28-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د ښخو تعلیم او اجتماعي کارونو کښې ونډه
﴿اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ * عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ﴾ ( العلق: ۱ - ۵)
٫٫د خپل رب په نامه لوستل پیل کړه، چې هغه (الله) چې ټول کائنات يې پیدا کړي دي.هغه انسان د وینې له يوې ټوټې څخه پیدا کړی.لوستل وکړه، او ستاسې رب ډېر عزتمن دی.هغه چې د قلم په واسطه یې انسان نه ښوونه کړېده. ورزده يې کړل انسان ته هغه شيان چې پرې نه پوهېده،،.
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.(الجمعة: ۲).
"هغه (الله) دى چې په اميانو (يعنې ليك لوست نه كوونكو) كښې يې د دوى له منځه يو رسول راولېږه چې دوى ته د الله آيتونه تلاوت كوي، هغوى (د ګناهونو او ناوړه اخلاقو څخه) پاكوي، او دوى ته د كتاب او حكمت تعليم کوي. كه څه هم دوى مخکې په ښکاره ګمراهي کښې وو."(الجمعة: ۲
وَلَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.(آل عمران: ۱۶۴).
"او يقيناً الله په مؤمنانو لوی احسان وکړ، کله چې يې د دوی له منځه یو رسول راولېږه چې دوى ته د الله آيتونه تلاوت كوي، هغوی (د ګناهونو څخه) پاکوي، او دوى ته كتاب او حكمت ورښيي، که څه هم دوى مخکې په ښکاره ګمراهي کښې وو."
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.( البقرة: ۱۲۹)
"اې زموږ ربه! د دوى له منځه په دوىی كښې يو رسول راولېږه چې دوی ته ستا آيتونه تلاوت كړي، هغوی ته کتاب او حكمت تعليم ورکړي، او دوی (د ګناهونو څخه) پاک کړي. بېشکه ته ډېر غالب او د حكمت څښتن يې."
﴿يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ﴾( المجادلة: ۱۱)
٫٫الله تعالی به ستاسې هغه کسان چې ایمان يې راوړی وي او هغه کسان چې پوهه ورکړل شوي وي، په څو درجو پورته کړي. الله تعالی ستاسې د ټولو کړنو په اړه ښه خبر دی،،.
﴿قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ﴾( الزمر: ۹)
٫٫ووايه: ايا هغه کسان چې پوهه لري او هغه کسان چې پوهه نه لري، يو شان دي؟ يواځې عقل لرونکي پند اخلي،،.
﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ﴾ ( فاطر: ۲۸)
٫٫په حقیقت کې له الله څخه د هغه د بندهګانو څخه یواځې عالمان (پوهان) وېرېږي. بېشکه الله ځواکمن او بښونکی دی،،.
د ښځو تعليم په اړه مقدماتي وينا
زموږ وطن هم عجيبه وطن دی، ټوله نړۍ کښې يوه مسئله حل شوې وي، حدود ، قيود او شرطونه يې واضح شوي وي، د روا او ناروا پرېکړه يې هم يوه پېړۍ د مخه غوسه شوې وي، زموږ وطن کښې د هر نوي حکومت له راتلو سره ځينې مسائل له سره بيا د بحث موضوع ګرځي، خلک پرې ماغزه ستړي کوي او خپل وخت په ځای د دې چې په څه نوې څیړنه کښې مصرف کړي ، بيا همغه زړه حل شوې مسئله د سره کوي، د امان الله خان په وخت کښې د بې احتياطي ، عدم مشاورت ، ګړندي اقداماتو او د قدرت غرور دا مسئله کړکېچنه کړه.
کله چې د قدرت واګې نادرخان ته وسپارل شوې، هغه ځينې ځمکني حقائق او واقعيتونه په نظر کښې نيولو سره، د ښځو د تعليم په اړه د وطن علماوو او مخورو سره مشورې وکړې او په پای کښې دا مشوره مخې ته راغله چې د هندوستان له علماوو نه به شرعي فتوا وغواړو ، هغه وخت کښې د هند مشهور مفتي کفايت الله دهلوي نه يې استفتاء وکړه، هغه يوه تفصيلي فتوا ولېږله چې د ځينو شرائطو په رعايت کولو سره يې د ښځو د تعليم د جواز فتوا صادره کړه، دلته هم پرې اتفاق وشو او د ښځو تعليم جاري شو.
هغه کار چې امان الله خان د قدرت د غرور له امله کړکېچن کړ، او د هغه د ميراثي حکومت د سقوط لامل هم وګرځیده ، همغه کار نادرخان په ډېر ښه اسلوب له لږ ترميم سره ترسره کړ، د داود خان په حکومت کښې د کمونستان غلبه وه، دوی بيا په دې مسئله کښې مداخلې وکړې، ځکه چې دوی خو نه د اسلام او شرعي احکامو څه پروا کوله او نه يې د قوم دود دستور ته احترام درلود ، بيا چې کله په داود خان دوی کودتا وکړه ، هغه ئې له خپلو ماشومانو ، ښځو او ټولې کورنۍ سره و واژه، کمونستانو د قدرت د غرور، او د شوروي د مرستې په مټ هغه څه وکړل چې امان الله خان هم نه وو کړي، ممکن امان الله خان په دې مسئله کښې مخلص وو خو ترتيب ترې غلطه شو، او کمونستانو خو اسلام سره د عقدې او دښمنۍ په اساس دا هر څه کول، پايلو، ګټو او تاوان ته يې ورته نه کتل، بيا د مجاهدينو حکومت کښې دا مسئله وه، ځکه د مجاهدينو مشران تعليم يافته خلک ول، حتیٰ د ازهر شريف فارغانو هم په کښې شتون درلود، کومو علماو چې د شوروي خلاف د جهاد قيادت کوه، هغو هم جهان ديده خلک ول ، د دې مسئلې په اړه ورسره څه پوښتنه نه وه.
د طالبانو د اسلامي غورځنګ په دواړو دورو کښې دا مسئله يو ځل بيا ناندريزه شوه، له دې امله موږ هم مجبورا په دې څه ليکل وکړل، دا ليکل د يو مستقل کتاب بڼه نه دي، خو يو نوع مهم وضاحتونه دي چېد قران، سنت ، خلافت راشده او اسلامي تاريخ نه اخيستل شوي دي او وخت په وخت خپاره شوي دي. چې ان شاء الله لوستونکو ته به د موضوع په اړه کافي معلومات ورکړي. دا ځمونږ حکومت ته د منلو وړ دي او که نه دي ؟ خو ما دا ليکنې ځکه وکړې چې لږ تر لږه خپله شرعي وجيبه او وطني مسؤليت پوره کړم ، ځکه د وطن د خلکو هم په موږ حق دی، چې له حقونو نه يې دفاع وکړو.
الله د زما او زما د مور او پلار د مغفرت لامل وګرځوي. إنه علیٰ ذٰلک قدير و هو بالإجابة جدير.
( ربيع الثاني - ۲۴ - ۱۴۴۶ ھ ق، موافق - ۲۸ - ۱۰ - ۲۰۲۴ م)
۱. د ښځو تعليم
د ښځو د تعليم مسئله:
د ښځو لپاره تعلیم داسې مهم دی لکه څنګه چې د سړو لپاره مهم ګڼل کېږي، ځکه چې ښځې لکه د سړو غوندې مکلف مخلوق دی ، هم د الله له اړخه مکلفیتونه لري او هم د ټولنې په مقابل کې مکلفیتونه لري، هم د کورنۍ له اړخه او هم د خپل نفس د تکمیل او تزکیې په اړه مکلفیتونه لري.
د دې درې قسمه مکلفیتونو په ښه توګه د سرته رسولو لپاره زده کړې ته ضرورت دی.
چې لومړی خپل شرعي ، ټولنیز او فامیلي مسؤلیتونه وپېژني او همدا راز په کورنۍ او ټولنه کې خپل له مسؤليت سره خپل حقوق هم وپېژني.
همدا حیثیت د سړي هم دی ، عمومي ، مسؤلیتونه ، مکلفیتونه ، فرائض او حقوق یې په لږ تفاوت سره د ښځو سره یو شان دي ، چې سړی زدکړې ته ضرورت لري ښځه یې هم باید ولري. دا درست ده چې د دواړو د کار دائره به سره جلا جلا وي.
خو دواړه د مختلف قسمه مقاصدو لپاره تیارېږي ، يو د يو قسم ، بل د بل قسم ، خو زده کړې به خامخا کوي ، له زده کړو او تعلیم پرته د مثبت اهدافو د حصول لپاره د چا تیارول ممکن نه دي او نه
خپل مسؤليت په درسته توګه سر ته رسولی شي ، موږ په داسې دور کښې اوسېږو چې ګونګان ، کڼو ، وړندو ، شل شوټ او معذورانو ته پکښې هم د زده کړې زمینه برابر شوې ده ، نو د روغ رمټو خویندو په اړه دا څنګه ویلی شو چې دوي ته د زده کړو ضرورت نشته دی.
همدا راز له پخوا نه موږ وینو چې خلک حیوانات روزي او په مختلفو مهمو کارونو کې یې استعمالوي ګته ترې پورته کوي، نو د ښځې په اړه چې د انسانیت پیل ترې شوی او غیږ یې د انسانیت د روزنې ځانګو ده څنګه ویلی شو؟ چې دا د بې سواده او جاهله وي.
د انسانیت پیل الله جل جلاله له یو نر او ښځې ځني کړی دی. الله ج فرمایي:
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَٰكُم مِّن ذَكَرٍۢ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْ ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَىٰكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ°( الحجرات).
ژباړه: ای خلکو! یقینا موږ تاسو له یو نر او ښځې نه پیدا کړي یاست او تاسو مو په قومونو او قبیلو وېشلي یاست چې یو بل و پېژنۍ ، په تاسو کښې عزت مند هغه دی چې په تاسو کښې ډېر متقي وي بیشکه الله علم والا او خبردار دی.
له دې آیت نه معلومه شوه چې ښځه هم د سړي په شان د انسانیت بنسټ او اساس دی. سړی په
ښځه هیڅ فضیلت نه لري، مګر د تقوی له مخې. ښځه د سړي د خدمت لپاره نه ، بلکې د الله د عبادت لپاره تخلیق شوې ده ، له همدې امله عزت د تقوی په اساس ټاکل شوی دی.
د یونان د فلاسفه و دا نظر قرآن غلط ثابت کړ چې ښځه یو حیوان دی او د سړو د استفادې لپاره الله پیدا کړې ده.
څه موده وړاندې د یو شیعه اخوند کلیپ هم خپور شو چې وايي: ښځه یو حیوان دی د سړو د ګټې
لپاره الله ج تخلیق کړې ده ، دا همغه د یوناني فلسفې نه د متاثر کېدو یوه نمونه وه ، خو قرآن صراحت سره دا نظر ردوي او په هيڅ شکل یې نه مني.بلکې قران وائي: چې ښځه له سړي نه د کمې درجې مخلوق نه دی ، بلکې د انسانيت په اصل کښې له سړي سره يو برابر ده.
ښځه خو د انسانیت روزونکې ده ، غیږ یې د بچيانو لپاره د تربیت ځانګو او مدرسه ده ، نو د انسانیت د معلم باره کښې ، څنګه دا تصور کولای شو.؟ چې هغه حيوان دی يا هغه باید حتما نا لوستی او بې سواد وي.
د ښځو د تعلیم دلائل:
کوم ایاتونه او احادیث چې په هلکانو تعلیم فرضوي ، همغه په ښځو د تعلیم د وجوب دلائل هم دي، ځکه چې عموما قرآن او حدیث کې سړي مخاطب کېږي ، خو ښځې هم مراد وي ، د لمونځ ، زکات، حج او نورو فرائضو لپاره عموما د مذکر صیغې استعمال شوي ، خو ښځې هم په کښې شاملې دي. مثلا: اقیموا الصلوة، اتوا الزکاة، کتب علیکم الصیام، من استطاع الیه سبیلا، او داسې نور او ځانګړي دليلونه هم شته دي چې وروسته به راشي.
د انبياؤ راتلل:
د انبیاؤ د راتلو یو هدف خلکو ته تعلیم ورکول ښودل شوي دي. قرآن کښې الله ج فرمائي:
(هوالذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلو علیهم ایاته ویزکیهم یعلمهم الکتاب والحکمة°)
ژباړه:
٫٫الله هغه ذات دی چې په بې سواده قوم کښې یې پیغمبر ولېږه ، دا پيغمبر په دوی دالله آیاتونه تلاوت کوي ، تزکیه او تربیه يې کوي او د کتاب او حکمت تعلیم ورته ورکوي،،.
دې کښې نر او ښځې دواړه شامل دي او نبي علیه السلام عملا هم نرو او ښځو دواړو ته د دې آیت په رڼا کې تعلیم ورکړی دی.
۱ - بخاري شریف کې دا واقعه ذکر شوې ده چې ښځو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړو چې سړي ستاسو له تعلیماتو او ویناګانو نه ډېر مستفید کېږي او مونږ کم، موږ ته هم یوه ورځ وټاکئ (چې ستاسو له خبرو نه مستفید شو)
رسول علیه السلام دوی سره د یوې ورزې موعد کېښود او هغه ځای ته لاړ وعظ یې ورته وکړ او شرعي اوامر یې ورته ورکړل.
(باب هل يجعل للنساء يوم على حدة في العلم، وساق حديث أبي سعد الخدري - رضي الله عنه )
قالت النساء للنبي صلى الله وعليه وسلم ( غلبنا عليك الرجال فاجعل لنا يوما من نفسك ، فوعدهن يوما لقيهنّ فيه فوعظهنّ وأمرهنّ )
قال ابن حجر: ووقع في رواية سهل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة بنحو هذه القصة فقال : ( موعدكن بيت فلانة فأتاهن فحدثهن ) [فتح الباري 195/1]
ابن حجر عسقلاني رحمه الله وایي: د سهل بن أبي صالح روایت کښې دغه شان راغلي: چې نبي علیه السلام ورته و ویل: ستاسو موعد د فلانۍ کور دی ، بیا ورته نبي علیه السلام راغی بیان یې ورته وکړ.
3 - د ابوداود حدیث کې راغلي : چې نبی اکرم صلی الله علیه وسلم شفاء رضی الله عنها ته و ويلې: ولې حفصة {ام الؤمنین} ته د ٫٫النملة،، دم نه ورزده کوې لکه څنګه چې لیکل د ورته ورزده کړل.
[ يقول الرسول الله صلى الله و عليه وسلم لأحد الصحابيات، وكان اسمها الشفاء، ( ألا تُـعلّمين هذه - يريد حفصة - رقية النملة كما علمتها الكتابة.] [حديث صحيح رواه أبو داوود]. له دې واقعاتو او احاديثو نه په وضاحت سره دا معلومېږي چې د شريعت له مخې د ښځو په تعليم څه بنديز نه شته .
2. د ښځو تعليم د مسلمانو پوهانو په نظر کښې.
د ښځو تعلیم په اړه د دين پوهانو نظر:
امام بخاري رحمه الله بخاري شريف كښې ( تعليم الرجل أَمَته وأهله) تر عنوان لاندې باب قائم کړی. (باب: په بیان د تعلیم د خپلې وینځې او ښځې) سلم) بیا یې د نبي علیه السلام نه دا لاندنی حدیث ذکر کړیدی.
(( ثلاث لهم أجران .... و رجل كانت عنده أمة فأدّبها فأحسن تأديبها ، وعلّمها فأحسن تعليمها ثم أعتقها فتزوجها فله أجران.))
ژباړه: درې کسانو ته دوه اجره دي ........... یو په هغو کښې يو هغه کس دی چې د سره وینځه وي ښه تعلیم ورته ورکړي او په ښه توګه یې تربیه کړي ، بیا یې آزاده کړي او نکاح ورسره وکړي.
همدا راز نبي عليه السلام د تعليم د اهميت باره كښې فرمايي: طلب العلم فریضه علی کل مسلم. ژباړه : د علم طلب په هرمسلمان فرض دی.(رواه ابن ماجه و البزار).
دا حدیث له لس صحابه کرامو نه روایت شوی: انس بن مالک ، ابو سعید الخدري ، حسین بن علي، علی بن أبي طالب ، ابن عمر ، جابر بن عبدالله ، ابن عباس ، ابی بن کعب ، نبي بن شریط او أبو هریرة رضی الله عنهم اجمعین. د دې اطلاق په ښځو او نرو هلکانو او جینکیو ټولو کېږي.
یو مقدار علم چې د عقایدو ، عباداتو او له شخص سره تر اړوند معاملاتو پورې تړاو لري ، د هغې حصول په وروڼو او خویندو دواړو فرض عین دی.
