دتراويحو حقيقت

04-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


دتراويحو حقيقت

فهرست تراويح

لومړۍ صفحه:
۱-  د تراويح حقيقت:
۲- د تراويح تاريخ:
۳-  د نه دوام اسباب:
۴- رمضان کې عبادت ته تشويق:
۵ - د صحابه کرامو لمونځونه:
۶ - د عمر رضي الله عنه کړنه:
۷ - د فقهاوو أراء:
۸ - امت په څلورو فقهي مذاهبو کښې.....
۹- شافعي فقهاء وايي:
۱۰ - مالکي فقهاء وايي:
۱۱- حنبلي فقهاء وايي:

دوهمه صفحه:

۱۲- د خلفاء راشدينو مواظبت:
۱۳ - د امام اعظم رحمة الله عليه څخه پوښتنه:
۱۴ - اجماع :
۱۵-  د اجماع حجت کېدل:
۱۶- د حافظ ابن کثير رايه:

دريمه صفحه:

۱۷-  د راشدينو سنت:
۱۸- د تراويح فضيلت: 
۱۹-  دحضرت عمر نه وروسته:

څلورمه صفحه:

۲۰- د تراويح رکعتونه:
۲۱- لومړی سوال دادی:
۲۲- دوهم سوال :
۲۳- دريمه پوښتنه :
۲۴- څلورمه پوښتنه : 
۲۵- پنځمه پوښتنه:
۲۶- شپږمه پوښتنه :
۲۷- د عمر رضي الله وينا:
۲۸- د رمضان د قيام ځانګړتيا:

پنځمه صفحه:

۲۹-  تراويح څو رکعته دي؟
۳۰- د شپږ دیرشو لامل:
۳۱- د ځينو تشدد:
۳۲- د شل رکعتونو عمومي دلائل:
۳۳- د تعداد په اړه روايتي بحث :

شپږمه صفحه:

۳۶- دشلو رکعتونو په اړه روايات:
۳۵- دوهم قسم روايات:
۳۶: د سعودي عالم محمد الصالح المنجد تبصره:
۳۷- د ابن عبدالبر تبصره:
۳۸- د امام ترمذي تبصره:
۳۹- د ستر محدث ابوبکر  ابن أبي شيبة تبصره.

اومه صفحه:

۴۰-  يوه مهمه پوښتنه:
۴۱- معتبر مذاهب:
۴۲-  د ثواب له اړخه:
۴۳- اته رکعته:
۴۴- لادينه کړۍ :
۴۵- د اته رکعتو تراويحو دلائل:
۴۶- خلاصه:

اتمه صفحه:

۴۷- رواياتو جمع او تطبيق.
۴۸- د ابن تيمييه وينا:
۴۹ - د بن الهمام، الباجي، العدوي او ابن حبيب عربي عبارتونه : 
۵۰ - د الباجي  تحقيق:
۵۱ - د احمد العدوي تحقيق:
۵۲- د ابن حبيب مالکي تحقيق:
۵۳- د کمال بن الهمام تحقيق:
۵۴ - تعداد مهم نه دی؟
۵۵- د شريعت مزاج:
۵۶ - د أمت وحدت:
۵۷ - زما مشوره:


1. د تراويح حقيقت. لومړۍ برخه.


۱-  د تراويح حقيقت:

لغوي تحقيق :
تراويح جمع د ترويحة ده، ترويحة  ارام ، استراحت او دمې ته وايي،

پخواني مسلمانانو به تراويح کښې  قرآن ډېر لوستلو، طبعا ستړي کېدل به ، طبعي ده چې انسان ستړی شي لږه دمه کوي، بیا دا لمونځ خو اصلا قيام رمضان نومېږي ، [يعنې ر مضان کې الله ته ودرېدل] حديث شريف کښې هم راغلي ٫٫من قام رمضان ايماني و احتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه،، ٫٫ څوک په رمضان کښې د ايمان له امله او د ثواب لپاره ودرېږي ، مخکني ګناهونه به يې الله معاف کړي،،

۲- دتراويح تاريخ:
دغه د تراويح په نوم چې کوم مونځ مشهور شوی ، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم درې شپې په خپل امامت کښې ترسره کړی دی، د رمضان په ۲۳, ۲۵ او ۲۷ شپه د دې مونځ امامت د اسلام پيغمبر کړی دی. دا خبره په درستو رواياتو ثابت ده، چا په کښې خلاف هم نه دی کړی.

۳-  د نه دوام اسباب:

پيغمبر عليه السلام په څلورمه شپه تراويح ته د خلکو د رغبت سره هم را ونه وتو، دليل يې سبا ته خلکو ته دا و ويل: چې  زه ويرېدم  چې تاسو باندې فرض و نه ګرځي. دې خبره کښې هم د چا خلاف نشته دی او صحيح روايات په کښې راغلي دي.

۴- د رمضان شپو کښې لمونځ ته تشويق:

زموږ ګران پيغمبر به خلک د رمضان په شپو کښې لمانځه ته تشويقول فرمايي: من قام رمضان ايمانا و احتسابا  غفر له ماتقدم من ذنبه ومن قام ليلةالقدر ايمانا و احتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه.
ژباړه:
چا چې د رمضان د شپو قيامونه وکړل، مخکني ګناهونه به يې و بخښل شي. همدا راز د ليلة القدر قیام.
«دا حديث امام بخاري او مسلم دواړو روايت کړی دی » دې کښې هم هيڅ څوک اختلاف نه لري.

۵ - د صحابه کرامو لمونځونه:

ر مضان کښې صحابه کرامو ډېر لمونځونه کول ، شپې به يې  زيات عبادت کوه، ځينې به تر پيشمني ولاړ ول، ځينې به تر نيمې شپې ځينې زيات ځينې کم، خو د عبادت ډېر شوقيان ول.

۶ - د حضرت عمر رضي الله عنه کړنه:

حضرت عمر نه کوم نوی کار کړی، نه يې بدعت او ناروا کار را منځ ته کړی، د پيغمبر صلی الله سنت يې ژوندي کړي، پيغمبر عليه السلام دا لمونځ په جماعت ادا کړی وو ، حضرت عمر رضي الله عنه د پيغمبر عليه السلام هغه جماعت بيا را ژوندی کړی. د پاتې شوو سنتو بيا  إحياء او ژوندي کولو ته بدعت ويل د جهالت اخري حد دی، امت کښې داسې کوم عالم،  فقیه او محدث  چې خلک يې د عالم په حيث  وپېژني ، تراويحو ته بدعت نه دي ويلي، د اخرې زمانې د کوم معتوه خبره هيڅ اهميت نه لري.

۷ - د تراويح په اړه د فقهاوو أراء.:

[فقهاء د دين ماهرينو،  پوهانو او عالمانو ته ويل کېږي، د دې اصل او آساس هم حديث شريف کې راغلی :   رسول الله ﷺ فرمائي: ٫٫من يُرِدِ الله به خيرا يُفَقِّهْهُ في الدين،،.  ٫٫چاته چې الله د خير اراده وکړي په دين کښې فقاهت ورکوي،، له همدې نه د فقيه او فقهاء لفظ اخیستل شوی دی، په دې اړه نور حديثونه هم شتون لري.

۸ - ټول امت په څلورو فقهي مذاهبو کښې د يو مذهب يا مسلک پابندي کوي.

زموږ  حنفي، حنبلي او ځينې مالکي  فقهاء تراويح ته سنت موکد وايي، فقهاء وايي : دا د ښځو او سړو دواړو لپاره سنت دي او تراويح د دين له څرګندو  نښو ځنې دي.

٫٫ اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى سُنِّيَّةِ صَلاَةِ التَّرَاوِيحِ، وَهِيَ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ وَبَعْضِ الْمَالِكِيَّةِ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ، وَهِيَ سُنَّةٌ لِلرِّجَال وَالنِّسَاءِ،وَهِيَ مِنْ أَعْلاَمِ الدِّينِ الظَّاهِرَةِ"  ( الموسوعة الفقهيةالکويتية)

٫٫ د تراويح په سنت موکد کېدو د حنفي، حنبلي، او ځينو مالکي فقهاؤو اتفاق دی، ښځو او سړيو دواړو ته يې کول سنت دي، او دا د دين د ښکاره نښخو څخه دي،،.

۹- شافعي فقهاء وايي:

وَقَال الشَّافِعِيَّةُ: التَّطَوُّعُ قِسْمَانِ: قِسْمٌ تُسَنُّ لَهُ الْجَمَاعَةُ وَهُوَ أَفْضَل مِمَّا لاَ تُسَنُّ لَهُ الْجَمَاعَةُ لِتَأَكُّدِهِ بِسَنِّهَا.
شافعي فقهاء وايي:
له فرضو پرته نور مونځونه، يعني نفلي لمونځونه دوه قسمه دي ،  يو قسم هغه دي چې له جماعت سره جاري شوي دي، دا له هغه نفلو نه غوره دي چې  جماعت ورته نه دی مقرر شوی،  ځکه د جماعت مقررېدل د دې نفلو يا سنتو په تاکيد او اهميت  دلالت کوي، د دې قول مفهوم هم هغه راوزي چې تراويح سنت موکد يا موکد تطوع دي، دوی  لږ د اصطلاح تفاوت لري، ځکه چې د سوونو کلونو نه ټول شوافع لکه موږ غونډې ښه په شوق سره تراويح ترسره کوي.

۱۰ - مالکي فقهاء وايي:

قَال الْمَالِكِيَّةُ: التَّرَاوِيحُ مِنَ النَّوَافِل الْمُؤَكَّدَةِ، حَيْثُ قَالُوا: وَتَأَكُّدُ تَرَاوِيحَ، وَهُوَ قِيَامُ رَمَضَان.

مالکيان  هم ورته موکد نوافل وايي، هدف همغه سنت موکده ويل دي، د اصطلاحاتو  تنوع کارول شوېده، د اصطلاح په استعمال کښې تنګي  نشته.

