04-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
أمن او اقتصاد
1. امن او اقتصاد:
امن د الله جل جلاله ستر نعمت دی ،قران کریم کښې الله ج په قریشو د انعاماتو په سلسله
کې دوه شیان په بارزه توګه ذکر کړیدی
۱- له ولږې نه بچ کول او ساتل. ۲ - امن. دقران بې شمیره سورتونو کښې د دې دواړه نعمتونو ذکر شویدی
چې مشهور یی د سورة قریش دا جملې دي: (الذی اطعمهم من جوع و آمنهم من خوف) له دې معلومه شوه چې اقتصاد او امن د ژوند له مهمو مسلو ځنې دي.
2. د ابراهیم علیه السلام دعاء:
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ
قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ.(البقرة: ۱۶۲)
ژباړه : او کله چې ابراهيم و ویل: ربه! دا ښار امن ناک وګرځوه او د دې ښار هغو مومنو وګړو ته له هر رنګ میوو څخه رزق ورکړه چې پر الله او اخرت ایمان لري.
الله ورته وفرمایل :چاچې کفر وکړ نو هغه ته به هم د دنیا د استفادې دا لږ غوندې وسایل ورکړم ،خو
بیا به یې د اورعذاب ته را کش کړم او دا د ورتلو ناکاره ځای دی.(۱۲۶).
3. د اسلامي حکومت اساسي فریضه:
الذین ان مکناهم فی الارض اقاموا الصلوة و اتوا الزکوة وامروا بالمعروف ونهوا عن المنکر.( الحج:)
ژباړه: مومنان هغه خلک دي چې کله موږ دوی ته زمکه کښې حکومت ورکړو، نو دوی د لمانځه نظام قائموي د زکات فریضه تر اجراء لاندې نیسي، د نیکیو امر کوي، له ګناهونو او منکراتو څخه منع کوي.
د اسلامي حکومت په اساسي فرایضو کښې د امن قیام او د اقتصاد رغول الله ج شامل کړيدي، کله چې یو اسلامي نظام قائمیږي الله ج فرمایي چې دا پورتني شیان به عملي کوي. له ډې آيت نه په
ښکاره بریښي چې د زکات مسأله د بې وزله خلکو د اقتصاد د پیاوړي کولو سره ارتباط لري، او د امن
قيام د نهې عن المنکر یوه برخه ده .
4. داسلامي تحریک نتیجه:
داسلامي تحریک او نظام په نتیجه کښې د امن قیام او د اقتصاد ښه والی ته الله جل جلاله داسې اشاره کړې ده.
وَاذْكُرُوا إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكرون.
ژباړه: یادکړئ هغه وخت چې کله تاسو د زمکې پرسر لږ اوکمزوري واست، ویریدۍ چې خلک به مو
اختطاف کړي ، نو بیا الله ج ځای درکړ او پرخپله مرسته یې قوت مند کړۍاو له پاکیزه شیانو ځنې یې رزق درکړ.
دلته صحابه کرامو ته اطمینان ورکول کیږي تاسو اینده د بې امنۍ اوفقر نه مه ویریږئ، ستاسو دا تحریک له ابتداء نه تر اوسه که و څېړۍ قدم په قدم د امن او ښه اقتصاد په لور روان دی، راتلونکي پړاوونه به یې هم د پخواني په څیر د امن او ښه مالي او اقتصادي حالت په لور روان وي.
5. د نعمت ناشکري:
امن او اقتصاد د خدای د ناشکري او د نعمت د کُفران په نتيجه کښې له منځه ځي، انسان باي په هر حالت کښې د الله د نعمتونو شاکر وي.
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ.
ژباړه: اوالله ﷻ د یوه داسې کلي مثال بیانوي چې هغه کلی په امن او اطمینان کښې ژوند تیراوه، او دې کلي ته به یې رزق له هرې خوانه ښه پریمانه را روان وه، بیا دې کلي د الله د نعمتونو ناشکري وکړه ،نو الله ﷻ دوی ته د دوی د عملونو له امله د ولږې او ډار لباس واغوسته.