بل قسم هغه علمونه دي چې ټولنه ورته اړتیا لري او دا هم ضرور نه وي چې هر څوک د پرې پوه شي، بلکې د ټولنې د مشکل د رفع کولو لپاره یې باید مناسب تعداد خلک زده کړي ، دغه شان فرضو ته
فرض کفائي ویل کېږي. عباداتو کې مثال یې لکه د جنازې د مونځ دی چې څه خلک یې ادا کړي د نورو غاړه هم پرې خلاصېږي ، په عامو شیانو کې یې مثال لکه طبابت دی ، ټولنه کې په ښځو او نرو کې د کفایت په اندازه طبیبان باید موجود وي، چې د خلکو صحي مشکلاتو ته په آسانه رسیدګي وشي کړی ، که دغه رنګ حالت را منځ ته شي ، د نورو غاړه خلاصه ده ، هغو به نور اړوند اړین علوم زده کړي ، که ټولنه کښې د ضرورت په اندازه کافي تعداد طبیبان نه وي موجود، په دې تقصیر به ګرده ټولنه ګناه ګاره بلل کېږي.
په نورو الفاظو کښې: فرض کفایي هغه علم ته وایي چې په هر هر چا د هغې ترسره کول فرض نه وي په دې شرط چې د کفايت په اندازه ماهرین یې موجود وي. همدا حکم د ټولو علومو او فنونو دی ، حتیٰ نجار ، پښ ، دهقان ، ډریور ، ویلډنګ کار ، مستري ، د دين په اړه تخصصي علم او داسې نور.
ټولنه مکلف ده چې د خپلې اړتیا شیان زده کړي ، کنه بیا شرعا ګناه ګار ګنل کېږي
- د ښځو د تعلیم یو مهم دلیل دا هم دی چې قرآن کښې د نبي علیه السلام ازواج مطهرات الله جلت عظمته داسې مخاطب کړي دي.
((وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا ))
ژباړه: بیان کړئ هغه څه چې ستاسو کورونو کښې لوستل کېږی د الله آیاتونه او د حکمت خبرې، یقینا الله لطيف او خبر دار دی. امام قرطبي د ٫٫و اذکرن ،، درې معناوې ذکر کړيدي:
۱ - بیانول. ۲ - حفظ کول.۳ - لوستل. القرطبي د اذکرن د معنا په اړه داسې فرمايي:
الثالث: «اذكرن» بمعنى احفظن واقرأْن والزمنه الألسنة، فكأنه يقول: احفظن أوامر الله تعالى ونواهيه، وذلك هو الذي يُتلى في بيوتكن من آيات الله. فأمر الله سبحانه وتعالى أن يخبرن بما ينزل من القرآن في بيوتهن، وما يرين من أفعال النبي عليه الصلاة والسلام، ويسمعن من أقواله حتى يبلغن ذلك إلى الناس، فيعملوا و يقتدوا.
ژباړه: د الله کوم آیاتونه او د حکمت خبرې چې ستاسو کور کښې لوستل کېږي ، هغه زده کړئ ، وئې لولئ او نورو ته يې بیان کړئ.
دوی ته الله امر وکړ چې له دې ایاتونو او حکمت نور خلک هم خبردار کړئ ، په دې ترتیب چې هغو ته یې ور زده کړئ او خلک يې پیروي وکړي.
تفسیر فتح القدير کښې قاضي شوکاني وايي:
((اذكرنها و تفكرن فيها لتتعظن بمواعظ الله، أو اذكرنها للناس ليتعظوا بها و يهتدوا بهداها.
ژباړه: زده یې کړۍ ، تفکر په کښې وکړي یا دا معنا چې خلکو ته ور زده کړئ ، تر څو خلک ترې پند واخلي او په سمه لاره روان شي.
المحرر الوجیز ابن عطيه وايي:
والآخر أن يريد (اذكرن) بمعنى احفظن واقرأن والزمنه الألسنة.ژباړه: دا لفظ د (و اذکرن) د حفظ ، لوست او په ژبه د بیان معنا ورکوي.
ارشاد العقل السلیم الی مزایا القران الکریم کښې ابوسعود رح وايي: (وَٱذْكُـرْنَ مَا يُتْـلَىٰ فِى بُيُوتِكُـنَّ) أي اذكُرن للنَّاس بطريقِ العظةِ والتَّذكيرِ ما يُتلى في بـيوتكنَّ {مِنْ ءايَـٰتِ ٱللَّهِ وَ ٱلْحِكْــمَةِ.
ژباړه: د موعظې او تذکير په توګه یې خلکو ته بیان کړئ.
علامه طاهر بن عاشور فرمايي:
ويجوز أن يكون من الذِّكر بكسر الذال، وهو إجراء الكلام على اللسان، أي بلّغْنَه للناس بأن يقرأن القرآن و يبلغن أقوال النبي صلى الله عليه وسلم و سيرته.( التحرير و التنوير) .
ژباړه: د ذکر معنا ده: په ژبه خبره جاري کول ، یعنې خلکو ته یې ورسوئ ، چې خلک قرآن ولولي او د پیغمر علیه السلام أقوال او سیرت هم په دې کښې شامل دي چې بايد خلکو ته ورسول شي .
علامه الوسي فرمايي:
(وَٱذْكُـرْنَ مَا يُتْـلَىٰ فِى بُيُوتِكُـنَّ ) أي اذكرن للناس بطريق العظة والتذكير.
ژباړه: د موعظې او تذکیر په توګه یې خلکو ته بيان کړئ.
د (و اذکرن) د لفظ چې مفسرینو کومه معنا کړې له هغې نه څرګند شول چې ازواج مطهرات لکه څه رنګ چې د الله د آیاتونو په حفظ او قرات مامور ول ، همداراز د الله د آیتونو او د نبی پاک د سنتو په تبلیغ هم مامور ول ، دا تبلیغ او تعلیم هغو ښځو ته هم کړی او سړو ته هم ، چې راتلونکو بابونو کښې به یې تفصیلات له دلائلو سره ذکر شي.
د علم په خپراوي کښې د ازواج مطهراتو رول:
د قران له مخې علم ډیر محترم او د قدر وړ شی دی ، قران کښی الله ج فرمائي:
۱- ( قل هل یستوي الذین یعلمون و الذین لایعلمون). (سورة الزمر - آيت - ۹ )
ژباړه : و وايه! آيا هغه خلک چې پوهېږي او هغه چې نه پوهېږي سره يو برابر دي؟.
۲ - إنما یخشی الله من عباده العلماء•
ژباړه : ٫٫په يقين توګه د الله په بندګانو کښې پوهه لرونکي خلک له هغه نه وېريږي،،.او داسی نور ډير ایاتونه شته چې د علم په فضلیت دلالت کوي.
او نبی علیه السلام د علم او پوهې فضیلت بیانولو ته پوره پام کړی ده.
د مثال په توګه : فرمائي:
(( فضل العالم علی العابد کفضلی علی أدناکم)). ژباړه : ٫٫د عالم فضیلت په عبادت کونکي داسې دی لکه زما فضيلت په تاسو کښې په يو ادنی کس،،. او داسې نور بې شمېره احایث هم شتون لري.
د رسول پاک ﷺ ددې تشويقي بيان له امله صحابه کرام او تابعین عظام نر او ښځه په زده کړو
بوخت شول ، دومره ستر علمي نهضت او تحريک جزیره العرب کې بې سابقې و ، کوم علمي او فکري
نهضت چې اسلام بر پا کړ ، عربان له اسلام نه وړاندې له داسې یو نهضت او تحریک سره اشنا نه ول.
لکه څرنګه چې زموږ موضوع د ښځو د تعلیم سره تړلې ده له دې امله به دلته هغه موارد ياد کړو چې د اسلام پیل کښې ښځو علم او تعلیم سره څومره ډیره مینه ښوولې وه.
لومړی به له امهات المومنین نه پیل وکړو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د نکاحونو یو هدف هم دا و چې کور والا یې له ده زده کړي او بيا يې نورو خلکو (ښځو او نرو ته) ورسوي ، له ګڼو ښځو مبارکو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نکاح یو هدف دا و چې په دې طریقه خلک دنبي اکرم صلی الله علیه وسلم له علم نه خبردار شي.
او دې مبارکو ازواجو مطهراتو دا هدف په ډير ښه سرته ورسوه ، بالخصوص حضرت عایئشة رضی الله عنها او أم سلمه رضی الله عنهما
عایشه بي بي:
عایشه بي بي د نبی علیه السلام په ښځو کې یواځنۍ پیغله ماندینه وه چې د یو روایت مطابق ١٦ کلنۍ او دبل روایت مطابق د 9 کلو عمر کښې رسول الله ته وا ده شوې وه.
او د نبي پاک له وفات نه ډېر وخت وروسته وفات شوه(٥٨ هجري) له دې امله دې مبارکې له
رسول الله ﷺ نه ډيره زده کړه کړې وه او د رسول اکرم له وفات نه وروسته هم تر ډيره وخته ژوندې وه چې ټول عمر یې د دین په تعلیم ورکولو کې تیر کړی وه.
د یوې څېړنې له مخې دې مبارکې ۳۵۰ شاګردان درلودل ، دومره ډېرو ښځو او سړو ترې احایث او علم زده کړی و.
د هغې مشهور شاګردان:
د روایت تر حده خو ډيرو لویو خلکو له دینه روایات کړيدي، چې په روایت کونکو کښې خپل پلار یې ( ابو بکر صدیق ) عمر فاروق رض، عبدالله بن عمر رض ، ابوهریره ، ابو موسی اشعري ، عبدالله بن عباس ، ربیعه بن عمرو الجرشي ، سائب بن یزید ، عمرو بن العاص او صفیه بنت شیبه هم شامل دي.
- علماء وایې: د عائیشې رضی الله عنها د شاګردانو شمېر خو ډير دی لکن مشهور شاګردان یې پنځه
دي ، کومو چې د دې علم او فتواګانې خبرې کړيدي.
١- عروه بن زبیر: دا د اسماء بنت ابی بکر زوی او دعائشې بي بي خورین (ابن الاخت ) و دا ډير عالم فاضل شخصیت وو ، د هجرت په ۲۳ کال د حضرت عمر رض په خلافت کښې په مدينه منوره کښی زیږیدلی و. په مدینه منوره کښې ډېر مشهور فقهاء اوسېدل چې يو په کښې عروه بن الزبير هم و.
٢- القاسم بن محمد بن ابی بکر:
دا د عائشې رضی الله عنها وراره و ، پلار یې محمد چې کله قتل کړای شو دا وړوکی و ، د حضرت عائشې په غیږه کښې لوی شو ، هغې تربیه کړ، له خپلې عمه نه یې ډېره زدکړه وکړه ، په (١٠٨) هجري کې وفات شوی دی، دا هم د مدېنې په هغه فقهاء سبعه( ۷ فقهاوو) کښې شامل و.
علماؤ یې ډير توصیف او تعریف کړی چې ډير ذهین فیهم ، عابد ، زاهد او متواضع شخصیت و،
٣- مسروق بن الاجدع:
عائشې رضی الله عنها له وړکتوب څخه د ده کفالت کړی او تربیه کړی ئې و ، مسروق له هغې نه کافی مقدار علم حاصل کړی و ، دعایشې رضی الله عنها ډير احترام به ئي کوه ، دلور نوم یې عائشه ایښی و ، غصه کېده به ورته نه.
دا د صحاح سته مشهور را وې دی ، یعنې محدثینو د ده په علم ، روایت ، دیانت او ثقاهت قوي، باور کړيدی ، دا عالم ، فاضل شخصیت شپيتم(۶۰) هجري، کښې وفات شوی دی.
۴ - عمرة بنت عبدالرحمن الانصاریة:
دا د عائشې رضی الله عنها شاګرده وه د مدینی منورې د بنونجار له کورنۍ سره یې تعلق وه ، نیکه ئي له مشرانو صحابه کرامو ځنې و ، ویل شوې چې پلار ئې هم صحابي و ، ډیره فقیه او عالمه فاضله ، بي بي وه.
٥ - معاذه العدویة:
دا د عراق د بصرې ځنې وه ، میړه ئې صله بن اشیم نومیده ، له مشرانو تابعینو ځینې و ، دیانت او تقوی ئې مشهوره وه.
د کابل په جنګونو کښې دا مبارک شهید شوی و ، دا پیښه د حجاج بن یوسف د حکومت په پیل کښې واقع شوې وه.
د عائشې رضی الله عنها په اړه د حاکم له مستدرک نه نقل شوي چې د دیني احکامو څلورمه برخه له عائشې بي بي نه نقل شوې ده.
له دې مبارکې بي بي نه دوه زره دوه سوه لس (٢٢١٠) احایث روایت شوي دي.
له عائشې بي بي ځنې روایت کونکي:
علقمه بن قیس ، عکرمة ، مجاهد ، شعبي ، زربن حبیش ، عبید بن عمیر اللیثي ، سعید بن المسیب، اسود بن یزید ، محمد بن سیرین ، طاوس بن کیسان ، عطاء بن ابی رباح ، سلمان بن یسار ، علي بن الحسین ، یحیی بن یعمر ، ابن ابی ملیکه ، ابو برده بن ابو موسی الاشعري ، ابو الزبیر المکي ، مطرف بن عبدالله بن الشخیر او داسې نور....
دا ټول ستر ستر تابعین علماء دي چې دخپل وخت محدثین ، مفسریڼ ، فقهاء ، قاضیان او مفتیان ول.
د حضرت عائشې شاګردانې :
په ښځو کښې يې هم شاګردانو شتون درلود لکه : عايشه بنت طلحه ، جرة بنت دجاجة ، حفصة بنت عبدالرحمن بن ابی بکر ، خیرة د حسن بصری رحمه الله مور ، صفیه بنت شیبه او داسې نورې.
دا ټول هغه شخصیات دي چې د علم غرونه ګڼل کېږي.
د مسروق ګواهي :
مسروق وايې مشران صحابه مې لیدل چې له عائشې بي بي نه به یې پوښتنې کولې . عمر او عثمان رضی الله عنهما به ورته مسائل محول کول ، په ځآنګړې توګه هغه مسائل چې له ښځو سره به يې تړاو درلود ، همدا راز د نبي علیه السلام د کور دننه احوال او دېته ورته معاملات چې هغې کښې به د دې په څیر معلومات بل چا سره نه ول.
٢- حفصه ام المومنین:
حضرت حفصه رضی الله عنها د حضرت عمر رضی الله عنه لور ده او د محمد ﷺ کور ودانۍ ده ،
دې مبارکې له رسول الله ﷺ نه شپېته احادیث نقل کړیدي. د صحابه کرامو او تابعینو یو جماعت له دې نه احادیث روایت کړیدي ، لکه خپل ورور ئې (عبدالله بن عمر)
حارثه بن وهب ، شتیر بن شکل ، مطلب بن ابي و داعه ، عبدالله بن صفوان الجمحې ، وراره ئې حمزه بن عبدالله او د وراره ښځې ئې صفیه بنت ابی عبیده ، ام مبشر الانصاریة ، عبدالرحمن بن الحارث بن هشام ، مسیب بن رافع او داسی نور.
زینب بنت جحش:
دا مبارکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته لومړنې ښځه وه چې وفات شوه د دې مرویات د نورو په نسبت لږ دي ، خو ډیرو مهمو موضوعاتو کښې ترې ځنې احادیث روایت شوي دي چې هغې کښې د یا جوج اوماجوج د خروج روایت هم شامل دی.
أم سلمه ام المومنین:
د نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د ازواج مطهراتو له جملې ځنې وه ، اصل نوم ئې هند بنت امیة وه.
د خپل پخوانې میړه او فاطمې بي بي نه ئې هم احادیث روایت کړي دي او مباشر له نبی علیه السلام نه یې هم روایات بيان کړي دي ، ځکه چې دا ام سلمه بي بي د ابو سلمه له وفات نه وروسته د نبي علیه السلام په نکاح کښې راغله.
له ام سلمه رضی الله عنها نه ئې بچیانو عمر بن ابی سلمه او زینب بنت ابی سلمه ، ورورئې عامر بن ابی امیه او وراره ئې مصعب بن عبدالله او ډیرو صحابه کرامو او تابعینو روایات کړي دي ، له دې نه روایت شوی احادیث (۳۷۸) دي.
ميمونه بنت الحارث:
دا هم د رسول پاک ﷺ کور ودانه وه ، دې بي بې له نبي علیه السلام نه ٫٫ ۷۶،، احادیث روایت کړيدي.
أم حبيبه:
له دې بي بي نه ٫٫ ۶۵ ،، احادیث روایت شویدي همدا راز له ټولو ازواج مطهراتونه خلکو احادیث زده کړي او روایت کړي دي .
چې له ټولونه ډير عائشې رض روایت کړيدي او عائشة بي بي په شعر لغت او طب کښې هم پوهېده ، فتواوې به ئې هم ورکولې.
له دېنه معلومه شوه چې د سړو په شان ښځو هم د علم په نشر او اشاعت کښې بشپړه ونډه اخیستې ده ، تعلم ، تعلیم او علم یواځې سړو پورې ځانګړی نه دی.