د اصطلاحاتو په استعمال کښې په  علمي توګه خو څه تنګسيا نشته، لکن  عملا يې ټول مذاهبو والا ښه په شوق او مينه ترسره  کوي.
په عملي توګه په کې دعلماوو تر منځ  څه اختلاف نشته دی، ټول أُمت  د‌ حضرت عمر له زمانې نه تر اوسه د رمضان  له اول نه تر  اخره تراويح  ښه په مینه ترسره کوي، له شيعه ګانو پرته ټول يې  علماً او عملاً مني او کوي يې، که څوک د شیعه حضرانو له مسلک نه متاثر وي ممکن هغه ئې مخالفت وکړي.

۱۱- حنبلي فقهاء وايي:

وَقَال الْحَنَابِلَةُ: أَفْضَل صَلاَةِ تَطَوُّعٍ مَا سُنَّ أَنْ يُصَلَّى جَمَاعَةً؛ لأَِنَّهُ أَشْبَهُ بِالْفَرَائِضِ ثُمَّ الرَّوَاتِبُ، وَآكَدُ مَا يُسَنُّ جَمَاعَةً: كُسُوفٌ فَاسْتِسْقَاءٌ فَتَرَاوِيحُ.

ژباړه: له فرضو نه پرته چې کوم مونځونه په جماعت سره ترسره کېږي، هغه له عامو سنتو غوره دي ځکه د جماعت له امله دا له فرائضو سره مشابهت پيدا کوي بیا دې پسې سنن  رواتب دي  او  هغه سنت يا تطوع چې په جماعت سره ترسره کېږي بهتر په کښې د کسوف لمونځ دی بیا د استسقاء او بيا د تراويح لمونځ دي.

د فقهاوو له اقوالو نه معلومه شوه چې عام فقهاء تراويح مستحب نه ګڼي، چا ترې په سنت موکد تعبير کړی او چا ترې په موکد نوافلو يا موکد تطوع؛ څوک چې د دې خبرې نسبت جمهور فقهاوو ته کوي چې تراويح مستحب ګڼي هغه غلط وايي او حقائق تکذيبوي او يا نه پوهېږي.
 
2.د تراويح د خلفاءراشدينو مواظبت: دوهمه برخه.



۱۲-  د خلفاء راشدينو مواظبت:

وَقَدْ وَاظَبَ الْخُلَفَاءُ الرَّاشِدُونَ وَالْمُسْلِمُونَ مِنْ زَمَنِ عُمَرَ - رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ - عَلَى صَلاَةِ التَّرَاوِيحِ جَمَاعَةً، وَكَانَ عُمَرُ - رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ - هُوَ الَّذِي جَمَعَ النَّاسَ فِيهَا عَلَى إِمَامٍ وَاحِدٍ.
(الموسوعةالفقهيه الکويتية)

ژباړه: خلفاء راشدینو او نورو ټولو مسلمانانو د حضرت عمر له زمانې نه د تراويحو لمونځ په جماعت سره ترسره کولو تر اوسه مواظبت او دوام کړی. او عمر رضي الله عنها خلک په يوه امام را ټول کړل.

۱۳ - د امام اعظم رحمة الله عليه څخه پوښتنه:

وَرَوَى أَسَدُ بْنُ عَمْرٍو عَنْ أَبِي يُوسُفَ قَال: سَأَلْتُ أَبَا حَنِيفَةَ عَنِ التَّرَاوِيحِ وَمَا فَعَلَهُ عُمَرُ، فَقَال: التَّرَاوِيحُ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ، وَلَمْ يَتَخَرَّصْ عُمَرُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِهِ، وَلَمْ يَكُنْ فِيهِ مُبْتَدِعًا، وَلَمْ يَأْمُرْ بِهِ إِلاَّ عَنْ أَصْلٍ لَدَيْهِ وَعَهْدٍ مِنْ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَقَدْ سَنَّ عُمَرُ هَذَا وَجَمَعَ النَّاسَ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ فَصَلاَّهَا جَمَاعَةً وَالصَّحَابَةُ مُتَوَافِرُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَْنْصَارِ وَمَا رَدَّ عَلَيْهِ وَاحِدٌ مِنْهُمْ، بَل سَاعَدُوهُ وَوَافَقُوهُ وَأَمَرُوا بِذَلِكَ: ( فتح القدير للعاجزالفقیر )

٫٫اسدبن عمرو له امام ابویوسف نه روايت کوي وايي:  ما د تراويح په اړه او هغه څه چې عمر رض کړي له امام ابوحنيفة نه پوښتنه وکړه  امام اعظم رحمه الله وفرمايل:
تراويح موکد سنت دي، عمر په درواغه له ځان نه نه دي جوړي کړي، نه عمر په دې کښې مبتدع وو دا کار يې ضرور د کوم دليل  په اساس کړی‌ دی، چې ورسره وو، يا دا چې هغه د رسول اکرم ﷺ درې شپې په جماعت سره ترسره کول وو،  يا د رسول اکرم  صلي الله عليه وسلم داخبره چې د فرضيت له وېرې په څلورمه شپه را ونه وتلم،.

او يا به عمر رض ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا کومه ځانګړې توصیه موجوده وه. 
له دې امله عمر داسنت جاري کړل او خلک يې د أُبي بن کعب، په امامت سره را جمع کړل، ده په جماعت سره صحابه کرامو ته په جماعت سره تراويح  کولې او صحابه، انصار او مهاجرين  زښت ډېر ژوندي ول، چا هم پرې رد او انتقاد نه دی کړی، بلکې د عمر مرسته يې کړې ده، موافقت يې ورسره کړی دی او خلکو ته يې د تراويحو  په کولو امر کړی دی.

۱۴ - اجماع :

له دې نه زيات د يو عمل د سنت کېدو لپاره نور څه دليل کېدای شي؟  يو کار درې کرته پيغمبر وکړ ، صحابه کرامو مسلسل ترسره کولو، يو راشد خليفه پرې خلک را غونډ کړل، جماعت يې جاري کړ، چا پرې اعتراض ونه کړ بلکې له هغه نه وروسته دوه نورو راشدینو خلفاوو[ حضرت عثمان غني او علي مرتضیٰ ] دا کار جاري وساته  يو صحابي يا تابعي پرې د نارضايتۍ اظهار ونه کړ بلکې دا عمل يې تائيدولو  او  ترسره کولو ، اوس چې دا عملي اجماع نه  شوه نو عملي اجماع څنګه وي؟


۱۵-  د اجماع حجت کېدل:

د صحابه کرامو اجماع په اتفاق د علماوو حجت او دليل ده. ځينې علماء د اجماع منکرين کافر ګڼي او ځينې يې ضال او مضل او ګمراهان بلي، اجماع د امت د پوهانو او د شريعت د ماهرينو اتفاق ته وايي، اجماع د مؤمنو  پوهانو  اتفاقي کړنلاره وي.

قرآن کښې الله فرمايي:

وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ ٱلْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِۦ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا.
ژباړه:  ٫٫څوک چې د رسول لار پرېږدي وروسته له هغې چې د هدايت  لار  ورته څرګنده شوې وي او  د مومنانو له لارې پرته په بله لاره، روانېږي  مو ږ به يې په همغه لاره روان کړو چې کومې ته اوښتی دی، او جهنم کې به يې داخل کړو، چې هغه د داخلېدو ناکاره ځای دی،،.

دا آيت پر موږ  دوه شيان لازم ګرزوي، يو د رسول اتباع او مخالفت يې پرېښودل، دوهم د مومنانو لاره تعقیبول،  او له المومنين نه مراد کامل مؤمنان دي ، فاسقان، فاجران  مسلمانان  ترې مراد نه دي. له صحابه او تابعينو ځنې کامل مؤمنان به بل څوک وي ، هغو چې په يو شي عملا متفق شي ، بس همغه شی حق دی  د هغوی اتفاق د حق د پيژندلو معيار دی، دهغو د شخصي اراؤ سره د دليل د قوت  په آساس اختلاف کېدای شي خو د هغو له اتفاق نه وروسته د اختلاف ګنجایش نشته دی او اختلاف ورسره کول ضلالت دی.

۱۶- د حافظ ابن کثير رايه:

ابن کثير المتوفی ۷۷۴ ھ  په دې ايت ليکلي:

ولكن قد تكون المخالفة لنص الشارع ، وقد تكون لما أجمعت عليه الأمة المحمدية ، فيما علم اتفاقهم عليه تحقيقا ، فإنه قد ضمنت لهم العصمة في اجتماعهم من الخطأ ، تشريفا لهم وتعظيما لنبيهم صلى الله عليه وسلم. وقد وردت في ذلك أحاديث صحيحة كثيرة، قد ذكرنا منها طرفا صالحا في كتاب " أحاديث الأصول،، ومن العلماء من ادعى تواتر معناها.
دلته يې په دې ايت  د اجماع په حجيت استدلال کړی، او ويلي يې دي په دې اړه ډېر احاديث هم راغلي دي، يوه برخه ئې ما په  احاديث الاصول کتاب کې ذکر کړيدي او ځينو علماوو دغه احاديثو ته معنوي متواتر ويلي دي،. ( معنا دا شوه چې د اجماع حجيت په اړه د احادیثو روايات  متواتر معنوي دي)

نو تراويح هم په تواتر عملي  سره  ثابتي دي او هم پرې د صحابه کرامو او د امت عملي  اجماع شتون لري.  


3 _ د تراويح حقيقت: دريمه برخه

۱۷-  د راشدينو خلفاؤ سنت:

د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له سنتو سره موږ د راشدینو خلفاوو د سنتو په پیروۍ هم مکلف يو، حديث کښې راغلي دي:

فعليكم بِسُنَّتِي وسُنَّةِ الخلفاءِ الراشدينَ المهديينَ، عَضُّوا عليها بالنَّواجذِ، وإيَّاكم ومُحدثاتِ الأمورِ، فإنَّ كُلَّ بِدعةٍ ضَلالةٌ».
«رواه أبو داود والترمذي، وقال: «حديثٌ حسَنٌ صَحِيح».