له دې ایت نه لاندې مطالب څرګندیږي:
لومړی: امن، اطمینان او ښه اقتصاد د الله ﷻ د نعمتونو له جملې څخه ښه نعمتونه دي. دوهم: دا
نعمت الله ﷻ خپلو هغو مؤمنو بندګانو ته ورپه برخه کوي چې شکرګزار وي، دریم: کله چې څوک د
الله ﷻ د دې نعمتونو(امن، اطمینان اوښه اقتصادي حالت ) ناشکري وکړي، الله ترې دا نعمتونه بېرته
اخلي او د امن ، اطمینان او ښه اقتصادي حالت پرځای پرې بې امني ، پریشاني او فقر مسلط کوي.
له دې امله که موږ ښه ژوند یعنې د دنیا او اخرت خوشحالي ،ارامي او اطمینان غواړو بايد خپل اجتماعي، سیاسي، اقتصادي ، قوانین له اسلام سره موافق ترتیب کړو، ترڅو ژوند مو ښايسته ، آرام، سوکاله او د دنیا او اخرت کامیابي مو په نصیب شي.
6. د امن لپاره صلح:
د امن قیام شرعا مطلوب او مقصود دی، له دې امله الله ﷻ قران شریف کښې فرمایلي: (ان جنحوا للسلم فاجنح لها و توکل علی الله انه هو السمیع العلیم . وان یریدوا ان یخدعوک فان حسبک الله هوالذی ایدک بنصره و بالمؤمنین).
ژباړه: که دوی صلحې ته تمایل ښکاره کړي، ته هم ورته تمایل وکړه او پر الله ﷻ تو کل وکړه، بیشکه هغه اوریدونکی او علم والا دی. که دوی تاسره د دوکې اراده لري، نو بشکه تاته الله کفايت کوي، الله ﷻ هغه ذات دی چې ته یې پخپله مرسته او دمؤمنانو په ذریعه قوي کړې.
دا ایت د صلحې، امن او روغې جوړې اهمیت ته اشاره کوي، امن او صلح دومره مهمه ګڼي چې جانب مقابل د دوکې د ارادې او نيت سره نبي ﷺ ته ویل کېږي چې ته به له صلحې نه نه په شا کېږي ځکه ډیر کرته انسان له دې امله صلح کولو کېښ پس و پیش کوي چې د مقابل لوري په نیت شک کوي، دلته مسلمان ته د مقابل لوري لخوا د دوکې په صورت کې په الله ﷻد توکل درس او سبق ورکول
شوی دی.
7. امن سره د رسول الله مینه:
د مهربان نبي ﷺ عادت وو چې به یې د مياشتې په پيل کښې سپوږمۍ وليده نو دا دعا به کوله: (اللَّهُمَّ أَهِلَّهُ علَيْنَا بِالأَمْنِ والإِيمَانِ ، وَالسَّلامَةِ والإِسْلامِ ) (رواه الترمذي).
ژباړه: ای الله ﷻ ته دا میاشت پرموږ له امن، ایمان، سلامتی او اسلام سره را بره کړې.
له دې څخه دوه خبرې را څرګنديږي:
١ - يعنې امن او سلامتي ته اړتيا ده خو چې له اسلام او ايمان سره وي.
٢ - اسلام هغه امن چې ايمان ورسره ملګری نه وي ناسم ګڼي ځکه چې د دغسې امن په پايله کښې د انسان اخرت برباديږي.
دا سمه ده چې له ايمان پرته امن سره به دلته څو ورځې سلامتي وي خو خبره د اخرت هم شته ده، ځکه چې له ايمان پرته انسان ته د اخرت لویه نا ارامي، نا امني او تکليف رسيږي، اسلام انسان ته د دايمي او تلپاتې امن او سلامتي په لور لارښوونه کوي او همدا اسلام يې بيا د دنيا او اخرت د سلامتيا تضمين هم ورکوي.
دا هم يو منل شوی حقيقت دی چې تل پاتې امن او سلامتي له اسلامي نظام پرته په بل نظام کښې نشي موندل کيدای، اسلام له امن سره مينه لري او داسې امن او سلامتي قائموي چې پر دې دنيا سربېره تر اخرته پورې اوږديږی.