4.د علم په تړاو د مسلمانو ښځو رول:
مخکې پاڼو کښې دا خبره څرګنده شوه چې د نبي ﷺ ټولو کور ودانو د علم په خپراوي کښې برخه اخيستې ده ، اوس به له هغو نه پرته د نورو ښځو په اړه معلومات شريک کړو چې د علم په خپراوي کښې يې ونډه درلودلی ده.
۱ - شفاء بنت عبدالله په اسلام کې لومړنۍ معلمه ګڼل کېږي.
دا په هغه زمانه کې سواد داره وه چې عربو کې ډېر لږ خلک په ليک لوست پوهېدل. حافظ ابن حجر
عسقلاني وایي: چې نبي پاک ﷺ به دې سره ډېره ښېګڼه کوله ، په دغه سلسله کښې یې دېته په دار الحکاکین کې یو کور هم ورکړی و.
همدا راز حافظ ابن حجر عسقلاني وایی:
دا ډیره عقل منده او فاضله بي بي وه ، د دار الحکاکین کور کښې له خپل زوی سلیمان سره اوسېده.
ام المؤمنین حفصه بي بي یې هم په شاګردانو کې حساب ده. دا بي بي د نبي پاک علیه السلام له خوا د خپل سواد او علم له امله به ډېره تقدیرېدله.
٢- خدیجة القيروانیة:
دوهمه بي بي چې د علم او فضل له امله یې ډېر شهرت تر لاسه کړی و او د خپلې زمانې فقهاؤ کښې شمیرل کېدله هغه خدیجة قیروانیة ده ، دا د امام سحنون لور وه ، ډېره عالمه ، فاضله او عاقله ښځه
وه ، د علم له امله پلار ورسره ډېر محبت لرلو او هر کار کښې به یې ترې مشوره اخیستله چې پلار یې وفات شو بیا به یې ورور( محمد) ترې هر کار کې مشوره اخیسته.
یو کرت د حکومت له خوا پلار ته یې د قضاء پیشنهاد وشو ، نو پلار یې له دې سره مشوره وکړه چې د قضاء منصب قبول کړي او که نه؟
دا محترمه دومره تعلیم او تعلم کې مصروفه وه چې ٢٤٠ هج کښې بې ازدواجه وفات شوه ، د وخت ستر عالمه وه ، ښځو به ترې فقهي مسائلو کښې پوښتنې کولې.
۳ - کریمة بنت احمد بن محمد بن حاتم:
محدثه او فقیه وه ، دا بي بي مرو شاه جهان کښې تولد شوې وه، د وخت لوی لوی علماء یې شاګردان پاتې شوي ول ، د بخاري تر ټولو لوړ سند په دې ختم شویدی،
دا لومړنۍ ښځه وه چې بخاري شریف یې شاګردانو ته تدریس کولو او په دې کې دومره مشهور شوې وه چې نوم یې له بخاري شریف سره تړل شوی و ، د پنځمې پېړۍ په محدثینو کې شمیرل کېده.
دا د علم ذهانت او فهم لوړې مرتبې ته رسېدلې وه ، د وخت بهتر علماء به ورته د زده کړې لپاره راتلل.
کله چې یې مکې مکرمې ته يې تشریف راوړ مکرمه کې ورته یو علمي مجلس جوړکړی شو ، د مختلفو علومو علماء او طلبه به ورته جمع کېدل ، خو د دې خپل میلان د حدیث علم لوري ته ډېرو ، تر دې چې د خپل وخت له ټولو علماؤ نه په علم الحدیث کښې مخکې شوې وه.
کریمة بنت احمد سل کاله ژوندۍ وه ، ټول عمر یې تعلم او تعلیم کښې تېر کړ، بالاخره (٤٦٣ هج) کښې وفات شوه.
دا کیسه امام ابن نقطه (معین الدین البغدادي) په خپل کتاب ( التقیید لمعرفة رواة السنن و المسانید ) کښې کړېده ، دا بي بي د مرو شاجهان له منطقې څخه وه.د دې کلی یا ښار ترکمنستان کښې د مرغاب
د سیند په غاړه پروت دی ، د مرغاب سیند له افغانستان نه ترکمنستان لوري ته تللی {٨٥٠} کیلو میټره اوږد والی لري.
۴- ام زينب ، فاطمة ، بنت عیاش بن ابی الفتح بن محمد البغدادية:
د دې محترمې ذهانت ، دومره زیات و ، چې د فقهې مشهور ، ستر کتاب د {المغني} ډېره برخه یې په یاده زده وه. دمشق کې ترې ښځو ډېره علمي استفاده وکړه.
بیا د مصر ، قاهرې ته یې تشریف راوړ ، دلته یې علمي ګټه لا زیاته شوه او شهرت یې هم ډیر زیات شو ، دې خپلې زدکړې بیت المقدس کښې له علماوو نه کړې وې.وفات یې ( ٧١٤ هج) کې شوی دی.
۵ - : پنځمه عالمه ، فقیه ښځه چې موږ یې نن معرفي کوو هغه ست العیش نومېږي. اصلي نوم يې
أم عبدالله او أم الفضل ، عائشه بنت ، قاضی علاء الدین بن محمد بن علی الکتانیه العسقلانیه دی
چې اصل کښې د عسقلان وه ، بیا مصر ته مهاجره شوې وه ، فقه کښې د امام احمدبن حنبل په مذهب وه ، د دې لقب ست العیش و. دا محترمه (۸۴۰ هج ) کې وفات شوېده.
د نیکه نوم ئې شیخ فتح الدین القلانسي و ، ست العیش له خپل نیکه نه هم زده کړې کړی وې.
له نیکه پرته یې د وخت معروف عالم عز بن جماعة ، قاضی موفق الدین حنبلی او ناصرالدین الحراوي نه هم زده کړې کړې وې.
د محب الدین الخلاطي او د شام او مصر د علماؤ له یو جماعت نه ئې د روایت اجازه هم درلوده.
په علومو کښې دومره وځلیده چې شاګردانو سره سره علماء به ئې هم مجلس ته راتلل چې له علم نه ئې استفاده وکړي ، د علم فقهې کتابونو به ئې ډير مطالعه کول او تردې چې پرې ښه پوه شوې وه او ډير څه ئې ترې زده او حفظ کړي ول.
۶ - ام عبدالله زینب المقدسیة چې (۷۴۰هج)کې وفات شوې ده.د دې نوم زینب الکمال بنت احمدبن عبدالرحیم المقدسیة وه.د غټو علماؤ او عامو طالب العلمانو به پرې هر وخت ازدحام و.
دوه سترو علماؤ هم ترې زده کړې کړې وې ، چې یو یې محمد بن المحب الحنبلي چې خوریه ئې و او بل یې شیخ سعد السبکې و.
۷ - الشیخه عائشه الباعونیة ، چې( ٩٢٢هج) کې وفات شوېده.
د دې په اړه ویل کېږي چې ډيره نا آشنا او عجیبه ښځه وه ، چې دا په یو وخت کې فقیه ، صوفیه او عالمه ښځه وه او دا واحده ښځه وه چې په قرون وسطی کې ئې په مسائلو کښې خپل ځانګړي اراء هم لرل.
او په خپل وخت کې د حکومت له خوا ورته د فتوا ورکولو اجازه هم شوې وه او مدرسه او ښونکې
هم وه. ډیر کتابونه ئې تالیف کړي دي او په ډيرو کتابونو ئې شروح هم لیکلي او ځينې اوږده کتابونه ئي مختصر کړي هم دي. دا هغه ښځې دي چې علم ، پوهه او فقاهت کښې یې لوړ مقام درلود.
او دا اکثره د لویو علماو او فقهاؤ لورګانې وې له دېنه دا هم څرګنده شوه، چې له پخوا زمانې نه علماؤ په خپلو لورګانو درسونه ویلي دي ، موږ هم باید دې معامله کښې له بې ځايه شدت نه کار وانخلو.
تعلیم ، سیاست ، اجتماعیت او دعوت کښې د ښځو رول:
لومړی تعلیم:
د حدیثو ، فقهې ، انسابو ، طب ، د حدیثو او فقاهت سره اړوند برخې لکه روایة الحدیث ، د رایة الحدیث ، حفظ الحدیث ، فتوا او نورو علومو کښې د ښځو ونډه په لومړنیو درې پېړیو کښې ډېره بازره وه ، ډیرو ، ښځو د علم د طلب او خپراوي لپاره سفرونه او هجرتونه هم کړیدي او له شیوخو نه ئې استفاده او شاګردانو ته افاده هم کړېده تر دې چې عامو خلکو حتیٰ سترو تابعینو هم له دوی څخه استفاده کړېده.
د نبی علیه السلام زمانه کې د ښځو تعلیم او تعلم ته پوره اهمیت ورکول کیده ، تر څو ښځې هم دین زده کړي ، د نبي علیه السلام د نکاحونو د کثرت یو عامل داهم وه ، چې ازواج مطهرات کور کښې دین زده کړي او نورو ته یې ورسوي.
د ښځو هم دې کښې دلچسپي وه ، چې څه زده کړي ، تر دې چې یوه ورځ ښځو د نبی علیه السلام نه غوښتنه وکړه چې دوی ته د تعلیم لپاره جلا ورځ وټاکي ترڅو د رسول الله ﷺ نه علمی او فکري استفاده وکړي ، بیا د رسول پاک ﷺ له خوا ښځو ته د تعلیم لپاره جلا ورځ وټاکل شوه. دا کيسه
امام بخاری خپل کتاب صحیح البخاری کې نقل کړېده.
۲- همدا راز د نبوت عصر کښې ښځې به پنځه وخته لمونځ ، د جمعې لمانځه او د اختر لمونځ ته راتلې ، د نبی پاک ﷺ له مو عظې ، تعلیماتو ، لار ښوونو او ارشاداتو نه به ئې استفاده ده کوله.
هغه زمانه کښې د سړو او ښځو دواړو لپاره همدغه د تعلیم مهم وسائل ګڼل کېدل ، چې ښځو او سړو دواړو به ترې استفاده کوله.
۳ - همدغه شان ځينو ښځو به په ځينو غزواتو کښې هم برخه اخیستله ، خپلو مړونو ،ځامنو او نورو محارمو سره به یې په ګډه برخه اخیسته ، کله به د کلي ښځې سره یو ځای شوې په ګډه به تللې، حتیٰ خپله رسول الله ﷺ هم ځينې ماندینې له ځان سره په غزواتو کښې شریکې کړیدي.
۴ - اجتماعي او سیاسي امور:
قران کښې په څرګنده توګه ذکر شویدي:
یاالها النبی اذا جاءک المؤمنات یبا یعنک علی ان لا یشرکن باالله شیاء و لا یسرقن و لا یزنین و لا یقتلن اولادهن و لایا تین ببهتان یفترینهن بین ایدیهن و ارجلهن فبایعهن واستغفرلهن الله ان الله غفور رحیم.(الممتحنه ۱۲ )
دې ایت کښې الله رب العلمین نبي ﷺ ته فرمائي: ٫٫ای پيِغمبره! کله چې مؤمنې ښځې درته راشي او په دې درسره بیعت کول و غواړې چې الله سره به شرک نه کوي ، غلا ، زنا به نه کوي ، خپل اولادونه به نه وژني او تور به نه پورې کوي ، په معروف کښې به ستا نا فرماني نه کوي ، نو بیعت ورسره وکړه اوله الله نه ورته بخښنه وغواړه ، الله بخښونکی او مهربان دی،،.
همدا راز قران وایي: والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض یامرون بالمعرف وینهون عن المنکر، ویقیمون الصلوه ویؤتون الزکوة ویطیعون الله ورسوله اولئک سیرحمهم الله، ان الله عزیز حکیم.
( سوره توبه آيت ۷۱).
٫٫مومن سړي او مومنې ښځې ، ځینې د ځینو دوستان او ملګري ، حمایت او نصرت کونکي دي،
دواړه به په نیکو امر کوي او له بدیو (منکر) نه به خلک منع کوي ، لمونځ به قائموي ، زکات به ورکوي اود الله او رسول اطاعت به کوي ، دا هغه خلک دي چې زر ده چې الله به پرې رحم وکړي ، حقیقت دا دی چې الله غالب او حکمت والا دی،،.
له دې نه څرګنده شوه چې نبوي عصر کښې ښځې د شریعت حدودو کښې په ټولو کارونو کښې له سړو سره شریکې وې ، لکه جهاد ، امرالمعروف ، نهی عن المنکر ، بیعت ، لمونځونه ، تعلیمې اجمتاعات، او زده کړې.
دا په خپل ځای درست دي چې سړي په جهاد مکلف ول ، د خپل مکلفیت تر سره کولو په خاطر هم مجبور ول چې جهاد ته لاړ شي او ښځې په عمومي توګه په جهاد نه دي مکلفې (إلا عند النفيرالعام) خو کله به ښځو د خپلو خاوندانو په اجازه جهاد کښې هم برخه اخیسته ، دی معامله کښې د احد د غزوې مثال ډير څرګند دی ، د بنو مصطلق غزوه کښې عائشَه رض هم نبي ﷺ سره تللې وه ، چې هغې کښې بيا د افک هغه مشهوره واقعه هم منځ ته راغله. اګر چې ښځو د جهاد د فرضیت له حکم نه استثناء درلوده.
یوه ښځه جنګ ته د آمادګي په موقع نبي کریم ﷺ ته راغله ، د شهادت د شوق له امله یې په جهاد کښې د برخې اخیستو اجازه و غوښته ، نبي پاک ﷺ ورته و ویل : ستا خوښه چې زما له بي بي سره یوځای کېږې که د خپل قوم له ښځو سره؟ هغې وفرمایل: ستا د کورنۍ له ښځو سره ملګرې کېږم
بیا له ام المؤمنین ام سلمه سره ملګرې شوه تر څو غزا کښې ګډون وکړي.
۵ - د نیکي امر او له منکراتو نه منع:
په نيکي امر او له بدو منع کول لکه څنګه چې د سړو وظیفه ګڼل شوي ده ، همدا راز قران ښځې هم په کښې شریکې کړېدي ، چې په خپله دائره کښې هغوې هم نیک کار ته د بلنې او ګناه نه د منع کولو کار جاري و ساتي او سرته یې ورسوي ، دا نو ستر اجتماعي کار او مسؤليت دی ، چې الله پرې ښځې هم مکلفې کړي دي دي او هغه هم د قرآن په نص سره.
۶ - اقامت صلوة:
د پنځه وخته لمونځ په تر سره کولو کښې او همدا راز د جمعې او اختر لمونځ کښې ښځو ته دجماعت په اړه تخفیف ورکول شوی دی ، خو که شرکت کول وغواړي چاته یې د منع کولو اختیار نشته دی ، د رسول کريم ښځې به په عمومي توګه له نبي ﷺ سره په لمونځ کښې شریکېدې.
زموږ فقهاؤ په عمومي توګه د فقهې په ټولو کتابونو کښې دا مسئله بیان کړېده ، چې لومړی به سړي صفونه جوړوي بیا واړه هلکان بیا ښځې ، د دې لږ تر لږه معنا دا ده چې که ښځې لمانځه کښې برخه اخیستل وغواړي، ترتیب یې معلوم دی ، که د جماعت لمانځه کښې د سره ګډون یې ناروا وی ، بیا د دې د بیان څه حاجت و؟ چې په صفونو کښې يې مرتبه او مقام ورته تعیین کړ ؟ چې دریم صف کښې به د هلکانو نه وروسته ودرېږي.
پورتني ایت کښې د زکات ورکولو حکم هم ښځو ته شوی دی ، د دې معنا دا ده چې ښځه تجارت کولی شي ، د مال مالکه جوړیدای شي ، جایداد ، دکان ، باغ او ځمکه ، لرلی شي ، ځکه خو ورته د زکات ورکولو امر شوی ، له دې نه دا هم معلومیږي چې د ښځې شخصیت د سړي یا مېره په شخصيت کښې ضمیمه نه دی ، بلکې ښځه مستقل، قانوني او حقیقي شخصیت دی.
۷ - ښځې او بیعت:
دې آیت کښې د بیعت مسئله هم ذکر شویده. بیعت هم دیني اړخ لري او هم اجتماعي او سیاسي اړخ
د ښځو ایمان ، اطاعت او بیعت د خاوندانو نه په جلا بڼه دلته ذکرشوی دی ، یعنې په دیني ، اجتماعي او سیاسي مسائلو کښې د ښځې جلا شخصیت ته اشاره شوېده ، نه دا چې د سړي ضمیمه وګڼل شي.
د ابوبکر صدیق یوه ښځه نه وه مسلمانه شوې ، نه ئي هجرت کړی و ، غالبا هغه د اسماء بنت ابوبکر مور وه ، ډېرې ښځې د خاوند له اجازې پرته مسلمان شوې وې او ډېرې داسې وې چې خاوند يې مسلمان او ښځې يې کافرې وې ، له دې نه د ښځو د شخصیت تمایز معلومیږي ، چې د هغو شخصیت په هر څه کښې د میړه یا پلار تابع نه دی.