ژباړه:  نو تاسو زما او زما  د راشدینو خلفاوو سنت کلک کړئ، په نواجذو غاښونو يې کلک ونيسئ، او ځانونه له نوي پيدا شوو کارونو[ بدعاتو] نه لرې وساتئ .
له دې حدیث نه په صراحت معلومېږي چې د راشدینو خلفاوو په کارونو د بدعت اطلاق نه کېږي، بلکې  رسول الله صلی الله عليه وسلم د خلفاؤ په تجديد او إحیاء هم  د سنت اطلاق کړیدی.

۱۸- د تراويح فضيلت:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.
رواه البخاري (37)، ومسلم (759)

ژباړه: له ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي عليه السلام فرمايلي دي: کوم چا چې  د رمضان قیام، د ايمان په رڼاکښې او د ثواب د شعور سره ترسره کړ،  د ده مخکني ګناهونه به الله وبخښي.

د رمضان له قيام نه هدف د تراويح لمونځ دی، چې نبي پاک په خپله هم درې شپې په جماعت تر سره کړې او د عدم مواظبت [ د نه تدوام]  دليل يې هم بیان کړ چې د فرضيت ويره وه.
د قيام رمضان هدف له تهجدو نه هم پوره کېږي، خو  تهجدو باندې عموما د قيام الليل اطلاق کېږي.

بله داچې که تراويح د رمضان قيام نه وي بيا پيغمبر پاک صلی الله علیه وسلم ولې درې شپې په جماعت کولې؟ او عمر رضی الله عنه ولې دجماعت په بڼه  جاري کولې؟ صحابه کرامو او تابعينو ولې مسلسل دا عمل په رمضان کې تعقيبولو؟
  له دې تعاملاتو ځنې  معلوميږي چې تراويح هم د قيام رمضان يو مسنون شکل دی، که تهجد ورسره هم ترسره شي، نو «نور علیٰ نورِِ» ګرځي.

همدا راز ابوهريرة رضي الله عنه فرمايي:

- قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يرغب في قيام رمضان من غير أن يأمرهم بعزيمة،
ثم يقول: من قام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه. (رواه الجماعة)

ژباړه: او هريرة رضي الله عنه وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم به د رمضان د قيام په اړه  ترغيب ورکوه بې له دېنه چې جدي حکم وکړي  او ويل به يې څوک چې د ايمان له امله او د ثواب په نيت د رمضان قيام وکړي مخکني ګناهونه به يې الله وبخښي.

- د عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه نه روايت دی:
قال: إن النبي صلى الله عليه وسلم قال: "إن الله عز وجل فرض صيام رمضان، وسننت قيامه فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه"

إلا أن في إسناده النضر بن شيبان الحداني- بضم المهملة وتشديد الدال- قال الحافظ:" لين الحديث.

ژباړه: الله د رمضان روژې فرض کړي دي، ما يې قيام سنت ګرزولی دی، الخ....... دا روايت د مفهوم او محتوا  له لحاظه صحيح دی فقط يو راوي ته په کښې لين الحديث ويل شوي دا کومه شدیده جرح نه ده.
د همدې ترغيباتو له امله د رسول اکرم ﷺ  له جماعت سره کولو نه وړاندې هم خلکو په مسجد  کښې چا ځان ته يواځې او ځينو د وړو جماعتونو په بڼه ترسره کولې، د پيغمبر علیه السلام له جماعت نه وړاندې هم خلکو شوق سره کولې او نبي پاک خپل صحابه ليدل او نه يې منع کول.

۱۹-  دحضرت عمر نه وروسته:

دکتور ضياء الرحمن اعظمي، يو اهل حديث عالم وايي:

ولذلك لما أمِن عمر بن الخطاب رضي الله عنه من افتراض صلاة التراويح أمر بإقامتها في المسجد جماعة، واستمر هذا العمل منذ ذلك الحين إلى يومنا هذا فصارت صلاة التراويح في شهر رمضان من شعائر الإسلام، إلا أن من ترك التراويح جماعة في المسجد، وأقامها في البيت لا يذم ولا يلام.؟

(  کتاب صلوةالتراويح - محمد ضياء الرحمن الاعظمي)  

ژباړه:. کله چې عمر رض د فرضيت له وېرې نه مطمئن شو، په مسجد کې يې  له جماعت سره د تراويحو د ترسره کولو حکم وکړ، له همغه وخت نه تر ننه رمضان کښې د تراويحو مونځ د اسلام له شعائرو نه وګرځېده ، خو که بيا هم څوک يې کور کښې کوي ملامتول يې نه دي په کار. انتهیٰ.

-  فقهاوو هم د دې جواز خلکو ته ورکړی،  خو په دې شرط چې د ده په عدم حضور د تراويحو جماعت کې کمی نه رازي او په ده په  کور کښې سستي هم نه غالبېږي، بلكې تراويح په کور کښې ترسره کوي او د سستۍ له امله يې نه پرېږدي.
مثلآ د منطقې يا د مسجد مشهور عالم او مشر ته نه دي درست چې کور کې یې ترسره کړي، ځکه چې بيا خلکو کښې سستي رامنځ ته کېږي ، همدا راز که څوک وايي کور کښې کوم بيا د‌کسالت له امله ترې هلته هم پاتې کېږي ، دغه رنګ خلک يې بايد له جماعت سره تر سره کړي، دې کې هم دوی ته او هم امت ته خير شته دی.

 4 - د تراويح حقيقت: څلورمه برخه :



۲۰- د تراويح رکعتونه:

له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د صحيح، او صريح  روايت په آساس  دا ثابت نه دي  چې  رسول الله صلی الله  عليه وسلم هغه درې شپې په مسجد کې  څو رکعته تراويح ترسره کړيدي.

د حضرت عايشې د حديت (چې نبي پاک به په رمضان او غير رمضان کې يولس رکعته کول) په اړه د شل رکعتونو حاميان  وايي:

  دا حديث د صلوةالليل  په اړه راغلی دی، د تراويح  نوم په کښې په صراحت سره  نه دی راغلی.

فرض کړه  که د عايشې رضي الله عنها له حديث نه تراويح مراد شي، د شل رکعتونو د حاميانو له اړخه پرې يو څو سوالونه  وار دېږي.

د حديث الفاظ داسې دي:

« ماکان يزيد في رمضان ولا في غيره علی احدی عشرة رکعة»

۲۱- لومړۍ پوښتنه دا ده:

چې له رمضان نه پرته خو تراويح نه وي ،  نو د دې څه معنا شوه چې غیر له رمضان ځنې به  يې هم يولس رکعته کول ؟

  د دې ځواب د اته رکعتو د مخالفينو له خوا دا ورکول  شوی،  چې دلته هدف غالبا د تهجد لمونځ دی چې هغه د شپې اخري برخه کې تر سره کېږي،  له  رمضان سره تړلی نه دی، رمضان او غير رمضان دواړو کښې، ترسره  کېدای شي.
او هغه عموما اته رکعته کېږي [ اګر چې له دې زيات کول ممنوع نه دي]  ورسره يې  درې وتر يوځای حساب کړي، نو مجموعه يولس شول، ځينو رواياتو کښې ديارلس رکعته هم راغلي ، لس تهجد درې وتر چې  مجموعا ديارلس رکعته ترې جوړېږي.

۲۲- دوهمه پوښتنه :
دې روايت کې راغلي چې نبي عليه السلام به  په ښايسته توګه څلور رکعته  وکړل، بیا به يې په ډېره ښه توګه څلور رکعته وکړل [ لاتسئل عن حسنهن]
  سوال دا دی چې تراويح خو عموما دوه، دوه رکعته کېږي، له دې امله د اتو رکعتونو مخالفین وايي چې دا د تهجدو بیان کېدای شي، نه د تراويحو.
ځکه چې  عموما معمول دا دی چې  ټولو مسلکونو والا تراويحو کښې  دوه، دوه رکعته نيت تړي.
تر دې چې کوم مسلک والا چې له دغه حديث نه د اته رکعتو لپاره استدلال کوي، هغو هم تراويح دوه رکعتي کوي.
  يعنې په حديث په بشپړه توګه عمل د هغو په نزد هم معمول نه دی، فقط د اتو رکعتونو  تعداد يې ترې اخيستی. د بې ځايه استدلال دغه حال وي.

۲۳- دريمه پوښتنه :

دې روايت کښې د وترو تعداد درې رکعته ښول شوی دی، نو کوم حضرات چې د اته رکعته تراويحو لپاره په دغه روايت استدلال کوي هغوی عموما وتر يو رکعت کوي [اګر چې دریو ته هم ناروا نه وايي] ، معنا داچې ټول حديث د وترو د تعداد په شمول زموږ دهغه ورونو په نزد  هم  معمول بِهِ نه دی.

۲۴- څلورمه پوښتنه : 

شل رکعتونو والا وايي:
دې روايت  کښې د تراويح لفظ د سره راغلی نه دی، له حديث ځنې د تراويح مراد اخيستل په اجتهادي توګه ترسره کېږي.

۲۵- پنځمه پوښتنه:
دا چې د دې توجيه [ چې مراد په دې حديث کې تهجد دي]  ثبوت دا دی چې بخاري شريف کې له حصرت عمر نه دا هم نقل شويدي  دي چې:

«والتي  ینامون عنها افضل من التي يقومون یريد اخرالليل و کان الناس يقومون اوله»

ژباړه: هغه لمونځ چې دوی ترې وده کېږي( تهجد)  له دغه لمونځ ( تراويح)  نه غوره دی،  چې دوی  يې ترسره کوي. معنا دا چې دواړه جلا لمونځونه ګنل کېدل، عمر رضي الله عنها تهجدو ته ممکن د وخت د فضیلت له مخې په فضيليت قائل و.والله اعلم.


۲۶- شپږمه پوښتنه :
داچې تهجد په اتفاق د اکثرو  علماوو د شپې روستۍ برخه کښې عموما ترسره کېږي او تراويح د شپې لومړۍ برخه کښې ترسره کېږي.
له دې دا معلوميږي چې د عايشې رضي الله عنها په روايت کې مراد تهجد دي نه تراويح.