اسلام هغه امن چې د کفري نظام په نتيجه کښې قائم شوې وي او د همغه نظام تر سيوري لاندې پاتې وي هغه چې د انسان ايمان، عقيده، اخلاق، حريت او خپلواکي له تهديد سره مخ کوي، اصلاً امن نه بلکه فتنه بولي (والفتنة اشد من القتل)، او خپلو پيروانو ته د داسې حالت (فتنې) د تغير او بدلون حکم کوي، تر څو فتنه لمنځه ولاړه شي او حقيقي امن قائم شي، تر هغه پورې چې انسان په ارآمه او ازاده فضاء کښې د الله ﷻ عبادت ترسره او د هغه ﷻ حکمونه عملي کړي.
8. د اسلام او اسلامی حرکت سپکاوی:
هغه روغه چې د اسلام او اسلامي حرکت په سپکوالي تمانېږي، اسلام دغه رنګ روغه جوړه نه
خو ښوي. الله جل جلاله فرمایي: (فَلا تَهِنوا وَتَدعوا إِلَى السَّلمِ وَأَنتُمُ الأَعلَونَ وَاللَّهُ مَعَكُم وَلَن يَتِرَكُم أَعمالَكُم). (سورة محمد))
ژباړه : مه سست کيږئ، د سولې غوښتنې مه کوئ، الله له تاسو سره دی او کله به هم ستاسې هڅې ضايع نکړي.
په دې آیت شریف کښې امر شوی دی چې تاسې د سولې دعوت مه ورکوئ او سورة انفال ۶۱ آیت کې بیا ويل شوي دي: که کافران سولې ته ميلان وښيي نو تاسې هم ورته تیار شئ.
پورته وويل شول چې مه کمزوري کيږئ او سولې ته دعوت مه ورکوئ، نو د دواړو آیتونو تر منځ ظاهراً يو څه تعارض ښکاري.
د محمد سورة آیت له انفال څخه وړاندې نازل شوې دی، ددغه آیت د نزول په وخت کې چې د هجرت لومړی کال بلل شوی دی، اسلامي حرکت نسبتاً کمزورې و، که دغسې د کمزورتيا په حالت کښې دوی دښمنانو ته د سولې غوښتنې او دعوتونه ليږل نو دښمن به پرې ښه زړور شوی وای چې بیا به سوله هم د دښمن په ګټه او د مسلمانانو په زیان تمامېده.
له همدې څخه څرګنديږي چې هره هغه سوله چې د دښمن په ګټه او د مسلمانانو په زيان وي منع شوې ده، مسلمان بايد له داسې سولې نه ځان وساتي.
د سورة انفال آیت بیا د هجرت په دويم کال د بدر له غزا وروسته نازل شوی دی او په واضحه توګه په دې کښې ذکر شوي دي چې که چېرې کافران سولې ته ميلان کوي نو تاسې هم ورته اماده شئ. دغه وخت کښې د مسلمانانو پوزيشن ښه وو، که سوله کېده د دوی په ګټه به وه يولږ تر لږه د مسلمانانو په تاوان به نه تمامېده، نو ځکه ورته وويل شول چې که د هغوی سولې ته زړه کيږي نو تاسې هم ورته اماده شئ.
9. د رسول الله امن خوښونه:
الله ﷻ فرمایلي:
(إِذ جَعَلَ الَّذينَ كَفَروا في قُلوبِهِمُ الحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الجاهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكينَتَهُ عَلىٰ رَسولِهِ وَعَلَى المُؤمِنينَ وَأَلزَمَهُم كَلِمَةَ التَّقوىٰ وَكانوا أَحَقَّ بِها وَأَهلَها ۚ وَكانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيءٍ عَليمًا.) (الفتح :۲۶).
ژباړه: کله چې کافرانو خپلو زړونو کښې جاهلانه غیرت کښېنوه، نو الله جل جلاله پر خپل رسول او مؤمنانو سکینت او اطمینان نازل کړ او دوی (مومنان) یې د تقوا د خبرې پابند وګرځول او همدوی د دې خبرې وړ او حقدار ول، الله په هر شي پوه دی.
