وخمار من غير فصل
بين الحرة والأمة، فأمرن بلبس الأردية والملاحف وستر الرأس والوجوه {ذلك} الإدناء
{أدنى} وأقرب إلى {أن يعرفن} أنهن حرائر أو أنهن لسن بزانيات فان التي سترت وجهها
أولى بأن تستر عورتها.

ژباړه: د اسلام په ابتداء کښې به ښځې،(که اصیله وه که وینځه) د جاهلیت په طرز په وړو څپوټو کښې ګرځېدلې ، بیا ورته د لویو څادرونو د اغوستلو حکم وشو ، چې سرونه او مخونه پرې پټ کړي.
دا به د دې باعث شي چې خلک به یې عفت مآب ښځې وګڼي ، ځکه څوک چې مخ پټوي نو خپل عورت خو به ضرور  له خلکو ځنې پټوي.

۱۴ -  جلال الدین سیوطي م (911ھ) داسې لیکي:

أي يُرخِين بعضها على الوجوه إذا خرجن لحاجتهنّ إلا عيناً واحدة۔

ژباړه: کله چې له کور نه وځي د څادر یوه برخه به په مخ را واړوي مګر یوه سترګه.

۱۵ - علامه شوکاني المتوفی (1255ھ)داسې لیکي:

قال الواحدي: قال المفسرون: يغطين وجوههنّ ورؤوسهنّ إلاّ عيناً واحدة، فيعلم: أنهنّ حرائر فلا يعرض لهنّ بأذى. وقال الحسن: تغطي نصف وجهها. وقال قتادة: تلويه فوق الجبين وتشدّه ثم تعطفه على الأنف، وإن ظهرت عيناها لكنه يستر الصدر ومعظم الوجه، والإشارة.

ژباړه: الواحدي ویلي: چې مفسرین وایي: مخونه او سرونه به پټوي مګر یوه سترګه................

۱۶ - علامه ابواللیث سمرقندي المتوفی،(373ھ) وايي:

وقال القتبي يلبسن الأردية ويقال يعني: يرخين الجلابيب على وجوههن.

ژباړه: څادرونه به اغوندي او ویل کېږي: چې څادرونه به په خپلو مخونو را اړوي.

۱۷ -  لباب التاویل فی معانی التنزیل کې علاء الدين الخازن بن علي بن محمد بن إبراهيم بن عمر المتوفی (741ھ) وايي:

قال ابن عباس: أمر نساء المؤمنين أن يغطين رؤوسهن ووجوههن بالجلابيب إلا عينا واحدة.
ژباړه: ابن عباس وايي:
د مؤمنانو ښځو ته امر شوی،چې خپل سرونه او مخونه په جلابیبو پټ کړي مګر یوه سترګه.

۱۸ -  ابو حیان العلامة محمد بن يوسف بن علي بن يوسف بن حيان، م (745ھ)ظاهري مذهبی عالم
دی ، البحرالمحیط کښې داسې لیکي:
كان دأب الجاهلية أن تخرج الحرة والأمة مكشوفتي الوجه في درع وخمار، وكان الزناة يتعرضون إذا خرجن بالليل لقضاء حوائجهن في النخيل والغيطان للإماء، وربما تعرضوا للحرة بعلة الأمة، يقولون: حسبناها أمة، فأمرن أن يخالفن بزيهن عن زي الإماء، بلبس الأردية والملاحف، وستر الرؤوس والوجوه، ليحتشمن ويهبن، فلا يطمع فيهن.
مفهوم:
د جاهلیت زمانه کې به اصیلې ښځې او وینځې په وړو څادرونو کښې مخ لوڅه له کوره وتلې ، بیا ورته امر وشو چې لوی څادرونه واغوندي ، سرونه( ویښتان) او مخونه پټ کړي.


۱۹ -  الدر المنثور تفسیر کښې علامه جلال الدین سیوطي د ابن عباس ، محمد بن سیرین ، محمد بن کعب القرظي ، عبیدة السلماني نه روایات نقل کړي چې دې آیت کښې ښځو ته امر شوی چې سرونه او مخونه پټ کړي ، مګر یوه سترګه، د سیوطي عبارت مې د تطویل له کبله پرېښود.

کوم تفسیر چې پورته نقل شو  د سورة احزاب د 59 شمېره آیت تفسیر کې همدا وايي چې ښځو ته امر شوی چې سرونه ، مخونه يا د مخ ډېره برخه او پوزه به پټوي مګر یوه سترګه که ښکاره وي ، د لارې د کتلو لپاره پروا نه لري.
دا خبره په مختلفو تعبیرونو ویل شوېده ، لیکن هدف د ټولو  یو دی چې ښځې به خپل مخ پټوي.

