01-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د افيونو د کښت او تجارت حکم
مفتي: شیخ القرآن والحدیث مولنا عبدالصبور عباسي
د افیونو کر او تجارت دواړه ناروا دي، رسول الله ﷺ فرمایلی: «كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ» (هر نشه کونکی شی حرام دی) ځینې دوستان بیا وایي: چی افیون نشه نه لري، خو دا خبره غلطه ده چې افیون نشه نه لري، ممکن داسې شوي وي چې کوم کس لږ غوندې افیون استعمال کړي وي او نشه کړی یې نه وي او هغه دا تسلیم کړي چې گنې افیون نشه کول نکوي، د دې مسألې توضیح شریعت کې داسې شوې ده چی د کوم شي د زیاد مقدار استعمال نشه راولي د هغه د لږ مقدار استعمال هم حرام دی اگر که په دې صورت کی نشه راوړونکی ثابت نه شي.
نبی -علیه السلام- وایي: «مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ» هغه شی چې د زیاد مقدار استعمال یی نشه پیدا کوي د لږ مقدار استعمال یې هم حرام دی اگر که نشه نه پيدا کوي. درېیم داچې دا شرعي قاعده ده چې یو شی فرد يا اجتماع ته د ضرر سبب گرځي، د هغه استعمال هم ناروا ګرځي. افیونو زموږ ټولنه له جدي خطر سره مخامخ کړې ده، ښکلي زلمیان يې راته پوډریان جوړ کړل، باید ټول متدین د دین او ملت سره همدردي لرونکي مسلمانان د دې خطر په شریکه مخنیوی وکړي.
ځينې شیان مسکرات يعنې نشه پيدا کوونکي دي او ځينې مفترات يعنې سستي پيدا کوونکي شيان دي، د مسکراتو په شان د مفتراتو استعمال هم ممنوع دی، پيغمبر ﷺ فرمايي: کل مفتر حرام يعنې هر سستي پيدا کوونکی شی حرام دی.
عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ، قَالَتْ: « نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ كُلِّ مُسْكِرٍ وَمُفَتِّرٍ».
أم المؤمنين أم سلمة رض فرمايي: (رسول الله ﷺ له هر مسکر او مفتر نه منع کړې ده).
(رواه امام أحمد (۲۶۶۳۴) و أبو داود (۳۶۸۶) و صححه الحافظ العراقي، کما في "فيض القدير"
(۶/ ۳۳۸) ، و حسنه الحافظ في الفتح (۱۰ /۴۴)، وقال محققو المسند: صحيح لغيره)
ځينې دوستان دا استدلال کوي چې د اسلام دښمنان زموږ په ضد مدرنه سلاح استعمالوي، نو موږ هم د هغو خلاف لږ تر لږه افيون خو بايد استعمال کړو.
دوی په دې فکر نه دی کړی چې اسلام د دغه رنګ جهاد حکم موږ ته نه دی راکړی چې د هغې په نتيجه کې د قومونو اخلاق تباه شي، زموږ پيغمبر د اخلاقو معلم ؤ، «إِنَّما بُعْثِتُ لِأُتَمِّمَ مَکارِمَ الأَخْلاقِ» يې شعار دی او الله موږ ته غوره امت ويلي دي: { كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ} [آل عمران: 110]
نو د غوره امت سره نه ښايي چې دنيا په مسکراتو عادت کړي، موږ په دې مکلف يو چې خلک د خیر لور ته را وبلو.
پاتې شوه دواګانو کې د استعمال خبره، لومړی دا دی چې حرام شی بايد دوا کې استعمال نه شي، که بله چاره نه وي بيا يې استعمال روا دی، خو د هغې لپاره دا طريقه ده چې د حکومت تر څار لاندې دې د کرلو ترتيب جوړ شي تر څو د انسانيت د تباهي لپاره استعمال نه شي.