۸ - د خلافت بيعت:
د حضرت عثمان د بیعت په اړه دا هم په روایاتو کښې راغلي دي چې حتیٰ له ښځو نه هم په دې اړه پوښتنه شوې وه چې په حضرت عثمان او علي رضي الله عنه کښې کوم يو د خلافت لپاره ډېر وړ ګني ، په عصري اصطلاح يعنې ښځو نه هم رايه اخيستل شوې وه.
۹ - بيعت عقبه ثانيه :
بیعت عقبه ثانیه کښې هم دوه ښځې شریکې شوې وې؛ د یوې نوم ام عماره و؛ د بلی نوم: نسیبه بنت کعب الأنصاریة وه.
له دې آیت او واقعاتو نه لږ تر لږه دا خو ثابته شوه ، چې ښځه د رسول الله ﷺ په عصر کښې دومره منزوي نه وه ، لکه چې موږ منزوي کړې ده او د غرب په کچه بې ترتيبه ازادي هم د نقصان باعث ګرځي.
۱۰ - د اعتدال لار:
موږ د هغه چلند سره هم مخالف یو چې غرب کښې يې د حقوقو په نوم له ښځو سره کوي. او کوم چلند چې موږ کوو دا هم درست نه دی. موږ او غربیان دواړه په افراط کښې اخته یو.
علماء ، پوهان او د اجتماعیاتو او د سو شیالوژي متخصصین بايد دې لپاره یوه مناسبه لار پیشنهاد کړي. د جدید تمدن په مهمو مسائلو کښې یوه مسئله د ښځو د اجتماعي او سیاسي موقف تعیین دی ، دا مشکل باید مسلمان مفکرین حل کړي او حل شوی دی خو چې موږ ترې ګټه پورته کړو.
دا داسې عادي مسئله نه ده، چې یو عالم یا مفکر یا حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي. د تمدنونو د بقاء
او ثبات معامله ورسره نن سبا تړل شوېده ، ځکه چې زموږ په عصر کښې خویندې د نفوسو لږ تر لږه نیمه برخه تشکیلوي. د انفرادي اجتهاد پر ځای که په دې اړه له اجتماعي اجتهاد نه کار واخیستل شي غوره به وي ، انفرادي اجتهادونه یا د افراط ښکار کېږي یا د تفریط.
6. ښځې او طبابت کښې
مورخين علماء وايي:
د رسول صلی الله علیه وسلم او د خلفاء راشدینو زمانه کې لومړۍ بيمار پالنه ښځو سرته رسولې ده او د الله پاک پيغمبر او خلفاوو له دې کاره نه دي منع کړي ، بلکې تشويق کړي يې دي.
١- لومړی مثال: رفیدة رضی الله عنها:
کله چې د خندق غزا کښې د انصارو سردار سعد بن معاذ رضي الله عنه زخمي شو ټپونه يې سخت ول ، پيغمبر پاک امر وکړ: چې د رفیدة الاسلمية رضي الله عنها خيمه کښې يې بستر کړي ، چې زه يې په آسانه پوښتنه وکولی شم ، د یادولو وړ ده چې نوموړې ښځې ته نبي پاک ﷺ اجازه ورکړې وه ، چې خپله د طبابت خيمه نبوي مسجد کښې نصب کړي.
دې به په دې خيمه کښې د زخميانو او نورو مريضانو معالجه کوله ، چې یو له هغو نه سعد بن معاذ رضي الله عنه هم و. د توجه وړ خبره دا ده چې دېته اجازه و شوه چې خپله ګرځنده شفاخانه جومات کښې ودروي.
دوهمه دا چې دا ښځه وه او دې ته د نارينه د علاج کولو اجازه هم ورکول شوه ، بله دا چې هغه صحابي هم ونه ويل: چې زه له ښځې داکترې نه علاج نه کوم.
رفیدې بي بي د خیبر جنګ کښې هم د زخميانو معالجه کوله ، بیا محمد ﷺ د تشويق په خاطر د غنیمت ويشلو په وخت کښې د يو مقاتل مجاهد برخه هم ورته ورکړه.
د دې دنه طبابت کار يواځې د جنګونو تر وخت پورې محدود نه و ، بلکې په عام حالاتو کښې به يې هم د مریضانو علاج معالجه کوله.
په دې طبابت کښې رفيده بي بي يواځې نه وه ، د دې په څېر نورې ښځو هم شتون درلود چې د نبوت په عصر کښې به يې د طبابت کار کولو، حتیٰ چې د حضرت عائشې رضي الله عنها نوم هم په کښې اخیستل شوی دی.
۲- ربيع بنت معوذ رضي الله عنها هم د زخميانو تداوي ، غازیانو ته اوبه ورکولو او مدينې ته د مړو د انتقال امورو کښې ډېره مشهوره شوې وه.
۳ - حمنة بنت جحش چې د زینب ام المؤمنين خور وه ، دا هم د احد غزا کښې په رضاکارانه توګه شریکه شوې وه او دې به زخميانو ته اوبه ورکولې او هم به يې د زخميانو علاج کښې برخه اخيسته.
۴ - ام سنان الاسلمية رضی الله عنها:
فرمائي: کله چې د خيبر غزا لپاره تياری پيل شو ، زه رسول ﷺ ته راغلم ما ورته و ویل : ای د الله رسوله! زه هم درسره په دې غزا کښې ګډون وکړم ؟
غازیانو ته به اوبه ورکوم او د زخميانو او بیمارانو تداوي به کوم ، نبي عليه السلام راته و ويل: علی برکة الله، يعنې درست ده ، دستا دقوم نورو ښځو هم د ګډون اجازه اخيستې ده، خوښه دې چې له
هغو سره يو ځای کېږې که موږ سره؟ ماورته و ويل: تاسو سره به ملګرې شم.؟
رسول الله عليه السلام و ويل: لاړه شه زما ښځې ام سلمة سره يو ځای شه. نبي کریم عليه السلام به دغه تطوعي ( رضاکارانه) خدمات تقدیرول او له رضاکارانو نه به يې تشکر کولو.
۵ - أم عماره، نسيبة بنت کعب:
د خزرج قبیلې بي بي وه ، د أحد جنګ کښې يې د ګډون اجازه واخيسته چې د زخميانو او مریضانو تداوي به کوي ، اجازه ورته وشوه ، ګډون يې وکړ ، خپله وظیفه یې سرته رسوله ، خو کله چې جنګ کښې مجاهدين ضعيف شول ، توره یې واخیسته د محمد ﷺ دفاع يې پيل کړه ، محمد ﷺ وايي: چې هرې خواته به مې کتل أم عمارة به توره چلوله ، أم عمارة په جنګ کښې دیارلس ځایه ټپي شوې وه ، د حمراء الأسد غزا کښې يې د أحد د ټپونو له امله د ګډون وس نه درلود.
بیا وروسته د بني قريظة او خيبر غزا کښې هم شریکه شوه او د حديبې په کال هم له رسول ﷺ سره تللې وه چې عمره اداکړي .
۶- عائشه بي بي د احد جنګ کښې له أم سليم سره يو ځای شریکه شوې وه او د رسول ﷺ مريضي کښې يې د هغه تداوي کښې هم مرسته کړې وه. له احد نه وروسته نورو غزواتو کښې هم شريکه شوې وه.
۷ - ام ايمن رضي الله عنها: کومه چې د محمد ﷺ حاضنه وه ، رسول ﷺ به ورته مور ويلې ، دا هم أحد کښې د زخميانو د تداوي لپاره شريک شوې وه ، د حبشې هجرت کښې هم شريکه وه ، بیا مدينې ته يې هم هجرت وکړ.
۸ - أم سليم رضي الله عنها هم په أحد ، خیبر او د حنين په غزواتو کښې شريکه شوې وه ، أحد کښې
عائشه ابۍ هم ورسره ملګرې وه. تراجمو والا وايي:
٫٫و کانتا تنقلان المياه ، تسقیان عساکر المسلمين ، و تداويان الجرحی.،،
ژباړه: ٫٫دواړو به د اوبو له انتقال سره سره مجاهدينو ته اوبه هم ورکولې او د زخميانو علاج به يې هم کولو.
۹ - ام سلمة رضى الله عنها زوج الرسول ﷺ، هاجرت الهجرتين واشتركت غزوات الحديبية وخيبر و حنين و كانت تسقي الماء و تداوي الجرحیٰ.
ژباړه : أم سلمة رضي الله عنها چې أم المؤمنين ده.
د حبشې هجرت کښې شریکه شوې وه ، حدیبیة ، خیبر او د حنین غزا ګانو کښې هم شریکه شوېده، چې غازیانو ته به یې اوبه ورکولې او د زخمیانو علاج به یې کولو.
۱۰ - أميمة بنت قيس الغفارية:
أسلمت و بايعت الرسول ﷺ بعد الهجرة و في غزوة خبير مع مجموعة أم سلمة تداوي الجرحی و تعين المسلمين.
ژباړه : ٫٫دا بي بي د خیبر غزا کښې د ام المؤمنین ام سلمه په ګروپ کښې شامله وه د زخمیانو تداوي او د مسلمانانو مرسته به یې کوله،،.
۱۲ - ام زياد الأشجعية :
شاركت في غزوتی خيبر و حنين و كانت تسقي و تداوي الجرحى و تناول السهام للمحاربين.
ژباړه : ٫٫د خیبر غزا کښې یې غازیانو ته غشي او اوبه ورکولې او تداوي یې هم کوله،،.
١۳ - أم حبيبه الأنصارية "نسيبة بنت الحارث" :
قيل أنها اشترکت مع الرسول ﷺ في سبع غزوات منها خيبر ، و كانت تداوي الجرحى وتعد الطعام و تقوم علیٰ رعاية المرضیٰ.
٫٫ دا رسول الله ﷺ سره په اوه٫٫ ۷،، غزواتو کې شریکه شوې ده ، د مریضانو او زخمیانو تداوي او تیمار داري به یې کوله او ډوډۍ به یې هم تیاروله.
د دوی په شان به څومره ډېرې ښځې وې چې د علاج معالجې او تداوي په امورو کښې به یې برخه اخیستې وي.
اسلام نه لکه د غربي تمدن غوندې بې حیایي او حیاء باختګي تشویقوي
او نه لکه ځینو انساني ټولنو غوندې ښځې سره ناوړه چلند درست ګڼي ، بلکې هغې ته په یو مناسب چوکاټ کښې د خدمت او کار مواقع برابروي.
موږ چې کله ټولنه کښې د ښځو د رول خبره کوو باید خبرو ، تدابیرو ، مواقفو او پالیسیانو کښې متوازن ، وسطي او معقول مواقف ونیسو ، تر څو د انساني نفوسو د نیمایي برخه رانه به غیر شعوري طریقه و نه ځپل شي.
ښځه له سړي جلا شخصیت لري ، بیا دیني ، شرعي ، فامیلي او ټولنیز مسؤلیتونه او مکلفیتونه لري دا ټول شیان باید په نظر کښې وساتل شي. نبي علیه السلام د خپل وفات په وخت کښې ویلي ول:
استوصوا بالنساء خيرا: ٫٫د ښځو په اړهه کې زما د خیر وصیت قبول کړئ،،.
7.ایا ښځه قاضي جوړېدای شي؟
جمهورو،فقهاوو( مالکیان،شافعیان او حنبلیان) له قران، سنت او د متقدمینو له تعامل نه د خپل فهم په رڼا کښې د ښځې د قضاء باره کښې دا موقف نیولی دی، چې ښځه قاضي نه شي جوړېدای.
د جمهورو دلائل:
لومړی دليل: د جمهور فقهاوو لومړی دليل دا دي چې په قران کښې الله جل جلاله فرمایلي دي،
(الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْب بِمَا حَفِظَ اللّهُ) (النساء - ٣٤).
ژباړه : ٫٫سړي په ښځو نګران مقرر کړي شویدي ، له دې امله چې الله جل جلاله ځینو ته له ځینو نورو نه څه شیان( ځينې صلاحیتونه) زیات ورکړي دي،،.
٫٫او په دې هم چې سړي له خپل مالونو نه مصرف کوي( په ځان ، ښځه او بچو) نو صالحه ښځې
تابعدارې او حفاظت کونکې وي( دکور، مال ، اولاد او د خپل عزت او عفت) د خاوند د غیاب په وخت کښې؛ ځکه چې د دې حفاظت حکم ورته الله کړیدی،،.
د قوامون مفهوم:
قوام یا قیم هغه کس ته ویل کېږي ، چې د کوم فرد، ادارې یا نظام معاملات په درسته توګه د چلولو او د هغه د حفاظت، نګرانۍ او د ضروریاتو د تهئیه کولو مسؤلیت لري. (تفهیم).
شیخ الازهر طنطاوي مرحوم ليکلي دي:
قوله قَوَّامُونَ جمع قوام على وزن فعال للمبالغة من القيام على الشىء وحفظه.
يقال: قام فلان على الشىء وهو قائم عليه وقوام عليه، إذا كان يرعاه ويحفظه ويتولاه.
ويقال: هذا قيم المرأة وقوامها للذى يقوم بأمرها ويهتم بحفظها وإصلاحها ورعاية شئونها.
٫٫د قوام معنا ده د یو شي ، خیال ساتل او حفاظت او نګراني کول. عربان وایي:قام فلان علی الشيئ.
قام فلان علی الشئ،، کله یې چې رعایت کوي، حفاظت او سر پرستي یې کوي ، د امورو او کارونو خیال یې ساتي،،.
مفهوم دا شو چې سړی الله جل جلاله د ښځو د امورو نګران ، خیال ساتونکي او د هغو د امورو او کارونو سرپرست او اصلاح کونکي ګرځولي دي.
علماء وايي: دا قوامیت څه تشریف او چوکۍ نه ده چې الله سړي ته ورکړې ، بلکې دا د مسؤلیت پېټی دی چې الله جل جلاله په سړو بار کړی دی.
دې سره دا هم ثابته شوه، چې کله د سړي په سر دومره مسؤلیتونه اچول شوي دي ، نو د کورنۍ مشري هم د ده مسؤلیت ګرځول شوی دی.
له دې نه دا ثابته شوه چې سړی د ښځو د امورو مسؤل ګرځول شوی ، نو جمهور وايي: که ښځه قاضي وګرځول شوه دا به د دې آیت عکس راشي.
د فقهاؤ دوهم دليل:
د فقهاؤ دوهم دلیل دا لاندنی ایت دی:
وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ.( البقرة، ۲۲۸)
ژباړه : د ښځو په خپلو مېړونو په معروفه طريقه هغه شان حقوق شته دي لکه څنګه چې پر دوی د خاوند حقوق شته دي ، خو د سړو پر دوی یوه درجه شته او الله غالب حکمت والا دی.
درجه څه شی دی:
امام المفسرین علامه ابن جرير طبري د درجة د معنا په اړه له رئیس المفسرین عبدالله بن عباس رضی الله عنه د درجة مفهوم داسې بیانوي:
ثم ندب الرجال إلى الأخذ عليهن بالفضل إذا تركن أداء بعض ما أوجب الله لهم عليهن ، فقال تعالى ذكره : " وللرجال عليهن درجة " بتفضلهم عليهن ، وصفحهم لهن عن بعض الواجب لهم عليهن ، وهذا هو المعنى الذي قصده ابن عباس بقوله : " ما أحب أن أستنظف جميع حقي عليها " لأن الله تعالى ذكره يقول : " وللرجال عليهن درجة".
ژباړه: ابن عباس وایي:
دې ایت کښې سړي الله جل جلاله دېته تشویق کړي دي ، که ښځې د دوي کوم شرعي حق سرته ونه رسوه ، هم به له ښځو سره له مهرباني او ګذشت نه کار اخلي ، ځکه چې سړو ته په ښځو یوه درجه ورکول شوې.
ابن عباس وایي: زه نه خوښوم چې خپل ټول حقوق له ښځې نه تر لاسه کړم ، ځکه چې الله وايي : و للرجال علیهن درجة.
يعنې په دې جمله کښې سړي الله فیاضي ، ګذشت او تېرېدنې ته تشویق کړي.
په هر حال دا ایت تر یوه حده دا مفهوم هم ورکوي، چې مشر به فامیل کې سړی وي او د دې مشرۍ دا غوښتنه ده چې مهربانۍ فیاضۍ او ګذشت نه به کار اخلي.
جمهور علماء وایي قضاء له هغو ولایاتو او اختیار اتو ځنې ده چې سړي په کې په ښځو مقدم ګڼل کېږي.
دریم دليل: د ابوبکرة رضی الله عنه هغه حدیث دی چې بخاري،كتاب الفتن کې، د ابوبکرة رضی الله عنه نه روایت کړی دی، چې کله د فارس خلکو خپله مشري یوې ښځې ته وسپارله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لن یفلح قوم ولوا أمرهم امرأة. ٫٫ هغه قوم به دسره کامیاب نه شي چې، مشري یې ښځې ته وسپارله،،.ابوبکرة وایي دې حدیث ماته هغه وخت ډېره ګټه ورسوله چې جنګ جمل کښې عائشې رضی الله عنها مشرې کوله.