ځینې مفسرین بیا د سورة نور ٫٫ ۳۱ ،، آیت په تفسير  کښې وايي: چې مخ او لاسونه استثنا شویدي ، دا د یو جماعت رایه ده ، لیکن په ظاهرا کښې دا دوه متضاد خبرې مخې ته راځي.

د مخ او لاس استثنا:

د مخ او کفينو استثناء قرآن په صراحت سره نه ده ذکر کړې يعنې قرآن د ٫٫الاالوجه و الکفان،، الفاظ نه دي استعمال کړي ، بلکې قرآن د ٫٫الا ما ظهر منها، الفاظ کارولي دي چې د هغې په اړه له  ابن عباس نه دا  تفسیر نقل شویدی چې له دېنه مراد  ٫٫مخ او کفين دي،، سره له دې چې د ابن عباس رضي الله
عنها نه دا هم په درست سند نقل شوي چې يواځې یوه سترګه به ښکاره کوي.
له دې امله چې دا ظاهري تعارض دفع شي د سورة نور د ٫٫ ۳۱،، آیت د دې جملی  { الا ما ظهر منها} په تفسیر کښې چې ٫٫الا الوجه و الکفان،، ویل شوي دي بايد د هغې درست مفهوم  ولټول شي کنه د دومره لویو لویو مفسرینو حتیٰ د ابن عباس په خبره کښې دومره ښکاره تضاد نه شي راتلای.

د دې مشکل حل د علماوو په غاړه دی  ،  زه  به هم د خپل توان او علم په مقدار کوښښ وکړم چې د ابن عباس د قول ٫٫الاالوجه و الکفان،  يا د ٫٫الا ما ظهر منها،،  درست تعبیر و مومم.- پای.

۱۰. د حجاب احکام: د مخ له استثناء نه د فقهاؤ هدف



۱۰ - د حجاب مسئله لسمه برخه:

د مخ او لاس له استثناء نه د فقهاؤهدف

کومو مفسرینو او فقهاوو چې د ما ظهر منها په تشریح کښې فرمایلي دي: چې له دې استثنا نه هدف مخ او لاسونه دي د هغو اصلي هدف څه دی؟

نن سبا‌ ځينو له دې نه په مطلقه توګه دا مفهوم اخیستی چې د فقهاوو هدف له دې استثناء نه دا دی چې  ښځه هر حالت کښې مخ او لاسونه ښکاره کولی شي او میکپ سره په مارکیټونو او بازارونو کښې چکرې وهل ورته روا دي ، ځکه چې د مخ پټول پرې واجب نه دي نو بیا یې ولې پټ کړي. ځينو بيا لا دومره له غربي تهذيب او تمدن نه مرعوب شويدي چې وايي مخ پټول بدعت دی.

پټه د پاتې نه وي چې د مخ او لاسونو د ښکاره کولو ذکر صراحتا قرآن کښې نه دی راغلی  چې ګنې د مخ پټول واجب نه دي او  نه په دې اړه  کوم صحیح ، صریح حدیث  راغلی دی.
د عایشې بې بې نه یو روایت شته چې أسماء بنت أبي بکر ته نبي پاک ﷺ   د حجاب او جامو په اړه توصیه وکړه ، لاسونه او مخ یې ورته له حجاب نه استثنا کړل.

- دا حدیث ابوداود روایت کړی خو محدثینو ورته مرسل ویلي.
بله دا چې د عایشې بي بي نه په صحیح سند سره د مخ د پټوالي روایات  هم نقل شوي دي چې مخکښې مو ذکر کړل‌ او هغه روايات د سند له اړخه صحيح دي.

دا چې د ٫٫الاماظهرمنها،،  له استثنا ځنې هدف  مخ او لاسونه دي دا د یوې تفسیري رایې په آساس ویل شوي دي  چې هغه تفسیر له ابن عباس او ځینو نورو نه  روایت شوی دی.
خو له ابن عباس نه دسورة احزاب د ۵۹ آیت په تفسیر کښې له دېنه خلاف تفسیر هم نقل شوی دی.
هغه دا چې ښځه فقط یوه سترګه ښکاره کولی شي، هغه مو په مشرح توګه د ډېرو کتابونو په استناد مخکې  نقل کړی ده.
اوس پوښتنه دا پیدا شوه چې کله چې له ابن عباس نه دواړه قسمه روایات راغلي دي ، نو تطبیق به یې څنګه کوو او اخر د مسئلې حل څه شی دی؟

ځواب: حل دا دی چې له ابن عباس نه  د ٫٫الا ما ظهر منها،، په تفسير کښې دریم قسم روایات هم نقل شوي دي چې هغې سره مسئله بلکل واضح او حل کېږي ، هغه روایات په لاندې ډول دي:

1- ابن جریر طبري وايي:

حدثني عليّ، قال: ثنا عبد الله، قال: ثني معاوية، عن عليّ، عن ابن عباس، قوله:{ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إلاَّ ما ظَهَرَ مِنْها}  قال: و الزينة الظاهرة: الوجه، و كُحل العين، و خِضاب الكفّ، و الخاتم فهذه تظهر في بيتها لمن دخل من الناس عليها.( ابن جریر، سورة نور، ٣١ آيت).