د دې ایت تشریح داده کله چې مومنان د حدیبیې مقام کښې تم شول او غوښتل یې حرم ته د عمرې لپاره داخل شي، نو همدغه وخت مشرکانو کوښښ کاوه چې څه جنجال جوړ شي. د مشرکانو له خوا دوه ځله د مسلمانانو په پنډغالي حمله وشوه، تر څو مسلمانان جنګ ته و هڅوي، خو مسلمانانو له صبر او زغم نه کار واخیست او د هغوی له دغه ناوړه حرکاتو سره سره یې هم کوم عکس العمل و نښوده. الله ﷻد دوی دا صبر او زغم وستایه چې په نتیجه کښې یې د جنګ مخه و نیول شوه او د لس کلونو لپاره جنګ بندي را منځ ته شوه.
که مسلمانان امن خوښوونکي نه وای او د هغوی د حملو ځواب یې ورکړی وای (چې حق یې هم لره) نو هېڅکله به دا روغه نه وه شوې.
له قرآنکريم څخه څرګنديږي چې کافرانو همېشه جنګ ته لمن وهلې، د جنګ اسباب او وسايل هم همدوی راپيدا کوي، ظلم، جبر، خلک له خپلو کورونو او هېوادونو ویستل، د نړۍ د نيولو حرص او د نړۍ په مالي او اقتصادي سرچينو د قبضې هوډ هغه ناکاره شيان دي چې د جنګ اسباب برابروي.
دا ټول مرضونه په استعماري او استکباري قوتونو کښې په بشپړه توګه شتون لري، کله چې مظلوم قومونه د خپل سر، مال، وطن او ناموس دفاع کوي بیا وایي دا ترورستان او ترهګر دي.
10. د امن اړوند د رسول الله ﷺ زيری:
د رسول ﷺ امن دومره خوښ وو چې د بې امنۍ په ورځو او شپو کښې ئې خپلو ملګرو ته د امنيت د راتلو زېري ورکول. له خباب بن الارت رضی الله عنه نه روایت دی چې یوه ورځ نبي علیه السلام د کعبې شريفې سیوري کې خپل څادر ته تکیه وهلې وه ، موږ ورته د حالاتو د سختۍ ( د کفارو د ظلم) نه شکایت وکړ، هغه ﷺ وفرمایل: (والله ليتمن هذا الأمر، حتى يسير الراكب من صنعاء إلى حضرموت لا يخاف إلا الله أو الذئب على غنمه، ولكنكم تستعجلون ) (رواه البخاري).
ژباړه: په الله قسم چې الله ﷻ به خامخا دا دین بشپړ کړي، تر دې چې یو سپور به له صنعاء نه تر حضرموت پورې سفر کوي، له الله ﷻ څخه پرته به له بل چا څخه ويره نه لري او د خپلو میږو او بزو په اړه به یوازې له لیوانو څخه ویریږي، خو تاسو داسې قوم یاست چې عجله کوۍ.
تشریح: یعنې د اسلام د غلبې او حکمرانۍ په صورت کې به الله ﷻ داسې امن قایم کړي چې غلا، ډاکه او لار وهنه به ختمه شي، هر انسان به د بل انسان په اړه مطمئن شي، څوک به دا جرئت نه شي کولی چې څوک ولوټي. نبي علیه السلام د اسلام د غلبې او حکمرانۍ غټه ډالۍ چې نړۍ ته یې ورکوي امنیت معرفي کړی، پر دې سربیره چې اسلامي حکومت نور مزایا هم لري خو نبي مهربان ﷺ امنیت د اسلامي حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه وګڼله او خلکو ته یې د هغه (امنیت) زیری ورکړ.
ﷺ و بارک علیه و اله و صحبه
11. د امن اړوند د الله ﷻ وعده:
الله ﷻ فرمایي:
(وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًاۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.).
ۚ
ژباړه: کومو خلکو چې ایمان راوړی او نیک کارونه يي ترسره کړیدي، الله له هغو سره وعده کړې چې خامخا به یې د زمکې د خلیفه ګانو په حیث و ټاکي لکه څنګه یې چې له دوی نه وړاندیني ټاکلي ول او دوی ته به د دوی هغه دین قوت مند کړي، چې دوی ته یې غوره کړی دی او د خوف دا حالت به ورته په امن تبدیل کړي، دوی زما عبادت کوي او له ما سره څوک نه شریکوي، څوک چې له دینه وروسته ناشکري وکړي، نو همدا خلک سرکشښان دي.