څلورم :
د امت تعامل نه هم جمهورو استدلال کړی دی ، چې د رسول الله صلی علیه وسلم له زمانې نه تر خلفاء راشدینو او بیا تر نهمۍ پیړۍ امت کښې ښځه قاضي نه وه مقره شوې، فقط په نهمه هجري پېړۍ کښې د یوې بي بي د قضاء ذکر زموږ تاریخ کړی دی.
پنځم:
د ستر، پردې ، سړو سره د اختلاط موضوع هم د استدلال په توګه ذکر کېږي.
چې د ښځې قضاء کښې دا ټول احکام تر پښو لاندې کېږي، ځکه قاضیة صاحبه به مدعیانو ، مدعی علیهم او شاهدانو سره خامخا ګوري، حتی له دوی پرته نور کسان هم.
شپږم:
دا چې د ښځو لپاره د پنځه وخته جماعت ، د جُمعِې او اخترونو د لمونځونو او دجهاد حکم کښې تخفیف ورکول شوی دی، دا د دې معنا ورکوي، چې ښځې باید بې ضرورته لکه د غربي ټولنو غوندې سړو سره زیاتې خلط ملط نه شي.
د جمهورو مخالف آراء:
امام ابوحنیفة ته دا رایه حنفي فقهاء منسوبوي چې دوی د ښځو قضاء درست ګڼي.
الکاساني، الهداية، فتح القدیر، البناية او نورو داخبره ذکر کړېده.
خو د حنفي فقهاؤ له تشریحاتو نه دا فهم کېږي چې د ښځو قضاء له حدود او قصاص پرته نورو ټولو قضایاوو کښې درست ده
ځکه چې احناف وایي قضاء داسې ده لکه شهادت نو کومو قضایاوو کښې چې د ښځې شهادت درست دی قضاء یې هم درست ده.
د ځینو حنفي فقهاؤ دا هم وینا ده چې د امام صیب د مذهب تفصیل دادی چې ښځه د قاضي په توګه مقررول درست نه دي ، خو که د مسلمانانو کوم حکومت مقرره کړه، بیا د هغې فیصلې به له حدودو او قصاص پر ته په نورو قضایاو کښې درستې ګڼلی شي.( ذکره الشامیة و مجمع الانهر)
همدا مشهوره هم ده چې احناف له حدود او قصاص پرته نورو قضایاوو کې د ښځو قضاء درسته ګڼي الکاساني د قضاء په شرطونو کې ذکورت نه دی ذکر کړی او نورو حنفي فقهاوو هم.
ابن جرير
ابن جرير ته هم د ښځو د قضاء د جواز قول منسوبېږي ، خوځينو د ابن جریر رحمه الله د قول باره کښې هم تاویل کړی چې اصل کښې دهغه مسلک هم د احنافو غوندې دی، چې حدود او قصاص ترې إستثناء دي .
ځینو ویلي ابن جریر ته د جواز دا نسبت درست نه دی، ځکه دهغه کوم کتاب کې داخبره موږ نه ده موندلې.
د دې جواب ځینو دا کړی چې ابن جریر ته دا مسلک سترو علماوو لکه ابن رشد ، ماوردى او نو رو منسوب کړی دی، هغو به ضرور دا لوستي وي، ځکه چی ابن جریر طبري کثیر التصانیف عالم دی ، دهغه کتابونه ټول لوستل څه آسانه کار نه دی، او دا هم چې کله علماء له موضوع سره د یو نوع اړیکي په اساس، یوه مسئله غیر متعلق ځای کې ذکر کوي، دا کړنه بيا د چا په ليکنو و کښې د مسئلې میندل نور هم ګرانوي.
له دې امله موږ وایو چې د مشرانو علماوو نقل له ابن جریر نه د دې لپاره کفایت کوي، چې و وایو دا د ابن جریر مسلک دی.
دريم د ابن حزم مسلک:
د ابن حزم اندلسي مسلک هم دا نقلېږي چې ښځه قاضي جوړېدای شي.ابن حزم اندلس کې تېر شوی دی، مشهور کتاب یې المحلی نومېږي، دی ظاهري المسلک عالم و.
درې مسلکونه مخے ته راغلل د ښځې قضاء په صورت قطعي درست نه ده،دا د جمهورو رایه ده
دوهم د احنافو مسلک سره له تفصیلاتو ، چې له حدودو او قصاص پرته یې لږ تر لږه فیصله د منلو وړ ده، که حاکم مقرره کړي وي.
دریم د ابن حزم او ابن جریر طبري مسلک چې د ښځې قاضي جوړېدل درست دي، دا دجمهورو د مسلک په عکس دی
حسن بصري رحمة الله علیه او ځینو مالکي فقهاوو ته هم د ښځې د قضاء د جواز رایه منسوبيږي خو چې د سند صحت به یې څنګه وي؟
د خبرې خلاصه:
الف - جمهور قضاء هغه قسم ولایت ګڼي چې سړي په کې په ښځو مقدم دي.
ب - احناف قضاء له شهادت سره تړي ؛ کوم ځاى کې چې د ښځو شهادت صحیح وي هلته قضاء یې هم درست ده.
ج- رئیس المسرین ابو جعفر ابن جریرطبری، ابن حزم اندلسي او ځینې نور ممکن قضاء د افتاء له نوعې ګڼي ؛ نو د ښځو افتاء خو په اتفاق د علماوو درسته ده، نو قضاء یې هم درسته ګڼي.
(وروستۍ تبصره):
د جمهورو د دلائلو جوابونه هم ممکن دي، خو د شخصي اراوو، په نسبت که په دې مسئله کښې هم له اجتماعي اجتهاد نه کار واخیستل شي، دابه ګټور ثابت شي. د دې د حل لارې شتون لري.
نن سبا ټولنو او حکمتونو کې د ښځو د مقام ځینې مسائل د اجتماعي اجتهاد غوښتنه کوي،تر څو که یوه اتفاقي یا شبه اتفاقي رایه مخې ته راشي، ډېره به ښه وي، ځکه چې د قاضي په توګه د ښځو د تقرر موضوع نن سبا د قدمونو د خویدو او د اسلامي ټولنو د تقسیم او تفریق باعث ګرځېدای شي.
دې مسائلو کښې بې إعتنايي او شخصي إجتهادات مشکلات پیدا کولی شي، خو د بې اعتنائي په نسبت مناسب شخصي اجتهادات هم ښه دي.
8. د ښځې حيثيت ته تاوان.
د فکر وړ خبره:
د سړو په مقابل کښې د ښځې د مرتبې د غورځولو لپاره ډېرې پوچې، بې منطقه او درواغ پېښې او
ناسمې کيسې هم د يهودو له خوا نه جوړې شوي دي او په تورات کې ځای په ځای شوي دي، یو په کښې ډېر خطرناک درواغ مشهور شوي دي: هغه دا چې د ښځې له لاسه انسان د تکلیف ، مشقت او بدبختي سره مخ شوی دی ، ځکه جنت کښې شیطان لومړی حوا انا دوکه کړه ، له ممنوعه ونې نه یې پرې خوراک وکړ ، بیا حوا انا آدم بابا هم تشویق کړ چې له ممنوعه بوټي نه خوراک وکړي، بابا آدم
علیه السلام د خپلې ښځې په تشویق او لمسه له ممنوعه بوټي نه خوراک وکړ، له دې امله انسان له
جنت نه و ويستل شو، او له مشقتونو ډکې نړۍ ته راغی.
دې روایت له زرګونو کلونو نه د ښځې په اړه غلط تصورات پیدا کړي او د ښځې اجتماعي حیثیت ته
یې زیان رسولی دی. دا روایت اصل کښې له محرف تورات نه نقل شوی دی ، په قران او سنت کښې
څه اساس نه لري. زموږ د ځینو مفسرینو تر نظر لاندې دا کیسه راغلې ده ، له تحقیقه پرته یې مِنْ او عٙنْ په خپل تفسير کښې نقل کړېده او بيا يو له بل نه په مسلسل توګه نقل کړېده تر دې چې موږ پورې را ورسېده، زموږ دلم تر حده چا دا وضاحت هم نه دی کړی: چې دا اسرائیلیات او درواغ دي.
بیا دریمه مرتبه کښې دا روایت د ځینو بې علمه او بې سواده ملا صاحبانو لاس ته راغلی ، هغو نو بیا ټوله دنیا پرې خبره کړه.
څلورمه مرتبه کښې دا کیسه د حجرو ، دېرو او غورو ګپو په زړه پورې موضوع وګرځېده ، خلکو به پرې مجلسونه ګرم ساتل.
قران چې جنت کښې د بوټي نه د خوړلو کومه کیسه په کوم شکل بيان کړېده ، يا يې د دې کيسې د
بیان لپاره کوم اسلوب غوره کړی دی ، هغې کښې کمال دا دی چې د ونې نه د خوراک مسئله کښې ، ټولې د تثنیې صیغې کارول شوي دي ، یعنې د غولېدو نسبت یې حوا او بابا دواړو ته یو ځای کړی د
مثال په توګه: سورت بقره کښې فرمايي: فازلهما الشیطان فاخرجهما مماکانافیه.
په اعراف سورت کښې دا کیسه لږه مفصله بیان شوې ده، په الاعراف کښې الله جل جلاله فرمایي:
(وَيٰۤاٰدَمُ اسۡكُنۡ اَنۡتَ وَزَوۡجُكَ الۡجَـنَّةَ فَـكُلَا مِنۡ حَيۡثُ شِئۡتُمَا وَلَا تَقۡرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوۡنَا مِنَ الظّٰلِمِيۡنَ ۞
فَوَسۡوَسَ لَهُمَا الشَّيۡطٰنُ لِيُبۡدِىَ لَهُمَا مَا وٗرِىَ عَنۡهُمَا مِنۡ سَوۡاٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهٰٮكُمَا رَبُّكُمَا عَنۡ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّاۤ اَنۡ تَكُوۡنَا مَلَـكَيۡنِ اَوۡ تَكُوۡنَا مِنَ الۡخٰلِدِيۡنَ ۞ وَ قَاسَمَهُمَاۤ اِنِّىۡ لَـكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِيۡنَۙ ۞
فَدَلّٰٮهُمَا بِغُرُوۡرٍ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتۡ لَهُمَا سَوۡءٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخۡصِفٰنِ عَلَيۡهِمَا مِنۡ وَّرَقِ الۡجَـنَّةِ ؕ وَنَادٰٮهُمَا رَبُّهُمَاۤ اَلَمۡ اَنۡهَكُمَا عَنۡ تِلۡكُمَا الشَّجَرَةِ وَاَقُلْ لَّـكُمَاۤ اِنَّ الشَّيۡطٰنَ لَـكُمَا عَدُوٌّ مُّبِيۡنٌ ۞قَالَا رَبَّنَا ظَلَمۡنَاۤ اَنۡفُسَنَا وَاِنۡ لَّمۡ تَغۡفِرۡ لَـنَا وَتَرۡحَمۡنَا لَـنَكُوۡنَنَّ مِنَ الۡخٰسِرِيۡنَ ۞).
په دې آیتونو کښې د تثنیې دیرش صیغې استعمال شوي دي او د جَمعِې نه(٩) صیغې استعمال شوي دي ، چې په دې نه دېرش٫٫ ۳۹،، صيغو کښې د ممنوعه بوټي نه د خوراک نسبت دواړو ته يو ځای
شوی دی. د دې دومره وضاحت سره ، سره چې قران کړی دی ، بیا هم ځینو ددې ټول تقصیر نسبت د حوا عليها السلام په غاړه اچولی دی ، دا څومره لويه د بې خبرۍ او غفلت خبره ده.
شیطان لعین زموږ بابا (علیه السلام) او حوا بي بي په یوځای مخاطب کړي او يوځای یې په دوکه کښېي اچولي دي ، خو ځینو ملاصاحبان ټوله پړه په مور بي بي( حوا) ور اچوي.
.
او د قرآن د سورت طه په یو ايت کښې خو لا داسې هم شوي دي چې وايي: شیطان آدم بابا ته وسوسه وکړه ، دلته د حوا ياد نه دی شوی ، خو داسې قرآن کښې شتون نه لري چې شيطان حوا ته وسوسه وکړه او حوا آدم بابا مجبور کړ چې له ممنوعه بوټي نه خوراک وکړي
فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ ٱلشَّيْطَٰنُ قَالَ يَٰٓـَٔادَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَىٰ شَجَرَةِ ٱلْخُلْدِ وَمُلْكٍۢ لَّا يَبْلَىٰ°. (طه؛ ۱۱۷، ایت).
دلته دا وایي : چې شیطان آدم بابا مخاطب کړی دی ، د حوا ذکر په کښې نشته دی.
او بیا ورپسې الله تبارک وتعالی فرمایي:
فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى°
( طه ، ۱۱۲).
دلته بیا عجيب اسلوب غوره کړی شوی دی چې د خوراک نسبت دواړو ته شوی ، خو د ٫٫وعصیٰ،،( د لغزش) نسبت بابا علیه السلام ته شوی ، نه حوا بي بي ته.
خو یهودو د ښځو د اجتماعي موقف د کمولو په خاطر دا کيسه معکوس کړې ده ، ټوله پړه يې په حوا انا اچولې ده.
دا مسئله هم مشهوره شوېده: چې ښځه د دې أهل نه ده او نه دا وړتیا لري چې په کورني یا ملي
اجتماعي مسائلو کښې مشوره ورکړي ، تر دې چې داسې روایاتو هم شهرت میندلی ، چې له ښځو نه مشوره واخلئ خو منۍ به یې نه ، الفاظ یې دا دي:شٙاوِرُوهُنَّ وٙخٙالِفُوهُنَّ.٫٫مشوره ترې واخلئ خو مخالفت يې وکړئ.
دا روایت ځینو علماوو ډېر ضعیف بللی او چا ورته بېخي موضوعي ویلي دي. په دې سلسله کښې دا
روايت هم راغلی دی: طاعة المرأة ندامة:(د ښځې اطاعت ، ندامت دی.)
دا ابن عساکر او ابن عدي روایت کړی دی. دې کتابونو کې ضعیف روایات عموما ډېر وي
دې روایت ته الباني ضعیف او قاضي شوکاني ورته موضوعي ویلي دي .
همداراز د الباني صیب سره سره نورو ډېرو علماوو هم ضعیف بللی او د صحیح روایاتو نه یې مخالف بللی دی. په دې عنوان څه نور روایات هم ذکر کېږي، خو محدثینو ضعیف ګڼلي.
9.ښځه او د مجلس شورا غړيتوب
نن سبا دا مسئله هم ناندريزه ده چې ښځه اسلامي ریاست کښې د پارلیمان يا مجلس شورا غړۍ جوړېدای شي او که نه؟
اسلام د استبداد مخالف دی ، استبدادي نظامونه یې غندلي ، د شورائي سیستم تائید یې کړی ، له دې امله د قرآن او سنت بې شمیره نصوصو کښې په شورا تاکید شوی دی.
شورا باره کې عمومي نصوص:
قران کریم د اجتماعي امورو د اجراء او هغې کښې د تصمیم نيولو لپاره په شورا امر کړیدی. نبي ﷺ ته الله جل جلاله حکم کړیدی:
(فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ°(۱۵۹، آل عمران)
دې آیت شریف کښې نبي ﷺ ته حکم شوی دی : چې ته له خپلو ملګرو سره په مهمو کارونو او امورو
کښې مشورې کوه ، سره له دې نه چې هغه پیغمبر و، وحيې ورته مسلسل روانه وه ، خو بیا هم په مشوره مکلف وګرځول شو.
سورة شورا کښې الله جل جلاله فرمایي:
(و أمرهم شوری بینهم ). ٫٫دوی خپل کارونه په مشوره سرته رسوي.،، دلته الله د شورا ئیت مدح او تعریف کړی دی ، شورائیت یې ستایلی دی.
شورا د احادیثو په رڼا کښې :
1 - عن أبي هُريرة- رضي الله عنه - قال:
"ما رأيتُ أحدًا قطُّ كان أكثرَ مشورةً لأصحابِه من رسول الله ﷺ"؛ ٫٫رواه الشافعي،،.
مفهوم: ابوهریره رضی الله عنه وایي: رسول الله ﷺ له هر چا نه زیات له خپلو ملګرو سره مشوره کونکی وو.
2 - و عن علي بن أبي طالب- رضي الله عنه - قال:
سئل رسول الله ﷺ - عن العزْم، قال: ((مشاورة أهل الرأي ، ثم اتِّباعهم))؛
( رواه ابن مردويه.)
حضرت علی مرتضی کرم الله وجهه وایي:
٫٫له رسول الله نه پوښتنه وشوه چې _ العزم - څه شی دی و یې فرمایل:أهل الرأي خلکو سره مشوره کول بیا په هغې پسې تلل.
