پنځم څپرکی د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه

10-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


پنځم څپرکی 

د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه 


لومړی شیعه:  

د راشده خلافت د سقوط یوه مهمه پایله دا وه چې د اسلامي امت په منځ کې مذهبي اختلافات رامنځ ته شول. 
بيا کوم شي چې دا اختلافات مضبوط کړل او دا اختلافات بيا د مختلفو مستقلو فرقو جوړېدو بنسټ جوړ شول، دا هر څه ځکه وشول چې د خلافت نظام ړنګ ؤ، د اختلافاتو د تصفيې لپاره کومه منظمه اداره نه وه موجوده، نو هر اختلاف دايمي او مستقل وګرځېده، بيا له هغې نه فرقه جوړه شوه، که په وخت د هر اختلاف علمي تصفيه شوې وی مختلفی فرقې به منځ ته نه راتلای. په لومړي سر کې په ښکاره ډول دا فتنه (شيعه ایز م) ډېره خطرناکه نه وه، د سیدنا عثمان -رضي الله عنه- په اخیرو وختونو کې د ځینو سیاسي او اداري شخړو له امله یوازې یو شور رامنځته شو او غږ پورته شو. د هغه په شا کومه ایډیالوژي او فلسفه نه وه او نه کومه مذهبي عقیده، خو کله چې د دې کار په نتیجه کې د عثمان -رضي الله عنه- شهادت رامنځته شو او د حضرت علي -رضي الله عنه- د خلافت په وخت کې د لانجو يو طوفان د کورنۍ جګړې بڼه خپله کړه او د جمل او صفين جنګ، د تحکيم پېښه او د نهروان د جنګ واقعات يو په بل پسي راپيدا شول، نو دا سوالونه په ذهنونو کې راپيدا شول او ځای په ځای دا د بحث موضوع شوه چې په دې نښتو کې څوک په حق وو او ولې؟ څوک په باطل ولاړ دي او د دوی د باطل لاملونه څه دي؟ د چا په اند که دواړه ډلې ناسمې وي او يا دواړه سمې وي، نو په کوم اساس يې دا نظر خپل کړ؟ او که څوک د د دواړو په مسأله کې چوپتيا او بې پرېتوب غوره کړي نو د دې رويې لپاره څه دليل دی؟ د دې پوښتنو په پایله کې یو څو مشخص او روښانه نظرونه رامینځته شول چې په اصل کې خالص سیاسي وو، مګر وروسته هرې ایډیالوژیکي او سياسي ډلې د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره د ځینې نظریاتي او ديني اساساتو د پيداکولو کوښښ هم وکړ، په دې توګه دا سیاسي فرقې ورو ورو په مذهبي فرقو بدلې شوې. بیا متأسفانه د اختلافاتو په پیل کې جګړې پیل شوې او له هغې وروسته د بنو امیه او بنو عباس په زمانه کې هم دا جګړه روانه وه، ځکه چې دا اختلافات یوازې د عقیدې او نظریاتو اختلافات پاتې نه شول، بلکې په دوی کې مسلسل شدت او حدت (تېزوالی) پیدا کېده، هغه وه چې د مسلمانانو ملي وحدت یې له جدي خطر سره مخامخ کړ. اختلافي مسایل کورونو ته دننه شول او کور په کور دا بحثونه روان وو. په هر بحث کې به نوي سیاسي، نظریاتي او فلسفي مسایل راپورته کېدل د هرې نوې فلسفې رامنځ ته کېدو سره به په فرقو کې دننه نورې فرقې جوړې شوې او په دې فرقو کې يواځې متقابل تعصبات نه دي پیدا شوي، بلکې شخړې او فسادونه هم رامنځ ته شوي دي. د عراق پلازمینه کوفه د دغه طوفان اصلي مرکز ؤ، ځکه د عراق په خاوره کې د جمل، صفین او نهروان جنګونه وشول او د حضرت حسین -رضي الله عنه- د شهادت زړه بوږنوونکې پېښه هم همدلته وشوه فرقې پیدا شوې او دلته امویانو او بیا عباسیانو د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره له شدت نه کار اخيستلو تاوتریخوالی به يې کاوه. ډېری هغه فرقې چې د ویش او اختلاف په دې دوره کې رامینځته شوې په حقیقت کې په څلورو فرقو کې ریښې لري: شیعه، خوارج، مرجئه او معتزله. موږ به په لنډه توګه د دوی د هر یوې فرقې نظريات درته بیان کړو.


ورته مطالب
+