٫٫ابن عباس وايي:  له  ظاهر زینت څخه مراد  مخ ، د سترګو رانجه ، د لاس نکریزې یا رنګ او ګوتمه  ده ، چې دا کور ته دننه راتلونکو خلکو ته څرګندولی شي،،.

2 - امام القرطبي د سورة نور د ٣١ آیت تفسیر کښې نقلوي: 
وقال ابن عباس وقتادة والمِسْوَر بن مَخْرَمة: ظاهر الزينة هو الكحل والسّوار والخِضاب إلى نصف الذراع والقِرطة والفَتَخ؛ ونحو هذا فمباح أن تُبدِيه المرأة لكل من دخل عليها من الناس.

٫٫ابن عباس ، قتادة ، مسور بن مخرمة وایي: له ظاهر زینت نه مراد رانجه ، بنګړي ، د لاسونو نکریزې تر نیمې لېچې ، زیر ګوشي ، کړۍ او داسې نور شيان دي ، ښځو ته جائز دي چې ټولو هغو خلکو ته یې څرګند کړي چې د دوى کورته دننه راځي،،.
د حجاب له حکم نه وروسته چې د یو صحابي کور ته څوک ننوځي داخلېږي طبعي ده چې یوه مرتبه کښې به یې رشته دار وي یا محارم لکه د ښځې کاکا ، ماما یا موقتي محارم لکه اوښي ، د عمه يا د خاله میړه او نور.
نو د دغه شان رشته دارو په اړه ویل شوي: چې مخ ، لاسونه د پوزې ، سترګو زینت که هغو ته ښکاره شي باک نه لري.
3 - د ابن عباس، مسور بن مخرمه او قتادة  دې روایت سره د هغه مرسل روایت( چې ابوداود روایت کړی) قضیه هم حل شوه چې آسماء بنت ابوبکر ته رسول پاک ﷺ د حجاب معامله کښې له تاکید نه وروسته د مخ او لاسونو رعایت ورکړ ، رسول ﷺ د هغې اوښی وه ، نو دا حد بندي چې رسول ﷺ کړې وه دا هم دکور دننه د نژدې خپلوانو په نسبت حد بندي وه ، نه داچې د پرديو  خلکو په مخکې داسې وکړي يا بازارونو او مارکيټونو کښې لوڅ مخ سره د ګرځېدو اجازه يې ورکړې وي.

د روایاتو د تضاد د حل دوهمه لار:

4 - حافظ عمادالدین ابن کثیر فرمایي:
وقال الأعمش عن سعيد بن جبير عن ابن عباس: {وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا} قال: وجهها وكفيها والخاتم. وروي عن ابن عمر وعطاء وعكرمة وسعيد بن جبير وأبي الشعثاء والضحاك وإبراهيم النخعي وغيرهم نحو ذلك، وهذا يحتمل أن يكون تفسيراً للزينة التي نهين عن إبدائها، كما قال أبو إسحاق السبيعي عن أبي الأحوص عن عبد الله قال: في قوله: {وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ} الزينة: القرط والدملج والخلخال والقلادة. وفي رواية عنه بهذا الإسناد قال: الزينة زينتان: فزينة لا يراها إلا الزوج: الخاتم والسوار، وزينة يراها الأجانب وهي الظاهر من الثياب.
ژباړه:
اعمش رحمه الله له سعید بن جبیر نه هغه له ابن عباس نه روایت کړی چې له ٫٫ولایبدین زینتها إلا ما ظهر منها،،  نه مراد  مخ ، لاسونه  او ګوتمه ده.