تشریح: له دې ایت نه څرګنده شوه چې الله د زمکې د خلافت او امن وعده له هغو مسلمانانو سره کړې چې ایمان او صالح عمل ولري.
د ځمکې له دې خلافت او امن نه د دنیا او اخرت خلافت او امن دواړه مراد دي.
یعنې د ځمکې خلافت به الله په اخرت کې هم مومنانو ته ورکوي، کافران به ترې مطلق محروموي او دنیا کښې هم الله دا خلافت په دوه شرطونو سره مسلمانانو ته ورکوي. لومړی: ایمان او صالح عمل. دوهم: صلاحیت. په دې معنا چې مسلمانان د دنیا د نظام چلولو استعداد او وړتیا ولري، که وړتیا ونه لري نو الله ﷻ خپل مخلوق نا اهلوخلکو ته نه سپاري چې ژوند یې تباه او برباد کړي
12. سوله کول په مؤمنانو فرض دي:
په قران کښې الله ﷻ فرمایي:
(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ).(الحجرات: ۱۰)
ژباړه :یقینا مؤمنان سره وروڼه دي ، نو تاسو د خپلو وروڼو تر منځ سوله وکړئ، دالله ﷻ له نافرمانۍ نه ځان وساتئ چې رحم درباندې وشي.
تشریح: دې ایت شریف کښې الله ﷻ په ټولو مسلمانان، که هغه حکومت دی که رعیت دا کار فرض ګرځولی چې د جنجال په صورت کښې به د خپلو مؤمنو وروڼو ترمنځ سوله کوي، ترڅو د مؤمنانو ترمنځ جنګ جګړه ختمه شي، تعلقات او روابط درست وګرځي او امن قایم شي، د دې معنا دا ده چې اصلي حالت امن، سلامتي او ارامي ده، جنګ، جنجال او جګړه به کله کله پیښیږي او د پیښیدو سره جوخت باید مسلمانه ټولنه په حرکت کې راشي، د حالاتو د ښه کولو لپاره رول ولوبوي، که دا جنګ د دوه افرادو تر منځ وي، یا د دوه کورنیو او یا د دوه مسلمانو لویو ډلو تر منځ ، که جنجال هر شکل ولري باید مسلمانه ټولنه د مسلمانانو تر منځ دا حالت تحمل نه کړي.
13. په سوله کښې خير دی:
په قران کې الله ﷻ فرمایي:
(وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا ۚ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ وَأُحْضِرَتِ الْأَنفُسُ الشُّحَّ ۚ وَإِن تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا). (سورة النساء: ۱۲۸).
ژباړه: که کومه ښځه د خپل میړه په اړه د تکبر او بې رخۍ ویره لري ، نو د دواړو لپاره هیڅ ګناه نه شته ده ،چې خپل منځ کښې څه سوله وکړي، اوسوله ښه کار دی، نفس په اسانۍ سره تنګ زړه تیا ته مایل کیږي، خو که تاسو له احسان نه کار واخیست او د تقوا روش مو غوره کړ نو بیشکه چې الله ﷻستاسو په کړنو خبردار دی.
تشریح: په دې ایت کې د ښځې او خاوند د اختلاف اړوند الله ﷻ د سولې ستاینه کوي ، تر څو یوه کورنۍ په ارامه فضاء کې ژوند وکړي، کله که د یوې کورنۍ پرځای یو ملت ناقراره وي نو د سولې ضرورت لا ډیر احساس کېږي، ځکه هلته د یوې کورنۍ نه بلکې د لکونو کورنيو او میلونونو انسانانو د نا راحتۍ مسله مطرح ده.
له دې امله نن زموږ ملت له هر څه نه زیاد صلحې ته ضرورت لري، باید ټول مؤثر او متنفذ جهتونه د سولې او روغې جوړې لپاره مټې را بډ وهي، تر څو خپل ملت ته له دې مشکل نه نجات ورکړو.