۲۷- د عمر رضي الله وينا:

«والتي  ینامون عنها افضل من التي يقومون یريد اخرالليل و کان الناس يقومون اوله»

  نه هم په څرګنده معلومېږي چې روژه کې دوه لمونځونه متعارف ول، تهجد د شپې اخره برخه کې او تراويح د شپې په لمړۍ برخه کې ، لکه عمر رضي الله عنه خو په خپله په جماعت سره تراويح جاري کړې خو د شپې وروستۍ برخه کې تهجد يا قيام الليل ته په بهتر والي قائل و. والله اعلم بالصواب.»

د عمر رض له همدې قول نه د اته رکعتونو حامیان هم د اته رکعتونو لپاره  استدلال کوي.

تهجد به نبي عليه السلام عموما  اته رکعته  کول درې وتر مجموعا يولس جوړېدل،  يو روايت کې ديارلس هم راغلي چې لس په کې تهجد دي دا درې  نور  وتر دي مجموعه يې ديارلس کېږي.

کوم خلک چې د کال په اوږدو کې  تهجد کونکي وي، عموما  وتر له ماسختن  له لمانځه سره نه تر سره کوي،  بلکې له  تهجدو وروسته يې ترسره کوي دا د رسول پاک لارښونه هم ده.

«  اجْعَلُوا آخِرَ صَلَاتِكُمْ بِاللَّيْلِ وِتْرًا »« رواه البخاري  ومسلم.»
ژباړه: د شپې لمونځونو کښې مو آخرین لمونځ وتر وګرځوئ.

۲۸- د رمضان د قيام  ځانګړتيا:

امام  بخاري رحمه الله د تهجد په نوم جلا عنوان قائم کړی او کتاب صلوةالتراويح په نوم يې جلا کتاب قائم کړی، له دې نه هم دا معلومېږي چې تراويح جلا لمونځ دی او تهجد جلا؛ که په تراويحو د صلاةاللیل اطلاق وشي حرج نشته ځکه چې دا هم  شپه کې ترسره کېږي دواړو ته قيام الليل ويلی شو او د قيام الليل فضيلت په دواړو حاصلېږي، د تراويح لپاره د قيام رمضان اصطلاح هم استعمال شوېده، اصطلاح کې حرج نشته دی.
علمي او اتفاقي خبره دا ده چې تهجد جلا لمونځ دی،  هغه ټول کال چلېږي او رمضان کې هم ، او تراويح فقط په رمضان کې کول کېږي، تهجد د شپې اخره برخه کې کېږي او تراويح لومړۍ برخه کښې، تهجد عموما جلا [بې له جماعت نه]  ترسره کېږي او تراويح عموما په جماعت سره ترسره کېږي ، محدثينو او فقهاوو د قيام رمضان او تراويح  په نوم جلا جلا بابونه قائم کړي، حتیٰ چې اميرالمحدثين امام بخاري هم د تراويح په نوم جلا عنوان قائم کړی او دتهجدو په نوم جلا.
ټوله اسلامي نړۍ کښې بې له کومې استثناء عموما د رمضان له پيل نه ترپايه وتر تراويحو پسې  متصل وروسته په جماعت سره ترسره کوي.  بيا که  څوک تهجد کوي، دوهم کرته د وترو کولو حاجت او اجازه ورته نشته حديث کښې راغلي يوه شپه کې دوه کرته وتر نشته. 


5 - د تراويح حقيقت: پنځمه برخه:

۲۹-  تراويح څو رکعته دي؟
مخکې دا خبره توضيح شوه چې جمهور فقهاء، محدثينو او ټول امت تراويح شل رکعته ګڼي. که چا د شپږ دیرشو قول کړی لکه امام مالک، هغه نن فقط يوه فقهي رايه پاتې شوې ده، د عمل په ډګر کښې په دې رأیه عمل کولو والا شتون نه لري،  ممکن څه وخت پرې ځينو ځايونو [ لکه  مدينه منوره] کې عمل هم شوی وي، خو عموما  په ټول أمت کښې شل رکعته تراويح ترسره کېږي.

۳۰- د شپږ دیرشو لامل:
مشرانو  [ صحابه او تابعينو] به يو له بل نه  په نيکيو کښې د سبقت [ مخکې کېدو] کوښښ کولو، مکه مکرمه کښې به څلور ترويحاتو کښې خلکو طواف کولو، مدينه کې دا فکر پيدا شو چې د مکې خلک له موږ نه ثواب ګټلو کښې وړاندې شول، دوی بیا داسې وکړل، شپاړلس رکعته يې پرې زيات کړل، د شلو په ځای شپږدېرش کولې.
  هغه داسې چې په څلورو ترويحو  کښې يې د څلور، څلور رکعتونو ترتيب جوړ کړ، تر څو د مکې مکرمې د خلکو سره یې څه نا څه انډول برابر شي.

چاچې کتلي چې ټول ترويحات پنځه دي هغوی شل نورې زياتې کړې يو څلويښت رکعته يې پيل کړل تر څو د‌مکې مکرمې خلکو سره ځان برابر کړي، خو دا شيان  بس روايات پاتې شول عملا امت په شلو رکعتونو متحد شوی دی.

۳۱- د ځينو تشدد:
  نن سبا ځينې دوستان په اته رکعتو  ډېرې سختۍ سره تاکيد کوي، دا وروڼه ځان معروف مذاهبو ( حنفي،مالکي،شافعي، حنبلي او ظاهري، )  ته نه منسوبوي، په ټولو فقهي مسائلو کښې د آزاد تحقيق او څېړنې مدعيان دي، نو د دغه حضراتو د فهم په اساس فیسبوک هم ګرم چلېږي، ځکه چې زموږ ملت ۱۴۰۰ کاله وروسته دا خبره پوره شد او مد سره اوري، چې تراويح اته رکعته دي.
[اګر چې کتابونو کښې ځينو محدثينو او محققينو ته د دې قول نسبت شتون لري« والحق يُقال»
خو يواځې زموږ د افغانستان خلک نه بلکې د امت يوه لويه برخه له اته رکعتونو سره آشنا نه ده.

زه اکثر اشنا اهل حدیثو دوستانو ته وايم چې ګذاره به تاسو کوئ، ځکه ستاسو خبره نوې ده او بله دا چې د شلو رکعتونو ترديد بلکل مه کوئ دا يو قسم د ټول  امت د خطاکار ګڼلو مترادف کړنه ګنل کېږي،  او د جنجال د زياتولو باعث هم ګرځي.

۳۲- د شل رکعتونو عمومي دلائل:

شل رکعت والا سره هم قوي  دلائل شتون لري: لومړی:  د امت متوارث او متواتر عمل په شلو دی.
دوهم:  د خلفاء راشدینو تعامل شل رکعته دی.
دريم: د څلورو امامانو، تعامل او مذهب شي رکعته دي.
څلورم: دا چې په امت کښې هر اسلامي مذهب چې  تراويح مني نو شل يې مني:
لکه د ظاهري مذهب منونکي او تفضيلي [ زیدیه] شيعه ګان هم شل مني.
پنځم: د سائب بن يزيد رضي الله عنه روايت د عمر رضي الله عنه د عصر د تعامل په اړه، چې علماوو یې سند هم درست او صحيح ګنلی.
شپږم: د بې شمېره تابعينو او تبع تابعينو روايات او فتواوې.دا ټول دليلونه د شل رکعته تراويح والا په شا پسې ولاړ دي.

۳۳- د تعداد په اړه روايتي بحث :

په صحیح او  صريحو احاديثو کې له پيغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم نه د تراويح تعداد ثابت نه دی، نه شل او نه اته. دا خبره سیوطي رحمه الله  هم لیکلې.
د اتو رکعتونو والا د بخاري شريف په روايت کښې د تراويحو نوم نشته دی، ځکه چا چې دا روايت په خپل کتاب کښې درج کړی دی، هغه[ امام بخاري رحمه الله]  کتاب صلوة التراويح په نوم جلا عنوان هم
يعنې دواړه يې يو شی نه دي ګڼلي.
خو د ځينو محدثينو کرامو اجتهاد دې لاري ته تللی چې صلوة الليل، کله د‌تراويحو بڼه نيسي او کله د‌تهجدو بڼه نيسي، نو هغوی وايي  تراويح هم اته رکعته دي، خو شلو ته چا هم بدعت نه دي ويلي بس نن سبا يې د فيس بوک ځينې مفتي صاحبان وايي.

يو حدیث د ابن عباس رضي الله عنها نه روايت دی چې پيغمبر پاک شل رکعته تراويح کړي دي، خو محدثينو دغه روايت ضعيف ګڼلی دی، اګر چې د حضرت عمر کړنه، د صحابه کرامو رضا مندي ، د امت تعامل، د امت د شپږو غټو، مذاهبو د فقهاوو اتفاق، د دغه حديث تائيد کوي او ضعف يې ختموي، خو بيا هم د‌ محدثينو جرح پرې په خپل ځای شته ده.
«والله أعلم.»

- يوه مسئله چې احاديثو کښې صراحت سره نه ده راغلې په طبعي توګه به د صحابه کرامو کړنلارې ته
رجوع کوو، د صحابه کرامو کړنې ځنې انفرادي وي لکه د يو صحابي شخصي فتوا يا رأيه، د دې خپل حيثيت دی او ځينې کړنې يې اجتماعي يا اتفاقي وي لکه شل رکعته تراويح او د جمعې دوهم اذان نو له دېنه تخلف ډېر ګران کار او ضلالت دی، ځکه چې دا په دومره لوی صالح او عادل جماعت باندې د بې اعتمادي معنا ورکوي.

- د صحابه کرامو دوهم قسم کړنه يا فتوا هغه ده چې د ټولو پرې اتفاق شوی وي، لکه د جُمعې دوهم اذان او داسې نور، اهل سنت والجماعت د دې پيروي ضرور ګني ،  د خلفاوو راشدینو تعامل هم موږ د اتباع قابل ګڼو. او أهلسنت بلې خوا ته ترې نه ځي ، بس همدغه خپل لاره ګني.

- د حضرت عمر په اړه ډېر روايات شته چې د شل تراويحو امر يې کړی دی يا يې تجويز کړيدي يا يې جاري کړيدي، يا داسې و وايه چې د صحابه کرامو سره په مشوره يې مقرر کړيدي.