له ابن عمر ، عطاء ، عکرمة ، سعید بن جبیر ، ابوالشعثاء ، ضحاک او ابراهیم نخعي او نورو نه هم دغه شان روایت شوی دی.
ابن کثیر وايي : دا د دې احتمال لري چې دا د هغه زینت تفسیر وي چې د(پردیو ) مخ  کښې یې څرګندول منع شوي دي.  لکه چې ابو اسحاق السبيعي له ابوالاحوص نه او هغه له عبدالله بن مسعود نه د (و لایبدین زینتهن) په تفسیر کښې روایت کړی چې له زینت نه مراد زیر ګوشۍ ، امیل ، پایزیب او دملج د لیچو زینت (بازو بند) دی. په همدې سند په  بل روایت کښې ترې راغلي دي:
چې زینت دوه قسمه دی : یو هغه زینت دی چې فقط میړه یې ليدلی شي لکه ګوته( ګوتمه) او بنګړي،
او بل هغه زینت دی چې پردي خلک یې هم لیدلی شی هغه فقط د جامو (کالیو) ظاهري او پاسنۍ برخه ده.
5 - له دېنه د روایاتو د تضاد د حل  دوهمه لاره  را و وتله، هغه دا چې د مخ ، لاسونو ، ګوتو ، امیل  رانجو او نکریزو ذکر د ممنوعه زینت تفسیر کښې راغلی دی ، هغه چې پردیو ته یې نه شي ښکاره کولی ، خو له ابن عباس نه هغه روایت مجمل نقل شوی ځینو ترېنه  له اصل حکم نه د  استثناء مفهوم فهم کړی چې په هغې اساس بيا کفين او مخ د‌ حجاب له حکم نه مستثنی کېږي ،
کنه په اصل کښې دا د ممنوعه زینت تفسیر دی يعنې  چې دغه شیان او ځایونه به د پرديو مخ کښې نه ښکاره کوي.

تشریح:

یعنې الله چې ویلي: (لایبدین زینتهن) د دې زینت تشریح کښې دا اقوال راغلي چې هغه زینت مخ ،
لاسونه ، ګوتمه ، بنګړي او....دي، یعنې دې أقوالو کښې چې په مختلفو تعبیرونو د ځینو شیانو او د بدن د ځينو ځایونو ذکر راغلي له دېنه هدف د هغه زینت په ګوته کول او  مثالونه يې  بیانول دي چې د پردیو مخکې یې څرګندول منع دي.

5 - د تضاد د حل درېمه لار:

موږ چې هغه روایات ولیدل چې  له ابن عباس او ځینو مفسرینو نه د سورت نور د ٣١ آیت په تفسیر کښې نقل شوي او هغه روایات مو هم وليدل چې له همدې ابن عباس رض او نورو نه د سورة احزاب ٥٩ آیت په تفسیر نقل شوی دي ، په ښکاره توګه په کښې تضاد محسوس کېده ، علماء کرام د هم
وګوري ، نو د حل لارو د لټولو کوښښ مو وکړ ، دوه حل لارې  مو مخکې ذکر کړې ، د حل درېمه لاره
داده چې علامه ابن عطیه غرناطي په الوجیز کښې نقل کړېده هغه فرمائي:

5 - قال الفقيه الإمام القاضي:  ويظهر لي في محكم ألفاظ الآية أن المرأة مأمورة بأن لا تبدي وأن 
تجتهد في الإخفاء لكل ما هو زينة، ووقع الاستثناء في كل ما غلبها فظهر بحكم ضرورة حركة فيما لا
بد منه أو  إصلاح شأن ونحو ذلك، فما ظهر على هذا  الوجه فهو المعفو عنه فغالب الأمر أن الوجه بما فيه والكفين يكثر فيهما الظهور، وهو الظاهر في الصلاة، ويحسن بالحسنة الوجه أن تستره إلا من ذي 
حرمة "محرمة" ويحتمل لفظ الآية أن الظاهر من الزينة لها أن تبديه ولكن يقوي ما قلناه الاحتياط  
و مراعاة فساد الناس فلا يظن أن يباح للنساء من إبداء الزينة إلا ما كان بذلك الوجه والله الموفق للصواب برحمته (المحرر الوجیز).

ژباړه: ماته د آيت د محکم الفاظو نه دا څرګندېږي چې ښځه په دې ماموره ده چې د خپل هر قسم 
زينت په پټ ساتلو کښې به کوښښ کوي او خپل زينت به چا ته نه ښکاره کوي پاتې شوه د استثناء خبره  نو د استثناء مقصد دا دي چې کوم شي د ښځې له ارادې پرته د څه ضروري کار کولو له امله ترې څرګند شي او ښځه يې په پټولو کښې مغلوب واقع شي ، که دغه شان حالت کښې څه شی څرګند شي دا ورته عفوه ده.ډېر کرته د مخ او لاسونو د ښکارېدو امکانات موجود وي ، لکه مانځه کښې دا ښکاره وي .
کومې ښځې چې ښایسته وي هغو ته خو په کار ده چې مخ پټ وساتي ، مګر د محارمو په مخ کښې.
د آیت الفاظو کښې دا احتمال شته چې د  ظاهري زینت د ښکار کولو واک ښځې سره شته ، خو د احتیاط او د زمانې د فساد له امله زموږ خبره قوي ده ( چې پټوي به یې)
نو دا ګومان نه دی په کار چې ښځو ته به د زینت د ښکاره کولو ( عامه اجازه) ور کول شوي وي ، خبره هغه ده چې موږ و ويلې  چې د ضرورت په وخت کښې  یا چې بې ارادې ترې لوڅ شي دا ورته عفوه ده . ( الوجيز).

