د کارتني چرګانو د غوښې حکم

02-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د کارتني چرګانو د غوښې حکم: 

يو ورور پوښتنه کړې چې د کارتني چرګانو (له بهر څخه د راوړل شويو چرګانو) غوښه خوړل څنګه دي؟ 

ځواب: 

ګرانه! په حقيقت کې ټول هغه څاروي او چرګان چې د شريعت په طريقه نه وي ذبح (حلال) شوي خوراک يې حرام دی او هغه څاروي چې مشرک، دهري او يا بل له الله نه منکر ذبح کړي وي استعمالول يې هم حرام دي. 

د اهل کتابو ذبحه حلاله ده، اهل کتاب يهودانو او مسيحيانو ته وايي. 

دغه وارد شوې غوښې ډېری له داسې هېوادونو څخه راوړل کېږي چې خلک يې هېڅ دين نه لري؛ لکه: له چين، هند... او نورو بې دينه هېوادونو څخه، چينايان او هندوان د يو آسماني کتاب او دين پيروي نه کوي، يا مشرکين دي او يا بې دينه دي له دې امله ذبح يې پر موږ حرامه ګرځول شوې ده. 

پاتې شول هغه هېوادونه چې خلک يې اهل کتاب دي، دغو هېوادونو کې که ذبح (حلاله) د شريعت په طريقې ونشي، نو هغه څاروي او چرګان به هم مردار ګڼل کېږي او که يهودي يا عيسوي يې په شرعي طريقه ذبح (حلال) کړي يعنې په تېره شي په غاړه کې ذبح شي او د الله نوم پرې واخستل شي، نو بیا حلاله منل کېږي. 

خو غالب ګومان دا دی چې داسې نه کېږي او له همدې امله له خوړلو څخه يې ځان ساتل پکار دي، ځکه که په شرعي طريقه حلاله ونه شي، د مذبوحې خوړل حرام دي. 

بل هغه هېوادونه چې ملحدين يا مشرکين دي؛ لکه: هند، چين او نور، نو دوی يې که په شرعي طريقه هم ذبح کړي ذبحه يې روا نه، بلکې حرامه ده. 

 

روژه کې حيض : 

 

يو ملګري پوښتنه کړې چې: که يوه ښځه د روژې پر ورځ د حیض پر ناروغۍ اخته شي، نو آيا د نوموړې ورځې روژه ونيسي او که نه؟ 

ځواب: 

امام نووي -رحمه الله- داسې وايي: 

ولايَصِحُّ صَوْمُ الْحَائِضِ وَالنُّفَسَاءِ، وَلَا يَجِبُ عَلَيْهِمَا، وَيَحْرُمُ عَلَيْهِمَا، وَيَجِبُ قَضَاؤُهُ، وَهَذَا كُلُّهُ مُجْمَعٌ عَلَيْهِ، وَلَوْ أَمْسَكَتْ لَا بِنِيَّةِ الصَّوْمِ لم تأثم، وإنما تأثم إذَا نَوَتْهُ. 

ژباړه: که چېرې پر کومې ښځې د روژې پر ورځ حیض راغی نو روژه يې درسته نه ده، بلکې روژه به ماتوي، که يې ونيسي ګناهګاريږي او که امساک وکړي، خو د روژې نيت يې نه وي بيا پروا نه کوي او که د روژې په نيت امساک وکړي په ګناه کې اخته کېږي. 

 

په جامو تصوير: 

يو ورور پوښتنه کړې چې اروپا کې د ځنیو مسلمانانو په جامو تصويرونه جوړ وي داسې جامو سره لمونځ روا ده او که نه؟ 

ځواب: 

دارنګه لباس اغوستل شرعا ممنوع دي او د لمانځه نه پرته هم استعمال يې ناروا دی. که چا دغه شان لباس لمانځه کې استعمال کړو لمونځ يې د اکثرو علماوو په نزد درست دی، خو دا کس د الله پر وړاندې ګناه ګار دی. 


ورته مطالب
+