په ټاکلې نېټه د ميلاد د ورځې لمانځنه، د دين يوه برخه ګڼل نورو ته (چې څوک ميلاد نه لمانځي) ګمراه ويل، دغه لمانځغونډه د اهل سنت شعار ګرځول په ټوله کې سم کار ندی او حتی د بدعت په حدودو کې يې داخلوي، خو که څوک دغه لمانځغونډه د حضرت محمد -صلی الله علیه وسلم- د سيرت د بيان لپاره يوه بهانه (چانس) ګڼي تر څو د دې بهانې له لارې خلکو ته د حضرت محمد -صلی الله علیه وسلم- سيرت او د دين خبرې ورسوي، نو بيا به ان شاء الله څه اشکال ونلري.
خو ځينو وروڼو بيا دغه ورځ لمانځ غونډې ځنیې د دين شعار جوړ کړی، د اهل سنتو نښه يې بولي او د دين برخه يې ګڼي چې زما په اند دا افراط دی او ځينو نورو بيا د دغو لمانځغونډو غندلو او مخالفت ته کار ويلی چې دا هم مناسبه رويه نه ده.
که څوک وايي: زه فکري اصلاحات منځ ته راړم، خو دا هم ياد ساتل په کار دي چې فکري اصلاحات ډېر وخت غواړي، په عجله کې اصلاح نه ممکن ده نه ګټوره، د خلکو ذهني سطحه هم بايد مطالعه شي او د دې ټولو تر څنګ لومړيتوبونه او د وخت غوښتنې بايد هم و پېژنو، زمونږه ملت په ډېرو لويو ستونزو او کړاونو کې راګير دی چې د دې کوچنۍ مسألې په پرتله د هغو لويو ستونزو د له منځه وړل تر ټولو اړين او مهم دي.