3 - وعن أبي هُريرة- رضي الله عنه - عن النَّبيِّ ﷺ - قال: ((المستشار مؤتمن))؛
(رواه أبو داود والترمذي) نبي کریم ﷺ فرمایي:
٫٫چا نه چې مشوره غوښتل کېږي هغه مؤتمن دی،، يعنې اعتماد پرې شوی ، امین ګڼل شوی ،
( نو دی باید درسته مشوره ورکړي).
پیغمبر ﷺ او د شورا تطبیق :
لکه څنګه چې نبي پاک ﷺ له خپلو ملګرو سره په مشوره مکلف ګرځول شوی و ، هغه ﷺ دا حکم په منظمه توګه عملي کړی هم و.
لومړی مثال د بدر غزا:
د بدر غزا کښې د نبي علیه السلام مخې ته دوه لارې وې:
الف: چې په تجارتي قافله حمله وکړي.
باء: چې د ابوسفيان د مسلح لښکر مقابله وکړي. دا زر کسیز لښکر له مکې نه د امیر معاوية صاحب د پلار او د یزید ظالم د نیکه ابوسفيان په مشرۍ کښې د اسلام د ختمولو لپاره غرور ، کبر او بطر سره روان شوی و.
پیغمبر علیه السلام له ملګرو سره مشوره وکړه ، چې د کوم یو مخې ته ځو؟
د ډېرو رایه وه ، چې په تجارتي قافله حمله کوو ، ځکه چې د هغې لاس ته راوړل آسان ول .
خو د نبي علیه السلام او ځینو نورو رایه دا راغله چې د ابو سفیان د لښکر مقابله به کوو ، بالاخره په همدې فیصله وشوه چې د ابوسفيان په لښکر به ورځو.
دوهم مثال:
بدر کې اویا(٧٠) مشرکین بندیوان یا اسیران شول؛ نبي پاک ﷺ له ملګرو سره مشوره وکړه:
چې دوی سره بايد څه وکړو؟ درې لارې مخې ته راغلي : وژل ، جريمه اخيستل او د احسان په توګه یې خوشې کول ، بحث پرې وشو ، مشوره راغله چې جریمه به ترې واخلو؛ و ژل نه کوو.
دريم : د احد د جنګ مثال:
د اُحُد د غزا په موقع مشوره په دې وشوه چې مدینه کښې دننه د ابوسفيان او مشرکینو له لښکر سره مقابله کوو ، که میدان ته وځو، په ميدان کښې جنګ کوو؟ د رسول ﷺ رایه دا وه ، چې مدینه کښې به دننه مقابله وکړو ، میداني جنګ نه کوو.
خو د ځوانانو رایه دا راغله چې میدان ته وځو ، نو حضرت مقام رسالت مآب خپله رایه پرېښوده د ځوانانو د فکر مطابق د اُحُد میدان ته ته لاړل، جنګ ميدان کښې تر سره شو.
څلورم مثال:
د هجرت په پنځم کال د شوال المکرم میاشت کښې د مشرکينو قبائلو متحده لښکر په مدینه طیبه حمله وکړه، چې دا جنګ د احزابو په جنګ مشهور دی .
مسلمانانو د مدینې یو اړخ ته د هغو د راتلو په لار کښې یو لوی، اوږد او ژورو خندق جوړ کړ، کله چې
محاصره اوږده شوه ، د مسلمانانو حوصله تنګه شوه، نبي پاک ﷺ د غطفان قبایلو سره د سولې کوښښ وکړ تر څو دوى د متحده لښکر مرسته پرېږدي او خپل په مخه لاړشي، صلح يې ورسره په
دې وکړه یا یې کوله چې د مدینې منورې د حاصلاتو ثلث ( دریمه برخه) به مسلمانان هر کال غطفان
قبائلو ته باج ورکوي. د فیصلې د تنفیذ لپاره یې چې د انصارو له مشرانو سره مشوره وکړه ، هغو و ویل: موږ دوی ته د جاهلیت په زمانه کښې باج نه دی ورکړی ،اوس به یې ولې ورکړو ، اوس خو موږ الله په اسلام عزت مند کړي یو ، یوه خرما هم نه ورکوو ، زموږ او د دوی فیصله به په توره ( شمشیر) کېږي ، دې مقام کښې هم رسول پاک ﷺ د خپلو ملګرو رایه و منله ، د باج کیسه یې پرېښوده.
جاري دی.
10.په اجتماعي کارونو کښې ښځو مشوره:
د اجتماعي امورو او کارونو په اړه مشوره اخیستل د حکومت لپاره اړین دي ، قرآن او سنت کښې
په دې اړه خورا ډېر تاکید شوی دی. د نبي پاک ﷺ عادت هم دا و، چې په مهمو امورو کښې به یې له ملګرو سره ضرور مشوره کوله ، د دې دومره ډېر مثالونه دي چې کتابونه پرې لیکل کېدای شي.
د رسول اکرم ﷺ څخه وروسته ، د خلفاء راشدینو رضوان الله عليهم حکومتونه په مشوره قائم شوي و ، هم یې خپل حکومتونه په مشوره پر مخ بیول. دا داسې خبره ده چې د علماوو تر منځ په کښې اختلاف نشته دی.
د ښځو مشوره :
اوس داخبره چې ښځه شرعا د دې أهل ده چې مشوره ترې واخیستل شي یا مشوره ورکړي او که نه؟
په دې اړه بې شمیره کیسې ، ضعیف روایات او نور ډېر شیان مشهور شوي دي ، چې له ښځې نه مشوره اخيستل درست نه دي. مخکنيو پاڼو کښې د هغې ځينې مثالونه ليکل شوي دي.
الله تعالی چې د مشورې حکم کړی ، دا یې نه دي ورسره ویلي چې له ښځو نه مشوره اخيستل ناروا
دي ، نه کوم صحیح او صريح حدیث کښې دا راغلي چې له ښځو نه مشوره مه اخلئ ، نه په دې باندې د امت اجماع شوې ده چې ښځه د مشورې ورکولو أهل نه ده ، بلکې په معکوسه توګه قران کښې د ښځې شهادت درست ګڼل شوی:( فإن لم یکونا رجلین فرجل و امراتان).
او شهادت له مشورې نه ډېر لوړ شی دی ، په حقوق الله او حقوق العباد دواړو کښې د ښځو شهادت منل کېږي ، قاعده دا ده: چې د کوم دليل په اساس چېص اعلی ثابت شي نو أدنا خو په طریق اولی ثابتېږي.
د مثال په توګه:
قران کښې الله تعالی فرمایي مور او پلار ته اُفْ قدرې هم مه وایاست ، علماء وایي: چې اُفْ ویل منع شو ، نو وهل ټکول خو په طریق اولی منع دي ، ځکه چې وهل ، ټکول له اُف ویلو نه په أذیت رسولو کښې پورته دي. دلته هم له لږ تفاوت سره همدا خبره ده ، چې اعلیٰ ثابت شو نو ادنیٰ خو په طریق اولی سره .
ثابت دی ، شهادت يا ګواهي چې ثابت شو نو مشوره خو له هغې نه کم شی دی ، هغه خو بايد ثابت وي ، حنفي فقهاء خو له حدودو او قصاص څخه پرته د ښځو قضاوت هم درست مني، نو قضاء خو بيا له شهادت نه هم پورته شی دی، که یو کس وایي: ښځه قاضي جوړېدای شي خو مشوره نه شي ورکولی ، نو خلک به دا پرېکړه له عقل نه خلاف و بولي او کله به يې هم درست ونه ګڼي.
همدا شان علامه ابن جریر طبري، علامه ابن حزم اندلسي د ښځې قضاء ه مطلق توګه جائز ګڼي نو څوک یې چې قضاء په مطلق توګه جائز ګڼي ، طبعي ده چې شهادت یې ضرور جائز مني او څوک یې چې قضاء او شهادت جائز مني نو د شورا د مجلس عضویت به یې څنګه ناجائز ومني؟ او د شورا د عضویت په اړه به يې د کوم دليل په اساس مخالفت کوي. دا د قرآن له مخې نه ستاسو مخې ته څه دليلونه وړاندې شول.
د ښځو مشوره د حدیثو رڼاکښې:
کوم روایتونه چې د ښځو سره د مشورې په مخالفت کښې راغلي دي ، هغه محدثینو ضعیف ګڼلي.
صحیح روایت دا دی : چې په حدیبیه کښې چې کله رسول پاک ﷺ له مشرکینو سره صلح وکړه ، نو غوښتل یې له احرام نه ځان خلاص ٫٫حلال،، کړي؛ ملګرو ته یې هم حکم وکړ ، چې خپل د هدایاو څاروي حلال کړي ، بیا سرونه وخریې ، خو ملګري یې چونکه د حديبيې په سوله بشپړ قانع نه ول، له دې امله چا خپل څاروي نه ذبح کول ، په دې طمع چې ګوندې رسول پاک ﷺ له خپل فکر او تعهد نه وګرځي او دجنګ امر وکړي ، خو دا چیرته ممکن وه چې رسول الله ﷺ به له خپلې ژبې وګرځي.
کله چې د ملګرو خپګان رسول ﷺ ولید چې خپل څاروي نه ذبح کوي، راغى له خپلې بي بي ام المؤمنين ام سلمة رضی الله عنها سره یې مشوره وکړه ، چې څه بايد وکړي ، خلګ خبره نه مني.
هغې ورته و ویل :
خلک خبره مني خو خپه دي یا ګیله مند دي ، تاسو لاړشئ ، خپل څاروی ذبح کړئ ، د هغو چې کومه طمع او هیله ده چې پيغمبر به د جنګ حکم وکړي ، هغه هيله يې قطع کېږي او خپل څاروي ذبح
کوي ، رسول اکرم ﷺ چې خپل څاروی ذبح کړ ، ټول پوه شول چې رسول الله ﷺ له خبرې څخه نه ګرځي، نو ولاړ شول خپل خپل څاروي ئې ذبح کړل.
دلته ابوبکر ، عمر ، عثمان ، على رضی الله عنهم غوندې خلک هم موجود ول ، خو د الله دوست مشوره له خپلې ښځې سره وکړه ، له دې نه فقهاؤ او محدثینو دا دلیل نیولی چې ښځو سره مشوره کول او له هغو نه رایه اخیستل شرعا درست دي ، کوم مشکل نه لري.
د حدیث کتابونو کښې دا کیسه داسې لیکل شوې ده: ما حدث في قصة الحديبية :
٫٫فإن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لما صالح قريشاً على الرجوع ، وعدم دخول مكة عامهم هذا ، قال لأصحابه : ( قُومُوا فَانْحَرُوا )، قال الراوي : " فَوَاللَّهِ مَا قَامَ مِنْهُمْ رَجُلٌ حَتَّى قَالَ ذَلِكَ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ ، فَلَمَّا لَمْ يَقُمْ مِنْهُمْ أَحَدٌ دَخَلَ عَلَى أُمِّ سَلَمَةَ ، فَذَكَرَ لَهَا مَا لَقِيَ مِنَ النَّاسِ ، فَقَالَتْ أُمُّ سَلَمَةَ: يَا نَبِيَّ اللَّهِ ، أَتُحِبُّ ذَلِكَ ، اخْرُجْ ثُمَّ لاَ تُكَلِّمْ أَحَدًا مِنْهُمْ كَلِمَةً ، حَتَّى تَنْحَرَ بُدْنَكَ ، وَتَدْعُوَ حَالِقَكَ فَيَحْلِقَكَ . فلما فعل ذلك ، قاموا فنحروا،، (بخاري کتاب الشروط ، فتح الباري حديث ٢٥٨٣)
حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله پرې داسې تبصره کړې ده: قال الحافظ ابن حجر : " فيه جواز مشاورة المرأة الفاضلة"( فتح الباري " لابن حجر كتاب الشروط).
له دېنه دا ثابته شوه چې عالمه ، فاضله ښځې سره مشوره جائز ده.علامه خطابي د ابو داود شارح پرې دا رنګ تبصره کړېده: و قال الخطابي في " معالم السنن:
" و في قبول رسول الله ﷺ إشارة أم سلمة عليه بأن يبدأ بنحر هديه ، وحلق رأسه : دليل على جواز مشاورة النساء ، و قبول قولهن إذا كن مصيبات فيما يشرن به " انتهى.
ژباړه: : کله چې رسول الله ﷺ د ام سلمة مشوره قبوله کړه ، چې د خپل څاروي په ذبح یې پیل وکړ او بیا یې خپل سر وخروه ، دا د دې دلیل دی چې ښځو سره مشوره کول او بیا پرې عمل کولدواړه درست دي.
قرآن کښې د یوې ښځې د حکومت ، سلطنت او بادشاهۍ کیسه بیان شوېده ، دا ښځه بلقيس بي بي
وه ، د سلیمان علیه السلام د سلطنت زمانه کې د سبا د منطقې حاکمه وه.
قرآن د هغې د عقل مندۍ ، حکمت ، تدبیر ، قام سره د مشاورت قضیه په ډېر ښه اسلوب بیان کړېده.
بیا سلیمان علیه السلام سره د هغې تعامل ، دپیغمبر او عام بادشاه تر منځ د تفاوت کومه طریقه چې هغې اختیار کړې وه او بیا د هغې د ایمان قضیه قرآن ډېره ښه بیان کړېده.
اګر چې دا کیسه قرآن د یو ځمکني حقیقت په توګه بیان کړېده ، د ښځې د حکومت جواز او عدم جواز ته په کښې صراحت سره ګوته نه ده نیول شوې.خو له پیل نه پای پورې چې یو غیر متعصب
انسان دا کیسه و ګوري ، ښه تأثر ترېنه اخلي او د هغې ښځې د ضعف ، کمزورتیا او ناپوهۍ څه تصور هم ترې نه کېږي. قرآن په ډېره طبعي توګه دا کیسه بیان کړېده.
همدا راز د دې کیسې یا د بلقیس د حکومت په اړه له نبي ﷺ نه هم څه منفي ټکي نه دي ویل شوي.
ښځه او استدلال:
زمونږ په ټولنه کښې ښځو ته د استدلال او مناقشې حق هم څوک نه ورکوي ليکن د شريعت له مخې ښځه هم د استدلال او مناقشې حق لري ، حق لري چې بې قناعته او استدلال نه د چا خبره ونه مني او نه یې تسلیم کړي.د حدیثو کتابونو کې راغلي دي : چې پیغمبر علیه السلام و فرمایل:
چې چاسره چې اخرت کښې د الله تعالی له خوا حساب وشو ، هغه به ضرور عذاب مومي ، عائشې رضی الله عنها ورته و ویل: دا څنګه کیدای شي؟ الله تعالی خو فرمایي:(فسوف یحاسب حسابا یسیرا)
يعنې قرآن خو د اسان حساب خبره هم کوي او تاسو واياست چې چا سره حساب هغه به خامخا عذاب مومي ، نو عائشې رضي الله عنها له نبي علیه السلام سره مناقشه وکړه ، چې حساب خو آسان
هم شته او کېدلی شي ، پیغمبر علیه السلام د هغې د غلط فهمۍ اصلاح وکړه چې هغه حساب یسیر چې قران یې وایي: اصل کښې هغه حساب نه دی ، هغه عرض دی ، عرض دېته وایي: چې بنده ته د هغه ټول ګناهونو او اعمال وړاندې کړای شي ، چې دا دا کارونه د کړي دي. او الله تعالی ورسره نوره مناقشه ونه کړي ، چې ولې یا څنګه او مغفرت ورته وکړي ، دغه حساب یسیر دی چې اصلا حساب نه
دی ، خو که چاسره حساب کتاب وشو ، چې ولې د دا کار کړی دی؟ بس دا کس هلاک شو .
مشهور تابعي اِبنِ ابي مُلٙیْکَة وایي:
چې عائشې بي بي به کله د چا په خبره پوه نه شوه او د هغه د خبرې اساس به یې پیدا نه کړ ، مناقشه به یې ور سره کوله ، دا ټوله کیسه بخاري رحمه الله په لاندې توګه بيان کړېده:
(أن عائشة رضي الله عنهاكَانَتْ لاَ تَسْمَعُ شَيْئًا لاَ تَعْرِفُهُ ، إِلَّا رَاجَعَتْ فِيهِ حَتَّى تَعْرِفَهُ.
وَأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: (مَنْ حُوسِبَ عُذِّبَ) قَالَتْ عَائِشَةُ: فَقُلْتُ : أَوَلَيْسَ يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى:
فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا°، الانشقاق ، ۸) قَالَتْ: فَقَالَ: (إِنَّمَا ذَلِكِ العَرْضُ ، وَلَكِنْ: مَنْ نُوقِشَ الحِسَابَ يَهْلِكْ)
یعنې ښځې د سړو تابع محض نه دي ، حيثيت يې د إمَّعَةً نه دی ، بلکې د هر رنګ مناقشې او سوال، ځواب حق لري.
