لمونځ

04-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د ثناء حکم


یو ورور پوښتنه کړې: چی د ثناء «سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ» په نه ویلو سره سجده سهوه لازميږي او که نه؟  


ځواب: 

گرانه! ثناء ویل لمانځه کې سنت دي، د سنتو په ترک سجده سهوه نه لازميږي خو دا کار قصدا ترسره کول درست نه دي یو نوع إسائت او ملامتي ده. 

مشهوره حنفي فتاویٰ بدائع الصنائع کې وايي: «واما سائر الأذكار من الثناء والتعوذ وتكبيرات الركوع و السجود و تسبيحاتهما فلا سهو فيها عند عامة العلماء.» 


له اعتکاف نه د وتلو وخت 


ځواب: 

داختر په شپه د ماښام نه وروسته، يعنې کله چی د اختر سپوږمۍ ولیدل شي، د روژې د اخرنۍ ورځې ماښام پورې باید اعتکاف کې پاته شي، ماښام نه وروسته نور د ده سنت اعتکاف پوره شو، خو که کوم کس د اختر شپه اعتکاف کې تېره کړي او د سپیدو وروسته یا د سهار له لمانځه وروسته کورته راشي ډېر اجر لري، ابراهيم نخعي -رحمه الله- د دې عمل نسبت صحابه کرامو ته کړی دی. 


(وإن اعتكف رمضان أو العشر الأخير منه استحب أن يبيت ليلة العيد في معتكفه) ليحيي ليلة العيد (ويخرج منه إلى المصلى) نص عليه قال إبراهيم : كانوا يحبون لمن اعتكف العشر الأواخر من رمضان أن يبيت ليلة الفطر في المسجد ثم يغدو إلى المصلى من المسجد ويكون في ثياب إعتكافه ليصل طاعة بطاعة.) والله اعلم. 

 (کشاف القناع عن متن الاقناع - القرطبي) [ ص: 355 ] 


د قدر شپې د نښو اړوند


په صحيح احاديثو کې لاندې شيان نقل شوي دي: 

۱- ابي ابن کعب -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې د قدر په سبا چې لمر راخيژي نو شعاع يې نه وي يعنې کمزورې وي. 

۲- يو بل حديث کې راځي چې اصحاب کرامو -رضي الله عنهم- د قدر شپه په خوب کې ليدلې وه چې د رمضان په اخري ۷ شپو کې وي، نبي -صلی الله علیه وسلم- يې خوب هم تائيد کړ او امر يې وکړ چې دغه شپه د رمضان په وروستيو شپو کې ولټوئ. 

۳- علماوو ويلي دي چې پدې شپه به رڼا ډېره وي، باد او هوا به په قراره چليږي او زړونه پکې مطمئن وي. 

دا ځينې کيسې چې خلک يې کوي، هغه د خلکو شخصي تجربې او کیسي دي، قطعي او شرعي امور نه دي چې یقين پرې وشي. 



 په مئين(نري) جاکټ کې لمونځ 


یو ورور پوښتنه کوي چی په مئين (نري) بنین کې لمونځ کېږي او که نه؟ 


ځواب: 

گرانه! لمانځه کې د عورت پټول فرض دي، د سړي عورت له نامه نه تر زنگون پورې دی چی دومره ساحه پټه وي لمونځ درست دی، خو غوره دا ده چې لمانځه کې ښه نه ښه لباس واغوستل شي، قرآن کې الله تعالی فرمایي: {يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ} [الأعراف: 31] د لمانځه لباس یې د زینت په لفظ سره تعبیر کړی چی په دې دلالت کوي چی لمانځه کې باید ښه نه ښه او پوره لباس استعمال شي . 


د مطلق جواز خبره ستا مخ ته راغله او د فضیلت خبره هم، نو معلومه شوه چی بنین کی لمونځ درست دی خو بهتر نه دی دا د جمهورو فقهاوو رأیه ده. شیخ الباني -رحمه الله- د یو حدیث په استناد ویلي دي: چی د نامه نه بره برخه بدن پټول واجب دي که لباس وي باید ضرور واغوستل شي، که نه وي بیا جلا مسأله ده. 


د لمونځ کوونکي مخکې تېرېدل


یو ورور پوښتنه کړې ده چې د لمونځ کوونکي مخکې تېرېدل څنګه دي؟ 


ځواب: 

وروره دا کار ګناه ده، باید د لمونځ کوونکي مخکې له تېریدو نه ډډه وشي، خو که د لمونځ کوونکي د ودرېدو له مقام نه درې متره فاصله کې لرې تېر شي پروا نه کوي، که له دېنه هم لرې وي لا ښه ده.


ورته مطالب
+