6 - مشهور شافعي مفسر قاضي بیضاوي انوار التنزیل و اسرار التاویل‌‌ کې د سورة نور د ۳۱ آيت په تفسیرکښې همدغه پاسنۍ تېره شوې خبره کوي کومه چې نورو مفسرينو کړېده :

(كالحلي والثياب والأصباغ فضلاً عن مواضعها لمن لا يحل أن تبدى له. {إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا} عند مزاولة الأشياء كالثياب والخاتم فإن في سترها حرجاً، وقيل المراد بالزينة مواضعها على حذف المضاف أو ما يعم المحاسن الخلقية والتزيينية، والمستثنى هو الوجه والكفان لأنها ليست بعورة والأظهر أن هذا في الصلاة لا في النظر فإن كل بدن الحرة عورة لا يحل لغير الزوج والمحرم النظر إلى شيء منها إلا لضرورة كالمعالجة وتَحَمُّلِ الشهادة.).

٫٫د کومو شیانو چې ښکاره کول ممنوع دي لکه زیورات ، جامي او رنګونه( نکریزې ، رانجه، کجل
او ...او د دې زینتونو د ځایونو  ښکاره کول هم هغه چاته چې پردي وي په طریق اولی جائز نه دي.
پاتې شوه د( إلا ما ظهر منها) خبره چې قران کړې ده ، نو هغه د کار حالت او وخت پورې تړلې  ده.
چې کله ښځه  خپل لاس او پښه د څه ضرورت یا حاجت لپاره  استعمالوي، او دې حالت کښې ترې جامي او ګوته ( ګوتمه) ښکاره شي ، ځکه چې ( دغه شان حالت کښې ) کښې يې پټول یا پټ ساتل سخت کار وي.
ځینو ویلي د زینت نه مراد خلقي محاسن دي یا اعم له دېنه که هغه خلقي وي یا تزئیني( کسبي زينت) او استثناء د مخ او کفینو ده ځکه چې دا عورت کې شامل نه دي.
قاضي بیضاوي وايي:
خو ظاهره دا ده چې دا (مخ او کفین) لمانځه کې  عورت نه دي ، نه دا چې  په نظر او کتلو کښې، ځکه چې د اصیلې ښځې بدن ټول عورت دی ، له میړه او محرم نه پرته بل چاته د ښځې د بدن هرې برخې ته کتل منع دي ، مګر د علاج یا ګواهي په وخت کښې ( بيضاوي).

تشریح:
د بیضاوي نظر څرګند شو چې د مخ یا لاس ښکاره کیدل د ضرورت نه پرته درست نه دي ځکه چې د
ښځې ټول بدن عورت دی ، کتل ورته درست نه دي او مخ او لاس يواځې په لمانځه کښې عورت نه دي ، د نظر اوکتلو په نسبت مخ او لاسونه هم عورت او د پټولو تر حکم لاندې دي ، مسئله دا شوه چې د ښځې ټول بدن عورت دی کتل ورته روا نه دي.
مخ او لاسونه یې که لمانځه کې ښکاره شي دا د ضرورت له امله معاف دي او ښځې مونځ عموما داسې ځایونو کې کوي چې هلته سړي ورته مخامخ موجود نه وي ، د ضرورت او حاجت په وخت کښې ښځه لاس او مخ لوڅولی شي.
کومه ښځه چې غواړي د الله او رسول حکم تطبیق کړي هغه پوهېږي چه کوم ځای یا حالت کښې د لوڅولو ضرورت څومره دی او د څومره لوڅولو ضرورت دی.
په عمر رسېده ښځو باندې د حجاب هغه شان کلکه پابندي نشته هغه ساده لوپټه کښې هم  له تبرج پرته وتلی شي. همدا راز د علاج معالجې مسئله هم د ضرورتونو له جملې څخه ده
قاضي ته هم د فیصلې د صدور په وخت کښې  د هغه ښځې مخ ته کتل روا دي چې پر چا فیصله
صادروي ، د محکمې صورت کښې ګواهانو ته هم کتلی شي ، تر څو په بې ګناه شخص ګواهي ونه
کړي ، که څوک کومې ښځې سره واده کول غواړي هم ورته کتل روا دي.
حج او عمره کښې د احرام په حالت کښې  به هم ښځه نقاب نه کوي ، مخ به یې لوڅ وي که نژدې سړي راشي د څادر پیڅکه د پر مخ ځوړنده کړي.او داسې نور ضروريات.