یوه ورځ حضرت عمر په منبر و ویل: ای خلکو! د ښځو په په مهر کښې زیاتی مه کوئ، چې راښکته
شو يوې ښځې ورته و ویل : الله تعالی خو وایي : ان آتیتم احداهن قنطارا.او ته د لېږ مهر سپارښتنه کوې؟ حضرت عمر له خپلې خبرې نه رجوع وکړه. (ابن کثیر وايي ، دا سند جید او قوي دی).
دا دی ګورو چې دا ښځه وه؛ له عام سړی سره نه ، بلکې له امیرالمؤمنین سره یې مسئله مناقشه کړه.
که دا حق شریعت نه وه ورکړی ، نو عائشې رضی الله عنها له پیغمبر ﷺ سره او دې بيا له حضرت عمر رض سره څنګه مناقشې کولې؟
الموسوعة الفقهية الکوتیة چې د ډېرو علماوو په مشترکه هڅو څلویښت کلونو کې مرتب شوې ده، فقهي مذهبونه یې ډېر په دیانت داري سره نقل کړيدي ، د ښځو سره د مشورې په اړه ، فرمایي:
-وَاسْتِشَارَةُ الْمَرْأَةِ فِيمَا يَتَّصِل بِشُئُونِ النِّسَاءِ أَوْ فِيمَا لَدَيْهَا خِبْرَةٌ بِهِ مَطْلُوبَةٌ، بِأَصْل نَدْبِ الْمَشُورَةِ فِي قَوْله تَعَالَى: {وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ} (2) وَلِحَدِيثِ أُمِّ سَلَمَةَ
(الموسوعة الفقهية الکویتية. مادة: الانوثة ص ٤٠٩٦).
ژباړه: له ښځو سره په هغه کارونو کښې مشوره کول، چې د ښځو سره اړیکه لري یا ښځې د هغه کار په نسبت مناسب تخصص ولري ، هغې کښې ښځو سره مشوره د قرآن د آیت (وامرهم شوری بینهم) او د ام سلمه رضی الله عنها د حدیث له امله غوره ده.
داهم فرمایي:
(وَلِلْمَرْأَةِ أَنْ تَعْقِدَ الأَْمَانَ مَعَ الْكُفَّارِ، وَيَسْرِي ذَلِكَ عَلَى الْمُسْلِمِينَ، فَفِي الْمُغْنِي: إِذَا أَعْطَتِ الْمَرْأَةُ الأَْمَانَ لِلْكُفَّارِ جَازَ عَقْدُهَا، وَقَالَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهَا: إِنْ كَانَتِ الْمَرْأَةُ لَتُجِيرُ عَلَى الْمُسْلِمِينَ فَيَجُوزُ. وَعَنْ أُمِّ هَانِئٍ أَنَّهَا قَالَتْ: يَا رَسُول اللَّهِ إِنِّي أَجَرْتُ أَحْمَائِي وَأَغْلَقْتُ عَلَيْهِمْ، وَإِنَّ ابْنَ أُمِّي أَرَادَ قَتْلَهُمْ، فَقَال لَهَا رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: قَدْ أَجَرْنَا مَنْ أَجَرْتِ يَا أُمَّ هَانِئٍ (1) ، وَ أَجَارَتْ زَيْنَبُ بِنْتُ رَسُول اللَّه ﷺ زَوْجَهَا أَبَا الْعَاصِ بْنَ الرَّبِيعِ قَبْل أَنْ يُسْلِمَ فَأَمْضَاهُ رَسُول اللَّهِ.
(الموسوعةالفقهیة الکویتیة)
د عبارت خلاصه:
ښځه له کافر سره د امان تړون کولی شې ، يعنې چې حربي کافر ته امان ورکړي.دلیل کښې يې د عائشې بي بي وینا ذکر کړېده.
بل داچې ام هانئ رضی الله عنها هم کفارو ته پناه ورکړې وه ، رسول اکرم ﷺ د هغې پناه ورکول
منلي ول ، زینب د رسول اکرم ﷺ لور خپل کافر میړه او د خاله ځوی ابوالعاص ته پناه ورکړې وه او رسول اکرم ﷺ یې پناه تسلیم کړې وه.
دا قضایا له مشورې نه ډېر لوړ قضایا دي ، چې دا درست و منل شول، نو مشوره ورکول خو بلکل د ښځو حق جوړېږي، څوک يې ترې محروم کولی نه شي.
11.ښځې او اجتماعي کار
له حجاب سره په سياسي او اجتماعي کار کښې د ښځو د ګډون دليلونه مخکني باب کښې تېر شول.
دلته مخالف نظر را اخلو چې وايي: ښځو ته په سياسي او اجتماعي کار کښې ګډون درست نه دی.
يعنې ښځه بايد د حجاب له رعايت سره سره هم په سياست او اجتماعي کار کښې ګډون ونکړي ، په دې سلسله کښې دا هم ويل کېږي چې ښځه د پارلیمان غړې هم نه شي جوړیدای. د دې نظر له مطالعې نه وروسته به بیا په د دواړه نظرونو کښې راجح او درست نظر و پیژنو.
لومړی دليل :
په اسلام کښې چې د اجتماعي نظام کوم قسم ترتیب جوړ شوی ، د هغې په رڼا کښې موږ دا ویلی شو چې ښځه باید اجتماعي امورو کښې زیاته ګډه نه کړای، شي.
د مثال په توګه : د ښځې نفقه ،د هغې د اولاد نفقه ، د اوسېدو ځای ، د هغې لباس ، د مریضي خرڅ او مصارف شریعت د سړي په غاړه اچولي دي. له کور نه چې خارج کوم عبادتونه دي ، له هغه نه هم ښځو ته استثناء ورکول شوېده ، د مثال په توګه : د جُمعِې لمونځ ، د اختر لمونځ ، په جماعت سره په مسجد کښې پنځه وخته لمونځ ، جهاد دا شیان شريعت په ښځو فرض نه دي ګرځولي ، همدا راز ځينې نور مسؤلیتونه.
که ښځه مسجد ته د پنځه وخته جماعت سره لمونځ یا جمعې او اختر ته راځي منع کول يې درست
نه دي ، خو وجوب یې پرې نشته دی.
د دې معنا دا ده : چې د دې سهولتونو په مقابل کښې له ښځې نه دا غوښتنه کېږي چې دا به ډېر
وخت په کور کښې وي ، د کور داخلي سیستم به سنبالوي ، د اولاد روزنه به کوي ، زدګړه کښې به ورسره کومک کوي او دخاوند له امر يا مشورې نه پرته به له کوره نه و ځي. له دېنه يواځې همدومره غوښتنه شوېده؛ نور د دې ټول بار په خاوند اچول شوی دی.
په داسې حالت کښې چې خاوند ورته نفقه نه ورکوي (مثلا وس یې نه وي) د دې ضرورتونه نه شي پوره کولی ، بیا د هغه له اجازې پرته هم کار يا ماموریت ته د شریعت چوکاټ کې دننه تللی شي ، او
خپل استعداد او وړتيا موافق بله دنده انتخابولو کښې هم اختیار لري.
د ښځې او مېړه تر منځ د اختلاف یا د نفقې د نه ورکولو په صورت کښې د شرعيت له قاضي نه د طلاق يا د نکاح د فسخ کولو غوښتنه هم کولی شي.
له همدې امله چې دې باندې مالي مسؤلیتونه نه دي اچول شوي ، ځینو صورتونو کښې د میراث برخه ورته د خپلو وروڼو په مقابل کښې نیمه مقرره شوې ده ، چې وروڼه ونه لري بیا دمال غټه برخه: نصف ، یا ثلثین ( نيمه يا دوه ثلثه) د دوي حق کېږي او د میړه مال کښې هم رُبْع او کله ثْمن ( څلورمه او کله اتمه) د دوی حق کېږي او د اولاد مال کښې هم ورته شریعت برخه تعیین کړې ده.
ځینو صورتونو کښې د وروڼو مال کښې هم ورته برخه تعیین شوېده ، لکه څرنګ چې په ښځه مالي مسؤلیتونه نشته دي ، خو بیا هم شریعت ورته په نکاح کښې د مهر اخيستلو حق هم ورکړی دی.
او دې سره سره د شریعت له مخې ورته د خپلوانو په میراث کښې هم برخه ټاکل شوېده.
(ذلک من فضل الله یؤتیه من یشاء).
دا هغه ترتیب دی چې دا په دې دلالت کوي چې ښځه باید د غربي ټولنو غوندې کار ، مزدوري ، دیاړي دهقاني ، کان کنستل ، ډریوري ، کلینري ، او مستقل عسکري دندو ته را کش نه کړای شي.
او دا یې د خٙلقي ، خُلُقِي او ذهني ساخت سره هم سمون نه خوري. د یو مور ، خور او ماندینې په حیث باید بې ضرورته له شاقه او سخت کار نه بچ کړای شي.
د دغه مکتب فکر دا أهل علم وايي: دغه پورتنی شرعي سیستم په صراحت سره په دې دلالت کوي، چې له ضرورت نه پرته باید ښځه له کور نه خارج کارونو ته تشویق نه کړای شي.
د وهم دلیل:
دا دوهم دلیل هم د شريعت له عمومي تعليماتو نه نیول شوی دی ، هغه داچې الله جل جلاله فرمایي:
(الرجال قوامون علی النساء). له دې ایت نه د دوی استدلال داسې دی:
چې د کور د وړې دائرې قوامیت ، مشري او مسؤلیت ښځې ته نه دی حواله شوی ، نو د مملکت د امورو قوامیت به څنګه ورته حواله کېږي؟
دوی وايي: دا خو تضاد دی چې وړوکی کار چاته و نه سپارل شي او له هغې نه غټ کار بیا ورته وسپارل شي.
دریم دلیل:
د دوی دريم دليل هغه حدیث دی چې له ابو هريرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې نبي کريم ﷺ
فرمائي: قال: قال رسول الله ﷺ : إذا كان أمراؤكم خياركم، وأغنياؤكم سمحاءكم، وأموركم شورى بينكم، فظهر الأرض خير لكم من بطنها. وإذا كان أمراؤكم شراركم، وأغنياؤكم بخلاءكم، وأموركم إلى نسائكم، فبطن الأرض خير لكم من ظهرها.( الترمذي)
ژباړه: چې کله ستاسو امراء په تاسو کښې غوره خلک وي شتمن مو سخیان وي او ستاسو کارونه ستاسو تر منځ په مشوره مخکې روان وي ، د ځمکې سر درته د ځمکې له خیټې نه غوره دی.
خو کله چې ستاسو امراء ناکاره خلک وي ، شتمن مو بخیلان وي او کارونه مو ښځو ته سپارل شوي وي ، نو بيا د ځمکې خیټه درته د ځمکې له مخ/ سر ، نه غوره ده.
( دا حدیث تر مذي روایت کړی دی، د سند او صحت بحث به وروسته برخه کې راشي.)
دوی وايي: دې حدیث کښې په صراحت سره دا راغلي دي چې کله کارونه ښځو ته وسپارل شي بیا تاسو ته له ژوند نه مرګ ښه دی.
څلورم دلیل:
د ابوبکرة رضی الله عنه نه روایت دی چې نبي پاک ﷺ ته چا و ویل: چې فارسیانو خپله مشري ښځې( د کسری لور) ته وسپارله نو ويې فرمایل: (لن يفلح قوم ولوا أمرهم امرأة.)
ژباړه: کله به هم هغه قوم کامیاب نه شي چې خپل کارونه یې یوې ښځې ته وسپارل.
( بخاري ، باب کتاب النبي الی کسریٰ و قیصر ، د حدیث،شمیره ٫٫ ۴۰۹۸،، ده.)
او نسائي شریف هم دا حدیث، روایت ګړیدی.او امام نسائي رحمه الله پرې ، داباب قائم کړی دی:
(النهي عن استعمال النساء في الحكم)
ژباړه : حکومت کښې د ښځو له استخدام نه منع.
پنځم دلیل:
داسې نقل نشته چې اجتماعي او سیاسي امورو کښې کوم کار نبي پاک ﷺ کله هم کومې ښځې ته سپارلی وي.
شپږم دلیل:
د امت عمومي تعامل هم دا نه دی پاتې شوی : چې د ولایت عامه کوم کار ښځو ته په کښې سپارل شوی وي ، د مثال په توګه : خلافت راشده ، امویان ، عباسيان او عثماني خلافتونه یې نمونې دي چې کار به په کښې ښځو ته نه سپارل کېده.
اوم دلیل:
ولایت عامه او سیاسي کارونو کښې د ښځې د حیاء ، حجاب ، خلوت او پردو سړو د اختلاط مسائل هم ښه ډېر را منځ ته کېږي او مخنیوی کول یې بیا ګران هم دي؛ په ځآنګړې توګه زموږ په دې نوي عصر کښې.
توضحیح:
دا مکتب فکر دا هم وايي: چې دلته د فضيلت قضیه مطرح نه ده ، چې څوک په چا فضیلت لري ، بلکې دا یوه اجتماعي مسئله ده ، چې د ښځې او سړي د کار د دائرې له مسئلې سره اړوند ده.
دغه اجتماعي مسئله ، د دوی د فهم مطابق اسلام په دغه توګه حل کړېده ، لکه څنګه چې بيان شوه.
يوه مهمه پوښتنه:
يوه مهم پوښتنه چې دلته مطرح کېږي هغه دا ده چې د پارلیمان غړيتوب د ولایت عامه تر عنوان لاندې راځي، که د افتاء او استشارې د عموي اصولو لاندې؟
ان شاءالله دې پسې باب کې به دا مسئله وڅېړو، دې سره به قضیه بیخي روښانه شي.
12.ولايت عامه
د پارلمان عضويت ولايت عامه دی: ؟
تشریح:
کوم علماء چې ښځه د مجلس شورى د عضویت لپاره أهل نه ګڼي هغو وايي: اوسني د شورا مجالس
یواځې استشاري بڼه نه لري چې د افتاء او استشارې په مرتبه کښې یې و منو او د ښځو لپاره ګډون په کښې جائز وګڼل شي.دوی وایي: په نوي عصر کښې پارلمان یواځې استشاري مجلس او اداره نه ده او نه د افتاء په مرتبه کښې ده ، بلکې د شورا مجالس ( پارلمان او ولسي جرګه ) د مملکت نظام چلولو کښې هم پوره ونډه لري ، له دې امله ښځه شرعا د دې اهلیت نه لرې چې د دغه رنګ ادارو عضو جوړه شي ، ځکه دا ادارې د ولایت عامه لاندې راځي او ښځه د ولایت عامه د منصب لپاره وړ نه ګڼل
کېږي ، یعنې دوي دا ادارې د ولایت عامه په ضمن کښې راولي ، بیا وایي چې جمهور فقهاء ښځه د ځانګړیو عواملو له امله د ولایت عامه لپاره وړ نه ګڼي.
د ولایت عامه فقهي معنا:
وَ الْوِلاَيَةُ اصْطِلاَحًا: اسْتَعْمَل جُل الْفُقَهَاءِ كَلِمَةَ الْوِلاَيَةِ بِمَعْنَى تَنْفِيذِ الْقَوْل عَلَى الْغَيْرِ شَاءَ أَوْ أَبَى .
(مادة: ولایة. الموسوعة الفقهية الکویتیة ، التعریفات للجرجاني.).
ژباړه : ټولو فقهاوو د ولایة کلمه په دې معنا استعمال کړې (په بل چا د امر تنفیذ ، که د هغه خوښه وي اوکه نه.)
د ولایت عامه مثالونه:
فَتَشْمَل الإِْمَامَةَ الْعُظْمَى وَالْخُطَّةَ كَالْقَضَاءِ، وَالْحِسْبَةِ وَالْمَظَالِمِ وَالشُّرَطَةِ وَنَحْوِهَا.
(الموسوعة الفقهیةالکویتیة.مادة ، ولاية.)
ولايت عامه د خلیفة ، رئیس جمهور کېدل ، قاضي قضات ، یا عمومي قاضي جوړېدل ، د پوليس يا فوځ قوماندان ، د احتساب قضاء او داسې نورې منصبونه چې پر بل د امر د تنفيذ واک په کښې وي.
او نور هغه کارونه چې د وخت او عرف او دهر مملکت د قانون مطابق به یې نومونه تغییر خوري خو چې تنفيذي بڼه ولري ، ښځه يې اهليت نه لري. تفصیلي مثالونه یې فقهاوو ذکر کړيدي خو موږ د مثال په توګه یو څو ذکر کړل.
جمهور فقهاء د ولایة عامه د منصب لپاره ښځې وړ نه ګڼي.