سنن کبری د امام  بيهقي،  موطا امام مالک،  مصنف بن ابي شیبة،  الاحاديث المختارة، مصنف عبدالرزاق، اثارالسنن او نورو کتابونو  کې دا روايت نقل شوي دي.

  له سائب بن يزيد،  « صحابي» -   یزیدبن رومان   «متوفیٰ ۱۲۰ ھ»  -  يحيی  بن سعيد القطان ،«م۱۹۸ ھ»-   ابوالعالية - «  متوفی  ۹۳ ھ »   امام اعمش  « م، ۱۴۸»  حسن بصري  « م ۱۱۰ھ»   او 

عبدالعزيز بن رفيع  «م، «۱۳۰»  - ابو عبدالرحمن السلمي  « م، ۷۴»   -  ابي بن کعب رضي الله عنه صحابي

عطاء بن ابي رباح   «م  ۱۱۴» -   سويد بن غفله   «م، ۸۰»،   ابن ابي مليکة   « م ۱۱۷» رحمهم الله او نورو  
تابعينو نه صحيح روايات شتون لري چې حضرت عمر په شل رکعتو تراويحو خلک جمع کړي ول او ځينې
روايات د حضرت علي په اړه هم همداسې راغلي دي.

  دا ټول داسې خلک دي چې صحابه کرام يې ليدلي ول، د‌حضرت عمر د عصر په اړه ورسره پوره معلومات ول او په خپلو سترګو يې هم کتلې چې تراويح شل رکعته  له پخوا نه را روانې دي.
لنډ مثال يې د سائب بن يزيد حديث دی دا محترم د کم عمره صحابه کرامو له جملی څخه دی، نبي عليه السلام سره یې حج هم کړی دی،  د حضرت عمر وخت يې ښه په ياد دی، دی وايي: د حضرت عمر وخت کې به شل رکعته تراويح کېدلې، د ده، دا روايت امام بيهقي ، امام عبدالرزاق الصنعاني  او نورو محدثينو نقل کړی دی.
[ شپږمه برخه کښې د رکعتونو په اړه د روایاتو بحث روان دی]. 

6 - د تراويح حقيت: شپږمه برخه:


۳۴- دشلو رکعتونو په اړه روايات:
دې برخه کښې د بیهقي شريف، مصنف عبدالرزاق، مصنف ابن ابي شيبه او موطا امام مالک رحمهم الله نه د شلو رکعتونو تراويحو  په تائيد کښې د صحابه کرامو او تابعينو  ځينې روايات نقلوم، چې د حضرت عمر رضي الله عنه په وخت کښې تراويح  شل رکعته کېدلې.

1- د سائب بن يزيد رضي الله عنه [ صحابي] نه روايت دی،   دا روايت امام بیهقي رحمه الله او مصنف عبدالرزاق دواړو نقل کړیدی.

د عبدالرزاق روايت داسې دی:

٧٧٣٠ - عَنْ دَاوُدَ بْنِ قَيْسٍ، وَغَيْرِهِ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ يُوسُفَ، عَنِ السَّائِبِ بْنِ يَزِيدَ، " أَنَّ عُمَرَ: جَمَعَ النَّاسَ فِي رَمَضَانَ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ، وَعَلَى تَمِيمٍ الدَّارِيِّ عَلَى إِحْدَى وَعِشْرِينَ رَكْعَةُ يَقْرَءُونَ بِالْمِئِينَ وَيَنْصَرِفُونَ عِنْدَ فُرُوعِ الْفَجْرِ".

2_   دعبدالرزاق بل روايت  داسې دی:

٧٧٣٣ - عَنِ الْأَسْلَمِيِّ، عَنِ الْحَارِثِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ، عَنِ السَّائِبِ بْنِ يَزِيدَ قَالَ: «كُنَّا نَنْصَرِفُ مِنَ الْقِيَامِ عَلَى عَهْدِ عُمَرَ، وَقَدْ دَنَا فُرُوعُ الْفَجْرِ، وَكَانَ الْقِيَامُ عَلَى عَهْدِ عُمَرَ ثَلَاثَةً وَعِشْرِينَ رَكْعَةً»
  (ج: 4 ص:261 كتاب الصيام  باب قيام رمضان، مصنف عبدالرزاق.)

دا دواړه روايتونه له سائب بن يزيد رضي الله عنه نه جلا ، جلا راويانو نقل کړي، لومړنی ترېنه محمدبن يوسف  او دوهمنی ترېنه عبدالرحمن روايت  کړی دی.
   
3- دبيهقي شريف روايت:
4617_ عَنْ یَزِیدَ بْنِ خُصَیْفَۃَ عَنِ السَّائِبِ بْنِ یَزِیدَ قَالَ : کَانُوا یَقُومُونَ عَلَی عَہْدِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِیَ اللَّہُ عَنْہُ فِی شَہْرِ رَمَضَانَ بِعِشْرِینَ رَکْعَۃً قَالَ وَکَانُوا یَقْرَئُونَ بِالْمِئِینِ ، وَکَانُوا یَتَوَکَّئُونَ عَلَی عُصِیِّہِمْ فِی عَہْدِ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رَضِیَ اللَّہُ عَنْہُ مِنْ شِدَّۃِ الْقِیَامِ۔ [صحیح]

دا بیهقي له سائب بن يزيد رضي الله عنه نه  روايت کړی دی، خو دا د يزيد بن خُصيفة روايت دی. له سائب بن يزيد  نه.(بیهقي: کتاب الصلوة.)

دا روايت کښې هم يو صحابي موږ ته کيسه کوي چې د‌عمر رضي الله عنه په وخت کښې شل رکعته تراويح کېدلې، دې رواياتو ته محدثين صحيح وايي.

۳۵- دوهم قسم روايات:

دا د معتبرو تابعينو روايات دي چې د ځينو له ځينو صحابه کرامو سره  ملاقاتونه شوي دي.

4-- يزيدبن رومان رحمه الله، «المتوفی:120ھ»:

(۴۶۱۸) أَخْبَرَنَا أَبُو أَحْمَدَ الْعَدْلُ أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ الْمُزَکِّی حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاہِیمَ حَدَّثَنَا ابْنُ بُکَیْرٍ حَدَّثَنَا مَالِکٌ عَنْ یَزِیدَ بْنِ رُومَانَ

قَالَ : کَانَ النَّاسُ یَقُومُونَ فِی زَمَانِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِیَ اللَّہُ عَنْہُ فِی رَمَضَانَ بِثَلاَثٍ وَعِشْرِینَ رَکْعَۃً۔
[ سنن کبریٰ للبیهقی: کتاب الصلوة].

5-- ۲۳-- عَنْ يَزِيدَ بْنِ رُومَانَ أَنَّهُ قَالَ کَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ فِي زَمَانِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فِي رَمَضَانَ بِثَلَاثٍ وَ عِشْرِينَ رَکْعَةً.

[ موطا امام مالک: کتاب الصلوة ]

6-- ۷۶۸۲ يحيی بن سعيد القطان رحمه الله  «المتوفی 198 ھ»:- حَدَّثَنَا وَكِيعٌ، عَنْ مَالِكِ بْنِ أَنَسٍ، عَنْ يَحْيَى بْنِ سَعِيدٍ، «أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ أَمَرَ رَجُلًا يُصَلِّي بِهِمْ عِشْرِينَ رَكْعَةً»
[مصنف ابن ابي شيبه]
  كتاب صلاة التطوع والإمامة باب كم يصلي في رمضان من ركعة.

   7-- د عبدالعزيز بن رفيع المتوفی:«130» روايت:
 
«٧٦٨٤»- حَدَّثَنَا حُمَيْدُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ حَسَنٍ، عَنْ عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ رُفَيْعٍ قَالَ: «كَانَ أُبَيُّ بْنُ كَعْبٍ يُصَلِّي بِالنَّاسِ فِي رَمَضَانَ بِالْمَدِينَةِ عِشْرِينَ رَكْعَةً، وَيُوتِرُ بِثَلَاثٍ»

[ مصنف ابن ابي شيبه: كتاب صلاة التطوع والإمامة باب  كم يصلي في رمضان من ركعة].

8--٧٧٤٩ - عَنِ الثَّوْرِيِّ، عَنْ إِسْمَاعِيلَ بْنِ عَبْدِ الْمَلِكِ قَالَ: «كَانَ سَعِيدُ بْنُ جُبَيْرٍ يَؤُمُّنَا فِي شَهْرِ رَمَضَانَ، فَكَانَ يَقْرَأُ بِالْقَرَاءَتَيْنِ جَمِيعًا، يَقْرَأُ لَيْلَةً بِقِرَاءَةِ ابْنِ مَسْعُودٍ فَكَانَ يُصَلِّي خَمْسَ تَرْوِيحَاتٍ، فَإِذَا كَانَ الْعَشْرُ الْأَوَاخِرُ صَلَّى سِتَّ تَرْوِيحَاتٍ.(مصنف عبدالرزاق).

"سعيد بن جبير رحمه الله به رمضان کې زموږ امامت کاوه ........او پنځه ترويحات به یې کول، [ چې شل رکعته ترې جوړېدل] چې کله به وروستۍ لسیزه پيل شوه بيا به يې شپږ ترويحات کول چې څلورويشت رکعته جوړېدل.

9-- ٧٦٨٠ - حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرٍ قَالَ: ثنا وَكِيعٌ، عَنْ سُفْيَانَ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ قَيْسٍ، عَنْ شُتَيْرِ بْنِ شَكَلٍ: «أَنَّهُ كَانَ يُصَلِّي فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَالْوِتْرَ» [ابن ابي شيبه]

شتير بن شکل رحمه الله به رمضان کښې شل رکعته کول.

۳۶: په رواياتو د سعودي عالم محمد الصالح المنجد تبصره:

و بمجموع   هذه الروايات يتبين أن العشرين ركعة كانت هي السنة الغالبة على التراويح في زمن عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، ومثل صلاة التراويح أمر مشهور يتناقله الجيل وعامة الناس ، ورواية يزيد بن رومان ويحيى القطان يعتبر بهما وإن كانا لم يدركا عمر ، فإنهما ولا شك تلقياه عن مجموع الناس الذين أدركوهم، و ذلك أمر لا يحتاج إلى رجل يسنده ، فإن المدينة كلها تسنده.