او که څوک داګڼي چې قران او سنت یا د فقهې  امامانو به ښځو ته اجازه ورکړي وي چې بازارونو او مارکیټونو کې د سرخي سفیدې سره مخ لوڅ او لوڅو لاسونو سره چې ښایسته ګوتې او بنګړي یې هم ښکاري چکرونه و وهي او خلک د ورته ګوري ، دکاندارانو سره دې دغه حالت کې ګپونه لګوي ، دا یې خپل ګومان کېدای شي خو دین کښې داسې څه نشته دي، چې حجاب او پردیو ښځو ته کتل دواړه کارونه دې یو ځای روان وي. - پای.

۱۱.د حجاب احکام: دله کور نه د وتلو جواز



۱۱ - د حجاب مسئله يولسمه:


له کور نه د وتلو د جواز مسئله:

اسلام له فطرت سره جنګ نه کوي بلکې د فطرت غوښتنو ته په خپل قانونی چوګاټ کې مناسب ځاي
ورکوي ، له دې امله ئي ښځو ته هم د ضرورت په وخت کښې له کور نه د وتلو اجازه ورکړي ده ، کله چې دا ایت نازل شو:  (و قرن فی بیوتکن)  کیدای شي ځينو ترې دا فهم کړی وی چې ښځو ته یا کور
دی یا ګور. همدې سلسله کې کله چې عمر فاروق رضی الله عنه په ام المؤمنين ٫٫سوده بنت زمعه،، رضی الله عنها غږ وکړ ای سودې موږ و پېژندې! دا په داسې حال کښې چې سوده بي بي د خپل حاجت پوره کولو لپاره شپې له کور وتلې وه ( همداسی یوه پيښه د سودی او عمر منځ د حجاب له نزول نه وړاندې هم ترسره شوی وه).

بالاخره بي بي سودې رسول ﷺ ته له عمر رضی الله عنه نه شکایت وکړ ، نو په نبی علیه السلام د وحیې د کښته کېدو حالت طاري شو چې سر ئی را پورته کړ و ئې  فرمایل:
٫٫قد اذن الله لکن ان تخرجن لحوا ئجکن،،
ژباړه : یقینا الله تاسو ته اجازه درکوي چې د خپلو حاجتونو د سر ته رسولو لپاره له کور نه و وځۍ.
(بخاری، کتاب النکاح، باب خروج النساء لحوائجهن، شمېره:۴۹۳۹)

يو په هغه کارونو کې چې ښځه د هغې لپاره د کور نه د وتلو اجازه لري‌ هغه مسجد ته د لمونځ لپاره
تلل دي ، حدیث شریف کښې راغلي چې : ٫٫لاتمنعوا اماء الله مساجد الله و لیخرجن و هن تفلات،،.
ترجمه: د خدای و ینځې(بندیانې) د الله له مساجدو ځنې مه منع کوئ.
دا حدیث ډيرو حدیث پوهانو روایت کړي دی، ځينو ورسره دا برخه روایت کړې، چې پرته له ارائش
نه دې لاړې شي، ځینو ورسره دا ټوټه روایت کړیده چې خپل کورونه ورته غوره دي او ځينو ټولې برخې يو ځاې هم روایت کړي دي ، چې دالله بندیانې د الله له مساجدو ځنې مه منع کوۍ ، خو خپل کورونه ورته غوره دي  (چې لمونځ په کښې وکړي ).

د سند له اړخه دا حدیث صحیح دی ، همدارنګه دا حدیث بخاری شریف کښې په دی الفاظوهم روایت شوی دی:
عن ابن عمر عن النبي ﷺ : إذا استاذنتکم نساء کم باللیل الی المسجد فاذنوا لهن. ( بخاری ، باب خروج النساء الی المساجد باللیل، حديث: ۸۲۱ )

ژباړه : له ابن عمر رض نه روایت دی چې نبي ﷺ فرمایلي دي:  کله چې ستاسو ښځې له تاسو نه اجازه وغواړي چې د شپني لمونځونو لپاره مسجد ته لاړې شي نو اجازه ورته وکړئ.
یو حدیث شريف کښې دا الفاظ راغلي دي : له ابن عمر نه روایت دی : چې رسول الله علیه وسلم
فرمایلي دي: (اءذنوا النساء باللیل الی المساجد.) ( الترمذي ، باب خروج النساء الی المسجد )
ژباړه : ښځو ته د شپې له خوا مساجدو ته د تګ اجازه ورکړئ.