لومړی دلیل:
آیا دا به معقوله او مناسب وي چې دکور قوامیت الله سړي ته سپارلی او موږ د هغې نه یوه لویه
دائره کښې ورته قوامیت وسپارو یا یې قوامیت کې شریکه کړو؟ آیا دا به د شریعت له روح نه موږ ډېر لېرې نکړي ؟ (دوي د مجلس شورا عضويت په قوامیت کښې د شراکت په معنا اخلي)
چې الله تعالی د کور قوامیت سړي ته سپارلی او موږ له هغې نه لویه دائره( د مملکت امورو) کښې قوامیت ښځو ته وسپارو ، یايې په کښې شریکه کړو.
کوم علماء چې په پارلمان کښې د ښځو غړیتوب درست ګڼي هغو وایي:
د شورا دا عصري مجالس چې مختلف ممالکو کښې په مختلفو نومونو نومول کېږي ، د قوامیت او ولایت عامه سره څه اړیکه نه لري.
دا فقط د افتاء او استشارې په مرتبه کښې قرار لري ، د ولایت عامه منصب کښې نه شمیرل کېږي.
په جدیده عصري اصطلاح کښې دېته مقننه قوه وایي؛ چې مرتبه یې د افتاء او استشارې په درجه
کښې ده ، عملي حکمرانۍ ، د پریکړو تنفیذ ، د نورو ادارو په اختیار کښې دي. لکه فوځ پوليس ،
احتساب او داسې نورې امنیتي او تنفیذي ادارې ، پاتې شول مجالس شورا او پارليمان دا په تنفيذي
امورو کښې لاس نه لري ، إلا د سفارښتنې تر بريده.
لکه څرنګه چې له ښځو نه استفتاء او عمومي مشوره اخیستل روا دي ، له دې امله چې دغه مجالس هم استفتائي یا استشاري بڼه لري ، ښځې د دې عصري مجالسو اعضاء هم جوړېدای شي.
ښځو نه عموي مشوره اخیستل ، د شورا په اړه د قرآن له عمومي نصوصو نه څرګندېږي، د مثال په
توګه قران وائي: (وَ اَمرُهُم شُوریٙ بینهم) دې کښې عمومي بیان شوی دی ، چې د امت کارونه به په مشوره مخکې ځي ، دې کښې دا نه دي ویل شوي چې له ښځو نه په کښې مشوره مه اخلئ ، یا
داچې ښځې د مشورې وړ نه دي ، که موږ له دې وصف( و أمرهم شوری بینهم) نه ښځې استثنا کوو، دې لپاره قوي دلیل په کار دی چې هغه موږ سره نشته دی.
پاتې شو هغه حدیث(بطن الأرض خیرلکم من ظهرها) چې مخکې لیکل شوی دی ، علماوو ضعیف ګڼلی دی.
دوهم دلیل:
د (وَشٙاورهم الأمرِ) آیت عموم دی چې له دېنه د ښځو استثناء هم قوي دلیل ته اړتیا لري.
دریم: قران د ماشوم له پیو(شدو) د جلا کولو پرېکړه کښې د ښځې خاوند د مشورې بیان کړیدی ، چې دواړه به د موضوع په اړه مشوره وکړي.
څلورم: حدیبیه کښې د رسول ﷺ له عمل نه هم ثابته شوه ، چې له أم سلمة رضی الله عنها یې مشوره واخیسته او عمل یې هم پرې وکړ.
د خلافت راشده په دوران کښې له ښځو نه د استفتاء او د ښځو د افتاء ډېر مثالونه شته دي.
له دې امله د دې دلائلو په رڼا کښې د شورا مجالسو کښې د ښځو شرکت لږ تر لږه ناروا نه دی.
پنځم دلیل:
بخاري شریف کې دا واقعه امام بخاري نقل کړېده :
د عمر رضی الله عنه له خپلې ښځې سره جنجال راغی ځکه چې هغې په یو کار کښې حضرت عمر ته مشوره ورکوله چې داسې وکړه ، داسې وکړه ، عمر رضی الله عنه ورته و ویل: ستا څه کار دی چې
ماسره خبره اړوې ، هغې ورته و ویل: ته عجیبه سړی یې! چې زما مراجعه( تکرار) نه غواړې؛ زړه د
ورته تنګ دی ، خو ،ستا لور ( ام المؤ منین حفصة) له پیغمبر علیه السلام سره خبره اړوي ، کرۍ ورځ پیغمبر پرې غصه وي ، پوره کیسه او د فقهاوو تبصره پرې په لاندې ډول ده :
وَلِلْمَرْأَةِ أَيْضًا مُشَارَكَةُ زَوْجِهَا الرَّأْيَ بَل وَمُعَارَضَتُهُ، قَال عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ:
وَاللَّهِ إِنْ كُنَّا فِي الْجَاهِلِيَّةِ مَا نَعُدُّ لِلنِّسَاءِ أَمْرًا، حَتَّى أَنْزَل اللَّهُ فِيهِنَّ مَا أَنْزَل، وَقَسَمَ لَهُنَّ مَا قَسَمَ، قَال: فَبَيْنَا أَنَا فِي أَمْرٍ أَتَأَمَّرُهُ إِذْ قَالَتِ امْرَأَتِي: لَوْ صَنَعْتُ كَذَا وَكَذَا، قَال: فَقُلْتُ لَهَا: مَا لَكِ وَلِمَا هَا هُنَا، فِيمَا تَكَلُّفُكِ فِي أَمْرٍ أُرِيدُهُ؟ فَقَالَتْ لِي:
عَجَبًا لَكَ يَا ابْنَ الْخَطَّابِ، مَا تُرِيدُ أَنْ تُرَاجَعَ أَنْتَ، وَإِنَّ ابْنَتَك لَتُرَاجِعَ رَسُول اللَّهِ ﷺ حَتَّى يَظَل يَوْمَهُ.
غَضْبَانَ فَقَامَ عُمَرُ فَأَخَذَ رِدَاءَهُ مَكَانَهُ حَتَّى دَخَل عَلَى حَفْصَةَ، فَقَال لَهَا:
يَا بُنَيَّةُ إِنَّكِ لَتُرَاجِعِينَ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم؟ ............... الی اخره.
(الموسوعة الفقهیة الکویتیة مادة: انوثة ، ص ٤٠٩٥ - ٤٠٩٤).
د تفصیلي بحث لپاره د موسوعی پورتني صفحات وګورئ او بخاري شریف هم. له دېنه ثابت شوه چې ښځې رایه ورکولی شي او د مناقشه کولو اختیار یې هم شته دی.
پاتې شوه د ولایة خبره:
فقهاء وايي: ولایتونه ، تنفیذي ، اختیار ات ، د استعداد ، وړتیا ، تخصص او قابلیت په آساس ویشل
کېږي ، د اسلام له مخې ، ولایاتو کښې عموما سړي په ښځو مقدم دي ، لکن ښځې چې د کومو شیانو د اجراء کولو ښه وړتیا لري ، هغه ولایات ښځو ته سپارل کېږي ، لکه: د حضانت ، د یتیم کفالت ، یا ښځو سره مربوط ځینې کارونه ، له دې امله ځینې فقهاء وايي:-ښځه قاضي جوړېدای شي ، دا د احنافو ، ابن حزم او امام المفسرين ابن جرير طبری رايه ده.
ښځه له حدود او قصاص پرته په عام معاملاتو کښې ګواه جوړېدای شي. د وقف ناظره جوړېدای شي ، په وصایت کښې وصي جوړېدای شي ، وکالت هم کولی شي( دچا وکیله جوړېدای شي) د تجارت، (بیع ، شراء) اختیار هم لري. حضانت کې یې په سړو حق مقدم دی ، رضاعت او ښځو سره
مخصوص مسائلو کښې یواځې د ښځو رایه معتبره ده. په نکاح کښې یې خپله اراده معتبره ده ، د بل چا له شرکت پرته نکاح کښې ورته د مور پلار اجازه غوره ګڼل شوېده ، خو د حنفي فقهاوو په خیال که مناسب ځای یې د ازدواج لپاره انتخاب کړی وي ، د مور او پلار یې پرې د اعتراض حق نشته دي.
که ښځه ثیبة ( کونډه) وي بیا خو د ټولو فقهاؤ اتفاق دی چې د دې له امر او رضا پرته يې نکاح څوک نه شي تړلی ، او که انجلۍ باکره او ورسره بالغه هم وي ، هم به ترې رضایت اخیستل کېږي.
حنفي فقهاء وايي:
وَاسْتِئْذَانُهَا وَاجِبٌ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ. بَل إِنَّهَا يَجُوزُ لَهَا تَزْوِيجُ نَفْسِهَا عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ.
جَاءَ فِي الاِخْتِيَارِ: عِبَارَةُ النِّسَاءِ مُعْتَبَرَةٌ فِي النِّكَاحِ، حَتَّى لَوْ زَوَّجَتِ الْحُرَّةُ الْعَاقِلَةُ الْبَالِغَةُ نَفْسَهَا جَازَ،
وَكَذَلِكَ لَوْ زَوَّجَتْ غَيْرَهَا بِالْوِلاَيَةِ أَوِ الْوَكَالَةِ، وَكَذَا إِذَا وَكَّلَتْ غَيْرَهَا فِي تَزْوِيجِهَا، أَوْ زَوَّجَهَا غَيْرُهَا فَأَجَازَتْ،وَهَذَا قَوْل أَبِي حَنِيفَةَ وَزُفَرَ وَالْحَسَنِ وَظَاهِرُ الرِّوَايَةِ عَنْ أَبِي يُوسُفَ.
( موسوعة کویتیة ص ٤٠٨٤- انوثة)
دې کښې دا هم راغلل: چې د ولایت په توګه بله جینۍ هم په نکاح ور کولی شي او د وکالت په توګه هم پردۍ جینۍ په نکاح ورکولی شي. ( کلاهما عند الاحناف). همدا راز ښځه کافر ته امان ورکولی شي. او حکومت به یې امان تسلیموي ، زینب بنت رسول الله ﷺ او أم هاني رضی الله عنهما ، کافرو ته امان ورکړی و ، رسول الله ﷺ د دواړو له اړخه ورکړل شوی امان تسلیم او نافذ کړ و.
شریعت د ښځو د ارادې د احترام په اړه امر کړی او د ارادې ازادي یې ورکړې ده. قران وائي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا) .
( النساء ، 19)
ژباړه: ای د ايمان لرونکو! تاسو ته حلال نه دي چې ښځې په ميراث کښې ځان سره وساتئ او د دې لپاره تکليف مه ورکوئ چې د مهر هغه مال ترې و وهۍ ، مګر دا چې څرګنده فحاشي کښې اخته شي ، په معروفه توګه ورسره وخت تېروئ ، که ترې بد مو راځي شايد يو شی تاسو بد و ګڼۍ او الله په کښې ډېر خیر کېږدي.
دې آيت کښې و ويل شوي چې : ۱- ښځه بد جاهليت د زمانې په شان د نور مال غوندې په ميراث کښې نه حسابوئ. ۲- تنګول او تکليف ورکول ورته روا نه دي چې په دې ترتيب خلع ته لار برابره شي او مهر ترې بېرته واخيسل شي. ۳ - خلع هغه صورت کښې درست ده چې بد ژبي او بد اخلاقي د ښځې له اړخه پيل شي.۴ - په ښه توګه ورسره ژوند تېر کړئ. ۵ - که ستاسو ترې بد راځي، ممکن يو شی ستاسو بد راشي او الله په کښې ډېر خیر ايښی وي.
ښځه معلمه ، استاده او طبیبه هم جوړېدای شي ، د ژوند ډېر ساحات داسې شته دي ، چې ښځو ته په کښې د عزت او عفت په رعایت کولو سره د کار کولو اجازه ورکول کېدای شي ، فقهاوو داهم ویلي چې پلار ته په کار دي چې لور ګانو ته کسب او کار ورزده کړي.
كَمَا أَنَّ لِلأَْبِ أَنْ يُوَجِّهَ ابْنَتَهُ لِلْعَمَل: جَاءَ فِي حَاشِيَةِ ابْنِ عَابِدِينَ: لِلأَْبِ أَنْ يَدْفَعَ ابْنَتَهُ لاِمْرَأَةٍ تُعَلِّمُهَا حِرْفَةً كَتَطْرِيزٍ وَ خِيَاطَةٍ. (موسوعه کویتیة/ (شامي ،ابن عابدين ج ص ٦٧١)
ژباړه : پلار ته دا په کار دي چې خپله لور یوې حرفې ته و هڅوي او توجیه یې کړي ، د مثال په توګه : لکه خامک ، خياطي او داسې نور مناسب کارونه.
دا دوه مثالونه چې علامه ابن عابدین ورکړي دي ، دا د همغې زمانې سره مناسب کارونه ول ، ټولنې دومره پرمختګ نه و کړی ، چې ورسره د کار دائره توسیع و مومي،.
دا دومره ډېر اختيارات د ولایت خاصه په اساس او ځينې اختيارات د ولایت عامه په اساس لکه قضاء د احنافو ، ابن حزم او ابن جرير طبري په نزد ، چې ښځې ته حاصل دي، نو د مجلس شورا عضوه جوړېدل کومه داسې غټه وظيفه ده چې ښځه ترې محروم کړای شي ، له دېنه په صراحت سره منع هم نه ده راغلې چې موږ پرې کلک شو.
يادونه:
ځینې خلک په دې بحث کښې په لنډه را تاوېږي، چې سړو سره به څنګه یو ځای کښېني، یا د حجاب او اختلاط په اړه دېته ورته پوښتنې را پورته کوي.
د دې ځواب دادی: چې کله دا ثابته شي چې د ښځو نه مشوره اخیستل جائز دي او د مجلس شورا عضویت یې هم جائز دی او دا ضرورت و ګنل شي چې حکومت باید د ښځو مشکلات د ښځو له خولې واوري او د پرمختګ پلان جوړونه کښې ښځې هم د خپلو هم نوعو ضرورتونه او مشکلات د حکومت مخې ته را ولي او په حل لارو یې حکومت سره په ګډه فکر وکړي، بیا دېته د حجاب ، حیاء او عدم اختلاط شرعي فضاء ، چوکاټ او حالات جوړول څه ګران کار نه دی، دا پوښتنې ډېر سطحي دي ، یا یې مغرض خلک مطرح کوي ، یا هغه خلک چې مخلصین وي خو موضوع یې په دقیقه توګه نه وي مطالعه کړې.
زموږ ګاونډي ملک کښې دا سې سياسي ګوندونه شتون لري چې ځان د دیوبند مسلک ته منسوب ګڼي، د مملکت قومي اسمبلۍ کښې ډېری ښځې د هغو د ګوند عضويت لري او د همدی په مرسته د پارلمان غړې ټاکل شوي ، همدا راز د صوفي مسلک اړوند خلک او اهل حديث حضرات هم ټاکنو کښې برخه اخلي او هم ښځې يې په پارلمان کښې د استازيتوب په خاطر ټاکنو کښې برخه اخلي.
جماعت اسلامي چې ځان ته له فرقه واریت نه پورته یو اسلامي تحریک وايي ، هغو هم قومي اسمبلۍ ته ښځې لېږل مني او هم یې لېږلي دي ، اګر چې مولانا سیدابوالاعلي صاحب مودوي له دې نظر سره اختلاف لري ، يعنې هغه د مجلس شورا عضویت د ښځو لپاره درست نه ګڼي.
( اسلامي ریاست).
د جماعت نورو علماوو د مولانا مودودي صاحب نظر سره اختلاف کړی دی او وايي: چې د هغه نظر راجح نه دی ، راجح دا ده چې ښځه د پارلمان غړې جوړېدل د شريعت له نظره کوم ممانعت نه لري.
(اسلامي سیاست د مولانا ګوهر رحمن صاحب).
د مفتي محمدشفیع صاحب نظر راته معلوم نه شو ، خو هغه د پاکستان، ټاکڼو کښې رایه استعمالول شرعي ضرورت ګڼي ، د ګواهي درجه کښې یې مني ، غالبا د شورا عضویت به هم درست ګڼي ، ځکه د دیوبندي مسلک نماينده سیاسي جماعت ( جمعیت علماء) کې عملا دا کار کېږي ، چې خپلې ښځې پارلمان ته لېږي.
اجتماعي اجتهاد:
دغه رنګ مسائلو کښې د اجتماعي اجتهاد په ذريعه موږ يو مناسب تصميم نيولی شو چې نه د شريعت روح سره مخالف وي او نه په کښې کومې طبقی ته د خپل حقوقو د تلف کېدو د شکايت موقع په لاس ورشي.
نن سبا د فتنو زمانه ده، په هره خبره د فتواګانو بازار ګرمېږي بې مسؤليته فتواګانې دومره ډېری شوې چې د فتوا قدر اوقيمت يې له خطر سره مخامخ کړیدی ، حتىٰ زموږ ځینې علماء د نظر اختلاف نه شي تحمل کولی او د مخالف نظر لرونکو علماوو سره په ډېر ناوړه طريقه چلند کوي. په داسې حالاتو کښې که د ځینو عصري ، اجتماعي ، سیاسي مسئلو په اړه أهل او وړ علماء ، په اتفاق سره کومه لاره را وباسي ښه به وي او ګټوره به ثابت شي.