ژباړه: له دې ټولو رواياتو نه څرګندېږي چې شل رکعته تراويح د حضرت عمر په وخت کښې غالب سنت ول او د تراويحو غوندې مشهور کار نسلونه او عام  خلک یې نقلوي،  د يزيد بن رومان او يحيی القطان  روايات  معتبر ګنلی  کېږي،  اګر چې دوی حضرت عمر نه و ليدلی ، خو دې دواړو  دا خبره له ډېرو هغه   خلکو ځنې اخيستې ده چې هغو د عمر رضي الله عنه  زمانه موندلې  وه  او دا داسې کار دی[ تراويح] چې دېته يې حاجت نشته چې يو سړی يې سند سره بیان کړي، ځکه چې ټوله مدينه منوره یې سند دی.
[محمدبن الصالح المنجد]
دبې شميره تابعينو او تبع تابعينو نه نقل شوي دي، چې تراويح د عمر رضي الله عنه په عصر کښې شل رکعته  وې.
دې رواياتو کښې د سند له لحاظه صحيح هم شته او منقطع هم شتون لري، په خپلو کې دا روايات يو بل تقويه کوي په دې سره  دا ځينې روايات  د ضعف له حد نه وځي او صحيح روايتونه خو هم شتون لري.

۳۷- د ابن عبدالبر تبصره:

و قال ابن عبد البر في "الاستذكار" :
" وروي عشرون ركعة عن علي ، و شتير بن شكل ، وابن أبي مليكة ، والحارث الهمداني ، وأبي البختري ، وهو قول جمهور العلماء ، وبه قال الكوفيون والشافعي وأكثر الفقهاء ، وهو الصحيح عن أبي بن كعب ، من غير خلاف من الصحابة ، وقال عطاء : أدركت الناس وهم يصلون ثلاثا وعشرين ركعة بالوتر " انتهى.
"الاستذكار" ( ۶۹- ۲)
ژباړه:
علامه ابن عبدالبر رحمه الله  ويلي: 
شل رکعته،  له  علي کرم الله وجهه،   شتیربن شکل ، ابن ابي مليکة ،  حارث همداني او   ابوالبختري،  نه روايت شوي دي.
  او دا دجمهورو علماؤ  قول  دی، کوفيانو ، امام شافعي او اکثرو فقهاؤ همدا ويلي او دا په صحيح روايت د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم  له صحابي آُبي بن کعب رضي الله عنه نه، د صحابه کرامو له اختلاف نه پرته روايت شوي دي.
عطاء رحمه الله ويلي: ما خلک [ صحابه او تابعين ]   په دې موندلي چې د وترو سره درویشت رکعتونه به یې  کول.[ عطاء رحمه الله  تابعي دی]. [ الاستذکار، د ابن عبدالبر رحمه الله ]

۳۸- د امام ترمذي تبصره:

  ٫٫اکثر علماء د عمر او علي رضي الله عنهما د‌کړنې او تعامل په  اساس شل رکعتونو ته ترجيح ورکوي،
او ځينې له وترو سره يو څلويښت رکعته وايي، دا د مدينې د خلکو وينا ده، او هغوی پرې عمل کوي،
اکثر اهل علم د عمر او علي رضي الله عنهما او د نورو صحابه کرامو د روايت يا عمل له امله په  شل رکعتو ټينګار کوي، او دا د د سفیان ثوري، عبدالله بن المبارک ،امام شافعي قول دی.
او امام شافعي وايي: همدغه راز ما خپل وطن مکه مکرمه کې ليدل چې خلکو به شل رکعته کول، امام احمد وايي: تراويح په مختلف قسمه باندې راغلي او د رواياتو ترمنځ يې قضاوت نه دی کړی، خو تعامل يې په شلو رکعتونو دی، اسحق بن راهويه رحمه الله وايي موږ يو څلويښت غوره کوو د‌هغه روايت په اساس چې له ابي بن کعب نه روايت شوی دی،،. ٫٫ترمذي شريف،،

د څلورو امامانو نه پرته د سفيان ثوري، عبدالله بن مبارک. او اسحاق بن راهويه قول هم ذکر شوی دی چې د اتو له عدد نه پورته خبره کوي، دا درې واړه مجتهدين او محدثين دي.

۳۹- د ستر محدث ابوبکر ابن أبي شيبة تبصره:
(١) قال أبو حنيفة والشافعي وأحمد: يصلي عشرين ركعة، وقال مالك: يصلي ستًا وثلاثين، وقال بعض المحدثين: يصلي ثماني ركعات.

ژباړه: امام ابو حنيفة، شافعي او احمد وايي، شل رکعته تراويح  به ترسره کېږي، امام مالک وايي: شپږ ديرش به کولی شي او ځينو محدثينو ويلي: اته رکعته به ترسره کول کېږي.
[المصنف لإبن ابي شيبه ،کتاب الصلوة]

[اومه برخه کښې د دې بحث نور اړخونه هم توضيح شوي، د اته رکعتونو دلائل هم ذکر کېږي]


7 - د تراويح حقيقت اوومه برخه:


۴۰-  يوه مهمه پوښتنه:
داټول امت يا د امت غالب اکثريت په دې شلو رکعتونو چا متحد کړل ؟ حتیٰ چې زيديه شيعه ګان او ظاهري مسلک والا هم شل رکعته مني. داخلک کوم پاچا متحد کړل؟  که کوم ډېر زورور ملا او عالم  پر  يو کړل؟دا څه چل وشو چې امت په شل رکعتونو متحد شول؟

۴۱- معتبر مذاهب: 
يو معتبر مذهب هم له شل رکعتونو څخه کښته خبره نه کوي، بلکې له شلو رکعتونو ځنې د زياتو اقوال لا شتون لري، د دې پوښتنې ځواب باندې بايد فکر وشي.
موږ د صحابه کرامو له وخت نه مسائلو کې اختلاف ګورو لا تر اوسه چا ختم نکړای شو، نه حاکم او نه
  کوم عالم او نه کوم امام ؛ چې د دې تراويحو په رکعتونو دا څلور واړه مذاهب او  دا ټول امت چا متفق کړ؟ حتما څه دلائل داسې شته دي چې دومره لويو علماوو، فقهاوو او محدثينو ورته غاړه ایښې ده.

زما په خيال د درې  خلفاؤ د تګ لارې اتباع او د امت متواتر عمل دا امت په شل رکعتونو متفق کړی دی.
ځکه امت کښې په عامه توګه د خلفاء راشدینو د کړنلارې د اتباع حس ډېر زیات دی او هيڅ مسلمان عالم دا ګومان کله هم نه دی کړی چې درې واړه خلفاء به د پيغمبر علیه السلام د سنتو خلاف متحد شي.
او د خلفاء راشدینو د‌کړنلارې د پيروي امر حضرت پيغمبر پاک هم کړی دی.

همدا راز دا زموږ  معروف څلور واړه امامان نه بدعتيان ول، نه جاهلان ول، نه  په ناحقه  خبره متفق کېدل، بلکې څلور واړه د سنتو متبعين نيکان او صالحين ول.

حضرت عمر وخت کښې عايشه رضي الله عنها ژوندۍ وه،  کله چې عمر رضي الله عنه شل رکعته جاري کولې، د عايشې بي بي له خوا نه په شلو رکعتونو کوم انتقاد نقل شوی، نه کوم اعتراض.
- يوې خواته دا  شکايات اورو چې په مسائلو کښې ولې اختلافات موجود دي؟ او دا علماء ولې نه متحد  کېږي؟
بلې خواته دا پروسه روانه ده  چې  اتفاقي موارد په لوی لاس د  اختلافي کولو کوښښ کوو،

۴۲-  د ثواب له اړخه:

روژه د عبادت مياشت ده او تراويح نفلي [ له فرضو نه زائد] عبادت دی، څومره چې کولی شو بايد وئې کړو، دا شل رکعته په مياشت کښې  تقريبا 600 رکعته کېږي چې څوک د دې اهتمام وکړي، غټه ګټه به وکړي.
چې يو مسلمان يې پنځوس [50]  کاله  ترسره کړي، ديرش زره  [ 30000] رکعته کېږي، که يو په لس یې حساب کړو، درې سوه زره [ 300000]  رکعته کېږي، بله دا هم د پام وړ ده چې  رمضان کې نفل په فرضو حسابیږي، نو د عوامو زړونو کښې د اشتباهاتو پيدا کولو په وسیله  ولې له دومره لوی اجر ځنې خلک محروم کړو، د بدعت د عاجلانه مهر لګولو په سبب خلک د خير د کارونو نه محرومول، درست‌ کار نه دی.

۴۳- اته رکعته:
چې څوک اته رکعته کوي اختيار لري او څه دلائل هم شته،  د‌حضرت عمر رضي الله په اړه هم دا روايت شته چې خلک یې په يولس رکعتونو ټول کړي ول، خو شلو ته بدعت ويل او په اتو رکعتو ډېر زور ورکول،  د مناظرو بازار ګرمول د دين خدمت نه بلکې رسوائي ده، جنجال جوړول د علماوو  کار نه دی، علماء بايد امت د وحدت لور ته سوق کړي.

۴۴- بې دينه کړۍ:

بې دينه کړۍ دا اعتراض کوي چې اسلام کښې په څوارلس سوه کلونو کښې لا تر اوسه د تراويحو مسئله نه ده حل شوې نو ستر انساني قضايا  لکه فقر، د انسان حقوق، د نړيوال عدل تأمين د اووه ميليارده انسانانو د صحت ، تعليم او امنيت مسئله به څنګه حل کړي؟
بيا له دې نه استدلال کېږي چې مذهب بايد له حکومت نه جلا اوسي او مذهب او سیاست جلا شيان دي.
فروعي مسئلو کښې د‌ تش په نامه علماوو دا جامد اختلاف چې د اختلاف أداب هم په کښې نه رعايت کېږي، د دې باعث ګرځي چې خلک له دين نه بېزاره شي، مذهب له سیاست نه جلا وګڼي او د ضلالت کندو ته پرېوځي.