له دې نه لږ تر لږه دا ثابته شوه چې مساجدو ته د خویندو تګ حرام یا ناروا نه دی ، لیکن کورونو کښې لمونځ کول ورته غوره دي،  لکه یو حدیث شريف کښې راغلي دي  چې یوې ښځې نبی علیه السلام ته وویل: زه دا خوښوم چې تاپسې لمونځ وکړم.
نبی علیه السلام ورته وویل : چې ستا لمونځ ستا په کوټه کښې له حویلي نه غوره دی او حویلي درته د  محلې له مسجد نه او د محلې مسجد درته زما له مسجد نه غوره دی.

تشریح: رسول الله ﷺ دا ښځه تشویق کړه چې ستا لمونځ څومره ګوښه ځاې کښې تر سره شي ثواب ئې ډير دی او ستا د کوټې کونج تا ته زما له مسجد نه غوره دی. ( طبراني ـ ابن حبان )

خلاصه : نتیجه دا شوه چې د ښځې لمونځ کور کښې غوره دی خو که خامخا مسجد ته راتلل غواړي منع کول یې نه دي درست. حنفي فقهاء وايي:
که زړه ښځه هغه لمونځونو ته راتلل غواړي چې تیارو کښې ترسره کېږي لکه ماښام ، ماسختن او سهار نو اجازه ورته ورکول په کار دي ، حنفي فقهاء مساجدو ته د ځوانو ښځو راتګ درست نه ګني.
مسجد ته د وتلو شرائط دا دي:  چې ارائش به نه کوي عطر به نه  استعمالوي ، عادی لباس کښې به مسجد ته راځی ، دا ټول شرايط هم په احادیثو کښې راغلي دي.
حنفی فقهاؤ د زمانې د تغیير او د فساد د ډېر والي له امله دا ویلې دي چې زړې ښځې ماښام ماسخوتن او سهار لمانځه ته وتلې شي نورو لمونځونو ته به نه راځي او ځوانې به مساجدو د سره نه.
ځي ، دې ته ورته مفهوم کښې د ام المؤمنين عائشې بي بي یو حدیث هم امام بخاري روایت کړی چې هغه فرمائي :  چې که نبي علیه السلام اوس ژوندی وی نو ښځې به ئې له مساجدو نه منع کړې وی لکه د بنی اسرائیلو ښځې چې منع شوې وې.

اوسنی عصر:

نن سبا ګڼ شمیر خویندې د حجاب رعایت نه کوي او زموږ خویندې سیکولر طبقې تر کار لاندې نیولي دي  کوښښ‌ کوي چې خویندې له اسلام نه فاصله و نيسي‌ ، اوس باید علماء طبقه هم خویندې د کار لاندې ونیسي ، پام ورته ډير کړي ترڅو له ضلالت نه بچ شي د دې اسانه لاره دا ده چې خویندې د علماو خبرې واوري، د دوې باره کښې د دین له مؤقف نه خبردار شي د دې یوه لار دا ده چې ښځو ته د مساجدو دروازې پرانستل شي.
ترڅو د قران درسونه مواعظ ، د جمعې او اختر خطبې واوري که ښځه له مسجد نه لرې شوه‌ نو په طبعي توګه  به د غربي ناوړه افکارو ښکار کېږي ځکه چې د هغو تبلیغ بیګا او سبا ګړندی روان دی ،  ټولې غربي رسنۍ په دې موضوع په ډيرې توجه سره کار کوي.
جمهورو فقهاؤ په خيال مساجدو ته د ښځو راتلل منع نه دي په دې شرط چې شرايط مراعات شي.

له مذهب نه وتل:

كه دا سوال چاسره پیدا شي که موږ دا اجازه ورکړو چې ښځې د مساجدو ته لاړې شي نو دا خو  له مذهب نه خروج منځ ته راځي  ، ځواب دا دی چې هیڅ نوع خروج منځ ته نه راځي ، ځکه د مذهب پخوانۍ فتوا هم د حالاتو د نظر کښې نیولو په اساس ورکول شوې وه ، اوس عصر ، زمانه او حالات تغییر شوي دي ، دې عصر کښې د ښځې جومات ته راتګ د خیر باعث ګرځي او نصوص هم د دې غوښتنه نه کوي چې ښځې د په زوره له مساجدو ځنې منع کړای شي. 