۴۵- د اته رکعتو تراويحو دلائل:
لومړی دليل همغه د عايشې رضي الله عنها مشهور حديث دی چې نبي عليه السلام به صلوةالليل رمضان او غیر رمضان کښې  يولس رکعته کول، "بخاري شريف"

دوهم: د‌حضرت عمر رضي الله په اړه هم داسې روايات شته چې خلک یې په يولس رکعته تراويحو را غونډ کړي ول.

عَنْ السَّائِبِ بْنِ يَزِيدَ أَنَّهُ قَالَ أَمَرَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ أُبَيَّ بْنَ کَعْبٍ وَتَمِيمًا الدَّارِيَّ أَنْ يَقُومَا لِلنَّاسِ بِإِحْدَی عَشْرَةَ رَکْعَةً قَالَ وَقَدْ کَانَ الْقَارِئُ يَقْرَأُ بِالْمِئِينَ حَتَّی کُنَّا نَعْتَمِدُ عَلَی الْعِصِيِّ مِنْ طُولِ الْقِيَامِ وَمَا کُنَّا نَنْصَرِفُ إِلَّا فِي فُرُوعِ الْفَجْرِ.

(مؤطا مالک،حدیث شمیره: ۲۳۰.ګتاب الصلوة.)

ژباړه: له سائب بن يزيد نه روايت دی چې حضرت عمر ابي بن کعب او تميم داري ته امر کړی وو چې يولس رکعته تراويح د په جماعت تر سره کوي.
د سائب بن يزيد نه بیهقي او عبدالرزاق شل رکعته هم روايت کړي، او امام مالک ترې يولس رکعته روايت کړي دي.


عَنْ دَاوُدَ بْنِ الْحُصَيْنِ أَنَّهُ سَمِعَ الْأَعْرَجَ يَقُولُ مَا أَدْرَکْتُ النَّاسَ إِلَّا وَهُمْ يَلْعَنُونَ الْکَفَرَةَ فِي رَمَضَانَ قَالَ وَکَانَ الْقَارِئُ يَقْرَأُ سُورَةَ الْبَقَرَةِ فِي ثَمَانِ رَکَعَاتٍ فَإِذَا قَامَ بِهَا فِي اثْنَتَيْ عَشْرَةَ رَکْعَةً رَأَی النَّاسُ أَنَّهُ قَدْ خَفَّفَ.

خلاصه :
دا له اعرج رحمه الله نه روايت دی چې  قاري به سورة بقرة په اته رکعتونو کښې لوستله چې کله به يې دولس رکعتونو کې ولوستله خلکو به دا ګنله چې نن يې آساني وکړه.
(موطا مالک کتاب الصلاة باب: ما جاء فی قیام رمضان.حديث شميره ۲۳۲)

بیهقي دا روايت کړی:

(۴۶۱۶) أَخْبَرَنَا أَبُو أَحْمَدَ الْمِہْرَجَانِیُّ أَخْبَرَنَا أَبُو بَکْرِ بْنُ جَعْفَرٍ الْمُزَکِّی حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاہِیمَ الْعَبْدِیُّ حَدَّثَنَا ابْنُ بُکَیْرٍ حَدَّثَنَا مَالِکٌ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ یُوسُفَ ابْنِ أُخْتِ السَّائِبِ عَنِ السَّائِبِ بْنِ یَزِیدَ أَنَّہُ قَالَ : أَمَرَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِیَ اللَّہُ عَنْہُ أُبَیَّ بْنَ کَعْبٍ وَتَمِیمًا الدَّارِیَّ أَنْ یَقُومَا لِلنَّاسِ بِإِحْدَی عَشْرَۃَ رَکْعَۃً ، وَکَانَ الْقَارِئُ یَقْرَأُ بِالْمِئِینَ ، حَتَّی کَنَّا نَعْتَمِدُ عَلَی الْعِصِیِّ مِنْ طُولِ الْقِیَامِ ، وَمَا کَنَّا نَنْصَرِفُ إِلاَّ فِی فُرُوعِ الْفَجْرِ۔ هکَذَا فِی هذِہِ الرِّوَایَة. [صحیح ۔ مالک ۲۵۳]

له سائب بن يزيد نه چې حضرت عمرر  ابي بن کعب او تميم داري ته امر کړی وو چې  خلکو  ته  يولس رکعته يولس رکعته په جماعت ترسره کړي. او له همدې سائب رضي الله عنه نه د شل رکعتونو روايت هم بیهقي کړی دی.


۴۶- خلاصه:
خلاصه دا شوه چې له عمر رضي الله عنه نه د شل رکعتونو په اړه صحيح  روايات راغلي او د يوولس رکعتونو په اړه هم. خو زميني حقیقت دا دی چې د صحابه کرامو او تابعينو له وخت نه تراويح د مدينې، مکې او ټول امت په مساجدو کښې شل ترسره کېدې  ممکن د رواياتو تطبیق داسې وکړو چې لومړی پيل به له اتو رکعتونو نه شوی وي او إنتهاء په شلو راغلې ده، ځکه همدا مشهوره او په عمومي توګه عملي شوه.
اوس اختلاف پيدا کول نه درست دي نه مناسب او نه د امت په ګټه بلکې د امت د وحدت لپاره سخت خطرناک تمامېږي. 

8 - د تراويح حقيقت: اتمه برخه:


۴۷- د رواياتو جمع او تطبيق:

ځينو محدثينو دا روايات داسې جمع کړي چې لومړی حضرت عمر په يوولس رکعتونو خلک جمع کړل،
[د حضرت عايشې د حدیث مطابق]  بيا خلکو ته اوږده اوږده رکعتونه کول ګران شول، ځکه په جماعت کښې ضعيف خلک او ښځې هم شتون لري، بیا عمر رضي الله عنه و ويل: چې د رکعتونو تعداد ډېر کړئ چې ختم په اسانه ترسره شي، نو ځينې روايات د يولسو  د لومړۍ مرحلې سره تړاو لري او ځينې د شلو رکعتونو  د  دوهم پړاو سره ارتباط لري.

يا داچې کله يې رکعتونه اوږده ترسره کول،  تعداد يې ورته کم کړيدی او کله يې چې رکعتونه مختصر. ترسره کړي تعداد یې ورته ډېر کړی دی.

علامه ناصرالدین الباني رحمه الله له يولسو نه زيات رکعتونو ته بدعت ويلي خو خپله د سعودي علماوو پرې نيوکه کړې ده او ويلي يې دي:  چې دغه رنګ وينا له ده نه وړاندې چا نه ده کړې او الباني په دې قول کښې سلف نه لري [ اګر چې ځان سلفي بولي]

۴۸- د ابن تيمييه وينا:
دريمه طریقه د رواياتو د‌جمع کولو داده چې امام ابن تيمه او ځينو نورو فقهاوو کړېده:
قال ابن تيمية:
قيام رمضان لم يؤقت النبي فيه عدداً معيناً بل كان هو لا يزيد في رمضان ولا غيره على ثلاث عشرة ركعة، لكن كان يطيل الركعات فلما جمعهم عمر على أبي بن كعب كان يصلي بهم عشرين ركعة ثم يوتر بثلاث
وكان يخفف القراءة بقدر ما زاد على الركعات لأن ذلك أخف على المأمومين من تطويل الركعة الواحدة.
ثم كان طائفة من السلف يقومون بأربعين ركعة ويوترون بثلاث وآخرون قاموا بست وثلاثين وأوتروا بثلاث وهذا كله سائغ فكيفما قام في رمضان من هذه الوجوه فقد أحسن، والأفضل يختلف باختلاف أحوال المصلين.....
ومن ظن أن قيام رمضان فيه عدد مؤقت عن النبي صلى الله عليه وسلم لا يزاد فيه ولا ينقص منه فقد أخطأ... انتهى مجموع الفتاوى. 


ژباړه: د رمضان قيام کښې نبي عليه السلام د رکعتونو ځانګړی تعداد نه دی مقرر کړی، بلکې په رمضان او غير رمضان کښې يې له ديارلس رکعته نه ډېر نه ترسره کول، خو رکعتونه به يې اوږدول،  کله چې عمر رضي الله عنه د ابي بن کعب په امامت خلک جمع کړل، نو ابي بن کعب رضي الله عنه به شل رکعته ترسره کولې، بیا به يې درې رکعته وتر کول، ده به د رکعتونو د ډېر والي په تناسب قراءة لږ ويلې ، ځکه چې دا ترتيب مقتديانو ته له دېنه آسانه وو چې يو رکعت ډېر اوږد‌ کړای شي،
بیا په سلفو کښې څه خلک داسې هم ول چې څلويښت رکعتونو به يې کول او ورسره درې وتر او ځينې داسې ول  چې شپږ دیرش رکعته به يې کولې او درې وتر .
او دا ټولې طريقې روا دي په دې طریقو کښې چې په هره طريقه څوک ودريد نو ښه يې وکړل.

  او افضليت د‌مونځ ګذارانو له احوالو سره تړلی [ کله به د هغو حالت ته په کتو يو حالت بهتر وي او کله بل]  او که څوک دا ګومان کوي چې د رمضان قيام کښې نبي عليه السلام کوم  داسې ځانګړی تعداد مقرر کړی چې زياتی کمی په کښې نه شي کېدای دا [ ګومان کونکی] په خطا  روان دی.