۱۲. د حجاب احکام: د قبرونو زيارت

  ښځو لپاره د قبرونو  زیارت(۱۲)

د احنافو په نزد د ښځو او سړو دواړو لپاره د قبرونو زیارت مندوب دی، چې هدف ترېنه عبرت اخیستل او مړو ته دعاء کول وي.
نور منکرات، بدعات او شرکیات او ناوړه رسوم ورسره یوځای نه شي، همدا راز بې ځایه جزع فزع هم ورسره ملګرې نه وي او د ښځو تګ د فتنې او سړو سره د اختلاط باعث هم نه شي، په احنافو کې د ابن عابدین شامي او خېرالدین الرملي رایه داده چې زړې ښځې تللی شي، خو ځوانو ښځو لپاره مندوب نه دی، هغو باید له تګ نه ځان وساتي.

په کوم حدیث شریف کې چې راغلي دي، چې نبي علیه السلام له زیارةالقبور نه منع کړې ده، دا حدیث منسوخ شوی دی، په خپله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:له بريده رض نه روایت دی ٫٫قال رسول الله ﷺ: كنت نهيتكم عن زيارة القبور فزوروها،، رواه مسلم.
٫٫تاسو مې د قبرونو له زیارت نه منع کړي وۍ، نو زیارت یې کوئ، (اوس تللی شۍ، زیارت کولی شۍ). یعنې منع منسوخ شوه، جواز یا ندب په خپل ځای پاتې شو،،.

او هغه حدیث چې نبي علیه السلام فرمایلي ول: لعن الله زوارات القبور.
ژباړه: الله جل جلاله په هغه ښځو لعنت کړی چې ډېرې زیارت ګرې وي. دې حدیث کې د زوارات صیغه راغلې ده.
دا  د مبالغې صیغه ده، د ډېر تکرارېدو او بیابیا تللو مفهوم افاده کوي، یعنې لعنت په زوارتو شوی نه په زائراتو، دا هغه ښځې دي چې زيارت ګرې نه وي، خو کله کله د عبرت اخيستلو لپاره ورځي.

له دې امله ښځو لپاره روا دي چې د مور، پلار د نورو خپلوانو، حتی عامې مقبرې او قبرونو ته لاړې شي، عبرت ترې واخلي او دعاء ورته وکړي.

زیارت ته تګ:
د زیارة القبور په معنا ځینې نه دي پوه شوي هغو ترې دا مفهوم اخلي چې غټ زیارتونو لکه پیربابا، دیوانه بابا، مهترلام بابا، سخي صیب، او د باباغلام ولي په قبرونو چې کومې میلې، ټیلې منعقد کېږي، نر او ښځې ګډوډ په کښې کښته بره کېږي هغو کې د ښځو شرکت هم زیارة القبور دی، دا مفهوم اخیستل، حدیثو کښې د تحریف معنا ورکوي. د نرو او ښځو اختلاط د باباګانو د قبرونو په سره جوړو شوو میلو او عرسونو کښې د زیارة القبور په نوم بدعت او ګناه ده.

- ښځې که مسجد ته ځي که قبرونو ته، آرایش به نه کوي او خوشبو به هم نه استعمالوي،
حدیث شریف کې راغلي:

عن ابی هریرة ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (لا تمنعوا إماء الله مساجد الله، ولكن ليخرجن وهن تفلات).(أورده أبو داود رحمه الله باب خروج النساء إلى المسجد)

- د میړه نه به اجازه اخلي، که حاضر وي که غائب، اوس خو د غائب نه اجازه غوښتل د وسائلو د دېر والي له امله آسانه شوي دي، مګر په داسې کار کښې چې مستعجل وي. عطر او سپری په نه استعمالوي.            دا هم په صحیح حدیث کې راغلي.

- حجاب به رعایت کوي. او  دا چې کورني مسؤلیتونه یې ترې ضائع نه شي.

د‌ مثا‌ل په توګه: چې دا قبر ته لاړه شي کور کښې بچی یواځې پرېږدي تکلیف ورته ورسي،،
یا کور ته  نور تکالیف ورسي ، یعنې د خپلو کورني او نور وجائبو نه بايد غافله نه شي او کوم کارونه چې دېته سپارل شوي،  ترې ضایع نه شي، هسې نه چې وړوکي کار پسې له کوره و وځي ځان، اولاد، مال یا کورنۍ ته غټ تاوان واړوي یا تګ یې د کورنۍ یا د دې په بې عزتۍ تمام شي، دغه شان صورتونو کښې بیا ورته وتل درست نه دي. 

ورته مطالب
+