تبصرة:

امام ابن تيمييه ستر محدث و، که د شلو رکعتونو په ثبوت کښې څه مشکل شتون لرلی، هغه به ضرور وضاحت کړی و، خو موږ ګورو چې امام ابن تيمييه د حضرت عمر نه د شلو رکعتونو تراويحو قیام ثابت مني،

۴۹- کمال بن الهمام، الباجي، العدوي او ابن حبيب وينا:


قَال الْبَاجِيُّ: يُحْتَمَل أَنْ يَكُونَ عُمَرُ أَمَرَهُمْ بِإِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً، وَأَمَرَهُمْ مَعَ ذَلِكَ بِطُول الْقِرَاءَةِ، يَقْرَأُ الْقَارِئُ بِالْمِئِينَ فِي الرَّكْعَةِ؛ لأَِنَّ التَّطْوِيل فِي الْقِرَاءَةِ أَفْضَل الصَّلاَةِ، فَلَمَّا ضَعُفَ النَّاسُ عَنْ ذَلِكَ أَمَرَهُمْ بِثَلاَثٍ وَعِشْرِينَ رَكْعَةً عَلَى وَجْهِ التَّخْفِيفِ عَنْهُمْ مِنْ طُول الْقِيَامِ، وَ اسْتَدْرَكَ بَعْضُ الْفَضِيلَةِ بِزِيَادَةِ الرَّكَعَاتِ.
وَقَال الْعَدَوِيُّ: الإِْحْدَى عَشْرَةَ كَانَتْ مَبْدَأَ الأَْمْرِ، ثُمَّ انْتَقَل إِلَى الْعِشْرِينَ. وَقَال ابْنُ حَبِيبٍ: رَجَعَ عُمَرُ إِلَى ثَلاَثٍ وَعِشْرِينَ رَكْعَةً.
وَخَالَفَ الْكَمَال بْنُ الْهُمَامِ مَشَايِخَ الْحَنَفِيَّةِ الْقَائِلِينَ بِأَنَّ الْعِشْرِينَ سُنَّةٌ فِي التَّرَاوِيحِ فَقَال: قِيَامُ رَمَضَانَ سُنَّةٌ إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً بِالْوِتْرِ فِي جَمَاعَةٍ، فَعَلَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ تَرَكَهُ لِعُذْرٍ، أَفَادَ أَنَّهُ لَوْلاَ خَشْيَةَ فَرْضِهِ عَلَيْهِمْ لَوَاظَبَ بِهِمْ، وَلاَ شَكَّ فِي تَحَقُّقِ الأَْمْنِ مِنْ ذَلِكَ بِوَفَاتِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَكُونُ سُنَّةً، وَكَوْنُهَا عِشْرِينَ سُنَّةُ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ، وَقَوْلُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: عَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ.

۵۰ - الباجي أبو الوليد سليمان بن خلف بن سعد بن أيوب التجيبي (م، 474 هـ)  مالکي فقيهٌ، محدّثٌ ، قاضٍي  او شاعر دی وايي:

دا احتمال شته چې عمر رضي الله عنه لومړي سر کښې د يولس رکعتونو أمر کړی وي، خو کله چې عام  خلک اوږدو قرأ تونو  ته نشو درېدلی نو بيا يې ورته د آسانتيا په خاطر د شلو رکعتونو د کولو امر کړی وي.

۵۱ - ابوالحسن علي بن احمد العدوي رحمه الله، "المتوفیٰ 1189ھ"  وايئ: پيل کښې تراويح  همدا يوولس رکعته وې ، بيا صحابه شلو ته راغلل.

۵۲- ابن حبيب عبد الملك بن حبيب مالکي، المتوفّیٰ" 238ھ" وايي: عمر رضي الله عنه اخر کښې درویشت رکعتونو ته رجوع کړې وه.

۵۳ - کمال بن الهمام المتوفی "861ھ"حنفي عالم دی خو له جمهورو  حنفي  علماوو سره يې په دې کښې  اختلاف کړی کوم چې وايي: شل رکعته تراويح  سنت دي.

ابن الهمام رحمه الله وايي :
چې د رمضان قيام د وترو سره يوولس رکعته په جماعت سره ترسره کول  سنت دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترسره کړيدي، بيا يې د عذر له امله پرېښي دي، که عذر نه وي نو رسول الله عليه السلام به
پرې مواظبت کړی وی او د رسول اکرم ﷺ په وفات سره هغه عذر ختم شو ، نو دغه  يوولس رکعته سنت شوې او شل رکعته د خلفاء راشدینو سنت دي او نبي ﷺ فرمايلي دي:  تاسو زما او زما راشدینو خلفاوو سنت ټينګ کړئ.

ده تقريبا همغه خبره کړېده فرق دا دی  چې ابن الهمام  د رسول الله سنت په تراويحو کښې يولس ګني او شل رکعته د خلفاوو سنت ګني، عملي خبره همدا جوړېږي چې تراويح  شل رکعته بايد ترسره شي.


۵۴ - تعداد مهم نه دی؟
ځينې وايي: تراويحو کښې د رکعتونو تعداد مهم نه دی،  که مهم وی درستو ، صريحو  او ثابتو رواياتو کښې به يې حتماٙٙ یادونه شوې وه، لکه د فرض لمونځ رکعتونه د رمصان روژه او نور. دوی وائي:
د دې مفکورې تائيد ضمنآٓ له يو حديث نه هم کېږي  چې پيغمبر پاک صلی الله علیه وسلم فرمائي :
عبد الله بن عمر -رضي الله عنهما نه روايت دی، وائي:

أن النبي ﷺ قال: صلاة الليل مثن مثنى، فإذا خفت الصبح، فأوتر بواحدة[1]، متفق عليه.

٫٫ د شپې لمونځ دوه، دوه رکعته دی، کله چې د سهار کېدو نه وېرېږې يو رکعت وتر ورسره يو ځاي کړه،،.

دغه حديث کښې د صلاةالليل د رکعتونو تعداد نه دی تعيين شوی، وايي چې دوه ، دوه رکعته کوه، چې کله له سبا کېدو نه وېرېږې يو رکعت ورسره يو ځای کوه چې مونځ وتر وګرځي، له دې حديث نه معلومېږي چې د صلاةاللیل د رکعتونو تعداد مهم نه دی، کول يې په ښه توکه سنت دي.

۵۵- د شريعت مزاج:
د شريعت مزاج عموما همدا دی چې له فرضو ښکته شيانو کښې خلکو ته د انتخاب اختيار پرېږدي، لکه نفلي روژې، نفلي حجونه، نفلي عمرې، نفلي صدقات، نفلي   لمونځونه، حتی وتر،

عمومي رواياتو کښې دې شيانو ته حتمي تعداد نه دی تعيين شوی، تعداد که مقرر شوی دی، نو  فرائضو کښې مقرر شوی دی،  لکه پنځه وخته لمونځونه، د هغو د رکعتونو شمېره، وختونه، اودس کښې د وینځل کيدونکو اعضاؤ تعداد،  د رمضان د روژو تعداد، د زکات مسائل، او داسې نور.

تراويح خو په اتفاق د‌علماوو فرض نه دي او نه واجب دي،[ الا عندالطحاوي]  نو د رکعتونو تعداد کښې جنجال نه دی لازم، نوافلو کښې وسعت دی، ضيق په کښې نشته دی.

۵۶ - د أمت وحدت:
د تراويحو له رکعتونو نه د امت وحدت ډېر مهم دی، إمام حسن البناء رحمه الله  ته  د يو مسجد خلکو و ويل: چې زموږ مسجد کښې د  تراويحو د رکعتونو په اړه شديد اختلاف دی، چې موږ اوس څنګه وکړو؟
هغه ورته ويلي ول د امت وحدت د تراويحو د رکعتونو له تعداد نه ډېر مهم دی.

۵۷ - زما مشوره:
دې مسئله کښې د اته رکعتونو والا بايد د امت عمومي تعامل ته را وګرځي، اګر چې  کتاب کښې به د شلو  دليل هم موجود وي، او شلو والا د کوښښ وکړي چې په درسته توګه يې ترسره کړي.
په داسې مسائلو کښې علمي بحث کول ممنوع نه دي خو فروعي مسائل د امت د افتراق باعث ګرځول ګناه ده.

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَأُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105)

٫٫د هغه خلکو په رنګ مه کېږئ چې د څرګندو دلائلو د راتلو نه وروسته  ډله، ډله شول  او اختلافات يې وکړل، دغه رنګ خلکو ته ستر عذاب دی،،.

د فروعو په تشريح او د نصوصو په تعبير او تفسير کښې علمي اختلاف شريعت نه دی منع کړی، کوم شی چې منع شویدی، هغې ته تفرقه وايي، يعنې ډله بازي، جوماتونه جلا کول، مونځونه جلا کول، لکه نن سبا پنجاب او خيبر کښې د ديوبنديانو ، بريلويانو او اهل حدیثو مساجد جلا، کړي دي.

  ويل کېږي د آل سعود د حکومت نه وړاندې حرم کښې څلور جٓماعتونه کېدل د هر مذهب والا به ځان له جماعت ترسره كولو،»

همدا راز فروعو کښې د اختلاف له امله یو بل ته ګمراه ويل، يا يوه وړه مسئله ډېره مهمه ګنل او هغه د ضلالت او هدايت معيار جوړول، يوې مسئلې ته دومره اهميت ورکول چې شريعت ورته دومره اهميت نه دی ورکړی، يا يوې مسئلې ته چې شريعت ډېر اهميت ورکړی د هغې اهميت کمول بيا همدا د ضلالت او هدايت معيار ګرځول او يا د جماعت سازۍ ذريعه يې جوړول، دا تفرقه ده او دېته تفرق مذموم وايي.

پاکستان کښې د اهل حدیثو، ديوبنديانو، بيا ديوبنديانو  کښې د حياتيانو او مماتيانو جلا جلا مساجد شتون لري، همدا راز د صوفيانو [ بريلويانو] جلا مساجد وي، د حزب الله او جماعة المسلمين جلا مساجد وي، موږ ته هم دا تفرقه له  پاکستان نه داخل شوه.
دې فرقو او ډلو  د علماوو وقار او احترام کم کړ،  هره فرقه خپل ملا عالم ګڼي نورو علماوو ته په سپکه ګوري، دې ډلو دفتوا دبدبه هم وګواښله، حيثيت يې ورته مجروح کړ،  چې آينده کښې به نور څومره مشکلات پيدا کړي. و إلی الله المشتکیٰ.

(کال ۲۰۲۳ ميلادي، ۵ مياشت،۲۱ تاريخ ، يکشنبه ۵ بجې او ۵۶ دقيقي، ترکيه، يلووا، چپلي کوئي).

ورته مطالب
+